عبید زاکاني

پوهنمل محمود نظری 01.07.2009 07:42

پوهنمل محمود نظری
عبید زاکاني
(د فارسی طنز پلار)


خواجه نظام الدین عبید زاکاني د اتمې پېړۍ د فارسي ژبې یو نامتو طنز او هزل ویونکی شاعر او لیکوال دی چې د حافظ شیرازي سره په یو وخت کې اوسېده چې د هغه د شعرتر اغیزی لاندې راغلی دی . په ځواني کې یې د شاه شيخ ابواسحاق اينجو، سلطان اويس جلايرا او شاه شجاع مظفر دربارو ته لاره پیدا کړه د هغو په مدح کې یې د یو برلاسی شاعراو لیکونکي ستاینوم وګاټه.
دهغه اصلی ټاټوبی زاکان دی چې زاکان دعرب د بنی خفاجه د پښته یو کام دی او بیا ایران ته تللی دی
د هغه ستاینوم په شعر کې عبید دی هغه خپله وایي
گر کنی با دیگران جور و جفا
با عبیدالله زاکانی مکن
که د نورو سره کوی جفا
د عبید زاکانی سره نه دی روا
د دولشاه سمرقندی په تذکره کې دهغه څو حکایتونه راغلی دی
هغه په خپلو تالیفاتو کې د څو پاچاهانو نومونه لکه خواجه علاالدین، شاه شیخ ابوالحسن اینجو، رکن الدین عبدالمالک ، وزیر سطان اویس او شاشجاع مظفری یادونه کړی
د پوهانو په اند هغه یو له نوابغو څخه وو کولی شو هغه د فرانسې د« ولتر» سره پرتله کړو .
له هغه څخه ډیر نظمونه اونثرونه پاته شوی د هغه شعرونه دوبرخې لري یوه يې د هزل اوبله یې د جد برخه ده.
د هغه جدی شعرونه درې زره بیته لري، چې د عبید د کلیاتو په نامه یادیږی چې بوللې ، ترکيب بندونه ، ترجيع بندونه ، غزلونه ، قطعات ، رباعیانی اومثنویانی دی
دهغه نثر روان ، ساده او بیله حشو دی
د هغه هزلی شعرونه ، مطايبات، لطايف اوطنزونه ډیر قوی دی دهغه هزل او مطایبه عیب جویې ده او طنزونه یې په واکمنو نیوکې دی چې په فاسدو او ریا کارانو یې کړی دي.
هغه هزل یوازې د ساتیري لپاره ویلی دی

د هغه له اثرونو څخه د عشق نامې مثنوی ، اخلاق الاشراف، ږیره لیک ، سل پندونه، لطايف اوظرايف او موږک او پشو او د داسی نور دی
عبيد زاکانی په پند نامه کې لیکی : " هزل خوار مه ګنئ اوهزل ویونکیو ته د حقارت په سترګو مه ګورئ. دهغه مړینه (۷۷۲ )کال ګڼل شوی دی.
د هغه د طنزونو څوبېلګې
سپاهیانو یو سړي، چې د نبوت دعوا یې کوله خلیفه ته بوت
خلیفه له هغه نه وپوښتل: ستا معجزه څه ده؟
هغه ویل: زما معجزه دا ده زه په هغه څه چې ستاسو په زړونوکې تیریږي پوهیږم اوس تاسو په زړو نو کې ګرځي چې زه درواغ وایم.
***
وایي سپاهیانو یو سړی چې د نبوت دعوا يې کوله خلیفه ته بوت
خلیفه وویل : لوږې او د دماغ وچوالی هغه داسی کړی دی او اشپز یې راوغوښت او هغه ته يي ویل :هغه ته هره ورځ ښه شربتونه او خوښخوره خواړه ورکوه چې دماغ يې سم شی
خلیفه څه مده وروسته هغه راوغوښت له هغه څخه يي وپوښتل:
اوس هم جبرییل درځی؟
هغه ځواب ورکړ : هو
-څه درته وایي؟
هغه ځواب ورکړ: هغه وایي ښه ځای دی پيدا کړی دی د هیڅ بل پيغامبر داسې ارامتیا او نعمت نه دی په برخه شوی پام له دې ځایه ولاړ نشې!
***
یو فقیر له یو کور څخه ډوډۍ وغوښتل:
هغه جنۍ چې په کور کې وه ورته ویل:
- نشته
بیا يې ویل:
لرګی راکړه!
- نشته
- اوبه راکړه!
- نشته
- مالګه راکړه!
- نشته

فقیر وپوښتل :مور دی چیرې ده؟
ویل يي: هغه د ګاونډیانو کړه د تعزیت لپاره تلې ده .
فقیرویل: : څنګه چې زه ستاسو د کور حال وینم نور دوستان باید ستاسو کور ته د ماتم لپاره راشي.
***
وایی یو سړی یو کلی ته ورغی او هلته په یو کور کې مړی شوی و
هغه ویل: ماته شکرانه راکړی چې دا مړی درته ژوندی کړم!
هغو هغه ښه مور کړ او بیا يي مړی ته بوت
هغه وپوښتل: دا مړی څه کاره و؟
هغو ځواب ورکړ: هغه جولا ه و.
هغه ګوته په غاښ ونیوله اوویل يي:
افسوس! هر څوک چې وای تاسو به لیدلی وای هغه څنګه ژوندی کوم خو مسکین جولاه چې مړ شو نومړ شو
***
یو ماشوم د خیاط شاګرد و. یو و رځ يې استاد یو ه کاسه شات دوکان ته یوړه او شاګرد ته يي ویل: په دې کاسه کې زهر دی که دی وخوړل مړ کیږی!
هغه ورته ویل: زه په هغه څه کار لرم!
چې استاد ولاړ هغه کالي وپلورل په هغه يي ډوډۍ رانیوله او د شاتو سره يې نوشجان کړه
کله چې استاد راغی له هغه څخه يې وپوښتل:
کالي دي وګنډل ؟
هغه ځواب ورکړ : کالي غله یو وړه ،ماد وهلو له ویرهغه زهر وخوړل تر اوسه ژوندی یم ددې وروسته ته پوهیږی
نور بیا


Benz_herat


د ليکوال څو نورې لیکنې


   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


01.09.2010 11:52 په امریکا کې لرې کړل شوی افغان سفیر سيد طيب جواد کابل ته د بېرته تګ هوډ نه لري

سيد طيب جواد وايي چې کابل ته د بېرته تګ هوډ نه لري او د امريکا د واشنګټن په سيمه کې د استوګنې هوډ لري. جواد وايي چې پس له دې به په شخصي توګه د هې

01.09.2010 09:30 و لسې لنډۍ

د جنۍ څانګې وانګې ونه ربه زمونږ په کور يې راولې خاښونه

01.09.2010 09:17 دروژه مات پرسترخان بايدڅه وکړو؟

دروژې دماتولوپه وخت کي دغه لاندينۍ خبري که په پام کي ونيسو،نوانشاءالله په دې مبارکه مياشت کي به مودخيرپه کاروکي ونډه دپام وړوي هغه دادي

01.09.2010 08:27 ثواب زمونږ که د هغوی ډېر شوی

صفي الله ستانکزی

01.09.2010 08:04 غزل/چې مین سر ځار له خپلې مینې نکړي ____ څه به مینه، مینتوب او څه به یار وي

محمدالله ارین احمدزی

01.09.2010 06:04 غزل : شمعه شوګير

دشوم ارمـــــــان کــــــــډه ترې چرته يوسم ||| چې پــــــــــــه تقسيم دغمــــــو نه پوهيږي

01.09.2010 03:13 د هکرانو پر وړاندې د کمپيوټر امنيت تامينول

په ټوليزه توګه هغه کسان چې د يوه کمپيوټر امنيتي سيسټم ورانوي، د اکاونټ يا سيسټم شفر ماتوي او غلا کوي ...

31.08.2010 22:54 نوى غزل (حکمت سروش)

اوس خو په چينه کې ګلاب نه راځي----- ستا له خوا جانانه جواب نه راځي---- سم لکه ګلاب ځوانۍ په اور سوځي---- څنګ به، پر دې کلي عذاب نه راځي

31.08.2010 21:50 ما درته وېل دې ښارته مه راځه مه بیا

د انعام الله ګوهر نظم د هغه په غږ کي

31.08.2010 20:17 سي شارپ زده کړئ لومړۍ برخه

مخکې له دې چې په سي شارپ کې يو پروګرام د وينډوز يا هم ويب لپاره وليکئ ...

02.09.2010 20:14 غزل ،عبدالرحیم هلال

ته بي وعدي شوې شوه ښکاره دغره له سره سپوږمۍ --------- بلا دي واخلم ته رانغـــــــلي شوه رابره ســپوږمۍ

02.09.2010 19:38 يوه ورور د کمپيوټر د Timer په اړه پوښتنه کړې ده

نوموړي ورور ليکلي Timer څه شى دى او له نوموړي څخه څنګه کار اخلو؟

02.09.2010 18:23 غزل-- ملالۍ بشیر

یې خو مین پوه یم زما زړه پخوا ------ داسې په ټوپونو لکه وری نه وي

02.09.2010 17:56 دوه ښایسته غزلي//ګلالۍ خوستۍ

پرون خندانن بياغوسه کوي يــــــــــــــــار//خواږه خبره هم تـــــــــرخه کوي يـــــــــــــــار

02.09.2010 12:36 غزل//طالب منګل

بيا لپو کې اوښکې توېدې مـــــــــــــــــــاښام//بيا هم دعـــــــاګانې ژړېدې مــــــــــــــــــــاښام

02.09.2010 10:29 کاش بنګړی زه ستا دلاس وای

- ژباړه عبدالحليم همت ایوبزی داردوژبې دځوان اونامتوشاعر وصي شاه دازاد نظم ( کاش مین تیری هاتهـ کی کنګهن هوتا ) ژباړه

02.09.2010 10:00 غزل / صفت الله کړاؤ

ښکاري به کوم سيوري ته خوب وړی وي / ځنګل کې اور بل شوی دام سوځي

02.09.2010 04:45 امام ابو يوسف (رحمة الله عليه)

امام ابو يوسف يعقوب بن ابراهيم الانصاري په کال ١١٣ هجري کې د کوفې په ښار کې وزيږيد، هغه د علم د لاسته راوړو لپاره په ډيرو علماو پسې وګرځيد، خو

02.09.2010 01:05 يو لوېدلى وينډوز بايد ترميم شي که يا؟

کله نا کله داسې پېښه شي د يوه وينډوز نسخه کار پرېږدي او زموږ په وړاندې دوې لارې وي...

01.09.2010 20:50 وينډوز او CD-Key يې د ارزښت له پلوه

په ټوليز ډول د وينډوز د ځاى پر ځاى کېدو پر مهال د هغه CD-Key چې Product Key هم ورته ويل کېږي...