د افغانانو د بې وزلۍ لاملونه

سيدشېراحمدلمر 27.06.2009 07:47

د افغانانو د بې وزلۍ لاملونه ډېر دي٠ زۀ دلته د هغو لاملونو يادونه کوم چې رېښې يې زموږ لۀ کلچر او دودونو چينه اخلي٠

لۀ يوې لورې دېرش کلنې غميزې زموږ ژوند تريخ کړی دئ ، لۀ بلې لورې داسې دودونه (رواجونه) لرو چې زموږ د ولس پۀ بې وزلۍ کې ستره ونډه لري٠

کۀ چېرې خپل ورځني ژوند ته پام وکړو نو ډيرې داسې چارې تر سترګو کېږي چې زموږ د ژوند د خرابېدو اصلي لاملونه دي٠ د بېلګې پۀ توګه کۀ د وادۀ او ورسره د اړوندو دودونو لګښتونو ته ځير شو لۀ ورايه وينو چې دا زموږ پۀ بې وزلۍ کې څومره ونډه لري٠ زۀ بۀ د يوۀ وادۀ او اړونده لګښتونو يوه لنډه يادونه وکړم٠

د هر څۀ ترمخه د رويبارۍ (خواستګارۍ) پړاو دئ، کله چې دواړه خواوې سره جوړې شي يو کوچنی ګل ورکول کېږي چې د دې لپاره يو کوچنی محفل جوړېږي ورپسې د کوزدې (شيرينخورۍ) محفل دئ٠ وروسته لۀ دې د نکريزو شپه ورپسې وادۀدئ٠ لۀ وادۀ وروسته تخت جمعي، شاه سلامي او د پايوازي محفلونه دي چې پر دې محفلونو پۀ سلګونه زره افغانۍ لګښتونه راځي٠

ودونه او اړونده نور محفلونه يې اوس د پخوا پۀ شان نه بلکې پۀ ډېر اصرافانه توګه تر سره کېږي چې زښت زيات لګښتونه غواړي٠ د دې لګښتونو سربېره د ولور ،خلعتونو او همدا شان د کوزده توب پۀ پړاو کې د نوي کال ، اخترونو او پۀ داسې نورو ورځو کې د ناوې (کوزدې) کورته جوړې وروړل، ټول هغه لګښتونه دي چې ټول افغانان يې بې وزله او غريب کړي دي٠ کۀ چېرې دا لګښتونه نۀ وي افغانان کولای شي پۀ دې پيسو باندې ځان ته ښۀ ژوند جوړ کړي٠

همدا ډول دا هم اوس دود ګرځېدلی دئ چې کۀ ښځې (نجونې) يوۀ محفل کې يو ځل يوه جوړه کالي واغوندي هغه کالي بيا بل محفل کې نۀ اغوندي٠ ځينې خو پۀ يوۀ محفل کې څو جوړې کالي اغوندي٠

بل د پرتمينې مېلمستيا دود دئ چې افغانان يې د نوې وادۀ شوې جوړې لپاره جوړوي چې زښت زيات لګښت پۀ کې کوي٠ ډېر داسې خلک شته چې خپلو ماشومانو ته د سهار او ماښام ډوډۍ نشي برابرولای اما د سيالۍ پۀ خاطر دا ډول مېلمستياوې جوړوي٠

زما پر اند زموږ د ټولنې ډېرې ناخوالې د دا ډول دودونو زېږنده دي٠ زموږ د ټولنې غوڅ ډېرکی د دې لګښتونو وس نلري، د دې لپاره چې دا لګښتونه پوره کړي اوږدې مسافرۍ، غلا، بډې اخستلو او داسې نور غيرمجاز کارونو ته مخ اړوي٠ پۀ لنډه توګه ويلای شم چې د همدې بېځايه دودونو لۀ کبله زموږ پۀ ټولنه کې اخلاقي انحراف، فساد او بې امني رامنځ ته شوېده٠

هيله ده چې افغانان د خپل ژوند د ښۀ کېدو لپاره لۀ بېځايه لګښتونو او دودونو نه لاس پر سر شي٠ 

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


08.03.2010 16:59 غزل -- شېرحسن کمالزی

داسې نه ده چې هرچا ته پاتې کيږي -- دا دنيا به يو الله ته پاتې کيږي

08.03.2010 16:46 د تعصب پرخلاف هڅې د تعصب اور بلوي

لکه څنګه چې دکرزي صاحب نوې کابينې ته دټولوخلکوکلکه سوداوه،ما هم د هرمحترم کانديدله خولې دمثبت اوبشپړ بدلون ټپې اورېدلې وې.ځکه خو ورته په تلو

08.03.2010 16:39 په پېښور داسې څه چل شوى ؟ فرهاد هلمند

په ١٩٩٩ کال کې زه د پېښور صدر په مدرسه جامعه امدادالعلوم کې د متوسطې درجې زده کوونکى وم.

08.03.2010 14:51 غزل/فريداله حسن زی

ځان تـــه ګــوښــــه کينمه مخ پټ کړم، ډيــــــره وژاړم/// ته څنـــګه يې يــــــــــاره مســــــافـــــــــــره را ته و وايه

08.03.2010 14:50 په ښونځي دسپینو فاسفورسو باران

انځورنه خپله خبرې کوي

08.03.2010 12:52 غصه

محمدالله ارین احمدزی

08.03.2010 12:03 د ښونیز کال په وړاندې پرتې ستونزې او د حل لارې یې

محمدالله ارین احمدزی

08.03.2010 06:57 ښځه : سيد حيلاني جلان

مونږ هميشه ښځې ته د خپل شهوت له دروازې کتلي مونږ هميشه ښځه

08.03.2010 05:59 د ځاځيو ځوانانو علمي او کلتوري ټولني د غونډې رپوټ: نيکمل ځاځى

دځاځيو ځوانانو علمي او کلتوري ټولنه د پنجشنبې په ورځ د 1388م کال د حوت د مياشتې په 13مه نيټه چې د عيسوي 2010 م کال د مارچ له 4 مې نيټې سره سمون خوري د

08.03.2010 05:58 ښځه

مونږ هميشه ښځې ته د خپل شهوت له دروازې کتلي مونږ هميشه ښځه د نارينه د څو شيبو د خوشالۍ لپاره يوه اله ګڼلې

10.03.2010 14:33 د نوي کال په مخ کې ــــــ سيدشاه سقيم

په تا يې سپارم د زرينو رڼاګانو خدايه ! ــــــ د هيلو مات څراغ مي ايښى د شمال په مخ کې

10.03.2010 11:19 رواج:(لنډه کیسه)

لیکوال:محمدالله ارین احمدزی

10.03.2010 06:25 جنتي خوب/ سمیع الدین افغاني

پېغلې شــهيدې راته داسې ويل زما د واده پــــه ميـــلمنو ډک شو دا رنګينه جامـــې مې نـه ګورې ته زما دخاوند په وينو سرو ډک شو

10.03.2010 03:34 د طالبانوسخت نظام دی/ټپيزې: محمدحنيف حيران

ژوند لکه ډک د ميو جام دی د هلکانو نوم بدنام دی څه وکړم عمر مې ډېر خام دی د طالبانو سخت نظام دی چپه کاکل تر خولۍ لاندې ګرځومه

09.03.2010 13:29 د میرمن بهیر د راتلونکې غونډې خبریتا

توبا ندا ساپۍ دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر د دارالانشآ مشره

09.03.2010 10:08 ژړیږي

سیدشاه خروټئ-لندن

09.03.2010 10:06 حیران

سیدشاه خروټی لندن

09.03.2010 10:01 غزل

بورېوال کاکړ

09.03.2010 09:59 د پښتون په نوم مي داسي قام په كار دى

د پښتون په نوم مي داسي قام په كار دى بورېوال کاکړ‎ ‎

08.03.2010 20:02 ازاد نظم/ فضل الربي رستم

د هلمند( مارجې) وحشي عملیاتو ته