د پښتونخوا وزير اعلی بې کوره شوي ژورناليستانو سره مرسته وکړه

زاهد بونېری 29.06.2009 20:58

 د جون ٢٩مه کال ٢٠٠٩ء

وزيراعلی سيکرټرېټ

صوبه پختونخوا ـ پېښور

 وزيراعلی ښاغلي اميرحېدرخان نن په وزيراعلی هاوس پېښور کښې د مالاکنډ په ستونزه کښې بې کوره شوو ژورنالستو کښې امدادي چيکونه تقسيم کړل ـ  په دې موقعه ٢٢٧ صحافيانو ته د ٦٨ لکهو نه د زيات ارزښت چيکونه ورکړل شو ـ

 په دا موقعه وزيراعلی دوۍ ته په خپله وېنا کښې وئيل چې د مالاکنډ د متاثرينو بېرته د لېږلو د اعلان نه اګاهو مونږ په دغه سيمو کښې د بنيادي انساني سهولتونو ، د ګړنده نتظامي اؤ عدالتي نظام په حقله اقدامات او په تېره تېره په دغه سيمو کښې د امنيت د پاره په بشپړه توګه اقداماتو کښې بوخت يو ـ په دې هيله چې خلق بېرته خپلو کورونو ته لاړ شي نو چې د ژوند عمومي اسانتياوې ورته موجودې وي ـ

 ده وئيل چې متاثرين به زر خپلو کورونو ته په عزت اؤ سلامتيا سره د ستېدلو زېرے واوري ـ ولې و دا واپسي به وار په وار کيږي او په دې کار کښې به ددغه سيمو عوامي نمائيندګان او سياسي مشران خپله اخلي ـ دې غونډې ته د صوبې د اطلاعاتو وزير ښاغلي ميا افتخارحسېن اؤ د پېښور پرېس کلب صدر ښاغلي شميم شاهد هم وېناوې اوکړې ـ په دې غونډه کښې د دوۍ نه علاوه د صوبې وزيران ، د اسمبلۍ غړي اؤ ګڼ شمېر ژورنالست هم ناست وو ـ

 وزيراعلی وئيل چې کډوال وروڼه بې کوره شوي ضرور دي ولې بې وطنه شوي نه دي ـ داټوله سيمه د پختونخوا سيمه ده ـ د وطن او قام له پاره خپل کورونه پرېښودونکي وروڼه دې يقين اوساتي چې ددوۍ د آزمائش زيات تر وخت تېر شوے دے اود کړاؤ لږ مزل پاتې شوېدے ـ ددوۍ ددې قربانۍ برکت دے چې انشاء الله ډېر زر به په سيمه کښې امنيت دوامي شي ـ اؤ مونږ به ترقۍ پله ګامونه چوتول پئيل کړو ـ

 ښاغلي اميرحېدرخان هوتي د پختونخوا د هغه کوربنو ستائينه اوکړله چاچې خپلو وروڼو ته د خپلو زړونو اؤ کورونو تمبې پرانيستې ساتلي دي ـ اؤ ددوۍ په مېلمستوب کښې ئې هيڅ کمے نه دے راوستلے نه ئی ورته په خپلو تندو کښې ګونجے راوستلے دے ـ ده زياته کړه چې که د پختونخوا د مختلفو ضلعو د اولس مرسته اؤ ملګېرتياوې نه وې نو شايد چې ددومره زياتو متاثرينو سنبالښت او ددوۍ پالنه به صوبائي حکومت ته ګرانه پرېوتې وه ـ وزيراعلی د دې پښتونولۍ د دود ستائينه اوکړله ـ  ده وئيل چې مرکزي حکومت ، نورو صوبائي حکومتونو ، د خېرښېګړې ادارو، اين جي اوګانو اؤ غېرملکي حکومتونو هم په دې حقله مونږ سره ډېر کمک کړے دے او مونږ ددوۍ ټولو د زړه د تله مننه کوو ـ

 ده وئيل چې ددې حقيقتونو باوجود چې د ريليف کار په ښه توګه شوے دے ، بيا هم د بې کوره خلقودبيا آبادي اؤ د بيا ودانۍ مهمې مرحلې لا پاتې دي اؤ ددې د پاره مونږ لنډ وختي اؤ د اوږدې مودې منصوبه بندۍ کړي دي ـ د سم لاسي منصوبو لپاره خو مو پېسې هم ايښودي دي ـ دوۍ وئيل چې په مالاکنډ ډويژن کښې د امنيت ټينګ ساتلو لپاره کوټلي ګامونو اوچتولو کښې بوخت يو اؤ ددې غرض لپاره په دغه سيمه کښې د پوليس څوکو اؤ تحصيلونو شمېره زياتوو ـ بهترين سرکاري افسران به مالاکنډ ته ليږل کيږي اؤد نظام عدل عملي نفاذ به دوامي کيږي ـ د نظام عدل لپاره د مالاکنډ خلقو ډېرې ستړې تېرې کړي دي اؤ دا ددوۍ جائزه اؤ پخوانۍ مطالبه وه ـ مونږ په د اولس دې خواهش ته ارومرو درناوے ورکوو ـ  دوۍ زياته کړه چې کچرې د نظام عدل خبره مونږ د ټوپکمارو سره کړے وے نو اوس به مونږ ددې نه ځکه په شا شوي وو چې دغه اورپک خو اوس خپله د سرپټولو ځائې نه مومي ـ ددغه خلقو ملا ماته شوې ده ـ ولې مونږ د مالاکنډ د اولس رائې ته درناوے ورکړے دے اؤ په خپله خبره به ولاړ يو ـ

 ښاغلي اميرحېدرخان هوتي وئيل چې د مالاکنډ غټ ښارونه ، کلي ،ددې جرنيلي سرکونه او  لوئې لارې  د شورشيانو نه پاک کړل شوي دي اؤ اوس دغه کسان په ټولګو ټولګو کښې وړو وړو کلو بانډو ته روان دي ، په دې هيله چې چرته کښې ساه واخلي اؤ خپل ناوړه کارونه بيا شورو کولو لپاره ځانونه منظم کړل شي ولې مونږ به د اولس په مرسته سره دوۍ دې ته پرې نه ږدو ـ  دوۍ تمه ښکاره کړه چې مقامي اولس به دا قسم خلق خپل مېنځ ته پرې نه ږدي اؤ نه به ورته لاره ورکوي ـ دوۍ وئيل چې ددې غرض لپاره چې په دې عمل کښې دې اولس هم شريک اوساتل شي ، مونږ د کېمونټي پوليسنګ يوه منصوبه تېاره کړې ده چې اووه زره کسان به پکښې د اولس نه اخيستل کيږي ـ او په دوۍ کښې به هر يو تن ته هره مياشت لس زره روپۍ مشاهره اؤ وسله ورکول کيږي ـ دا خلق به د خپل پوليس اسټېشن سره تړلي وي اؤ داسې کسان به د خپلې علاقې نمائينده جرګې ټاکي ـ دوۍ په ډاګه کړه چې داسې قسم بهرتۍ به د هرقسم سياسي مداخلت نه پاکې وي ـ ددې سره يو داسې ځانګړے فورس هم جوړيږي چې پخواني فوځيان به پکښې اخيستل کيږي اؤ دا شمېره به دوه نيم زره کسان وي ـ ده وئيل چې ددې هرڅه سره سره په مالاکنډ کښې به د پوليسو په نفرۍ کښې هم يو په دوه زياتوالے راوستل شي ـ

 ښاغلي وزيراعلی په دې موقعه د مېډيا سره د تړلو کسانو په دې هم ستائينه اوکړه چې د شرخوښو کسانو د شورش اؤ اړي ګړي په دا حال کښې دوۍ په ورېدلو ګولو کښې خپل فرض په ښه توګه ادا کړے دے اؤ خلق ئې خبر ساتلے دے ـ دوۍ وئيل چې د حکومت له اړخه د صحافيانو سره د کمک دا اولنے اقدام ضرور دے ولې اخرنے دې نه بلل کيږي اؤ د بې کوره شوو صحافيانو مرسته به دوامي ساتل کيږي ـ  دوۍ وئيل چې په مالاکنډ کښې د داسې شورش کښې د هر مکتب فکر خلق متاثره شوي دي ، د سيکورټي فورسز ځوانان ، سياستدانان اؤ عوامي نمائيندګان ، د قلم خاوندان هم په دې کښې د عام خلقو سره شامل دي ـ دوۍ په اخره کښې وئيل چې ژوندي قامونه تل د داسې کړکېچونو مقابله په ډېره نره اؤ صبر او زغم سره کوي اؤ کامراني مومي ـ


  • 4
  • 5


د ليکوال څو نورې لیکنې

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


14.03.2010 07:57 پښتون: سید کریم خوستي

بیټ نیکه ورته دعاکړه پښتون ډیر شو خوکه دیر شو بې ثمر شولوکنډیر شو

14.03.2010 04:25 غزل : سيد کريم خوستي

ته به دا غواړی چه رافتار په انسانيت وکړی تل \\\\\ خو هسی نه ده دلته وچ په زر ژوندون چليږی

13.03.2010 21:30 وروستۍ لار: شیرین اغا جهانګیر

د خپل خاوند د مېز د پاسه يې یو لیک ولیده. لیک يې راپورته کړه. په لیک کې لیکلي وو: - ګمان کوم چې د بیمې پېسې به ستا او زمونږ د بچو د ژوند لپاره بس

13.03.2010 21:22 غزل: واثيق سنګريار

پر سپین غربــــه دبلال آذان شــروع شي لـــــه پامیره بــــه وارو نه د نیزو شي

13.03.2010 21:05 غزل: شیرین اغا جهانګیر

تیارو کې به دې ګورمه ډېوې ځان سره وړمه تا غواړمه له ستورو د آسمانه که رانه شې

13.03.2010 18:14 ته خو بيا هم غير حاضر شه کنه/ اديب

ددې بې شرمې د ګوتې څنډيدو سره زه هم د کوټې په لور روان شوم چې را نارې يې کړي. دې حرامې ته مو لږ نصيحت وکړې کنه خداې دې درباندې ودره وي

13.03.2010 16:29 ناکامه منډه / وږمه سبا عامر

13.03.2010 15:40 My Name is Khan

آرش ننګیال : پښتون خو تروریست نه

13.03.2010 13:19 غزل / ګلورينه

13.03.2010 12:20 امریکايي بدمعاشي او د افغانانو ستونزې!!!!!

محمدالله ارین احمدزی

15.03.2010 08:44 محمدامين مجبور تڼئ

بی وسئ ته می اشنا ژاړيږه مه } په مرګي که سره بيل شو دا بيل نه يو

15.03.2010 08:11 اسلامي بانكونه څرنګه كار كوي؟

اسلامي بانكونه د سود پرځاى د اسلامي پانګونې (سرمايه اچونې)طريقې كاروي اوددې تر څنګ نور عادي بانكي خدمتونه هم وړاندې كوي

15.03.2010 05:29 غزل/ حمزه بابا

څه خبرې مې په زړه دي خو سلګۍ شي طوفاني سترګو ته ستا چې په کاته شم

14.03.2010 15:24 غزل / سندریز شور

ما ليـدلی د يو چـــــــــا ، د بنګړو په شور کې ژوند// ما زده کړې د يوچـــــــــــــــــــا ، له مړونده شــــاعري

14.03.2010 14:16 أنا أحبك

راليږونکی : عزت الله ادیب

14.03.2010 13:27 صفی الله ستانکزی

رڼا خوره وه خو ستا سترګې يې وهلې نه وې له ما نه پرته خو بل هيچا هم ليدلې نه وې

14.03.2010 12:27 د شپې ډزې( لنډه کیسه)!!!!

لیکوال: محمدالله ارین احمدزی

14.03.2010 10:31 نجلۍ او ډالۍ// نذیر احمد نذیر

د هغو خویندو لپاره کومې چې علم کول غواړې خو لدې حق څخه محرومې پاتې کیږې.

14.03.2010 09:39 وړانګين مړوند: سيد جيلاني جلان

د لمر زرينې پيغلې له وړانګين مړوند نه اوس اوس \\\\\\ په څلي د ايرو يو بنګړى شرنګ را ولويدو

14.03.2010 08:51 دا وینا وه که د پښ سوټک

یوسف