د کندهارامينه قومندان اوله جنايي پېښو سره د مبارزې مدير ووژل شول

سيد شاه سقيم 29.06.2009 12:44

نن غرمه په ناڅاپي توګه د کندهار ښار خپله پخوانۍ بڼه له لاسه ورکړه . د موټرو شورماشور او د دوکاندارانو غږ او غوږ د ټوپکو په ډزو بدل شول .
د ښار واک ټول د امريکايې ځواکونو او ملي اردو په لاس کې پرېوت . عام وګړي په کورونو او دفترونو کې بند پاتې شول
د سيمې د يو تن ځايي خبريال په خبره نن غرمه هغه مهال د امريکايي ځواکونو او افغان سرتېرو تر مېنځ درنه نښته را مېنځته شوه چې امريکايي ځواکونو غوښتل په خپل سر يو زنداني  چې د دولتي چارواکيو په خبره نن يې محاکمه وه له څارونوالۍ څخه وباسي خو امنيتي مامورينو يې مخه ونيوله او د ځان د پياوړي کولو په موخه يې له امنيه قومندانۍ څخه مرسته وغوښته .
خبريال وويل : په دغه نښته کې د کندهار امنيه قومندان مطيع الله قاطع او دجنايي جرمونو پر ضد د مبارزې مدير عبدالخالق همدرد د څو نورو پوليسو په ګډون ووژل شول .
د ترلاسه شويو مالوماتو پر اساس اوس لا هم د کندهار د والي په ګډون ګڼ شمېر دولتي چارواکي په بېلابېلو دفترونو کې کلابند او په ځان پورې حيران پاتې دي او د هرات دروازې په ګډون د ښار په بېلابېلو برخو کې ډزې اورېدل کېږي


دا لا څرګنده نه ده چې هغه  زنداني څوک وو او ولې يې پر سر قاطع او همدرد د څو نورو پوليسو په ګډون ووژل شول

sfs 02.07.2009 10:59

sdf

ملا نورالدين اخوند 30.06.2009 11:32

ګرانو او محترمو ورونو !
د نن څخه تقريبا اووه اته کاله وړاندې په افغانستان کې چې کومه سوله او ارامی وه هغه به تاسو ته ښه په ياد وي . هغه امنيت او سوله چا راوستې وه . په هغه وخت کې که چا يو سايکل د سر په سر پريښی وايي نو چا لاس هم نه وروړلو. د هر چا د حق پوښتنه کيدله . که څه هم ځينې نيمګړتياوې ورکې وې .خو که نن له يو کلي څخه شل تنه بې ګناه افغانان پدې تور چې ګواکې دوې ترورستان دي . دهغوۍ پوښتنه نشته.
که يو ځل تاسو د وطن په اصيلو بچيانو باندې غږ وکړۍ .
انشالله چۍ بری به زمونږه وي

يو افغان 30.06.2009 11:07

سپیشل فورس څارنوالۍ ته دخپل یو ملګري چي ۹ ورځي مخکي په کندهار په یو بې اسناده موټر کي ئې چاودېدونکي توکي لیږدول او دپولیسو لخوا دترګریزو بریدونو په تور نیول شوی و په زور دخوشي کولو په موخه ورغلي وه .

ددغه کس چي اسد نومیږي او د سپیشل فورس سره ئې په پټه کار کاوه نیونه او دهغه په موټر کي چاودیدونکي موادتر لاسه کیدل او بیا په داسي خونړیو لارو دهغه خوشي کول دا په زبات رسوي چي خبره چیري ده . د اسد په نیونه د سپیشل فورس یو غټ راز افشا کیده ، نوځکه ئې په هرقیمت چي شوني ول دهغه د خوشي کولو په لاره کي د هر ډول ممکنه لاروکار اخستل ورته ضروري ول .

Sal Sayedi 30.06.2009 07:25

درنو لوستونکو او ګرانو وطنوالو سلامونه او احترامات وړاندی کوم!
خدای دی شهیدان و بخښی او ورثه ته دی صبر جمیل ورکړی
وایی د اوسنی حکومت جګ پوړی مامورین په مخدره موادو کې لاس لری. سند غواړی دادی. دا ډریور څوک وه او څومر اهمیت یی لره چه دومره مهم کسان دی پری وژل کیږی؟

د هغه سیسلی – ایتالوی مافیایی فلمونو قصی را یادی شی.
د جنایت کار او مافیا تر منځ فرق: جنایت کار د قانون نه تخلف کوی او عدلی او قضایی چار واکی په شمول د پولیس یی په تعقیب کې دی او عدالت ته یی را کاږی. اما مافیا هغه جنایت کار دی چه دولتی او سیاسی قدرت یی هم په لاس کی دی. یعنی هم جنایت کوی او کله چه د قانون منګولی پری ولګیږی او د محاکمی خواته ځی او یا د تحقیق او تعقیب په صورت کی د اصلی سازماندهانو چه دولتی او حاکمیت کی دی څیری افشا ء کیږی او داسی خطر را منځ ته شی نو بیا دداسی وقایعو سبب کیږی. ما فیا مافیا مافیا او د مخدره موادو مافیا.
باقی یی تاسی تصور کولای شی. د تمامو نورو قضایاو په شان دا قضیی باندی خاوری اچول به ادامه لری.

کشمالی 30.06.2009 05:50

ماته دا وخت د ښاغلي شاعر تسکي صاحب دا شعر راياد شو:

افغانه، که افغان شولې افغان به وګټې
وطن د پلار نيکه افغانستان به وګټې
د بل په نوکرۍ کې به د بل له پاره مړ شې
دا مه وايه چې خپل نوم او نښان به وګټې

خدای دې موږ ټولو ته هدايت وکړي.

<#%= link_to t("ta.buttons.all_comments"), comment_path(:id => @post.id), :class => "button"%>

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


13.03.2010 18:14 ته خو بيا هم غير حاضر شه کنه/ اديب

ددې بې شرمې د ګوتې څنډيدو سره زه هم د کوټې په لور روان شوم چې را نارې يې کړي. دې حرامې ته مو لږ نصيحت وکړې کنه خداې دې درباندې ودره وي

13.03.2010 16:29 ناکامه منډه / وږمه سبا عامر

13.03.2010 15:40 My Name is Khan

آرش ننګیال : پښتون خو تروریست نه

13.03.2010 13:19 غزل / ګلورينه

13.03.2010 12:20 امریکايي بدمعاشي او د افغانانو ستونزې!!!!!

محمدالله ارین احمدزی

13.03.2010 11:46 ډالۍ: شیرین اغا جهانګیر

د ګلدانۍ په یوې ټوټې يې لیکلي وو: * مننه ښوونکیه! ورځ دې مبارک شه!*

13.03.2010 11:44 طمع: شیرین اغا جهانګیر

هغې ورته په ډېر سکون ځواب ورکړه: - بیا به اولاد رانه د خپل د پلار د نوم پوښتنه کوي، زه باید د هغه د پوښتې لپاره ځواب ولرم

13.03.2010 10:04 بیلتون

نوریه وهاب

13.03.2010 10:03 غزل

راليږونکی : سندريز شور

12.03.2010 19:02 د فضل الربي رستم ازاد نظم د جلال امرخېل په غږ کې ، ویډیو

14.03.2010 13:27 صفی الله ستانکزی

رڼا خوره وه خو ستا سترګې يې وهلې نه وې له ما نه پرته خو بل هيچا هم ليدلې نه وې

14.03.2010 12:27 د شپې ډزې( لنډه کیسه)!!!!

لیکوال: محمدالله ارین احمدزی

14.03.2010 10:31 نجلۍ او ډالۍ// نذیر احمد نذیر

د هغو خویندو لپاره کومې چې علم کول غواړې خو لدې حق څخه محرومې پاتې کیږې.

14.03.2010 09:39 وړانګين مړوند: سيد جيلاني جلان

د لمر زرينې پيغلې له وړانګين مړوند نه اوس اوس \\\\\\ په څلي د ايرو يو بنګړى شرنګ را ولويدو

14.03.2010 08:51 دا وینا وه که د پښ سوټک

یوسف

14.03.2010 07:57 پښتون: سید کریم خوستي

بیټ نیکه ورته دعاکړه پښتون ډیر شو خوکه دیر شو بې ثمر شولوکنډیر شو

14.03.2010 04:25 غزل : سيد کريم خوستي

ته به دا غواړی چه رافتار په انسانيت وکړی تل \\\\\ خو هسی نه ده دلته وچ په زر ژوندون چليږی

13.03.2010 21:30 وروستۍ لار: شیرین اغا جهانګیر

د خپل خاوند د مېز د پاسه يې یو لیک ولیده. لیک يې راپورته کړه. په لیک کې لیکلي وو: - ګمان کوم چې د بیمې پېسې به ستا او زمونږ د بچو د ژوند لپاره بس

13.03.2010 21:22 غزل: واثيق سنګريار

پر سپین غربــــه دبلال آذان شــروع شي لـــــه پامیره بــــه وارو نه د نیزو شي

13.03.2010 21:05 غزل: شیرین اغا جهانګیر

تیارو کې به دې ګورمه ډېوې ځان سره وړمه تا غواړمه له ستورو د آسمانه که رانه شې