وطن ژغورل غواړي

معلم شاه محمد تره خېل 01.07.2009 11:09

وړمه ورځ راته د يوه تازه ناكراره شوي ولايت ولسوال كيسه كوله چې والي وروغوښتلم او په خوشحالۍ يې راته وويل چې : امنيتي مشكلات زيات شوي دي ، له مركزه پيسې را روانې دي ، ستا غم به هم وكړم.)
ولسوال ډېر خوابدى و. ويل يې زموږ والي ډېرې پيسې ټولې كړې دي خو مړېدل يې نشته، اوس دې ته هم خوشحاله دى چې نا امني زياته شوې ده، وينې بهيږي او دى به نورې پيسې پيدا كړي.
زه متاسفانه د ولسوال په خاطر د والي نوم نه شم اخيستلاى چې موضوع نوره هم واضح شي خو دا يوازې يو مثال نه دى. متاسفانه اكثره واليان د داسې اخلاقي سويې خاوندان دي.
د سخت زړيو چارواكو تعداد د وخت په تېرېدو سره كم شوى نه بلكې زيات شوى دى. څو وخته دمخه په پروان كې ښاغلى تقوا والي و چې تعليم يافته سړى و او په وينو يې لاسونه نه وو كړ مګر هغه برطرفه شو او ځاى يې سالنګي ونيو. دا سمه ده چې سالنګي به مارشال ته نژدې وي مګر زموږ د ولس لپاره د ده او ملا داد الله منصور او دوستم څه فرق دى؟ قتل ، په هر حال قتل دى . كه يې ملا كوي ، كه يې امي كوي، كه يې كمونست كوي ، كه يې مجاهد كوي، كه يې طالب كوي يا يې د طالب مخالف كوي. هر قاتل بد دى.
دغه راز څو مياشتې د مخه لوګر ولايت ته ډګر جنرال عتيق الله عتيق د والي په توګه وټاكل شو. ده ته د لوګر خلك ظابط عتيق وايي، ځكه دى ضابط و خو نه پوهېږ م د عمر په كومه بختوره شپه كې يې ډګر جنرالۍ ته ترفيع وكړه. ډګر جنرال عتيق لودين يوازې د سواد ستونزه نه لري ، د پيسو ټولولو او له خلكو سره د بد وضعيت كولو ستونزه هم لري.
د كابل د شمال او د جنوب د ګاونډيو ولايتونو خو دا حال دى. په خپله د كابل حال هم هغه د چا خبره د ويلو نه دى. د والي حاجي دين محمد پخوانۍ كيسې به په ځاى پرېږدو ځكه اوس يې استعفې وركړې ده . خو د كمپاين يوه كيسه يې واورئ. د دغه جناب پنځه كسه خپل خپلوان دوه كاله پخوا په خنجان كې د هيروينو په قاچاق ونيول شول او څرنګه چې خارجيان هم ورباندې خبر شوي وو نو حكومت مجبور شو ، ويې نيول . خو اوس چې يې د كرزي د كمپاين رياست تر ګوتو كړى دى نو د نورو امتيازونو تر څنګ يې دا شرط هم ورباندې ايښى دى چې هغه بنديان به خلاصېږي. دغه كسان اوس د ولسمشر په امر خوشي شوي دي.
څه فكر كوئ دا وطن په دې شكل جوړېږي؟ امريكا به سبا نه وي، بيا به څه كوو؟ ايا دا وطن د نورې جګړې او خونرېزۍ تاب لري ؟ زه په دې عقيده يم چې زموږ وروستى چانس دى. كه دغه اوسنى حالت يو كال نور هم دوام وكړي، حالات له كنټروله وځي او خداى مكړه داسې ورځ به راځي چې وطن به نه وي.
كه خلك كرزي ته څه تمه لري نو كرزى خو همدا دى چې وينو يې . د بيوزلو وينې به بهېږي، د غلو او خونكارو به مزې چړچې وي او دى به همداسې اقدامات كوي لكه تر اوسه چې يې كړې دي. كه ملا عمر اخوند ته د چا تمه وي نو ملا عمر خو هماغه كس و چې روغه پاچهي يې د اسامه تر سر ځار كړه او د مكتب په سوځولو او بندولو باندې فخر كوي. زما په نظر اوس نه د احساساتو وخت دى او نه د لاس تر زنه كېناستلو. دا فكر هم ناسم دى چې اروپا او امريكا به لاره راجوړه كړي. تر مور مهربانه مېره چا نه ده ليدلې. اروپا او امريكا د افغانستان له غمه نه دي مړه . موږ خپله بايد فكر وكړو. په سړه سينه بايد د وطن غم وكړو او شايد كه يوه سم او لايق سړي ته رايه وركړو نو وطن به مو او وطن وال به مو وژغورل شي. بنده به خپل وس پړ دى. له هڅو بايد لاس وانه خلو. همدا را روان انتخابات هم يو چانس او يو فرصت دى چې ګوندي له اوسني تباه كوونكي حالته ووځو. كه نور نه شو كولاى نو په خپله خوله او خپل فكر او خپله رايه خو داسې چا ته خلك راوبولو چې لاسونه يې په وينو نه وي ككړ. د كورنيو جګړو يو طرف نه وي او د غلو او قاتلانو يا د هيروينو له كاروباريانو سره يې انډيوالي او خواخوږي نه وي. راځئ كه هر څوك راته لايق او د ادارې جوړوونكى ښكاري هغه ته رايه وركړو او خلك يې ملګرتوب ته راوبولو.

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


11.03.2010 14:27 د چا په نوم ؟

11.03.2010 13:04 ويرجن مازديګرى: اصيل ځاځى

دهغودواړو وروڼو، خيرن خچن صورتونه ، په پښوكې زاړه پلاستيكي بوټان شليدلي گريوانونه، دهيلوډكې سترگې اوپه معصوموشونډومړاوى غوندي موسكا مې هر

11.03.2010 10:33 د ملي مشرۍ تشه،درېیمه لاره: ۱۵ برخه

د ډیموکراسۍ له نغارو سره مل یوه نوې نومونه ( اصطلاح) چې زموږ پر غوږونو راننه ایستل کېږي، ملت جوړوونه (Nation Building) ده، حال دا چې موږ دې ته اړتیا

11.03.2010 10:08 نورمحمد سعيد

يو څو شيبې لانورې مې دمات.....

11.03.2010 08:07 غزل

سندريز شور

11.03.2010 08:04 د ښاغلي روح الله وفا ښکلې غزلې

روح الله وفا

11.03.2010 08:01 د كوچني اقتصاد اصول

روح الله وفا

10.03.2010 14:33 د نوي کال په مخ کې ــــــ سيدشاه سقيم

په تا يې سپارم د زرينو رڼاګانو خدايه ! ــــــ د هيلو مات څراغ مي ايښى د شمال په مخ کې

10.03.2010 11:19 رواج:(لنډه کیسه)

لیکوال:محمدالله ارین احمدزی

10.03.2010 06:25 جنتي خوب/ سمیع الدین افغاني

پېغلې شــهيدې راته داسې ويل زما د واده پــــه ميـــلمنو ډک شو دا رنګينه جامـــې مې نـه ګورې ته زما دخاوند په وينو سرو ډک شو

13.03.2010 16:29 ناکامه منډه / وږمه سبا عامر

13.03.2010 15:40 My Name is Khan

آرش ننګیال : پښتون خو تروریست نه

13.03.2010 12:20 امریکايي بدمعاشي او د افغانانو ستونزې!!!!!

محمدالله ارین احمدزی

13.03.2010 11:46 ډالۍ: شیرین اغا جهانګیر

د ګلدانۍ په یوې ټوټې يې لیکلي وو: * مننه ښوونکیه! ورځ دې مبارک شه!*

13.03.2010 11:44 طمع: شیرین اغا جهانګیر

هغې ورته په ډېر سکون ځواب ورکړه: - بیا به اولاد رانه د خپل د پلار د نوم پوښتنه کوي، زه باید د هغه د پوښتې لپاره ځواب ولرم

13.03.2010 10:04 بیلتون

نوریه وهاب

13.03.2010 10:03 غزل

راليږونکی : سندريز شور

12.03.2010 19:02 د فضل الربي رستم ازاد نظم د جلال امرخېل په غږ کې ، ویډیو

12.03.2010 16:11 د اغزو څوکې =شاعر: انجينر متين

وينې د زړگي وې توى لـــــه څـوکــــو د بـــڼو شولې = اوښکې هم ياغي لـــــــه سلطنـــــته د لېـــــمو شولې

12.03.2010 14:01 ژوندی ناخوالی

بلي ! شيريني ته خبري كوي ؟