I Love You

رفيع الله (روشـــــــــــــــــــــــــــــــــــــن) 02.07.2009 10:36

(I Love you)
لنډه كيسه :
رفيع الله (روشـــــــــــــــــــــــــــــــــــــن)

سېلاب اوس په ملي اردوكي دتورن رتبې ته رسېدلى وه له خپلې وظيفې سره يې ډېره مينه درلوده هغه ډېرزړور اوباهمته ځوان وو،زده كړې يې تردولسم ټولګي پورې كړې وې .
نوپلار اومور يې غوښتل چې دسېلاب په غاړه دواده امېل وويني نو يوه ورځ يې كښېناوه او ورته يې په نيمه نيمه كې ياده كړه چې زويه هركور دماشومانوپه شورماشور ښه ښكاري .
دخداى فضل دى ته هم ځوان شوى يې اوخوردې هم پيغله ده هغه متل دى وايي چې خورلور پېغله شوه نوبيايې په كور كې ساتل پكارندي ،سېلاب دخجالت په فضا كې ورغبرګه كړه ،مورې ستا اودپلار مې چې څنګه خوښه وي هماغسې وكړئ.
مور يې دسېلاب درضايت خبره پلارته وكړه هغه ورته وويل ګوره دسېلاب مورې !په دې كې دهلك خوښه اوانتخاب ضروردى دخداى فضل دى زما دوه ورېرې په كور كې پېغلې دې يوه ستاخورزه پېغله ده او زه داباورلرم چې نه صادق ماته نه وايي اونه مجيد،خوداداوسنۍ زمانې هلكان دې هسې نه بل څوك يې خوښه وي ،مور يې هم ورسره ومنله بيګاته چې سېلاب كورته راغى موريې ورته دپلارخبره ياده كړه خو هغه ورته وويل تاسوته يوځل ماوويل چې ته اوپلارمې پوه شه اوكارمو ،مګر موريې بيا پرې ټينګار وكړ چې كه څوك د ې خوښه و ي نوراته يې ښايه سېلاب پوه شوه چې موريې نه پريږدي نوبالاخره له مشورو وروسته يې شازيه چې دخاله لور يې وه په ګوته كړه شازيه ډېره دساده فكرخاونده غلې اوبې كبره نجلۍ وه .
دسېلاب پلاراومور دشازيې دوى كورته ورغلل او دهغې پلارته يې د ښيښۍ خبره ياده كړه صادق چې ډېر هوښيار اوپه دوستۍمين سړى وه اودخپلې لور لپاره يې سېلاب يو مناسب هلك وګاڼه نو بې له سوچ او فكر كولو يې بسم الله كړه او دستمال يې وركړ دواړو خواو يو بل ته مباركۍ وويلې اوخولې يې خوږې كړې ، په ډيره كمه موده كې د سېلاب او شازيې واده وشوه.
له واده نه نژدي مياشت وروسته سېلاب له كابل نه بل ولايت ته تبديل شو. ولاړ او په مياشت كې به يو وار د څو ورځو لپاره كور ته راته خو كله نا كله به يې ټيلفون كاوه كله به چې شازي ته خسر موبايل وركړ نو سېلاب به دهغې دځورولو اوغوسه كولو لپاره ويل I love you دې به ورته وخندل ما تاته څو ځلى ويلي دي چې ما ته دا د كافرو خبرې مكوه خو ته يې چې نه منع كيږي!.
اوپه خندابه يې خداى پاماني وكړه ،شازيه به له ځانسره مسكه مسكه كېده او ويل به يې چې دابه لا څه مانالري چې دى يې راته هر وخت وايې اوخاندي ،ډېروخت تېر شو خداى (ج)د سېلاب دمور او پلار سوال قبو ل كړاو سېلاب ته يې يو زوى وركړ ماشوم لا دڅو مياشتو وو چې) نيااونيكه( يې په خندا اولوبو بلدكړيوه،سېلاب به هم خپل زوى پسې ډېر خفه كيده دومره نازبه يې وركاوه چې دهغه يوه اوښكه به يې په ډېر قيمت هم نه پرېښوده چې تويه شي .
داځل سېلاب له ډېر ځنډ وروسته كورته زنګ وواهه له ټولوسره يې خبرې وكړې هغه هر وخت له شازيې سره تر ټولو وروسته خبرې كولې كله به چې شازيې ټيليفون واخيست ،له سلام او پوښتنې وروسته يې ورته وويل كورته كله راځې ؟ داوار خودې ډېر زيات وخت وشوشهزاد درپسې ډېر زيات پرېشانه شويده ،شهزاد خوهسې بهانه وه په اصل كې خو...... ،سېلاب ورته وويل درځم خوپه يوشرط چې ته به راته وايېlove you I شازيه په خنداشوه داڅه خبره ده چې ته پرې دومره مين يې او دومره ورته خوشحاليږي.؟ ماخو يو وار پرې پوه كړه اوكنه والله كه دادانګرېزانو خبر راباندې وكړې .
يوه ورځ وروسته په هغه ځاى كې چې سېلاب وظيفه لرله ډېرشديد جنګ ونښته ډېر دملي اردوعسكر او مخالفين پكې مړه اوټپيان شول ،جنګ دشپې ترناوخته پورې دوام وكړ سېلاب له خپلو نوروسربازانو سره په مېړانه دجنګ په ميدان كې جنګېده دملا اذان وخت و چې سېلاب ديو دښمن دګولۍ ښكارشو،اوډېر سخت ټپي شو ،مړي اوټپيان دجنګ له ميدان څخه وېستل كېدل اوروغتونونوته رسول كېدل ، دسېلاب چې ټپونه ډېرژور ول دكابل دامنيت شفاخانې ته په طياره كې راوړل شو،سهار اته بجې وې چې دسېلاب پلارچې لمسى يې په غېږ اودحوېلۍ په سوفه ولاړوه اوفكر وړى وه چې درنجر ټايرونو يې دفكر لړۍ وشلوله اوغږ يې كړ هغه دى سېلاب راغى ! مور اوخوريې ددروازې په لور منډې كړې شازيه چې شرمېده په خپل ځاى كې كراره ناسته وه اوغلې غلې خندېده ، چې په دې وخت كې دكورپه لوريو عسكرچې مخابره يې په لاس كې وه راروان شو ،دسېلاب پلار چې خپل زوى يې تر سترګونشو نو ورووته اوله ستړي مشي په وخت كې عسكر ورته په غوږ كې دسېلاب دټپي كېدو او روغتون ته دراوړلو وويل اوپوه يې كړ چې په كور كې څه ونه وايي ،له همدې سره بې واكه شوه او لمسى يې له غېږ ې راپرېوته اوپه خاوروكې ولوېده، خوراوموريې بېرته دكور حوېلۍته رامنډې كړې اودشازيې په غاړه كې لاسونه واچول ، لكه چې خاورې مو په سرشوې ، ددوى په كړيكو نورهمسايه ګان هم راټول شول ،خوعسكر وويل ګوره كاكا موږ چې څومر ه ژر روغتون ته ورسېږو خه به وي ،دسېلاب پلارله پوليسو سره په موټر كې كېناست اوموټر روان شو شازيه اوخاله (خواښې)يې ورپسې لوڅ سرونه اويبلې پښې پياده منډې كړې كله چې روغتون ته ورسېدل او په سېلاب يې نظرولګېده چې وچې شونډې،ژېړرنګ ،اوپه وينولېت پېت پر چپركټ پروت دى شازيه يې په سينه ړنګه بنګه ورپرېوته له هغه سره نور دخبرو وس اوتوا ن نه وه ګوتې يې دشازيې په وېښتانوكې ننوېستې ،سترګې يې په سترګوكې ور وټومبلې او په ډېر كوشش يې همدومره وويل I love I. I اوله يوې غټې سلګۍ سره يې سترګې پټې شوې
له همدې سره دشازيې له خولې يوه بېدرېغه چيغه ووته
I love youuuuuuuu .I love youuuu.


Benz_herat

میرزمان موسی زﺉ 14.07.2009 14:04

ډیره ښکلې قصه وه ، ورور رفیع الله (روشن) یو داسې حقیقت په دغه لنډه کیسه کې انځور کړی دی چی د ټولنې د ناخوالو سره سمون خوری ، ځکه زما سخت زړه یې ډیر نرم کړ او په ژړا یې مجبور کړ دا د جنګ او بدبختۍ هغه ناخوالې دی چې زمونږ ګران وطن افغانستان او زمونږ غریب خلک اوس هم پکې ښکیل دی خدای دې دا آفت زمونږ د ګران وطن افغانستان څخه د تل لپاره ورک کړی .
آمین

Hikmat 12.07.2009 18:40

This is very touching. Well done.

ش ا 12.07.2009 07:02

دا ډیر په زړه پوری او دغم نه ډک داستان وه دا نن یوحقیقت دی چی کور کښی مور ، خور ، ښځه ، بچی ، ورور ......... ټول په دی تمه وی چی خپل ګران زړه ته نژدی ورور، میړه ، ځوی ........................... چی هغه به قوم ته دخدمت، او یا دی کوم بل کار لپاره تللی وی بیرته روغ رمټ راستون شی ولی په ډیر ارمان سره هغه بیا همیشه لپار ه له دی فانی نړی نه سترګی پټی کړی

په دی هلیه چی نور افغان ، پښتون ، مسلمان وژنه ختمه شی او په دی زوریدلی وطن کښی سوله دهمیشه لپاره راشی

مجيب اکبري 08.07.2009 05:59

Salam tolo wrona ta
Dera kha kisa wa
This story is real story and it happens now in evry single afghan soldiers house
gud luck for da afghan braps

فضل احمد خان 07.07.2009 07:45

I so much like this story because this is very real and have close link with our life, i have not control my treas from eyes. God bess our country fro said war.
Fazal Ahmad khan
Muslim Hands International


ټولې تبصرې
Comment_form_icon

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


01.09.2010 11:52 په امریکا کې لرې کړل شوی افغان سفیر سيد طيب جواد کابل ته د بېرته تګ هوډ نه لري

سيد طيب جواد وايي چې کابل ته د بېرته تګ هوډ نه لري او د امريکا د واشنګټن په سيمه کې د استوګنې هوډ لري. جواد وايي چې پس له دې به په شخصي توګه د هې

01.09.2010 09:30 و لسې لنډۍ

د جنۍ څانګې وانګې ونه ربه زمونږ په کور يې راولې خاښونه

01.09.2010 09:17 دروژه مات پرسترخان بايدڅه وکړو؟

دروژې دماتولوپه وخت کي دغه لاندينۍ خبري که په پام کي ونيسو،نوانشاءالله په دې مبارکه مياشت کي به مودخيرپه کاروکي ونډه دپام وړوي هغه دادي

01.09.2010 08:27 ثواب زمونږ که د هغوی ډېر شوی

صفي الله ستانکزی

01.09.2010 08:04 غزل/چې مین سر ځار له خپلې مینې نکړي ____ څه به مینه، مینتوب او څه به یار وي

محمدالله ارین احمدزی

01.09.2010 06:04 غزل : شمعه شوګير

دشوم ارمـــــــان کــــــــډه ترې چرته يوسم ||| چې پــــــــــــه تقسيم دغمــــــو نه پوهيږي

01.09.2010 03:13 د هکرانو پر وړاندې د کمپيوټر امنيت تامينول

په ټوليزه توګه هغه کسان چې د يوه کمپيوټر امنيتي سيسټم ورانوي، د اکاونټ يا سيسټم شفر ماتوي او غلا کوي ...

31.08.2010 22:54 نوى غزل (حکمت سروش)

اوس خو په چينه کې ګلاب نه راځي----- ستا له خوا جانانه جواب نه راځي---- سم لکه ګلاب ځوانۍ په اور سوځي---- څنګ به، پر دې کلي عذاب نه راځي

31.08.2010 21:50 ما درته وېل دې ښارته مه راځه مه بیا

د انعام الله ګوهر نظم د هغه په غږ کي

31.08.2010 20:17 سي شارپ زده کړئ لومړۍ برخه

مخکې له دې چې په سي شارپ کې يو پروګرام د وينډوز يا هم ويب لپاره وليکئ ...

02.09.2010 20:14 غزل ،عبدالرحیم هلال

ته بي وعدي شوې شوه ښکاره دغره له سره سپوږمۍ --------- بلا دي واخلم ته رانغـــــــلي شوه رابره ســپوږمۍ

02.09.2010 19:38 يوه ورور د کمپيوټر د Timer په اړه پوښتنه کړې ده

نوموړي ورور ليکلي Timer څه شى دى او له نوموړي څخه څنګه کار اخلو؟

02.09.2010 18:23 غزل-- ملالۍ بشیر

یې خو مین پوه یم زما زړه پخوا ------ داسې په ټوپونو لکه وری نه وي

02.09.2010 17:56 دوه ښایسته غزلي//ګلالۍ خوستۍ

پرون خندانن بياغوسه کوي يــــــــــــــــار//خواږه خبره هم تـــــــــرخه کوي يـــــــــــــــار

02.09.2010 12:36 غزل//طالب منګل

بيا لپو کې اوښکې توېدې مـــــــــــــــــــاښام//بيا هم دعـــــــاګانې ژړېدې مــــــــــــــــــــاښام

02.09.2010 10:29 کاش بنګړی زه ستا دلاس وای

- ژباړه عبدالحليم همت ایوبزی داردوژبې دځوان اونامتوشاعر وصي شاه دازاد نظم ( کاش مین تیری هاتهـ کی کنګهن هوتا ) ژباړه

02.09.2010 10:00 غزل / صفت الله کړاؤ

ښکاري به کوم سيوري ته خوب وړی وي / ځنګل کې اور بل شوی دام سوځي

02.09.2010 04:45 امام ابو يوسف (رحمة الله عليه)

امام ابو يوسف يعقوب بن ابراهيم الانصاري په کال ١١٣ هجري کې د کوفې په ښار کې وزيږيد، هغه د علم د لاسته راوړو لپاره په ډيرو علماو پسې وګرځيد، خو

02.09.2010 01:05 يو لوېدلى وينډوز بايد ترميم شي که يا؟

کله نا کله داسې پېښه شي د يوه وينډوز نسخه کار پرېږدي او زموږ په وړاندې دوې لارې وي...

01.09.2010 20:50 وينډوز او CD-Key يې د ارزښت له پلوه

په ټوليز ډول د وينډوز د ځاى پر ځاى کېدو پر مهال د هغه CD-Key چې Product Key هم ورته ويل کېږي...