د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د ځوانانو څانگه جوړه شوه

خوشال انځور 23.06.2009 22:46

په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د ځوانانو څانگه جوړه شوه

په اروپا کې له ډېرې مودې راهيسې دغه اړتيا محسوسېدله چې پېغلې او زلمي بايد د خپل کلتور او ژبې د ساتنې، پرمختگ او بډاينې په برخه کې هم پوره ونډه واخلي، نو په جرمني کې يو شمېر ځوانانو وپتېيله چې دغو غوښتنو ته د عمل جامه ورواغوندي. په دې موخه د يوې فعالې موجوده ټولنې، يعنې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د ځوانانو څانگه جوړه شوه چې د نورو بوختياو تر څنگ به په دغو لاندنيو برخو کې ځانگړې هلې ځلې کوي:

لومړی : ژباړه
پښتو ژبې ته له نورو ژبو څخه د مهمو او په نړيوال معيار برابرو علمي کتابونو ژباړه .
د افغان ماشومانو او ځوانان لپاره له نورو ژبو څخه د گټورو کتابونو ژباړل.
د نړۍ نورو ژبو ته د پښتو د مهمو اثارو ژباړه .
د کتابونو تر څنگ د علمي ليکنو، نويو څېړنو، او بېلابېلو رسنيو (Multimedia) په برخه کې هلې ځلې.

دويم: د کلتوري ماښاميو او علمي غونډو جوړول

په جرمني کې د افغان ځوانانو د ورځنيو ستونزو په اړه خبرې، بحثونه او د حللارو لټول.
ماشومانو او ځوانانو ته د اسلام د سپېڅلي دين په اړه معلومات ورکول او په ديني مسايلو کې لارښوونې.
د افغاني کلتور په اړه ځوانانو ته معلومات ورکول او د کلتوري ماښاميو له لارې له خپل ادب، موسيقۍ او افغاني دودونو سره اشنا کول.

درېم: نړيوالو ته د افغان کلتور، ژبې او تاريخ پېژندنه اوله هغو سره اړيکي ټينگول
نړيوالو رسنيو، ټولنو، موسسو او لېواله کسانو سره اړيکي نيول او د افغان کلتور ورپېژندل.
نړيوالو ته د افغانانو او افغانستان په اړه يو رښتينی انځور وړاندې کول.

د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د ځوانانو د څانگې غړي د نويو فکرونو او نوښتونو غوښتونکي دي. په خپلو دغو يادو شويو کارونو کې د مېرمنو او نارينه و پر انډول باندې ټينگار کوو. موږ په دې نظر يو چې ښځې او پېغلې د يوې ټولنې په پياوړتيا او پرمختگ او د ماشومانو په روزنه کې ځانگړی رول لوبوي.
موږ هيله لرو چې تاسو به خپل معنوي او مادي امکانات او گټورې لارښوونې او وړانديزونه راڅخه ونه سپموئ. په تېره بيا د ځوانانو له موجوده ټولنو څخه هيله کوو چې له موږ سره دې اړيکي ټينگ کړي، که هغه په افغانستان او يا نورو هېوداونو کې وي. له موږ سره د اړيکو نيولو برېنښاليک په دې ډول دی:

dnd355@yahoo.de