ښه شو چې بې آبه نشوم؟!

محمود نظري 01.07.2009 06:44

طنز  - ښه شو چې بې آبه نشوم!

د یو ې بلي زور بازی ډلې خواته ورغلم هلته هم ګڼه ګوڼه وه د ټولو په منځ کې یو چې له لیری ښکاریده د یوه بل پر اوږه سپور و او لکه د هندی فېلمو جاسوس توره دریشي يې اغوستی وه، تورې اینکې يې په سترګو او توره شپو خولۍ يې پر تندي پرته وه او بریتو نه يې لکه خورجین چې پر خره واچو ې ځړیدله او هغه لکه د وړیو پهلوان د بل په پښو دیخوا هاخوا ګرځېده او په مایک کې یې ویل:
زه فېدرالی غواړم فېدرالی ډیر پر مختللی نظام دی دنړۍ ټوله پینځه سوه پرمختللی هیوادونه لکه پاکستان ، کراچي پشاوراوان لاهور ټوله فېدرالي هیوادونه دی
که دا وطن له پخوا فېدرالي وای نو ولې به اوس دومرو خلکو ځا نونه کاندیدول هر یو چې به له مور ه خپه کیدی په خپل مملکت کې به يې ځان کاندید وه او دهغه ځای پاچا به وای
د فېدرالي یوه ګټه داده د بل ولایت خلک هلته نه پر یږدې که څوک په نابلدتیا هم ورشي هغوی کولی شی لکۍ يې ورغوټه کړی نو د یو ولایت خلک بل ولایت ته تلای نشي نو کاندیدول خو يې فها
په فېدرالی سیتم کې ترور او سرور نشته
ما خوب لیدلی دی سل په سلو کې ډاډه یم پاچا کیږم نو د ګاونډیانو په برکت به په افغانستان کې بل ازبکستان ، تاجکستان ، پښتونستا ن ، هزاره ستان ، نور ستان او ګلستان جوړ کړم
زما ملا وتړئ چې له افغانستانه دنیا جوړه کړم نوک او ورۍ سره جلا کړم اتفاق به په نفاق بدل کړم بیله هغه هم هغه نه لرو نوځان به ترې خلاص کړو او لاس به تر ې ووینځو
زما مشر وايي که په افغانانو پالان کښیږدې سل منه بار وړی نو ولې يې بار نه کړو! ما مه پریږدئ چې واښه مې تر پښو لاندې شنه شي اوس ما د نفاق کيڼه پښه لکه ځينې کورنی حیوانانو پورته کړې ده نور کار يې لږ پاته دی
راټول شویو خلکو یو بل ته بدبد وکتله او یو وار الغاتلغا، اخ اوډب پيل شو او لاس اوګریوان شوه یو بل ته ویل وځه دا زموږ هیواد دی له دې اله ګولې په لیدو مې سترګې له درده پټي کړې
چې لږ ارامي شوه سترګې مې خلاصي کړې، اریان پاته شوم، سترګې مې وموښلې ، چې ښه ځیر شوم
تور کاندید لوڅ لغړ پر مځکه د کوټکو لاندې سپک سپانده ، غونج مونج پروت وو یو لاس يې تر شا اوبل يې تر مخی نیولی او اخ اخ نارې يې وهلې
په خوله کې یې ژیړی اوبه ولاړی وې
خلکو یو بل ته ویل : دا ناروغ او په زړه تور مخکې له دې چې زموږ لمنه پورته کړی راځئ دهغه لمن پورته کړو
یو ه لارغه وروسته هغه مخې ته او خلک سوټي په لاس له بازاره ووتل هغه په منډه کې په ژړا همدا ویل اخ فېدرالی غواړم اخ غواړم اخ، اخ!
هغه ځان په منډه منډه یو سفارت ته ورساوه او سفیر ته يې ویل:
نژدې وو چې بې آبه شوی وای!
هغه سر تر پایه له نظر تیر کړل او ورته يي وویل :
هو ،ښه شو چې بې ابه نشوې!
ماله ځانه سره وویل: ښه شو چې بې ابه نشو؟!!!!!


د ليکوال څو نورې لیکنې

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


13.03.2010 10:04 بیلتون

نوریه وهاب

13.03.2010 10:03 غزل

راليږونکی : سندريز شور

12.03.2010 19:02 د فضل الربي رستم ازاد نظم د جلال امرخېل په غږ کې ، ویډیو

12.03.2010 16:11 د اغزو څوکې =شاعر: انجينر متين

وينې د زړگي وې توى لـــــه څـوکــــو د بـــڼو شولې = اوښکې هم ياغي لـــــــه سلطنـــــته د لېـــــمو شولې

12.03.2010 14:01 ژوندی ناخوالی

بلي ! شيريني ته خبري كوي ؟

11.03.2010 14:27 د چا په نوم ؟

11.03.2010 13:04 ويرجن مازديګرى: اصيل ځاځى

دهغودواړو وروڼو، خيرن خچن صورتونه ، په پښوكې زاړه پلاستيكي بوټان شليدلي گريوانونه، دهيلوډكې سترگې اوپه معصوموشونډومړاوى غوندي موسكا مې هر

11.03.2010 10:33 د ملي مشرۍ تشه،درېیمه لاره: ۱۵ برخه

د ډیموکراسۍ له نغارو سره مل یوه نوې نومونه ( اصطلاح) چې زموږ پر غوږونو راننه ایستل کېږي، ملت جوړوونه (Nation Building) ده، حال دا چې موږ دې ته اړتیا

11.03.2010 10:08 نورمحمد سعيد

يو څو شيبې لانورې مې دمات.....

11.03.2010 08:07 غزل

سندريز شور

13.03.2010 21:30 وروستۍ لار: شیرین اغا جهانګیر

د خپل خاوند د مېز د پاسه يې یو لیک ولیده. لیک يې راپورته کړه. په لیک کې لیکلي وو: - ګمان کوم چې د بیمې پېسې به ستا او زمونږ د بچو د ژوند لپاره بس

13.03.2010 21:22 غزل: واثيق سنګريار

پر سپین غربــــه دبلال آذان شــروع شي لـــــه پامیره بــــه وارو نه د نیزو شي

13.03.2010 21:05 غزل: شیرین اغا جهانګیر

تیارو کې به دې ګورمه ډېوې ځان سره وړمه تا غواړمه له ستورو د آسمانه که رانه شې

13.03.2010 18:14 ته خو بيا هم غير حاضر شه کنه/ اديب

ددې بې شرمې د ګوتې څنډيدو سره زه هم د کوټې په لور روان شوم چې را نارې يې کړي. دې حرامې ته مو لږ نصيحت وکړې کنه خداې دې درباندې ودره وي

13.03.2010 16:29 ناکامه منډه / وږمه سبا عامر

13.03.2010 15:40 My Name is Khan

آرش ننګیال : پښتون خو تروریست نه

13.03.2010 13:19 غزل / ګلورينه

13.03.2010 12:20 امریکايي بدمعاشي او د افغانانو ستونزې!!!!!

محمدالله ارین احمدزی

13.03.2010 11:46 ډالۍ: شیرین اغا جهانګیر

د ګلدانۍ په یوې ټوټې يې لیکلي وو: * مننه ښوونکیه! ورځ دې مبارک شه!*

13.03.2010 11:44 طمع: شیرین اغا جهانګیر

هغې ورته په ډېر سکون ځواب ورکړه: - بیا به اولاد رانه د خپل د پلار د نوم پوښتنه کوي، زه باید د هغه د پوښتې لپاره ځواب ولرم