د پښتونخوا وزرير اعلی د دير دوره وکړه او خلکو سره یې وليدل

زاهد بونېری 01.07.2009 17:29

د جون ٣٠مه کال ٢٠٠٩ء

وزيراعلی سيکرټرېټ

صوبه پختونخوا ـ پېښور

 وزيراعلی پښتونخوا ښاغلي اميرحېدرخان هوتي نن په لنډه دوره کوز دير ته لاړو اؤ هلته په افيسر مېس کښې ئې د دير قامي جرګې ته وېنا اوکړله ـ دوۍ وئيل چې مونږ سره چې د ستونزې د حل کولو بله لاره چاره پاتې نه شوه نو هله مو د شرخوښو په ضد کاروائي پيل کړله ـ دوۍ اعلان اوکړ چې په کوز اؤ بر دير کښې به د پوليسو نفري په دوه چنده زياته کړل کيږي ـ

په دې دوره کښې ددوۍ سره  صوبائي وزيران ميا افتخار حسېن ، حاجي هدايت الله خان اؤ نور لوړ پوړي افسران هم ملګري وو ـ

په دا موقعه سول او فوځي افسرانو وزيراعلی ته په علاقه کښې د امنيت او بې کوره شوو خلقو په باره کښې بريفنګ هم ورکړو ـ

ښاغلي اميرحېدرخان هوتي وئيل چې هرڅو چې په مالاکنډ کښې د اپرېشن کولو پرېکړه په زړه پورې نه وه ولې شرخوښو په سيمه کښې د ظلم بازار ګرم کړی وۀ اؤ زمونږ سره د مسئلې د حل بله لاره نه وه پاتې ـ  ده وئيل چې فساديان په تېخته دي اؤ ډېر زر به ددوۍ مشران هم خپل انجام ته اورسي ـ دوۍ په اولس غږ اوکړو چې شرخوښو له دې په خپلو صفونو کښې ځائې نه ورکوي اؤ د حکومت د چارواکو سره دې خپلې مرستې نورې پياوړې کړي ـ

دوۍ ددې خبرې يادونه اوکړه چې په مالاکنډ کښې به شرعي نظام عدل په هرحال کښې نافذولی شي ځکه چې دا د مالاکنډ د اولس خوښه ده ـ دلته به قاضيان ټاکل کيږي ـ اؤ د امنيت سره به د ترقياتي کارونو لړۍ پرمخ بوتلل کيږي ـ

 ښاغلي وزيراعلی وئيل چې په مالاکنډ کښې د شرخوښو ملا ماته شوې ده اؤ دوۍ د تېختې په حال کښې دي ـ ولې اوس دوۍ په وړو وړو بانډو کښې پناه اخيستل غواړي ـ

اميرحېدرخان هوتي د وسله والو د لاسه شهيد کړل شوي پخواني ضلعي ناظـم حاجي محمد اؤ د مېدان امام مولوي حبيب الرحمان د کورونو د پاره د مرستې په توګه د لسو لسو لکهو روپو د امداد اعلان اوکړو ـ ددې سره سره ددې کورنو يو يو وګړي ته د سرکاري نوکرۍ ورکولو منظوري ئې هم ورکړله ـ دوۍ ژمنه اوکړه چې د کوز دير د هغه خلقو سره به هم لاس مرسته کيږي څوک چې بې کوره شوي دي ـ  دوۍ ته به سم د لاسه امداد اولېږل شي ـ

دوۍ وئيل چې په دير ضلع کښې به د تحصيلونو اؤ پوليس اسټېشنو په شمېر کښې هم اضافه کيږي ـ  دوۍ زياته کړه چې په متاثره ضلعو کښې د بې کوره شوو کورنو د واپسۍ نه وړاندې به د امنيت ، بنيادي ضرورتونو په حقله هنګامي اقدامات ترسره کيږي ـ

 بل خوا نن سحر ښاغلي وزير اعلی په پختونخوا هاوس پېښور کښې د سوات ضلعې په وکيلانو کښې امدادي چيکونه تقسيم کړل ـ ٢٤٨ وکيلانو ته خواوشا ٧٤ لکهه روپۍ امداد ورکړل شو ـ  په دې موقعه وزيراعلی په خپل تقرير کښې وئيل چې که ضرورت پېښ شو نو مونږ به د مالاکنډ د بې کوره شوو خلقو د پالنې ، استوګنې ، بيا ابادۍ اؤ ترقۍ له پاره خپل کلنی ترقياتي پروګرام اوځنډو او دغه پېسه به په دوۍ خرڅ کړو ـ

په دې موقعه د عوامي ملي ګوند صوبائي مشر ښاغلی افراسياب خټک ، صوبائي وزيران ميا افتخار حسېن ، ارشد عبدالله نه علاوه د زپلې شوې سيمې صوبائي وزيران اؤ د صوبائۍ اسمبلۍ غړي هم ناست وو ـ

 بل اړخ ته د مالاکنډ بار ايسوسي اېشن اؤ درګۍ بار اېسوسي اېشن د جرګو سره په يو شريک ملاقات کښې ، کوم چې نن په پښتونخوا هاوس پېښور کښې اوشو ، ښاغلي اميرحېدرخان هوتي وئيل چې د وفاقي حکومت اؤ د ډونرز په مرسته به چې د متاثره ضلعو د بيا ابادۍ اؤ ترقۍ لپاره کوم پلان جوړيږي په هغې کښې به د بې کوره شوو ضلعو د اولس مېلمستوب کوونکې ضلعې هم شامليږي ـ


  • 6
  • 7


د ليکوال څو نورې لیکنې

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


15.03.2010 15:55 د درويش ياد

د مقاومت شاعر

15.03.2010 08:44 محمدامين مجبور تڼئ

په ډاډه زړګي راځه وېرېږه مه * یار دیارپښتنه کړي شرمیږه مه

15.03.2010 08:11 اسلامي بانكونه څرنګه كار كوي؟

اسلامي بانكونه د سود پرځاى د اسلامي پانګونې (سرمايه اچونې)طريقې كاروي اوددې تر څنګ نور عادي بانكي خدمتونه هم وړاندې كوي

15.03.2010 05:29 غزل/ حمزه بابا

څه خبرې مې په زړه دي خو سلګۍ شي طوفاني سترګو ته ستا چې په کاته شم

14.03.2010 15:24 غزل / سندریز شور

ما ليـدلی د يو چـــــــــا ، د بنګړو په شور کې ژوند// ما زده کړې د يوچـــــــــــــــــــا ، له مړونده شــــاعري

14.03.2010 14:16 أنا أحبك

راليږونکی : عزت الله ادیب

14.03.2010 13:27 صفی الله ستانکزی

رڼا خوره وه خو ستا سترګې يې وهلې نه وې له ما نه پرته خو بل هيچا هم ليدلې نه وې

14.03.2010 12:27 د شپې ډزې( لنډه کیسه)!!!!

لیکوال: محمدالله ارین احمدزی

14.03.2010 10:31 نجلۍ او ډالۍ// نذیر احمد نذیر

د هغو خویندو لپاره کومې چې علم کول غواړې خو لدې حق څخه محرومې پاتې کیږې.

14.03.2010 09:39 وړانګين مړوند: سيد جيلاني جلان

د لمر زرينې پيغلې له وړانګين مړوند نه اوس اوس \\\\\\ په څلي د ايرو يو بنګړى شرنګ را ولويدو

16.03.2010 12:36 پاس سپوږمۍ ده لاندې ته يې

د سپين سحر خبرې

16.03.2010 09:46 غزل // فريد خوست

ځمه ويده کيږم دچينار لاندې //ګوندې جانان راشي د غرمې په خوب

16.03.2010 09:02 په ايميل کې H I V/ اجمل آټک یوسفزی

16.03.2010 08:05 خبرتيا

16.03.2010 05:22 دافغان مهاجرینوسره دپاکستاني فوځیانو چلند/ویډیو

د طالب او مجاهد تر نامه لاندې پښتانه د علمي ،فرهنګي او فزیکي جینوسایډونو په درشل کې

16.03.2010 04:28 ستــــــــــرګې په ټپو کښی

سترګی می تا ته تورولې * چی ته رانغلې په سالو یئ پاکه ومه

15.03.2010 21:07 محمدامين مجبور تڼئ

یار می کفن ته سرف غوټې ورکړې * مجبوره ده يار نښانه پريښوده

15.03.2010 20:05 څلوریځه: شیرین اغا جهانګیر

وعده وکړه چې ته به مې هم ساتې په زړګي کې ـــ لــــــــرمــــه درته ډېـــرې نـنـواتې په زړګي کې

15.03.2010 20:02 غوسه: شیرین اغا جهانګیر

ناګهانه يې سترګې په هغو کرښو پرېوتې چې کوچني زوي يې په ګاډي ویستې وې: - پلار جانه! زه درسره مینه کوم!

15.03.2010 19:58 د کشیش د طوطیانو دعا: شیرین اغا جهانګیر

نور نو دعاوې بس کړه! زمونږ دعا ګانې قبولې شوې.