د ښاغلي امین واکمن څرګندونې د ملاتړ وړ دي

سرلوڅ مرادزئ 01.07.2009 15:58

د افغان ملت د هېوادپال ګوند پخوانئ ، پوخ او نامتو مشر ښاغلئ واکمن ، پخپله یوه لیکنه کې چې د ملي سایټ ټول افغان له لارې خپره شوې په راتلونکو ټولټاکنو کې په افغانانو غږ کوي چې د اشرف غني په ملاتړ ودریږي . ښاغلئ واکمن پخپله لیکنه کې وايي : « زه د افغانستان له ټولو ملي او ولسواکو عناصرو، منورينو او عام ولس څخه هيله کوم چې په راروانو ټاکنو کې د ډاکټر اشرف غني ننګه وکړي او کله چې د رأيو صندوقونو ته ورځي نو د وجدانی قضاوت په حکم دې ده ته رأيې ورکړي او خپل تاريخي او ملي رسالت دې ادا کړي. »
له اشرف غني څخه د ملي سیاسي کړیو او شخصیتونو ملاتړ ورځ تربلې غښتلئ کیږي . څو ورځې له مخه د جرمني په فرانکفورت کې یو شمېر اروپا مېشتو افغانانو پریکړه وکړه چې یو شمېر يي افغانستان ته لاړ شي او هلته خپلو سیمو کې د غني په ګټه د ټولټاکنو په کمپاین کې برخه واخلي . همداراز څو اونۍ له مخه ، د ښاغلي دوکتور خدایداد بشرمل په مشرۍ د افغانستان لپاره د سولې غورځنګ په نوم ګوند ، خپل ملاتړ له اشرف غني څخه څرګند کړ .
د ښاغلي امین واکمن په ملاتړ سره به د غني په شاوخوا د نورو هېوادپالو او ملي ځواکونو د راټولېدو بهیر چټک او پیاوړئ شي .
د ټولټاکنو په اړه د پېښو روان بهېر ښۍ چې ، افغانانو خپل انتخاب کړئ دئ .
یوخوا د هېواد وتلي او منلي شخصیتونه ، روڼ اندي ، هېوادپال او بدلون پال ځواکونه او عام ولس د اشرف غني پرشاوخوا راټولیږي اوبلخوا بنسټپال ، جګړه مار ، داړه مار ، ډانګیان ، سړیخواره او ډاکوان د کرزي او عبدالله عبدالله پر محور راڅرخي . یوخوا د پرمختګ او بدلون ځواکونه په هېواد کې د سولې ، امنیت ، بیارغون ، ودانۍ او د ولس د سوکالۍ او هوساینې لپاره یوموټئ کیږي خوبلخوا د موجوده وضعي د دوام ، جګړې او د هېواد د نورې ویجاړۍ او ټولوژنې پلویان سنګر نیسي .
اشرف غني د افغانستان او سیمې په اړه ژوره پوهه لري .هغه د هېواد د ودې او پرمختګ لپاره لس کلن پلان جوړ کړئ . افغانان د هغه پر څېره میین نه ، بلکې د هېواد د بیارغونې لپاره د هغه په ملي کړنلار ډاډمن دي . د غني همدغه ملي اندیښنې او ملي کړنلار ده چې هغه يي د خوشحال د شعر د اتل بېلګه جوړ کړئ :
چې دستار تړي هزار دي ************ د دستار سړي په شمار دي
افغانانو ته خدای د اشرف غني په وجود کې له ډاکوانو څخه د هېواد او ولس د ژغورون لپاره یوه پرښته رالېږلې . افغانان باید له ناورین څخه د هېواد په وتون کې د اشرف غني له پوهې ، ملي او نړیوال شخصیت ، پاکۍ ، قاطعیت او هېوادپالنې څخه ګټه واخلي . رحمان بابا څه ښه ویلي :
جو دانې قدرې یو لال پکې پيدا شي ******** نور جهان واړه د تورو کاڼو غر دئ
نن ــ پرون څه داسې ډنډورې خپرې شوي چې ګوندې ښاغلئ غني په ټولټاکنو کې د شمالټلوالې پېژندل شوي ډاکو عبدالله عبدالله په ګټه تېر شوئ . لومړئ خو مې زړه وښوید چې دا څه وشول ،
ما خو په سیاست کې د هیچا په اړه دومره څه نه ولیکلې لکه د ښاغلي غني او د هغه د ملي کړنلارو څخه د ملاتړ په اړه . خو د ښاغلي غني دوتر دا هرڅه درواغ وبلل او د دوی په خوله غني به ترپایه او بري پورې پخپل هوډ لکه : ونه مستقیم پخپل مکان پاتې شي .
البته په سیاست کې د ځينیو تېرېدنو او لنډمهالو اتلافونو خبرې خامخا وي ، خو د داسې تېرېدنو او اتلافونو چورلیز د هېواد ملي ګټې وي . که ښاغلئ غني ملي ګټو ته په پام سیاسي اتلاف کوي توپير نلري ، خو د پېژندل شویو ډاکوانو سره اتلاف د افغان ملت هیلې په اوبو لاهو کولئ شي .
د اشرف غني د پوهنیز ، ټولنیز او نړیوال شخصیت ترڅنګ ، ښاغلئ واکمن یوې بلې ډېرې مهمې خبرې ته اشاره کوي چې هغه پر غني د افغانانو د راټولېدو خبره ده .
د ټولټاکنو لپاره هلې ځلې باید ، په یوه ملي غورځنګ بدلې شي . د اشرف غني پرشاوخوا راټولېدل باید یوازې د ټولټاکنو ترمهاله محدود پاتې نه شي او د ولسمشرۍ په چوکۍ پورې تړلې ونه ګڼل شي ، بلکې دا هڅې او غورځې پرځې باید په داسې غورځنګ بدلې شي لکه د غازي امان الله په مهال د ځوان افغان غورځنګ چې په مټ يي افغانستان خپلواک شو .
موږ باید د هېواد سیاسي منځتشه چې نږدې دېرش کاله دوام لري ، د اشرف غني ترمشرۍ لاندې ډکه کړو . نور بایدپخواني ، زاړه او له وخته غورځېدلي سیاسي چوکاټونه ، ډلې ټپلې پریږدواو په یوه غورځنګ کې په یوه ملي مشر لکه اشرف غني راغونډ شو.
له دې کبله له ټولو هېوادپالو افغانانو ، ملي سیاسي کړیو او ولسواکه شخصیتونو څخه تمه کیږي چې د ښاغلي واکمن پر ګام ، پل کیږدي او نه یوازې د ټولټاکنو لپاره بلکې د اوږدو ملي موخو او ملي کړنلارې په چوکاټ کې د اشرف غني پرشاوخوا راټول شي .
افغانانو ته خدای یوځل بیا میرویس نیکه ، د اشرف غني په جامه کې رالېږلئ دئ . غني اوس د افغانانو د هیلو او امیدونو قبله ګرځېدلې .
موږ باید د اشرف غني په مشرتوب سره نه یوازې ټولټاکنې وګټو بلکې د یوه ملي غورځنګ بنسټ کیږدو .
همدارنګه په ښاغلي غني او دهغه په نږدې پلویانو غږ کیږي چې د هېواد پالنې او بدلون لپاره د موجوده سیاسي منځ تشې د ډکولو په موخه ، دداسې سیاسي غورځنګ د بنسټ ډبره کیږدي او پر ښاغلي غني باندې د هېوادپالو او بېمشره افغانانو د رامات شوي لښکر د سیاسي چوکاټ د بندوبست کار ته ملاوتړي .
که موږ د غني په مشرۍ د ملي غورځنګ د بنسټ ډبره کېښوده که د غني په مشرتوب ټولټاکنې هم ونه ګټو ، بیا هم موږ برئ ګټلئ دئ .
ولس وخته خپل انتخاب کړئ دئ . که ټولټاکنوکې درغلي او ټګي برګي ونه شي ، صفا او رڼې وي غني د افغانانو ولسمشر دئ .

اخځونه :
ټول افغان بریښنا پاڼه


Benz_herat


د ليکوال څو نورې لیکنې

عثمان شهزاده 08.07.2009 23:58

ټولو دردیدلو وروڼواو عزیزانو ته سلام !
ملکنډ صاحب توبه وباسه دغوث او ولي خبرې استخاره سالارته پریږده ،مونږ غریب قوم یو ، حتی دکلی ملا هم زمونږ دخپل ټبر پرته بل څوک نه نیسو، همدا غلط نومونه او مستعار تخلصونو خو مونږ د حالت ته راوستو چې اوس دپرونې او ننی کراکړ اوملکنډتو پیر نشوکولای ، داسلام جار او وطن جار په ږیرو او بریتونو کی خو هسې دا ګلالې ولس اوهیواد سلاته شو ، نو که اوس هم دیته سترګې په لار کینو دیورپ او امریکې نه دیوالی او دقوم دراټولیدو باټې وهو او هغه ددشورا دبادام خورو او سړیخورو جګړمارانو وکیلانو چې هلته دګډولې په څیر اسلامیستانو او کمونستانو دفیصلو لړی چې هر پرونی جرم یې په خپله ځان ته وباخه ، ملکند صاحب لږ ګریوان ته سر ښکته کړه ، او ووایه چې په کوم دین به دخپل ورور قتل بې له دې چې قاتل بخښنه وغواړی او له خپل کړی جنایت څخه پیشمانې او توبه وباسې ته به یې وبخښې او بیا به هم پرې اعتمادوکړی او کنه ، هغه ته به بیا هم دورورولی توقع ولری که څنګه ؟؟؟؟ مونږ نن واقعا پیوستون ته ضرورت لرو ، نو که څوک په رښتیا غواړی چې نور دروان تحمیلې حالت ته تغیر ورکړی ، هغه ځان په انتخاباتو او هغه دغه نه تیرباسی ، اساسآ نن له جګړو څخه دخلاصون دلارو لټون په کاردی ، په سترګویې وینو چې یوه عامه دیوقوم او ژبې ورکول او وژنه روان دی ، هغه دچاخبره چې یو مړکیده او بل یې سرته پراټې لټولی ، ولس دهیچا دښمن نه دی ، خو نورو دښمنې ته لستوڼی را بډ وهلی دی، دا نو که زوړ ولسمشر راځی اوکه کاغذپیچ دولس ددرد دوا نه دی ، له زاړه سره حساب او له نوی ولسمشر سره په شرایطو ملاتړ ، نور نه باید ځان او ولس په پټوسترګووغولوو ،که زاړه او نوی ولسمشران دولس حساب او شرایط نه منی ، مونږ باید نه یوازې په خوله او قلم بلکه قدم واخلو .............. !!

ملکنډ 03.07.2009 12:32

وروڼوسلامونه او ښې چارې !
د مرادزي سیب د لیکنې په اړه زه د ښاغلي ډګر د خبرو پلوي یم . د ډګر سیب دا خبره هم بده نه ده چې د مرادزي په لیکنه کې لږه ډېره د ښاغلي اشرف غني ستاینه شوې ، خو زما په ګومان دا ستاینه به په دې خاطر شوي وي چې اشرف غني له خپلو ژمنو په شا لاړ نه شي او وهڅول شي چې په ټولټاکنو کې بل چا په تېره بیا د عبدالله غوندې ډاکو ته تېر نه شي .
که څه هم اشرف غني په ستاینو ارزي خو د ټولټاکنو په کمپاین کې د ستاینو خبره یو څه ځانګړئ ځای پیداکوي .
د شهزاده ورور خبرې لکه څنګه چې ډګر سیب ویلې یو څه اړپيچه دي .
په هرحال د هر چا خپل خپل نظر وي .
زما په اند، شهزاده ورور پخپلو خبرو کې ځانته د غوث یا کوم بل لوی ولي الله درجه ټاکلې . دئ غواړي له خپل دغه خیالي مقام څخه په نورو فتوي صادرکړي چې د چا توبه څونه منل شوې او د چا څونه نه ده منل شوې .همدارنګه د ده په خبرو کې یوازې په نورو نیوکې شوې او د حالاتو د ښه والې لپاره کوم وړاندیز نه دئ په ګوته شوئ . فکر کوم نوموړئ ددې پرځای چې کوم سیاسي تحلیل رامخې ته کړي ، کوښښ کوي د مذهبي پولیسو دنده ترسره کړي او د نورو د سیاسي تحلیلونو مخه ډب کړي .
ښه به دا وي چې پر نورو د تورونو د لګولو پرځای، پخپل ګریوان کې سر ښکته کړو او ووایو چې ما د خپل هېواد او ولس لپاره څه وکړل ؟
هغه څه چې د ځان لپاره خوښوم ، حاضر یم د نورو لپاره يي هم خوښ کړم ؟ موږ باید د دوو تلو ( ترازو ) کارول چې یوه د ځان لپاره او بله تله د بل لپاره کاروو ، نور بس کړو .
ټول افغانان باید په یوه چرګۍ راټول شو او د ویجاړ هېواد د ودانۍ لپاره په ګډه کار وکړو .
پریږدو چې هرڅوک خپل او بېل بېل نظر ، بیان ، عقیده ، د اندتوګه او توپیر ولري ، خو د افغان په صفت باید ټول په ګډه سره د ملي ګټو په برخه کې یوموټئ واوسیږو . په ملي ګټو کې یووالئ او په نورو برخو کې د هر چا خپل خپل نظر او د هر چا خپله خپله لاره .
ټولو ته درناوئ !

عثمان شهزاده 02.07.2009 18:59

ښاغلی ډګر صاحب ژوندی اوسی !
زه دښاغلی ډاکتر صاحب سرلوڅ لیکنې او دده اوسنی موقف دقدر وړ بولم .... خبره داده چې دواکمن او بشرمل ملاتړ زه لږ څه په تا شکمن کړم ، امین واکمن له واشنګټن څخه په کابل کې کمپاین کوی ، دا په داسې حال کې چې څه موده مخکې په یو ناسته کې له احدی سره په ګډه فیصلې ته رسیدلی وو چې ګوند به خپل کاندید ټولټاکنو ته دروی ، احدی په خپل سربې له دې چې ګوندی حلقې په جریان خبرشی، ځان کاندید کړ او په څو اونیو کې ځان بیرته تقاعد کړ اوله کرزی څخه یې خپل ملاتړ دنا میړنی فاروق په اعلامیه اعلان کړ چې دا خبر وروسته دځینو خبری رسنیو او ویبپاڼو څخه دافغان ملت دعالی شورا د یوه غړی شاغلی نورالحبیب نثارلخواخپور شو، او رښتیا هم دافغان ملت ددغه ضداونقیص حرکت دګوند غړی او څه نا څه زمونږ په څیر ځینی ددغه ګوند دوستان چې له کلنو کلنو سترګې په لاروو چی ګویا دغه ګوند دافغانستان په سیاست کې اوږده ښه سابقه لری ،وژل تړل او خرڅول یې ندی کړی ، دپخو او نومیالیوافغانانو لخوایې بنسټ په سپڅلې ملت پالنې ایښودل شویدی ،او نن هم دیوسیاسی کدر له خوا لار ښودنه کیږی ، احدی او واکمن یې رسمی او تشریفاتی ریسان دی ،کوندی وکوالی شی دهیواد او ولس غم وخوری خو په ډیر افسوس سره چې احدی او واکمن اوداحدی یو پټ بانډ ټول په تشویش کې واچول او معلومه شوه چې احدی له کرزی سره کرایه شو او واکمن خپله کمپله داشرف غنی په دروازه کې وغوړوله ، داچې واکمن او احدی هره معامله وکړه او واکمن له اشرف غنی ملاتړ کوی یوه نیکه اوشخصی خبره ده ،افسوس داحدی په پوهه او سیاست ، خو څنګه چې اوریدل کیږی ،داحدی ،واکمن او دووی دګوتو په شمیر پلویان دافغان ملت دعالی شورااو اصلی هستې لخوا به ډیر ژر په ګوندی سزا ورسیږی . ډګر صاحب زه مننه کوم زما خبرې اړې پیچې نه په سپینه پښتو او په واقعیتونه درسره ګړیږم ، مونږ ټول نور نه غواړو وغولیږو ، هغوی چې په احزابو او تنظیمونو کې ډیر رغړیدلی وی پام وساتو چې هغوی پرون څه کړی او نن ولی ۳۶۰ درجې تغیر کوی ، بشرمل خیل او اسلام خیل او س هم خپله اجندا لری ، داچې احدی او واکمن خیلوخپله لار پریښوده او دیوبل سره په پردیو څوکیو پسې منډی پیل کړی ، نو ښاغلی سرلوڅ صاحب په کوم دلیل بشرمل او یانور یاران یې دپیربابا مجاوران ګڼی ، هر څه تغیر کوی ،خو هغوی چی دخپل ولس لمن یې ټینګه کړی او پدی تکل کې دی چې ولس راغونډ او ژوندی وساتې ، او په باور سره باید ووایو چې دا ولس ژوندی او خپل ځان له دې حالته باسی . انشاالله

ډ ګر 02.07.2009 13:39

مراد زی صيب، په سلامونو دې هرکلی کوم : لېکنه دې د روان ټولټاکنېز بهير په اړوند زړه پوري ده٠ رښتيا هم په ټولو نوماندانو کې د اشرف غني تګلاره او کړنلاره ملي سراسري بڼه لري٠ په تګلاره کې د افغا نستان لپاره د راتلونکي لس کلن پلان وړاند وينه شوي ده ٠ دغه پلان د ټولنې د ودانولو او په خپل ځان د بسيا کولو هراړخېز پلان دی٠ دغه نور نوماندان خو د سره يو ملي طرحه او پلان نه لري ٠ ډيرئ يې د ځان او ځاني ګټو لپاره چمبي او چني وهي او د ملت په قصه کې نه دي٠ په لېکنه کې د اندازي لږه ډيره د اشرف غني ستاينه شوي ، خو دا د لېکوال خپل نظر دی او د احترام وړ دی٠
شهزاده ورور تبصره ماته اړپېچه,, متضاده,, ښکاري٠ له يوې خوا لېکي: ,, نور دولس دخلاصون په تکل کې انسانی برخه واخلئ ،خپلې ایدیولوژیکې ، سیمېزې، په لوی کورکې دکورګیو، ځانی او حزبی ګټو څخه لاس په سر شی د لیډر ، رهبر چې دیوخاص ګوند او ډلګې دپاره سر خوځوی نور ولس ته دقبول وړ نه دی ٠٠٠٠ ولس او هیوادنن یوملی رښتونې پیوستون ته ضرورت لری چې دا پیوستون دیوملی مسالمت امیز پاڅون زیری ورکوی ٠،،بيا د خپل نظر خلاف خبرې کوي او ښاغليو واکمن،بشرمل او سرلوڅ مرادزی ته لارښودنې او ورسره سپيني سپورې
خبري هم کوي٠ شهزاده صاحب يو ځل د افغانانو تر مېنځ د ايديولوژيکي ،سيمېزو،ځاني او ګوندي،،حزبي،،ګټو څخه د تېرېدني او پيوستون نصيحت کوي او بل اړخه ته هغه چا ته سپکي او سپورې وايې چې د ملي پيوستون ، ملي يو والي او په يو ملي سراسري غورځنګ ډډه لګوي او د هغې لپاره لېکنې
او تبلېغ کوي٠ شهزاده وروره د پښتون او پښتونولۍ د اندازي کولو لپاره دغه متر او معيار چې تا غوره کړی ، زما په اند رښتېني او د افغاني ټولنې د واقعتونو سره برابر او ملي هم نه دی٠ په خپلو راتلونکو تبصرو او لېکنو
کې رښتياپاله ،، ريالست ،، اوسه ٠ خپه نشې٠ زه نه تا پيژنم او نه دغه نور ښاغلي ، چې تاسو په خپله تبصره کې يادونه کړې ده٠
په پښتني مېنه



م رحمتی 02.07.2009 11:31

زما په اند د ښاغلی واکمن صاحيب يوه ملی او وطنپاله غوښتنه ده٠واقعی وطنپاله ملتپاله اسلامپاله افغانان بايد د ښاغلی پوهاند داکتر اشرف غنی احمدزی صاحيب څخه خپل ملاټړ وکوی. دلته د وطن ملی ګټی مطرح دی ملی ارزښتونه مهيم دی. ملی يوالی مهيم دی. واکمن صيب زمونږ زړونه خو مات شوی وو د افغان ملت د ګوند نه. احدی د دی ګوند 40 کلنه ملی مبارزه د خپلو شخصی اهدابو لپاره قربانی کړه. خو تاسو خپله ملی وجيبه ادا کړه.
تل د وی سر لوړی اباد افغانستان. ژوندی د وی افغان ملت.


ټولې تبصرې
Comment_form_icon

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


01.09.2010 11:52 په امریکا کې لرې کړل شوی افغان سفیر سيد طيب جواد کابل ته د بېرته تګ هوډ نه لري

سيد طيب جواد وايي چې کابل ته د بېرته تګ هوډ نه لري او د امريکا د واشنګټن په سيمه کې د استوګنې هوډ لري. جواد وايي چې پس له دې به په شخصي توګه د هې

01.09.2010 09:30 و لسې لنډۍ

د جنۍ څانګې وانګې ونه ربه زمونږ په کور يې راولې خاښونه

01.09.2010 09:17 دروژه مات پرسترخان بايدڅه وکړو؟

دروژې دماتولوپه وخت کي دغه لاندينۍ خبري که په پام کي ونيسو،نوانشاءالله په دې مبارکه مياشت کي به مودخيرپه کاروکي ونډه دپام وړوي هغه دادي

01.09.2010 08:27 ثواب زمونږ که د هغوی ډېر شوی

صفي الله ستانکزی

01.09.2010 08:04 غزل/چې مین سر ځار له خپلې مینې نکړي ____ څه به مینه، مینتوب او څه به یار وي

محمدالله ارین احمدزی

01.09.2010 06:04 غزل : شمعه شوګير

دشوم ارمـــــــان کــــــــډه ترې چرته يوسم ||| چې پــــــــــــه تقسيم دغمــــــو نه پوهيږي

01.09.2010 03:13 د هکرانو پر وړاندې د کمپيوټر امنيت تامينول

په ټوليزه توګه هغه کسان چې د يوه کمپيوټر امنيتي سيسټم ورانوي، د اکاونټ يا سيسټم شفر ماتوي او غلا کوي ...

31.08.2010 22:54 نوى غزل (حکمت سروش)

اوس خو په چينه کې ګلاب نه راځي----- ستا له خوا جانانه جواب نه راځي---- سم لکه ګلاب ځوانۍ په اور سوځي---- څنګ به، پر دې کلي عذاب نه راځي

31.08.2010 21:50 ما درته وېل دې ښارته مه راځه مه بیا

د انعام الله ګوهر نظم د هغه په غږ کي

31.08.2010 20:17 سي شارپ زده کړئ لومړۍ برخه

مخکې له دې چې په سي شارپ کې يو پروګرام د وينډوز يا هم ويب لپاره وليکئ ...

02.09.2010 20:14 غزل ،عبدالرحیم هلال

ته بي وعدي شوې شوه ښکاره دغره له سره سپوږمۍ --------- بلا دي واخلم ته رانغـــــــلي شوه رابره ســپوږمۍ

02.09.2010 19:38 يوه ورور د کمپيوټر د Timer په اړه پوښتنه کړې ده

نوموړي ورور ليکلي Timer څه شى دى او له نوموړي څخه څنګه کار اخلو؟

02.09.2010 18:23 غزل-- ملالۍ بشیر

یې خو مین پوه یم زما زړه پخوا ------ داسې په ټوپونو لکه وری نه وي

02.09.2010 17:56 دوه ښایسته غزلي//ګلالۍ خوستۍ

پرون خندانن بياغوسه کوي يــــــــــــــــار//خواږه خبره هم تـــــــــرخه کوي يـــــــــــــــار

02.09.2010 12:36 غزل//طالب منګل

بيا لپو کې اوښکې توېدې مـــــــــــــــــــاښام//بيا هم دعـــــــاګانې ژړېدې مــــــــــــــــــــاښام

02.09.2010 10:29 کاش بنګړی زه ستا دلاس وای

- ژباړه عبدالحليم همت ایوبزی داردوژبې دځوان اونامتوشاعر وصي شاه دازاد نظم ( کاش مین تیری هاتهـ کی کنګهن هوتا ) ژباړه

02.09.2010 10:00 غزل / صفت الله کړاؤ

ښکاري به کوم سيوري ته خوب وړی وي / ځنګل کې اور بل شوی دام سوځي

02.09.2010 04:45 امام ابو يوسف (رحمة الله عليه)

امام ابو يوسف يعقوب بن ابراهيم الانصاري په کال ١١٣ هجري کې د کوفې په ښار کې وزيږيد، هغه د علم د لاسته راوړو لپاره په ډيرو علماو پسې وګرځيد، خو

02.09.2010 01:05 يو لوېدلى وينډوز بايد ترميم شي که يا؟

کله نا کله داسې پېښه شي د يوه وينډوز نسخه کار پرېږدي او زموږ په وړاندې دوې لارې وي...

01.09.2010 20:50 وينډوز او CD-Key يې د ارزښت له پلوه

په ټوليز ډول د وينډوز د ځاى پر ځاى کېدو پر مهال د هغه CD-Key چې Product Key هم ورته ويل کېږي...