عزت نفس مه پلورې

انجينر عبدالخالق ساپې 02.07.2009 12:47

وائي : اوبه چې په یو ځاې پاته شي نو ګنده کېږي په همدا شان په ټولنه کې کلې چې سیاسي نظام مشروعیت و نلري ، د ولس اراده پکې نه وي څرګنده د هغه نظام څخه خلک لکه د ګنده اوبو په شان ځان لرې ساتي او نور د پاېښت قابلیت نلري يا خو به دولس په مسالمت امېز انتخاباتي زور بدلېږي او یا خو به د ولسي قهر په واسط را پرزول کېږي . زمونږ هېواد دداسې تاریخي پېښو د درسونو زانګو ګرځېدلې نه غواړم دلته هغه ټول یاد کړم يواځې دومره ووایم چې ددې ولس اراده د نړۍ پخواني انګرېز ، پروني روس په خپل ټول مادي او معنوي ځواک ونشوه ماتولاې نو نني د بشر د حقوقو او دموکراسې د جارچي یرغلګر نړېوال داړه ماران به ئي څنګه ماته کړي ؟ که په هېواد کې پېښې په ژور ډول وڅېړو زمونږ هېواد په عیني او ذهني ډول د لوی بدلون لپاره برابر شوې یو څه چې کمبود دې هغه د ملي مشرتابه تشه ده او ددې تشې د ډکولو وخت هم را رسېدلې چې ز مونږ ولس اوس باېد په پوره پاملرنې سره خپل ولسمشر د صداقت ،قاطیعت او پوهې له مخې وټاکې او خپلې رائي یعنې خپل وجدان او اسلامیت د کرزي د داړه مار حکومت په ملکانو او تواچیانو و نه پلوري . خپلې رائي د پېسو په مقابل کې چې هغه هم ستاسو جیبونو ته نه راځي ددې معنی ورکوي چې تاسو خپل عزت نفس په څو غلو او داړه مارو پلورې لکه د جهاد په دوران کې چې مو د هېواد خپلواکي د خپلو وینو په بیه تر لاسه او بیا مو هر څه غلو او داړه مارانو ته ورپرېښودل چې نن ئي د کرزي قاتل حکومت ثمره پاته ده .
درنو او غېرتمنو افغانانو ! که غواړې چې هېواد مو وادن ، سمسور او د خپلو ګاونډیانو او نړېوالو سیال شې او ځان له ګدائي څخه بچ کړې نو د افغانستان د نوي پېل د کړنلارې د پوه ، صادق او دقوي ارادې دجموري ریاست د نوماند ډاکټر اشرف غني څخه چې په ملې او نړېواله کچه د ښه شخصیت لرونکې دې ملاتړ وکړې د غني څخه ملاتړ د هېواد څه د ملاتړ معنی لري ، د اوسني ناوړين څخه هېواد يواځې د اشرف غني پینځه کلن او لس کلن پلان بچولې شي .
په اخر کې یو ځل بیا د ټولو هېوادوالو ، سیاسي متشکل او نیمه متشکلو کړیو څخه هیله کوم چې د سر لوړی افغانستان د نوي پېل لپاره د اشرف غني د پروګرام څخه ملاتړ وکړې او هېواد لدې مافیائي نظام څخه بچ کړې . په اخر کې د افغانستان د پخواني خلق دموکراتیک ګوند د ټولو صفوفو څخه هیله کوم چې نور د خائينو پخوانیو جاسوسو رهبران تر شا ولاړ نشي او د وجدان له مخې د اشرف غني څخه ملاتړ وکړي .


د ليکوال څو نورې لیکنې

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


10.03.2010 03:34 د طالبانوسخت نظام دی/ټپيزې: محمدحنيف حيران

ژوند لکه ډک د ميو جام دی د هلکانو نوم بدنام دی څه وکړم عمر مې ډېر خام دی د طالبانو سخت نظام دی چپه کاکل تر خولۍ لاندې ګرځومه

09.03.2010 13:29 د میرمن بهیر د راتلونکې غونډې خبریتا

توبا ندا ساپۍ دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر د دارالانشآ مشره

09.03.2010 10:08 ژړیږي

سیدشاه خروټئ-لندن

09.03.2010 10:06 حیران

سیدشاه خروټی لندن

09.03.2010 10:01 غزل

بورېوال کاکړ

09.03.2010 09:59 د پښتون په نوم مي داسي قام په كار دى

د پښتون په نوم مي داسي قام په كار دى بورېوال کاکړ‎ ‎

08.03.2010 20:02 ازاد نظم/ فضل الربي رستم

د هلمند( مارجې) وحشي عملیاتو ته

08.03.2010 16:59 غزل -- شېرحسن کمالزی

داسې نه ده چې هرچا ته پاتې کيږي -- دا دنيا به يو الله ته پاتې کيږي

08.03.2010 16:46 د تعصب پرخلاف هڅې د تعصب اور بلوي

لکه څنګه چې دکرزي صاحب نوې کابينې ته دټولوخلکوکلکه سوداوه،ما هم د هرمحترم کانديدله خولې دمثبت اوبشپړ بدلون ټپې اورېدلې وې.ځکه خو ورته په تلو

08.03.2010 16:39 په پېښور داسې څه چل شوى ؟ فرهاد هلمند

په ١٩٩٩ کال کې زه د پېښور صدر په مدرسه جامعه امدادالعلوم کې د متوسطې درجې زده کوونکى وم.

11.03.2010 14:27 د چا په نوم ؟

11.03.2010 13:04 ويرجن مازديګرى: اصيل ځاځى

دهغودواړو وروڼو، خيرن خچن صورتونه ، په پښوكې زاړه پلاستيكي بوټان شليدلي گريوانونه، دهيلوډكې سترگې اوپه معصوموشونډومړاوى غوندي موسكا مې هر

11.03.2010 10:33 د ملي مشرۍ تشه،درېیمه لاره: ۱۵ برخه

د ډیموکراسۍ له نغارو سره مل یوه نوې نومونه ( اصطلاح) چې زموږ پر غوږونو راننه ایستل کېږي، ملت جوړوونه (Nation Building) ده، حال دا چې موږ دې ته اړتیا

11.03.2010 10:08 نورمحمد سعيد

يو څو شيبې لانورې مې دمات.....

11.03.2010 08:07 غزل

سندريز شور

11.03.2010 08:04 د ښاغلي روح الله وفا ښکلې غزلې

روح الله وفا

11.03.2010 08:01 د كوچني اقتصاد اصول

روح الله وفا

10.03.2010 14:33 د نوي کال په مخ کې ــــــ سيدشاه سقيم

په تا يې سپارم د زرينو رڼاګانو خدايه ! ــــــ د هيلو مات څراغ مي ايښى د شمال په مخ کې

10.03.2010 11:19 رواج:(لنډه کیسه)

لیکوال:محمدالله ارین احمدزی

10.03.2010 06:25 جنتي خوب/ سمیع الدین افغاني

پېغلې شــهيدې راته داسې ويل زما د واده پــــه ميـــلمنو ډک شو دا رنګينه جامـــې مې نـه ګورې ته زما دخاوند په وينو سرو ډک شو