آيا ژبه د يوه څيړونکي ځانګړې شتمني ده بل څوک د څه ويلو حق نه پکښي لري؟
27.06.2009 09:25څو ورځي ورړاندي مي (په پښتو ادب کښي د اوه غلطي مشهوره) تر سر ليک لاندي يوه ليکنه په ټول افغان سايټ کښي خپره سوې وه څنګه چي زه د ډيرو بوختياو له کبله نه سم کولاى چي په پرله پسې توګه خپلي ليکني تعقيب کړم د ملګرو دي کور ودان وي نه يوازي دا چي په پرله پسې توګه مي اړ باسي چي ليکني وکړم بلکي د هغو ليکل او سايټونو ته رسول يې هم پر خپله غاړه اخيستي دي.
خوله بدمرغه او له نيکه مرغه! نن مي دا دى وخت پيدا کړى چي خپلي ليکني مي ټولي په يو وار وکتلې له بدمرغه ځکه چي د څو بيلابيلو يارنو لخوا مي داسي نيوکي او سپکي سپوري و ليدې چي علمي او کلتوري ارزښتونه يې دواړه تر پښو لاندي کړي وه.
يو چا خو بيخي ليکلي وه چي په دې اړه بايد څيړنه وه نه سي ځکه چي په دې اړه ارواښاد علامه رشاد (رح)او پوهاند زيار صاب ډير کار او څيړني وکړې مګر بيا هم دا مشکل حل نسو،مګر نړۍ شاهده ده چي تر اوسه په نړۍ کي داسي مشکل نه دى پيداسوى چي د حل لاره نه ده ورته پيدا سوې،کچيري دا مشکل زموږ درنو مشرانو حل نه کړاى سواى نو موږ لاس تر زنه ورته کښېنو؟ ځکه چي هغوى حل نه کړاى سواى نو موږ يې هم نسواى حل کولاى؟ موږ په لرغوني پېر کي کوچيان وو اوس هم بايد هم هغه کوچاني ژوند وکړو؟.
سترڅښتن په سپېڅلي کتاب قران عظيم الشان کي موږ ته امر کوى چي تاسو حرکت کوۍ زه برکت کوم،يو کوچنى چي کله پيداسي وار ده واره په هيڅ نه پوهيږي د کوښښ او زيار په پايله کي هرڅه زده کوي او يو څوک ځني جوړيږي.
نو د غو ټولو ټکو ته په کتني سره،زموږ درنو مشرانو ليکوالو خپل ټولنيز او ژبنى رسالت تر سره کړى دى اوس زموږ وار دى چي د هغو نابشپړه سوى کار بشپړ کړو ځکه زما د دروند ليکوال اروښاد علامه رشاد دا يوه خبره چي له درانه ليکوال پوهاند عبدالحي حبيبي له خولې څخه به يې کول نه هيريږي چي ويل يې موږ د څيړني لاره خلاصه کړه اوس دا د راتلونکو ځوانانو او څيړنکو کار دى چي دا کار پر مخ بوزي.
زما له دغو ليکونو څخه هدف دا نه دى چي د پښتنو په منځ کي يوه کړکېچنه مسئله يوځل بيا ويښه کړم بلکي هدف مي دا دى چي يوه پښتو رامنځ ته سي چي ټول يا شو وليکو يا سو،زما يوازنى هدف د يو ټولمنلي پښتو منځ ته راتګ دى،کچيري څوک دا په زبات و رسوي چي حقيقت څه دى زه مي په خپله پښـتو قسم خورم چي زه به په خوښى د هغه لارښوونه قبوله کړم او د هغه پيره وي به وکړم مګر دا يوه خبره مو بايد هرکله په يادوي چي په ادبياتو،ژبپوهنه او ټولو ټولنيزو علوم کي هرڅه د علمي او عقلي دلايلو په رڼا کي څيړل کيږي نه د احساساتو او جذباتو په رڼا کي او يو څېړونکي هيڅکله حق نه لري چي غوڅه پريکړه وکړي بلکي خپل نظر وړاندي کوي دا هم زما نظر دى نه پريکړه.
اوس راځم اصلي موضوع ته چي هغه په خپره سوې ليکنه کي د زيات بحث سبب ګرځېدلې وه په هغه ليکنه کي چي څوورځي وړاندي د(په پښـتو کښي اوه غلطي مشهوره)تر سر ليک لاندي خپره سوې وه ما د سو او شو يا سي او شي د ورستاړو په اړه ځيني اړخونه را سپړلي وه مګر د يارنو نيوکي او انتقادات مي دې ته اړ باسي چي خپل نظر په لږ وضاحت سره ستاسو ښاغلو سره شريک کړم.
ترکيبي ضمير؟!:ښائي ټول به د لومړي ځل لپاره د ترکيبي ضمير په نامه له يوې نوي اصطلاح سره مخ کېږى او فکر به کوى چي زه يوه ډيره لويه تيروتنه کوم چي په دې نامه يوه اصطلاح کاره وم خو را به سو چي زه ولي داسي کار کوم.
د ١٣٨٧ کال د سرطان د مياشتي پر څلورمه مي په کابل پوهنتون-پښتو ډيپارټمنټ کي دروند ژبپوه پوهندوى جمعه ګل لورين په مخه راغى.که رشتيا راباندي واياست زه له ډيره وخته راهيسي د خلګو خبرو خوړلم ځکه زما ټول (٢١) کتابونه چي په سو او سي کي ليکل سوي وه او ما د درانه استاد علامه رشاد ليکدود تعقيب کړى وو د خلګو لخوا يوازي په دې ګناه چي په سو او سي کي ليکل سوي دي تر سختي نيوکي لاندي وه نو خداى سته چي دې خبري ډير ځورولم او تل مي دا خبره په مغزو کي راګرځيده چي دا مشکل ولي سته او د حل لپاره يې ولي تر اوسه کوم څه نه دي سوي نو هغه و چي درانه استاد لورين څخه مي پوښتنه کړه چي ښاغلى استاده تا(تا څه وکول)،هغه(هغه څه سو)،دا(دا څشي دى) او همدا(همداسي کيږي) په ګرامر کي څه شي دي هغه په ځواب کي راته وويل چي دا ضميرونه دي.
بيا مي له هغه څخه و پوښتل چي:
تاسو(تاسو څه کوى)،هغه سي(هغه سي کتاب)،داسي(داسي سړى) او همداسي(همداسي کتاب بل سته) څه شي دي هغه لومړى لږ څه ټکنى سو بيا يې راته وويل چي تاسو شخصي ضمير دى او نور درې (هغه سي،همداسي او داسي) عداد دي د هغه دې ځواب زه پوره ډاډه نه کړم ځکه ورته کليمې يا ضميرونه ما په نور ژبو کي هم ليدلي وه،دا چي د يوې ژبي او بلي ژبي ګرامرونه ډير توپير لري دا پر ځاى خبره ده مګر نه په بشپړه توګه ځکه د ټولي نړۍ ژبي په ١٨١٨ م کال د شليګل الماني لخوا پر درو برخو وويشل سوې چي په لاندي توګه دي.
١:ځانګړي ژبي Isolat
هغه ژبي چي د هندوچين په مځک کي ويل کيږي.
٢:پېوندي ژبي Aggaltanative
د منځني اسيا ژبي.
٣:تصرفي(ګردانيزي ژبي) Inflective
ټولي ګرداني ژبي.
د دغه ويش په نظر کي نيولو سره د نړى د زياتو ژبو ترمنځ اړيکي سته.
نو اوس راځم په دې اړه انګليسي ژبي ته:په انګليسي ژبه کي ملکي ضميرونه په لاندي توګه دي.
Me My / Mine
He his
She her
It Its
They Their
We Our
You Your
دلته وينو چي دا ضميرونه له دوو برخو څخه جوړ دي چي لومړى يې ضميرونه دي او دهمه برخه يې د ملکيت د ښکاره کووني وروستاړى چي په انګليسي کي د ځيني سته ګرامري او ليکدوي اصولو په نظر کي نيولو سره راغلي دي.
په هره ژبه کي ځيني استثنائي حالتونه سته چي دلته هم په ((My کي موږ دغه استثنائي حالت وينو مګر په نورو ټولو کي دوه ډوله وروستاړي ليدل کيږي چي (R) او (S) دي او د مخکنى خبري په بيا تکرار سره چي د يو لړ ګرامري اصولو په پام کي نيولو سره رااخستل سوي دي.
د دې ټول دلايلو سربيره بيا هم زه کومي پايلي ته وه نه رسېدم هغه وو چي له ځانه سره مي ترکي ملکي ضميرونه تکرار کړل چي په دې توګه وه.
Ben Benim
Sen Senin
O Onun
Biz Bizim
Siz Sizin
O Onlarin
اوس ګورى چي دا ټول ضميرونه هم له دو برخو څخه جوړ دي چي يوه برخه يې ضمير او بله برخه يې ورستاړي دي چي (M) او (N) دي.
اوس ماته د پورتنيو څيړنو په رڼا کي ښکاره سوه چي په پښتو،انګليسي او ترکي کي وروستاړي دوه دوه دي ښائي نوري ژبي هم وي چي دوه وروستاړي ولري خو ماته نه دي مالومي نو کله چي ورسته ما دغه ضميرونه په پښتو کي له دغو عدادو(داسي،همداسي،تاسو،هغه سي،ستاسو)سره پرتله کړه نو ماته ترکيبي ضميرونه ښکاره سول ځکه دلته هم دا عداد ضميرونه دوو برخو څخه تشکيل دي هغه داسي.
داسي دا سي
همداسي همدا سي
تاسو تا سو
هغه سي هغه سي
ستاسو ستا سو
نو دلته د سو او سي وروستاړي پوره روښانه ښکاره دي.
نو زه خپل نظر په دې اړه داسي ښکاره کوم چي ترکيبي ضميرونه هغه ضميرونو ته وائي چي له ضمير سره ملګرى د سو او يا سي وروستاړى کار سوى وي.
اوس راځم سو او شو يا سي او شي ته.
کچيري دا په زبات ورسيږي چي ترکيبي ضميرونه په حقيقت کي هم سته نو بيا خو د شو او شي معيار بيخي له منځه ځي ځکه دا په ژبه کي ډير لوى مشکل را پېښه وي مثلاً په دې جمله کي(داسي کيدلاى شي)کچيري په دې جمله کي موږ د دا ورستاړى واړو نو داسي يو شۍ به ځني جوړ سي(داشي کيدلاى شي) نو په دې توګه خو مو خپله ژبه خپله برباد کړه او يا په دې جمله کي:(تاسو ته څه خدمت کولاى شو) کچيري دا داسي وليکو (تاشو ته څه خدمت کولاى شو)دا څشي ځني جوړ سوو.
څو ورځي وړاندي يو چا راته وويل چي سو او سي په ژبه کي مشکل پېښه وي ما پوښتنه ځني وکړه چي څنګه مشکل هغه مي په ځواب کي وويل چي د يو چا په کور کي زوى پيدا کيږي موږ وايو د پلانکي زوى و شو او کله چي د چا زوى و سوځي نو موږ واياو چي پلاني زوى و سو نو کچيري موږ سو کاره وو نو مشکل پېښيږي ماته لومړۍ ډير درد راغى خو څه مي نه ورته وويل ځکه هغه تراوسه په دې نه وو خبر چي په پښتو کي د پيداکيدلو لپاره يوه کره کلمه(زېږيدل)سته او د سوځيدلو لپاره يوه بله نګه کلمه(سوځيدل)سته چي د پښتو د دوو خاصو تور (ځ او ږ) له مخي موږ ته د دغو دواړو کلمو نګه توب په ډاګه کيږي نو دې ته څه اړتيا سته چي موږ خپله ژبه خرابه کړو او د دو اصلي کلمو پرځاي يوه داسي کلمه و کاره وو چي هغه مشکل رامنځ ته کوي.
او اوس به راسو د پښتو د يولسو پېړيو په اوږدو کي ادبيات به و ګورو چي په سو او سي کي ليکل سوي دي که په شو او شي کي:
زه يم زمرۍ پر دې نړۍ له ما اتل نسته
په هند و سند و پر تخار او پر کابل نسته
بل په زابل نسته
له ما اتل نسته
دا د امير کروړ سوري شعر دى چي په دوهمه هجري پيړۍ کي ويل سوى.
د پښتو ادبياتو تاريخ(ليکوال:پوهاند عبدالحي حبيبي لومړۍ او دوهم ټوک(٤٤٢ مخ)).
د پښتو ادبياتو تاريخ(ليکوال:سرمحقق زلمى هيوادمل (لرغونې او منځنى دوره)(٢٩مخ)).
لرغوني متون (راټولونکۍ:محمدا جان حقپال(١مخ).
پټه خزانه (ليکوال:محمد هوتک(٣٤مخ).
تېښته وکړه له ابليسه چي ابليس لعين ښکاره سي
هلته ورکه پلوشه سي ټول نړۍ توره تياره سي
سړي وران سي له ابليسه غوڅ د پس په کټاره سي
که هرچا ابليس خرڅ کړ نو يې هله ننداره سي
که سړى ابليس ته پړ سو نو پر کور د وير ناره سي
دا د شيخ اسماعيل شعر دى چي په دريمه هجري پيړى کي يې ويلى دى.
د پښتو ادبياتو تاريخ(ليکوال:پوهاند عبدالحي حبيبي لومړۍ او دوهم ټوک(٤٧٦ مخ)).
پټه خزانه (ليکوال:محمد هوتک(١٨مخ).
د پښتو ادبياتو تاريخ(ليکوال:سرمحقق زلمى هيوادمل (لرغونې او منځنى دوره)(٣٤مخ)).
تذکرة اوليا (ليکوال:سليمان ماکو..................)
بېلتانه ناره مي و سوه پر کور باندي
نه پوهېږم چي به څه وي پېښ په وړاندي
له خپلوانو به بېلېږم په سرو سترګو
دواړه سترګي مي په وينو دي ژړاندي
دا د خرښبون شعر دۍ چي په څلورمه پيړۍ کي يې ويلى دى.
د پښتو ادبياتو تاريخ(ليکوال:پوهاند عبدالحي حبيبي لومړۍ او دوهم ټوک(٤٧٩ مخ)).
د پښتو ادبياتو تاريخ(ليکوال:سرمحقق زلمى هيوادمل (لرغونې او منځنى دوره)(٣٤مخ)).
لرغوني متون (راټولونکۍ:محمدا جان حقپال(٦مخ).
پټه خزانه (ليکوال:محمد هوتک(٢٠مخ).
لودي ستا په نامه سپک سوه
که هرڅو مو درناوه
نصره نه مو يې له کهاله
لودي نه يې په کاوه
دا د شيخ راضي لودي شعر دى چي په څلورمه هجري پيړى کي يې ويلى دى.
د پښتو ادبياتو تاريخ(ليکوال:پوهاند عبدالحي حبيبي لومړۍ او دوهم ټوک(٤٦٣ مخ)).
د پښتو ادبياتو تاريخ(ليکوال:سرمحقق زلمى هيوادمل (لرغونې او منځنى دوره)(٣٨مخ)).
لرغوني متون (راټولونکۍ:محمدا جان حقپال(٥مخ).
پټه خزانه (ليکوال:محمد هوتک(٧٢مخ).
د الحاد په تور تورن سوم
زه لرغون خو ملحد نه يم
زما دښنه هسي تورا کړي
که ملحد يم د دښنه يم
دا د نصر لودي شعر دي چي په څلورمه پيړۍ کي په لاس راغلى دى.
د پښتو ادبياتو تاريخ(ليکوال:پوهاند عبدالحي حبيبي لومړۍ او دوهم ټوک(٤٦٣ مخ)).
د پښتو ادبياتو تاريخ(ليکوال:سرمحقق زلمى هيوادمل (لرغونې او منځنى دوره)(٣٨مخ)).
لرغوني متون (راټولونکۍ:محمدا جان حقپال(٥مخ).
پټه خزانه (ليکوال:محمد هوتک(٧٢مخ).
که درهم يې ځني ورک سو،سي نتلى
پر نړۍ يې وي په خړو پېژندنه
که بډاى سوڼي و بولي خلق وائي
دا وينا ده رښتانيه له رښتونه
دا د ابومحمد هاشم ابن الزيد سرواڼي ژباړل سوي شعر دى چي په دريمه پيړى کي ويل سوى دى.
د پښتو ادبياتو تاريخ(ليکوال:پوهاند عبدالحي حبيبي لومړۍ او دوهم ټوک(٤٥٤ مخ)).
د پښتو ادبياتو تاريخ(ليکوال:سرمحقق زلمى هيوادمل (لرغونې او منځنى دوره)(٤٢مخ)).
لرغوني متون (راټولونکۍ:محمدا جان حقپال(٤مخ).
پټه خزانه (ليکوال:محمد هوتک(٦٠مخ).
د واکمن له سره خول پرېباسي مړ سي
د بېوزلو ويني توى کاندي خونخوار
په دې وير د غور وګړي تور نمري سول
په دې وير رڼا تياره سوله د ښار
دا د شيخ اسعد سوري قصيده ده چي په پنځمه هجري پيړۍ کي ويل سوې ده.
د پښتو ادبياتو تاريخ(ليکوال:پوهاند عبدالحي حبيبي لومړۍ او دوهم ټوک(٤٨٤-٤٨٧ مخ)).
د پښتو ادبياتو تاريخ(ليکوال:سرمحقق زلمى هيوادمل (لرغونې او منځنى دوره)(٤٤-٤٥مخ)).
لرغوني متون (راټولونکۍ:محمدا جان حقپال(٧-٨مخ).
پټه خزانه (ليکوال:محمد هوتک(٤٠-٤٤مخ).
نه به چوڼي په ستايه د جنډيو موړ سي
نه به موړ سم د سلطان په صفتونه
په زابل چي د بري پر نيلي سپور سي
په لاهور يې د مېړاني ګزارونه
دا د ښکارندوي غوري(رح) قصيده ده چي په شپږمه هجري پيړى کي يې ويلې ده.
د پښتو ادبياتو تاريخ(ليکوال:پوهاند عبدالحي حبيبي لومړۍ او دوهم ټوک(٢٠٥ مخ)).
د پښتو ادبياتو تاريخ(ليکوال:سرمحقق زلمى هيوادمل (لرغونې او منځنى دوره)(٤٧مخ)).
لرغوني متون (راټولونکۍ:محمدا جان حقپال(١٠مخ).
پټه خزانه (ليکوال:محمد هوتک(٥٤مخ).
غازيانو راسئ
ټول شاوخواسئ
د شهاب په ملا سئ
د ښمن مو غوڅ کئ
څښتن مو مل دى
دا د ملکيار غرشين سندره ده چي په شپږمه هجري پيړۍ کي يې ويلې ده
د پښتو ادبياتو تاريخ(ليکوال:پوهاند عبدالحي حبيبي لومړۍ او دوهم ټوک(٥١٣ مخ)).
د پښتو ادبياتو تاريخ(ليکوال:سرمحقق زلمى هيوادمل (لرغونې او منځنى دوره)(٥٠مخ)).
لرغوني متون (راټولونکۍ:محمدا جان حقپال(٢٤مخ).
ګهيځ رڼا د لمر خپره سوه
زما پر کور د وير ناره سوه
د بېلتون ورځ توره تېاره سوه
ږغ سو ناڅاپه چي بېلتون راغى
دا د شيخ تيمن کاکړ شعر دى چي په شپږمه هجرى پيړى کي يې ويلۍ دى.
د پښتو ادبياتو تاريخ(ليکوال:پوهاند عبدالحي حبيبي لومړۍ او دوهم ټوک(٤٩٧ مخ)).
د پښتو ادبياتو تاريخ(ليکوال:سرمحقق زلمى هيوادمل (لرغونې او منځنى دوره)(٥٤مخ)).
لرغوني متون (راټولونکۍ:محمدا جان حقپال(٩مخ).
پټه خزانه (ليکوال:محمد هوتک(٦٢مخ).
زه چي څرګنده پر دنيا سوم
د ښـکلي مخ په تماشا سوم
ستا پر جمال باندي شيدا سوم
له خپلي سټي راجلا سوم
دا د شيخ متي شعر دي چي په اومه هجري پيړى کي يې ويلى دى.
د پښتو ادبياتو تاريخ(ليکوال:پوهاند عبدالحي حبيبي لومړۍ او دوهم ټوک(٥٣٩ مخ)).
د پښتو ادبياتو تاريخ(ليکوال:سرمحقق زلمى هيوادمل (لرغونې او منځنى دوره)(٦١مخ)).
لرغوني متون (راټولونکۍ:محمدا جان حقپال(١٢مخ).
پټه خزانه (ليکوال:محمد هوتک(٢٨مخ).
که موږه بيا سره خوشال سو
چي محکوم زموږ وصال سو
زه د يارسم يار مي خپل سي
زه بلبل سم يار مي ګل سي
دا په پښتو ادب کي لومړى مثنوي ده چي اکبر زمينداوري په اتمه پيړى کي ويلې ده.
د پښتو ادبياتو تاريخ(ليکوال:پوهاند عبدالحي حبيبي لومړۍ او دوهم ټوک(٥٥٤ مخ)).
د پښتو ادبياتو تاريخ(ليکوال:سرمحقق زلمى هيوادمل (لرغونې او منځنى دوره)(٦٦-٦٧مخ)).
لرغوني متون (راټولونکۍ:محمدا جان حقپال(١٥مخ).
په دې پيړۍ کي تر اندازې زيات دي مګر ټوله په سو او سي کي.
مخ او سر يې سو ککړ
په ايرو خاورو خړ
بايزيد په شکر کښو سو
د خپل مخ په پاکېدو سو
دا شعر زرغونې کاکړ پپه نهمه هجري پېړۍ کي ويلي دي.
د پښتو ادبياتو تاريخ(ليکوال:پوهاند عبدالحي حبيبي لومړۍ او دوهم ټوک(٥٧٤ مخ)).
د پښتو ادبياتو تاريخ(ليکوال:سرمحقق زلمى هيوادمل (لرغونې او منځنى دوره)(٧٣مخ)).
لرغوني متون (راټولونکۍ:محمدا جان حقپال(٢٢مخ).
پټه خزانه (ليکوال:محمد هوتک(١٩٤مخ).
دا دوره داسي تر ١١ پيړۍ تر پايه ان د دولسمي تر پيله پوري غځيږي کچيري تر دې وخته په پښتو لاسته راغلو اثارو کي له چا سره کوم داسي شعر وي چي شو يا شي پکښي راغلي وي نو بيا رښتيا هم موږ تيروتلي يو او کچيري څوک ده دې دعوه کوي چي ژبه د نوي والي او نوښت په حال کي ده دا پرځاى خبره ده مګر د اصولو په نظر کي نيولو سره نه دا چي زه دا شى اړه وم نه کوم دليل لرم او نه کوم منطق.
نور نو ستاسو کار دي چي (١١)پېړۍ منى که (٢)پيړۍ.
او يوه خبره چي د يادوني وړ ده هغه دا ده چي د پښتو ژبي يوازنى علامه ليکوال چي د افغانستان د دولت لخوا په رسمي توګه د علامه توب وياړ وربخښل سوى دى(علامه عبدالشکور رشاد(رح)) زموږ د دغو خبرو لپاره تر ټولو ښه ثبوت دى چي هغه په څه ډول او څنګه دا وروستاړي کاره ول.
ماخذونه:
حبيبي،عبدالحى.د پښتو ادبياتو تاريخ.دانش خپرندويه ټولنه .(١٣٨٤ل)
هوتک،محمد.پټه خزانه.د پوهني وزارت.(١١٤١-١١٤٢ هـ ق)
هيوادمل،زلمى.د پښتو ادبياتو تاريخ.دانش خپرندويه ټولنه.(١٣٧٩ ل)
حقپال،محمدا جان.لرغوني متون.درسي کتاب(١٣٨٨ل)
خيشکى،محمدصابر.فنولوجي او مورفولوجي(........)
Adim adim turkÇi (Zambak)
New Headway (Liz and john Soars(Oxford)
په درنښت
د لروبر پښتنومرهون
د يوې پښتو په هيله
په ليكنه كي ښائي ځيني ټايپي تيروتني وي
نو د هغو له كبله بخښنه غواړم

