تبعه چاته ويل کيږي ؟
03.07.2009 14:56که د نړۍ نقشې ته وګورو نو د ځمکې پر مخ ډير هيوادونه تر سترګو کيږي . هر هيواد خپل ټاکلی سياسي _جغرافياوي بريدونه او پولې لري ..هر هغه څوک چې ددغو بريدونو دننه په يوه هيواد کې د ژوند کولو حق ولري ، د هغه هيواد استوګن يا تبعه بلل کيږي . تبعه مفرد او جمع يې اتباع ده .
په حقوقي لحاظ تبعه څوک دی، يا چاته تبعه ويل کيږي ، په دې اړه ، د ټولنپيژندنې پوهانواو حقوق دانانو ليد لوري بيلا بيل دي .
_ تبعه د ټولنې هغه وګړي ته وايي چې په يوه ټاکلې سياسي جغرافيه کې ، د اساسي حقونو په لرلو، بې له توپيره د قانوني مکلفيتونو په قبلولو ، د ژوند حق ولري .
_ تبعه هغه وګړی دی چې د سياسي ، مدني او ټولنيزو حقونو لرونکی وي
_ تبعه هغه وګړی دی چې د خپلو اساسي حقونوددرلودو په خاطر ، مسوليتونه، ژمنې او مکلفيتونه هم قبلوي .
( رعيت ) هغه چاته ويل کيږي چې مکلفيتونه لري خو حقونه نه لري .د رعيت حقوق عموما د هغوي د مکلفيتونو د ښه سرته رسولو له مخې ټاکل کيږي .
دتبعه حقوق د قانون په چوکاټ کې په ليکلې بڼه ثابت وي او مکلفيتونه هم د خپلې پوهې او وجيبې له مخې سر ته رسوي .
_ په هغو ټولنو کې چې قانون واکمن وي ، د ټولنې هر وګړي ته تبعه ويل کيږي ، ځکه چې هغه د مساوي حقونو او امتيازاتو لرونکی وي .
لنډه دا چې: تبعه (شهروند) د يوه هيواد هغه استوګن ته وايي ، چې هغه د نومړړي هيواد د بشپړو سياسي ، مدني ،اجتماعي او فرهنګي حقونو څخه برخمن وي .
د( تبعه ) پرځای د ( شهر وند ) اصطلاح هم کارول کيږي .داد دفرانسې د انقلاب نه وروسته ، انسان ته د زيات درناوي په خاطر، منځ ته راغلې ده .
شهروند ( Citroen ) د ښار( Cite) له کلمې نه جوړه شوې اصطلاح ده ، دا چې ولې په شهروند کې د ښارکلمه شتون لري ، لامل يې دادی چې له يوې خوا دوګړو د حقونو اومکلفيتونو ترمنځ اړيکي ، د زمانې په اوږدو کې عموما د وړوټولنو په بڼه په ( ښارونو) کې وده او پرمختګ کړی دی او له بلې خوا په ځنو قاموسونوکې د( ښار ) کلمه د ( وطن او هيواد ) په معنی هم کارول شوې ده . د مدنيت کلمه هم له مدينې نه اخيستل شوې او مدينه ښارته وايي . په اردو ژبه تابعيت ته شهريت او په انګليسي کې ورته سيټيزن وايي .
په ټوليزه توګه ويلی شو چې د شهروند اصطلاح په دې معنی نه ده چې ګوندې يوازې د ښارونووګړو ته ويل کيږي په شهروند کې ښاري او کليوال ټول وګړي شامل دي .
د عامه پوهاوي په دې لارښود کې موږ د ( شهروند) په ځای د( تبعه) کلمه کارولې ده . ځکه زموږ د هيواد په اساسي قانون کې په همدې بڼه ثبت ده .
٢- د تبعه حقوق:
_ حق څه شی دی ؟
حق په لغت کې رښتيا ، رښتيا ويلو ، د باطل ضد، سلطه ، صلاحيت اوپه نور ومعناو راغلی .
په اصطلاح کې حق هغه مادي او معنوي صلاحيت دی چې قانون ټولو انسانانو ته ورکړی او له هغه نه ملاتړ، او ساتنه کوي.
يا په بل عبارت : حق د انسانانو يو لړ فطري ، طبعي او اجتماعي غوښتنې او اړتياوې دي .
د اتباعو اساسي حقونه په عمومي توګه پر دوو برخو وېشل کېږي چې يو يې فردي(شخصي) حقونه او بل يې ټولنېز (عمومي) حقونه دي.
_ فردی حقونه: په دي کې حقونو کې د ژوندحق، شخصي امنيت، آزادۍ، سفر، د اوسيدو د ځای د ټاکلو، د کور د خوندي توب، دکورنۍ جوړولو، د مراسلاتو او مخابراتو د محرموالي او نور حقونه شامل دي.
ځنې بيا فردي حقونه د طبيعي حقونو په توګه مطرح کوي. طبيعي حقونه په ټولوځايونو او هر ډول شرايطو کې ثابت وي . سياسي، مذهبي، جغرافيايي، کلتوري، اقتصادي او داسې نور توپيرونه يې نه شي بدلولی.
دافغانستان اساسي قانون په ٢٣ او ٢٤ مادو کې ژوند انسان ته يوه الهي او طبيعي ډالۍ بللي او آزادي يې هم د انسان طبيعي حق ګڼلی دی.
_ ټولنيز حقونه: دا د ټولنې د پرمختګ اوخلکو د پوهي اوخبرتيا د کچې د لوړيدو له امله د ټولنېزو اقشارو د مبارزو په نتيجه کې لاسته راځي او د هېوادونو په قوانينو کې تسجيل شوي دي، د مکتسبه حقونو په نامه هم ياديږي. دغه حقونه په لاندي دريو اساسي ډولونو ويشل شويدي:سياسي حقونه، اقتصادي حقونه ، ټولنېز او کلتوري حقونه .
سياسي حقونه : هغه حقونه او آزادۍ چې په سياسي برخه کې د هېواد د وګړو لپاره په اساسي قانون کې په ګوته شوي دي هغه د بيان د آزادۍ، د مطبوعاتو د آزادۍ، د ګوندونو د جوړيدواو فعاليت ، د ځان دټاکلو اود نورد ټاکلو حقونه دي.
اقتصادي حقونه: په دي حقونو کې دملکيت حق، د استوګنځي حق، د کار حق ، د اقتصادي فعاليتونو اومعاملو حق ، همدارنګه د روغتيا، ټولنېزو خدمتونو او هوساينې حقونه شامل دي.
کلتوري حقونه : په دې حقونو کې د زده کړې او تحصيل ، سپورت او بدني روزنې حق ، دعلمي او هنري فعاليتونو حق ، د تاليف او ژباړې حق ، په علمي څيړنو کې د کشف او اختراع حق او له علمي او کلتوري برياو څخه د ګتې اخيستنې حق شامل دی .
د تابعيت حقوق:
د هر ولسواک ( دموکراتيک) نظام اتباع ، د يو لړ ازاديو او حقونو لرونکي دي .چې د تابعيت د حقوقو په نامه ياديږي .
د تابعيت حقوق دموکراتيک ما هيت لري يعنې ټولو هغو مدني او سياسي حقونو ته وايي چې د هيوادونو په اساسي قانون او نورو ملي قوانينو کې درج او ثبت وي . لکه د رای حق ، د عادلانه محکمې حق ، محاکمو ته د لاس رسي حق ، د دولت له خوا د تبعه دسياسي _ حقوقي ملاتړ حق ،د قانون په وړاندې برابري ، د بيان ازادي ، اطلاعاتو ته د لاس رسي حق ، مهمو دولتي څوکيو ته دنوماندی حق ،د ټولنويا سياسي ګوندونو د جوړلو حق ،د عامه خدمتونو څخه د ګټې اخيستنې حق او داسې نور د تابعيت حقوق ګڼل کيږي .
د تابعيت ټول حقوق يو ډول ارزښت لري خو دهغو په منځ کې ، د قانون په وړاندې د برابرۍ حق او د بيا ن دازادۍ حق تر ټولو غوره اوځانګړی ارزښت لري .
ټول اتباع حق لري چې د قانون په وړاندې د خپلو حقوقو او امتيازاتو څخه يو ډول ګټه واخلي . هيڅوک د ژبې ، قوم ، رنګ ، دين ، پيسو ، نفوذ ، منصب او نورو ... له مخې د قانون په وړاندې دځانګړو حقوقو اوامتيازاتو څخه برخمن کيدای نه شي .
هغه قانون چې د تبعيض له مخې جوړ شوی وي د منلو وړ نه دی او که وي هغه د بشر د حقونو او د تابعيت د حقونو ضد قوانين ګڼل کيږي .
په دغسې حالاتو کې اتباع حق لري چې د خپل اعتراض غږ پورته کړي ، مظاهرې وکړي ، لاريونونه او اعتصابونه وکړي .تر څو واکمنان مجبور شي چې په هغو کې بدلون راولي .
د تابعيت حقوق ، په اصل کې په ټولو هيوادونو کې ورته اويو شان وي خو څرنګوالی ، شکل او تطبيق يې د هرې ټولنې د فرهنګي ، اخلاقي او اقتصادي ارزښتونو له مخې توپير مومي .
د بيلګې په توګه: د ټولو هيوادونو په قوانينو کې دغلامانو اخيستل او خرڅول په قانوني توګه بند دي . خوپه مقابل کې د عقيدې يا مذهب بدلول په غربي هيوادونو کې جواز لري خو د اسلامي هيوادونو په قوانينو کې په ځانګړې توګه زموږ دهيواد په اساسي قانون کې هيڅ ډول جواز نه لري .
د افغانستان په نوي اساسي قانون ( ١٣٨٢کال) کې د اتباعو حقونو ته پوره پاملرنه شوې او هغه يې په يوه ځانګړي څپرکي( فصل ) کې ثبت او درج کړي دي :.
٣- د تبعه وجايب او مکلفيتونه :
وجيبه عربي کلمه ده ، له واجب نه اخيستل شوې ده . واجب په اصل کې هر هغه څه ته ويل کيږي چې سرته رسول يې حتمي وي .د فقې په کتابونو کې ډير ځلې وجيبه ، وظيفه او مکلفيت درې واړه دمترادفو کلمو په بڼه راغلي دي
حقوق اووجايب يو بل سره تړلي دي . کله چې يو تبعه د تابعيت له حقونو څخه ګټه اخلي نو په خوا کې دا وجيبه لري چې ورسپارل شوي مسوليتونه هم تر سره کړي .
د بيلګې په توګه : زموږ د هيواد په اساسي قانون کې د تابعيت له حقونو څخه يو هم په ښوونځي او پوهنتون کې دوړيا زده کړو حق دی ، خوددې حق په خواکې دا مکلفيت هم شته چې هر تبعه بايدد خپلو عايداتو نه، ټاکلې ماليه دولت ته ورکړي .
دلته ګورو چې د حقوقو او وجايبو تر منځ څومره نږدې اړيکي دي . که يو تبعه په خپل هيواد کې د عامه خدمتونو نه ګټه اخلي او دماليې له ورکولو نه ډډه وکړي ، نو هغه پيسې به له کومه شي چې دولت يې ددغو عامه خدمتونو د سر ته رسولو له له پاره بايد ولري ؟
د هر هيواد په اساسي قانون کې د تابعيت د حقوقو تر څنګ وجايب او مکلفيتونه هم په ګوته شوي دي . زموږ د هيواد داتباعو وجايب او مکلفيتونه د اساسي قانون له مخې په دې ډول دي .١_ داساسي قانون د احکامو پيروي ، د عامه نظم و امن رعايت اود قوانينو اطاعت (٥٦ماده )
٢_ د وطن نه دفاع او دعسکري موکلفيت دوره (٥٥ ماده )
٣_ د استقلال ، ځمکني تماميت ، د ملي وحدت دحاکميت د تهديد له پاره، د ازادی له حقوقو څخه د ناوړې استفادې نه کول .(٥٩ ماده )
٤_ د خپلو عوايدو او محصول نه ماليه ورکول .( ٤٢ ماده )
٤- په ټولنه کې د تبعه ونډه:
د يوې ټولنې اتباع نارينه وي که ښځه ، ځوان وي که بوډا ، ښاري وي که کليوال هر يو د ټولنې په اقتصادي ،اجتماعي ، سياسي ،فرهنګي وده او پرمختګ کې ځانګړی ونډه لري او دقانون له مخې مساوي حقونه لري .
٤،١_ د ښځو ونډه :
د يوه هيواد وګړي دجنسيت له پلوه ، نيم که نار ينه دي نو نيمايي بيا ښځې دي . په کورنۍ چاپريال کې که نارينه پلار دی نو ښځه بيا د مورله درناوۍ نه برخمنه ده. د تابعيت په قوانينو کې هم ښځه او نارينه دواړه د مساوي حقونو لرونکي ښودل شوي دي .
خو په عمل کې ګورو چې دځنو سنتي او دوديزې ټولنو په سياسي ، اقتصادي ،ټولنيزواو فرهنګي برخو کې د ښځو د ګډون برخه په نشت برابره ده .د نجونو تعليم او زده کړه يا په خپله خوښه د ګډ ژوندد ملګري انتخاب شرم او ننګ ګڼل کيږي .دميراث او طلاق له حق نه خو تل بې برخې وي په داسې حال کې چې د اسلام په دين کې دغه ډول ټول روا حقونه ښځو ته ورکړل شوي ، خو په ټولنه کې د واکمنو دودودنو او رواجونو يې مخه نيولې ده .
دښځو د حقونو د غضبولو لړۍ اوسنۍ نه ده ، له پخوا زمانو څخه راروانه ده .د بيلګې له پاره به د ښځو د رای ورکولو حق ته لنډه کتنه وکړو
په نړۍ کې .د رای ورکولو حق تر ډيرو کلونو پورې يوازې د نارينه و په انحصار او واک کې و.
دلومړي ځل له پاره د ښځود رای ورکولو حق په ١٨٩٠ م کال کې د امريکا د متحده ايالاتو ددومينګ په ايالت کې ومنل شو . په ١٩٢٨ م کال کې انګلستان او په ١٩٦٦م کال کې فرانسې د ښځو د رای ورکولو حق د خپلو هيوادونو په قوانينو کې ځای کړ.
په افغانستان کې د ١٣٤٣ل کال په اساسي قانون کې د لومړي ځل له پاره ښځو ته درای ورکولو حق ورکړل شو.
خو له بده مرغه تر اوسه ښځو له خپل دغه حق څخه په سمه توګه ګټه نه ده اخيستې ، که د نارينه و خوښه وي ، ښځې کولی شي چې په ټاکنو کې برخه واخلي او که خوښه يې نه وي نو بيا خو د خپل حق څخه محرومې وي .
که څه هم د ښځو په سياسي او ټولنيز ژوند کې يو څه د پام وړ پرمختګونه راغلي او هغه داچې په ځنو حکومتي ادارو او موسسو کې ښځې مقررې شوي دي ، ولسي جرګې ، مشرانو جرګې ولايتي شوراګانو کې ښځې شتون لري خو په کليوالو او لرو پرتو سيمو کې، بيا د ښځو په ژوند کې هيڅ د پام وړ بدلون نه تر سترګو کيږي .
هلته اوس هم ښځې د پيسو په بدل کې پلورل کيږي، په کورنۍ کې د نظر د ورکولو حق نه لري په هر کال کې په زرګونې ميندې ، د زيږون په وخت کې مري خو .په ورځنيو کارونو بيا د نارينه و سره اوږ په اوږه يو ځای کار کوي . د غرنه په سر لرګي راوړي ، په کرونده کې لوونه او خيشاوې کوي ، له چينو او کاريزونو څخه په منګيو کې اوبه راوړي ، څارويو ته واښه برابره وي ،.سر بيره پردې په کور کې د پخلي او جامو مينځلوتر څنګ ، د اولادروزنه او پالنه هم ور په غاړه وي.
ښځې هغه وخت د يوه تبعه په توګه د خپلې ټولنې په سياسي او فرهنګي برخو کې ښه ونډه لرلی شي چې له دغو ناخوالو او بدمرغيو نه راووځي او دا شونتيا هغه وخت منځته راځي چې ښځې په شعوري توګه د خپلو استازو په ټاکلو کې برخه واخلي او خپله رايه هغه چاته ورکړي چې هغه په رښتينې او صادقانه توګه ددوي برخليک بدلولی شي .
٤،٢_ د نارينه و ونډه :
د بشري ټولنې په وده او پرمختګ کې نارينه له پخوا زمانو څخه ځانګړې نقش او رول لوبولی دی .دنارينه و نډه دکورنۍ په جوړښت او دټولنې په اقتصادي ،سياسي اجتماعي او فرهنګي برخو کې کې روښانه او څرګنده ده.
.نارينه پلار دی ، د کورنۍ مشر دی، د يو تبعه په حيث د خپل مکلفيت د سرته رسولو په لاره کې د ځمکني تماميت ، د ملي ګټو د ساتنې او د هيواد دفاع په لاره کې سرښندوکی او سر باز رول لوبولی دی.
خو له بلې خوا د تاريخ په اوږدو کې د ښځو په پرتله ، نارينه په کورنۍ اوټولنه کې د يوه واکمن او حاکم په توګه پاتې شوی ،په ټولنيزو او سياسي چارو کې يې د ګډون حق خپل ګڼلی او ښځو ته يې د يو کمزوري موجود په توګه کتلي دي
دزمانې په اوږدو کې ،د بشری حقونو د مدافعينو د هلو ځلو په نتيجه کې ورو ورو ،د نارينه و دغه واکمني را کمه شوی او ښځو ته د خپلو روا حقونو په ورکولو مجبور شوي دي .
په پرمختللو ټولنو کې چې د پوهې او زده کړې کچه لوړه ده، اوس نارينه دښځو په حقونو سترګې نه پټوي ، دژوند په ټولو ډګرونو کې يو ځای او اوږه په اوږه ګډ فعاليت کوي .
خو په هغو وروسته پاتې ټولنو کې چې د پوهې او زده کړې کچه يې ټيټه ده ،تر اوسه هم دزړو دودونو او رواجونوله مخې د نارينه و واکمني ښه په درز کې روانه ده . .
زامنو ته د تعليم حق شته خوپه لورانو تعليم کول شرم ا وعار ګڼل کيږي. ښه خواړه د زامنو حق ګڼل کيږي او پاتې شوني خواړه د نجونوخوراک وي . که نارينه اولاد ناروغه شي ، ډير ژر يې درملنه کيږي خوکه نجونې ناروغه شي ، په ورځو ورځو په خپل کور کې پرتې وي او څوک يې درملنه نه کوي . په داسې حال کې چې د اسلام په دين کې لور او زوي دواړه د لوي خدای ( ج) نعمت ګڼل کيږي او د بشري قانون له مخې هم دواړه مساوي حقونه لري .
٤،٣_ د ځوانانو ونډه :
ځوانان د يوه هيواد راتلونکی او مستعد ځواک ګڼل کيږي. ځوانان د ټولنی په اتباعو کې هغه کسان دي چې په ټولنيزو چارو کې داسې ژور بدلونونه منځ ته راوړي شي چې هغه د ټولنې د ودې او پر مختګ سبب ګرځي.
ځوانان هغه قوه ده چې کولی شي په ټولنه کې د جندر ( ښځه ، نارينه ) ټولنيزو اړيکو ته هم په اسانۍ تغيير او بدلون ورکړي . ځکه ځوانان د زړو خلکو په پرتله دتمدن د نويو بدلونونو سره ژر اشنا کيږي او هغه په پټو سترګو نه ، بلکې داستدلال او عقلي دلايلو له مخي يې مني ..زاړه او خرافاتي دودونه شا ته پريږدي او د ز مانې سره سم نوي کلتور ته مخه کوي .
هغه کورنۍ چې د زده کړې او پوهې په ارزښت پوهيږي ، هغوي خپله ټوله پاملرنه د خپلو ځوانو اولادونو لوړو زده کړو ته اړوي څو په راتلونکې وخت کې ، هغوي ځانګړي شخصيت ولري ، وطن او خلکو ته د خدمت وياړ تر لاسه کړي .
خو له بلې خوا هغه ځوانان چې د تعليم او زده کړې له نعمت څخه محروم وي ، کيدای شي په ټولنه کې دسترو بد بختيو ، ويرې ،ډار او نا امنيو سبب شي .تجربو ښودلی چې نن ورځ د مخدره موادو مافيايي او ترورستي بانډونه، د همدغو نالوستو تنکيو ځوانانو له احساساتو څخه ګټه اخلي او د خپلو شومو اهدافوله پاره يې کاروي .
په ټولنه کې د ځوانانو ونډې ته بايد پوره پاملرنه وشي ، هغوي بايد دعصري علومو په ګاڼه سنبال شي ، دنوې ټکنالوژۍ سره بلد شي ، ځکه له عصري علومو او ټکنالوژۍ پرته په يوه هيواد کې ، بې امني ، جګړې ، ولږه ، غربت او بد بختي له منځه نه ځي .
د افغانستان په اساسي قانون کې هغو ځوانانو ته د ځان د ټاکنې اود نورود ټاکنو حق ورکړل شوی چې عمر يې اتلس کاله وي

