د پيښور د افغان کډوالوپه معارف کې د بډو او رشوت بازار ښه تود دی !

په پيښور کې ددولسمو ټولګيو فارغان 01.07.2009 09:26

د پيښور د افغان  کډوالوپه  معارف کې د بډو او رشوت بازار ښه تود دی !

څو ورځې د مخه موږ په پيښور کې د ١٣٨٧ل کال ددولسمو ټولګيو فارغانو د افغانستان د اسلامي جمهوريت د معارف د وزير په نامه يو سر خلاصی ليک د انټرنيټ په مټ وليږه . له نيکه مرغه ښه نتيجه يې ورکړه او د يو کال انتظار نه وروسته موږ د خپلو شهادت نامو په لاس ته راوړلو بريالي شو . خو دا برياليتوب  مو هم د(  اريانا په تجربوي عالي ليسه )  کې  هغه وخت تر لاسه کړ چې د يو تن پر سر مو ( ٢١٠٠ ) کلدارې  ٥٠٠ کلدارې تيرکال او ١٦٠٠ کلدارې اوس ، ددې ليسې د مديرې محترمې رحيمې ته ورکړې . محترمې مديرې صيب استدلال کاوه چې په دې پيسو  کې ٣٠٠ افغانۍ چې ٤٥٠ کلدارې کيږي ما حکومت ته تحويل کړې .پاتې ١٤٥٠ کلدارې زما د لارې د تګ راتګ مصارف شوي دي
نو اوس تاسو قضاوت وکړی موږ  د همدې ليسې ددولسم ټولګي ټول فارغان  ٢٠ تنه وو
( 20*1450=29000) نهه ويشت زره کلدارې مديرې صيب د کابل په تګ راتګ مصرف کړي دي
بله ډير ه د اانديښنې خبره داده .هر افغان ماشوم چې وطن ته ځي نو د يوې سه پارچې په بدل کې بايد ٥٠٠ کلدارې دهغه مکتب مدير ته ورکړي . د پيښور په قونصلګری کې يو تن چې اعصاب يې ډير خراب واو د خپل نوم ښودلو څخه يې ډډه کوله ،  وويل
 زه د سوريا د ليسې د مدير نه چې د هرې سه پارچې په بدل کې رشوت غوښتلو  د شکايت له پاره په پيښور کې افغان قونصلګری د معارف مشر ته راغلی وم خو د هغه چلند د مدير نه هم بتر و . داسې معلوميدل چې ټول يو بل سره شريک دي . ځکه د معارف مشر ته د شکايت سره سره د سوريا ليسې مدير بيا هم ددوه تنو د سه پارچې په بدل کې ١٠٠٠ کلدارې واخيستې او بيا يې سه پاچې اجرا کړې .
دريمه ستونز ه داده چې په زياتو مکتبونو کې د يو او بل نومونه په حاضرۍ کې ليکلي وي خو هيڅ وخت مکتب ته نه راځي ، د هغوي نه د هرې مياشتې فيس اخيستل کيږي او ددرسي کال په پای کې  د پيسو په بدل کې  هغوي ته د برياليتوب اطلاع نامه ورکول کيږي . يوه شاګرد کيسه کوله چې يوه ورځ د پيښور قونصل ګرۍ نه هيۀت راغلی و صنفونه يې کتل . کله چې يې لسم ټولګی وکتلو نو د همدې صنف شاګردان يې بوتلل په  دولسم ټولګي کې کينول ، کله چې هۀت دولسم ټولګي ته لاړو نو يو تن يې وويل : دا کسان خو موږ په لسم ټولګي کې کتلي وو. مدير يوازې سترګې ځمکې ته ونيولې او نور يې غږ ونه کړه . دغه ډول ډيرې نادودې شته . د معارف محترم وزارت بايد دغه ټولې ستونزې تحقيق کړی او د کډوالو ګلالي ماشومان ددغو لوټمارانو څخه وژغوري . په درناوې
 په پيښور کې ددولسمو ټولګيو فارغان

محمدنواب صدیقی 02.07.2009 10:40

سلامونه موومنی
بس دومره وایم چی خدای دی هرمسلمان بنده ونیکی لاری ته هدایت کری که نه نو ....

افغان وطنپال 02.07.2009 09:04

سلامونه تاسو تولو درنو ته!
د پیشور لیسی خو لا پخپل زای د قونسلگری د شونی او روزنی سانگه یا اتشی معارف ترتولو زیات به اداری فساد معتاد دی.
د نظری به نامه د ریس مرستیال دیر سپک سری دی تاسی باور به خدای وکری چی نه خو به کار پوهیژی او نه په اخلاص کار کوی.
افغان وطنپال

انجينر سميع الله (انورزي) 01.07.2009 11:25

سلامونه او نيكي پيرزوني خپلو وطنوالو ته وړاندي كوم.
زه هم ددي خبري طرفدار يم ده معارف محترم وزارت كار كونكي دي ددي خبري ته خاصه توجو وركرړي ځكه چه داده افغاني ماشومانو سره لوبي كول دي :-
اولوبي تعليم او تربيه سره نه يي پكار. ځكه زموږ نوي نسل مو خرابږي.او نو نسل چه كله خراب شوو. نوبيا 32 كاله په افغانيستان به جنكوي...... لكه اوسني حالات.............. مننه
م/ سميع الله سعودي عرب مدينه منوره.

<#%= link_to t("ta.buttons.all_comments"), comment_path(:id => @post.id), :class => "button"%>

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


15.03.2010 08:44 محمدامين مجبور تڼئ

په ډاډه زړګي راځه وېرېږه مه * یار دیارپښتنه کړي شرمیږه مه

15.03.2010 08:11 اسلامي بانكونه څرنګه كار كوي؟

اسلامي بانكونه د سود پرځاى د اسلامي پانګونې (سرمايه اچونې)طريقې كاروي اوددې تر څنګ نور عادي بانكي خدمتونه هم وړاندې كوي

15.03.2010 05:29 غزل/ حمزه بابا

څه خبرې مې په زړه دي خو سلګۍ شي طوفاني سترګو ته ستا چې په کاته شم

14.03.2010 15:24 غزل / سندریز شور

ما ليـدلی د يو چـــــــــا ، د بنګړو په شور کې ژوند// ما زده کړې د يوچـــــــــــــــــــا ، له مړونده شــــاعري

14.03.2010 14:16 أنا أحبك

راليږونکی : عزت الله ادیب

14.03.2010 13:27 صفی الله ستانکزی

رڼا خوره وه خو ستا سترګې يې وهلې نه وې له ما نه پرته خو بل هيچا هم ليدلې نه وې

14.03.2010 12:27 د شپې ډزې( لنډه کیسه)!!!!

لیکوال: محمدالله ارین احمدزی

14.03.2010 10:31 نجلۍ او ډالۍ// نذیر احمد نذیر

د هغو خویندو لپاره کومې چې علم کول غواړې خو لدې حق څخه محرومې پاتې کیږې.

14.03.2010 09:39 وړانګين مړوند: سيد جيلاني جلان

د لمر زرينې پيغلې له وړانګين مړوند نه اوس اوس \\\\\\ په څلي د ايرو يو بنګړى شرنګ را ولويدو

14.03.2010 08:51 دا وینا وه که د پښ سوټک

یوسف

16.03.2010 09:46 غزل // فريد خوست

ځمه ويده کيږم دچينار لاندې //ګوندې جانان راشي د غرمې په خوب

16.03.2010 09:02 په ايميل کې H I V/ اجمل آټک یوسفزی

16.03.2010 08:05 خبرتيا

16.03.2010 05:22 دافغان مهاجرینوسره دپاکستاني فوځیانو چلند/ویډیو

د طالب او مجاهد تر نامه لاندې پښتانه د علمي ،فرهنګي او فزیکي جینوسایډونو په درشل کې

16.03.2010 04:28 ستــــــــــرګې په ټپو کښی

سترګی می تا ته تورولې * چی ته رانغلې په سالو یئ پاکه ومه

15.03.2010 21:07 محمدامين مجبور تڼئ

یار می کفن ته سرف غوټې ورکړې * مجبوره ده يار نښانه پريښوده

15.03.2010 20:05 څلوریځه: شیرین اغا جهانګیر

وعده وکړه چې ته به مې هم ساتې په زړګي کې ـــ لــــــــرمــــه درته ډېـــرې نـنـواتې په زړګي کې

15.03.2010 20:02 غوسه: شیرین اغا جهانګیر

ناګهانه يې سترګې په هغو کرښو پرېوتې چې کوچني زوي يې په ګاډي ویستې وې: - پلار جانه! زه درسره مینه کوم!

15.03.2010 19:58 د کشیش د طوطیانو دعا: شیرین اغا جهانګیر

نور نو دعاوې بس کړه! زمونږ دعا ګانې قبولې شوې.

15.03.2010 15:55 د درويش ياد

د مقاومت شاعر