د محمود مرهون نوی کتاب چاپ شو
02.07.2009 17:27د ځوان لیکوال او تکړه څېړونکي ښاغلي محمود مرهون دیرلسم کتاب له چاپه ووتی دا کتاب د ژوند ساز د زړه اواز په نوم په 206 مخونو ښکلي صحافت د سنځر خپرندویه ادرې لخوا چاپ سوی په دې کتاب کی د نړي زیات شمیر شهکاري نثری ټوټې راټولي سوی دی د یادوني وړ ده چي د کتاب په نشریدو سره د ښاغلي مرهون د چاپ سو اثارو شمیر ١٣ ته وه رسېده ښاغلي مرهون تیره اونی له نوا رادیو سره په یوې ځانګړې مرکه کی ویلي چی د غو چاپ سو اثارو سر بیره هغه 13 نور ناچاپ اثار چاپ ته چمتو لري هیره دي نه وي چي ښاغلی مرهون دا مهال دکابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پښتو ادبياتو د ډيپارټمنټ په لومړی ټولګی کي په زده کړو بوخت دی.
دا په داسي حال کی ده چي ښاغلی مرهون د 1388کال د سرطان پر 13 شل کلن کیدونکی دی.

