د افغانانو بدمرغي

بابوزی 01.07.2009 09:01

که د دې بنسټيزي خبري راتير شو چي لا زموږ په هيواد کي سوله نشته ، او په دې هم پوهيږو چي دا شونې نه ده چي د جګړې لپاره د نړۍ د ټولو راغلو جګړه مارانو ( القاعده او ناټو ) په شتون کي دي ، د سولي لپاره د دې يرغمل شوی اولس هيله پوره شي. د دې بنسټيزي غميزي تر څنګ يو شمير نورو ظاهري بدمرغيو هم د افغان اولس تقدير ناولی کړی دی.په دې لنډه ليکنه کي د افغان اولس ظاهري بدمرغيو ته ګوته نيسم.
په نړۍ کي د اولسونو لپاره وياړ مني ورځي د هېوادونو د خپلواکی جشنونه او يا د هېوادونو د مشرتابه لپاره د ټاکنو ورځي شپې وي. خو زموږ افغانانو لپاره نه د خپلواکی جشنونه شته او نه د ټاکنو لپاره د وياړ بيلګي .
تير کال د افغانستان د بهر نيو چارو وزارت له لوري ټولو سفارتونو ته خبر ورکړل شوی وو ، چي د خپلواکی جشن ونه نمانځی ، او داسي يې بريښول چي ګويا افغانستان د دې جشن د نمانځلو لپاره بودجه او پېسې نه لري ، خو په همدې ډول يو بل خبري ليک کي دا ليکل شوي وه چي د يوه جګړه مار د مرګ ورځ دي په ډيرو پرتمينو مراسمو ونمانځل شي.. غالب ګمان دا دی چي د بهرنيو چارو وزارت نظر د دولت د لوړ پوړو چارواکو نظر دی..
زموږ بله بدمرغي دا ده چي د جمهوري رياست لپاره د ټاکنو بهير مو داسي روان دی چي ورځ تر بلي زيات افغان اولس د توهين او تحقير سره مخ کيږي. لومړی خو د دې خوار او ورسته پاته جګړې ځپلي هيواد د مشر تابه لپاره دومره کانديدان پيداشويدي چي رايه ورکونکي به يې په پيژندلو کي زياتي ستونزي ولري. تر دې ټکي لا افغان اولس ته دا زياته د پام وړ ده چي دا کانديدانو په خپلو شخصيتونو کي کومه لوړتيا او ځانګړتيا ليدلې ده چي ځان يې د دې مستحق ګڼلی چي د افغان اولس مشري وکړي.
د افغان اولس بدمرغي خو بيا په دې کي ډيره برملا کيږي چي د کانديدانو له لوري خپاره شوي شعارونه ولوستل شي. هغه کسان چي ملي يوالي ته هڅ ژمن نه دي هغوی د ملي يوالي شعار ورکوي ، هغوی چي د دمرکراسی خلاف څرګند تاريخ لري اوس د دمکراسی ږغونه راباسي، هغوی چي د افغانستان سره هيڅ مينه نه لري هغوی افغانستان ته د خدمت دعوا کوي. هغوۍ چي د خپل ژوند دسمون وړتيا نه لري اوس زموږ د هېواد دسمون شعارونه ورکوي. هغوی چي په امريکا او اروپا کي په جنائې جرمنو مرتکب شويدي ، اوس زموږ په هېواد کي د جرمنو پر خلاف د مبارزې ټټر وهي . هغوی چي د همدې هيواد د پلونو ، مکتبونو، دټولګټو ودانيو، سرکونو او حتی د کابل ښار د ورانولو څرګندي نښي يې لا پر ځای پاتي دي ، هغوی اوس د هيواد دودانولو لافي وهي . هغوی چي د هيواد مادي او معنوي ارښتونه يې د څو پيسو په بدل کي په بهرنيانو وپلورل اوس د فرهنګ د دفاع او کلتور ساتني دعوا کوي؛ هغوی چي لاسونه يې لا ترواسه د افغانانو په وينو رنګ دي اوس د بشري حقوقو د دفاع شعار ورکوي. او په دې ډول نور شعارونه .
د افغانانو هيله دا ده چي دا کسان چي نه يې ټولنيز موقف څرګند دی ، نه يې د زدکړو کچه معلومه ده او نه يې شعاورنه د خپل تير ژوند سره سمون خوري له خپله ځانه سره فکر وکړي او نور دي افغانان نه توهينه وي او پر خپل ځای دي کښيني. او هغو کسانو ته هم دا يادول په کار دي چي د څو پيسو په بدل کي د ناوړه کانديدانو د کمپاين او پلوی څخه لاس واخلي او افغان اولس دي نور نه توهينه وي او په ډغلبازيو دي د دې او هغه کانديد څخه د پيسو د تر لاسه کولو هځه نه کوي ، هغه کمپاين کونکي بايد خپلو کانديدانو ته په زغرده و وايې چي هغوی د ټاکونو ګټونکي نشي کېدلای او که دا ونه وايې نو هغه مبارک ايات به پر دوی کټ مټ برابر وي چي په قرآن عظيم الشان کي راغلي : (( ان المنافقين فی درک اسفل من النار. )) صدق الله العظيم
و ما علينا اللبلاغ


د ليکوال څو نورې لیکنې

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


13.03.2010 18:14 ته خو بيا هم غير حاضر شه کنه/ اديب

ددې بې شرمې د ګوتې څنډيدو سره زه هم د کوټې په لور روان شوم چې را نارې يې کړي. دې حرامې ته مو لږ نصيحت وکړې کنه خداې دې درباندې ودره وي

13.03.2010 16:29 ناکامه منډه / وږمه سبا عامر

13.03.2010 15:40 My Name is Khan

آرش ننګیال : پښتون خو تروریست نه

13.03.2010 13:19 غزل / ګلورينه

13.03.2010 12:20 امریکايي بدمعاشي او د افغانانو ستونزې!!!!!

محمدالله ارین احمدزی

13.03.2010 11:46 ډالۍ: شیرین اغا جهانګیر

د ګلدانۍ په یوې ټوټې يې لیکلي وو: * مننه ښوونکیه! ورځ دې مبارک شه!*

13.03.2010 11:44 طمع: شیرین اغا جهانګیر

هغې ورته په ډېر سکون ځواب ورکړه: - بیا به اولاد رانه د خپل د پلار د نوم پوښتنه کوي، زه باید د هغه د پوښتې لپاره ځواب ولرم

13.03.2010 10:04 بیلتون

نوریه وهاب

13.03.2010 10:03 غزل

راليږونکی : سندريز شور

12.03.2010 19:02 د فضل الربي رستم ازاد نظم د جلال امرخېل په غږ کې ، ویډیو

14.03.2010 13:27 صفی الله ستانکزی

رڼا خوره وه خو ستا سترګې يې وهلې نه وې له ما نه پرته خو بل هيچا هم ليدلې نه وې

14.03.2010 12:27 د شپې ډزې( لنډه کیسه)!!!!

لیکوال: محمدالله ارین احمدزی

14.03.2010 10:31 نجلۍ او ډالۍ// نذیر احمد نذیر

د هغو خویندو لپاره کومې چې علم کول غواړې خو لدې حق څخه محرومې پاتې کیږې.

14.03.2010 09:39 وړانګين مړوند: سيد جيلاني جلان

د لمر زرينې پيغلې له وړانګين مړوند نه اوس اوس \\\\\\ په څلي د ايرو يو بنګړى شرنګ را ولويدو

14.03.2010 08:51 دا وینا وه که د پښ سوټک

یوسف

14.03.2010 07:57 پښتون: سید کریم خوستي

بیټ نیکه ورته دعاکړه پښتون ډیر شو خوکه دیر شو بې ثمر شولوکنډیر شو

14.03.2010 04:25 غزل : سيد کريم خوستي

ته به دا غواړی چه رافتار په انسانيت وکړی تل \\\\\ خو هسی نه ده دلته وچ په زر ژوندون چليږی

13.03.2010 21:30 وروستۍ لار: شیرین اغا جهانګیر

د خپل خاوند د مېز د پاسه يې یو لیک ولیده. لیک يې راپورته کړه. په لیک کې لیکلي وو: - ګمان کوم چې د بیمې پېسې به ستا او زمونږ د بچو د ژوند لپاره بس

13.03.2010 21:22 غزل: واثيق سنګريار

پر سپین غربــــه دبلال آذان شــروع شي لـــــه پامیره بــــه وارو نه د نیزو شي

13.03.2010 21:05 غزل: شیرین اغا جهانګیر

تیارو کې به دې ګورمه ډېوې ځان سره وړمه تا غواړمه له ستورو د آسمانه که رانه شې