د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اشرف غني: د هيچا په ګټه له کانديدۍ نه تېرېږم

کمال الدين رنځور 30.06.2009 11:51

انځور د اشرف غني له ويبپاڼې څخه

د اشرف غني مطبوعاتي دفتر په یوه خبري پاڼه کې هغه اوازې رد کړي دي چې ګنې اشرف غني کوم بل کانديد ته له خپلې کانديدۍ تېرېږي.

په خبرپاڼه کې دا ډول خبرونه افواهات بلل شوي دي. په خبر پاڼه کې د داسې اوازو د وجې په اړه ويل شوي چې (( دا د مخالفینو په زړونو کې د اشرف غني په وړاندې په راتلونکو انتخاباتو کې د بایلات ډار دی، چې دغه راز افواهاتو خپرولو ته يې مجبوره کړي دي. دوی په دې توګه هڅه کوي غواړي د هغه ولس، چې پر اشرف غني يې خورا ډیر باور جوړ شوی، اذهان مغشوش کړي او هغوی دوه زړي کړي، خو موږ په دې باور يو، چې دغه به له نهیلۍ پرته دوی ته بل څه په لاس ورنه کړي.))

داسې اوازې خپرې شوې وې چې ګني اشرف غني د ملې جبهې د کانديد عبدالله عبدالله سره تفاهم ته رسېدلی او هغه ته له خپلې کانديدۍ تېر شوی دی. ډېری خلکو دا خبره غيرمعقوله او نه منونکي لرله. ځکه ډېری شنونکي په دې باور دي چې اشرف غني به له عبدالله عبدالله څخه ډېرې رایې واخلي.

تر اوسه په ټولټاکنو د افغانانو د پرمختګ دپاره تر ټول ښه او تفصيلي پلان د اشرف غني ښکاري. بله دا چې عبدالله عبدالله په افغانستان کې د اوسني نظام بدلول غواړي چې داسې کوم کار د اشرف غني په پلان کې نشته او باور کېږي چې د داسو طرحو سره اشرف غني مخالف دی.

د کانديدانو د يوځای کېدو په اړه ويل کېږي چې د ميرويس ياسيني او اشرف غني پروګرامونه سره نږدې دي او ډېر امکان لري چې د کرزي د چپه کولو په موخه سره تفاهم ته ورسېږي.

ميرويس ياسيني هم د نظام د بدلولو د پاره د عبدالله عبدالله  پلانوني نه منونکي بللي او دا ډول پلانونه یې افغانستان د یووالي پرځای د ضعيف کېدو خوا ته تلل بللي دي.

له بله پلوه د اشرف غني کمپاين په یوه بله خبرپاڼه کې د کندهار چارواکي تورن کړي دي چې د اشرف غني د بلبورډونو د لرې کولو امر یې کړی دی او نه پرېږدي چې نوموړي ته په کندهار کې کمپاين وکړي. په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د کندهار ښاروال  د خپلو سياسي اړيکو له مخې د حامد کرزي په ګټه خپل صلاحیت او رسوخ کاروي.