د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اوپن آفیس ژباړه پښتو ژبې ته پیل شوه

انجنیر حاجی ګل وهاج 23.06.2009 09:19

داچې اوپن آفیس د اوپن سورس یوه بیلګه ده او څرنګه چې له نوم څخه یی معلومیږي تاسو کولای شی چې د پښتو ژبې لپاره جوړي شوې ویب پاڼي څخه ( http://ps.openoffice.org/ ) د اوپن آفیس - سورس کوډ ښکته کړی او هغه خپلې مورنی او خوږې ژبي پښتو ته وژباړی ، ژبه د یو قوم او ولس د هغه بنسټیزو اساساتو څخه یو مهم او عمده اسا س دی چې د هغه قوم تاریخ، کلتور، دودونه او عنعنات پکې خوندي پاتی کیږي. کومي ژبي ته چې خدمت نه کیږي په دې مانا چې په ورځني ژوند کې په هغې خبري نه کیږي یا په هغې لیکل او لوستل نه کیږي نوموړې ژبه د بربادی او هلاکت په لور په بیړه بیړه روانه ده. دا چې ژبه د مور حیثیت لري نو راځی چې خپله خوږه ژبه د هلاکت او تباهي له کندې څخه وژغورو او په ګډه سره مټي را ونغاړو او خپلي ژبي ته دامکان او وس په اندازه کار وکړو. څرنګه چې تاسو ته روښانه ده د اوپن آفیس ژباړل د یو کس کار ندی او یوې منظمي ټولنې ته اړتیا ده نو زما وړاندیز ټولو پښتنو وروڼو ته دادی چې مونږ سره په دې د خیر په کار کې همغږي شی او کم ترکمه د ورځي لس دقیقي وخت د خپلې ژبي خدمت ته وقف کړي.

                                    د ننګرهار پوهنتون د انجنیری پوهنځی د کمپیوتر پوهنې څانګې استاد

                                                                   انجنیر حاجی ګل وهاج

دتماس شمیرې: 0093700628944

                00937066713309

              004915776307404

بریښنالیک: hajigul_2@yahoo.com

           wahaj@cs.tu-berlin.de