د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان بیګناه ماشومان د جنګ په لمبوکې

حفیظ الله خالد 22.06.2009 14:30

زموږ په جنګ ځپلي هیواد افغانستان کی د دریو لسیزو را پدیخوا د انسان وژنی او وینی بهیدو بهیر په شدت سره روان ده ،تر اوسه په زرګونه بیګناه ملکی انسانان د معصومو ماشومانو سپین ږیرو او تور سرو په ګډون د دی نا پایه جنګ قربانی شوي دي، په ډیره خواشینی سره چې د جنګ دواړې غاړې پدی روان جنګ کی د ملکی بیګناهو خلکو په تیر ه بیا د ماشومانو ژوند ته پاملرنه نکوي.

د جینوا د څلورم کنوانسیون چی په ۱۹۴۷ کال د اګست د میاشتی په ۱۲ نیټه لاسلیک شوې په جنګي شرایطو کی د ملکی وګړو د ژوند ساتنی په اړوند په و ضاحت سره د جنګ له دواړو خواوو نه غواړي چی د جنګی عملیاتو په وخت کی د ملکی خلکو ژوند ته پاملرنه وکړي، د دی کنوانسیون په دریم پره ګراف کی د ملکی خلکو د ساتنی په اړوندداسی راغلي :
( هر هغه څوک چی په جنګ کی فعاله ونډه نلري د جنګي قوتونو د غړو په شمول چی د خپلی وسلی نه د مریضي او یا تسلیمۍ په وجه کار نه اخلی په ټولو شرایطو کی دی بی له کوم جنسي، مذهبي ، رنګ او نورو ملحوظاتو په پام کی نیولو سره دی ورسره انسانی چلند وشي) همدارنګه د ملګرو ملتونو د کوچنیانو د حقونو د کنوانسیون په ۳۸می مادۍ کی چی په کال ۱۹۸۹ کی د ماشوم د حقونو په اړه تصویب شوۍ دی داسی راغلي دي :
( د جنګ دواړه غاړی مکلف دي چۍ د کوچنیانو په اړه ټول بین المللی بشری قوانینو ته احترام او د خپلو زمه واریو پر اساس ملکی افرادو او هغه ماشومانو حفاظت ته چی په جنګ کی ګیر پاتی وي پاملرنه وکړي)

د ماشومانو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د ۲۰۰۰ کال د می د میاشتۍ د پروتوکول بیا پدی اړه نورهم مخته ځي او هرهغه پوځي برید پر هغو اهدافو چی هلته د ملکی وګړو او کوچنیانو شتون ممکن بریښي لکه ښوونځي روغتونونه او نور عامه ځایونه غندي او د داسی بریدونو د بندیدو غوښتنه کوي ، د دی په شان یو زیاد شمیر بین المللی قوانین او کنونسیونونو وجود لري چی هر یوی په جنګ کی د ماشومانو او ملکي وګړو ژوند ته په پاملرنې زور اچوي او د جنګ د ښکیلو ډلو نه غواړي چی د جنګ په وخت کی دی بین المللی بشري قوانینو ته درناوۍ وکړي ٬ خو د افسوس خبره دا ده چی نن دا ټول بین المللی قوانین او مقررات د جنګ د ښکیلو ډلو لخوا تر پښو لاندی کیږي چی لاندی یوازی څو بیلګی یی وړاندې کیږي:

د اسرائیلو نظامي پوځونه د تیر کال د دوه ویشت ورځني یرغل په موده کی د غزی د ښار ۱۵۰۰ تنه ملکي بیګناه انسانان قتل عام او ۱۸۷۲ تنه نور یی زخمیان کړل ، اسرائیلو پدی جنایت کارانه عمل سره د ټولو بین المللی قوانینو او کنوانسیونونه چی د ملکی وګړو اوماشومانو ژوند ته د جنګ د ښکیلو غاړو پاملرنه اړوي پرخلاف د غزی ۴۳۷ تنه بیګناه معصوم ماشومان هم په بیرحمی د ژوند څخه له نعمت څخه بی برخی کړل ، د اسرائیلو دا غاصبانه عمل د نړي د زیاتو هیوادونو او همدارنګه د ملګرو ملتونو دبشري حقونو د کمیسیون د چارواکولخوا په کلکه غندل شوې ، همدا اوس د ملګرو ملتونو د بشری حقونو یوپلاوی سیمی ته په سفر تلی تر څو د جنګ د قوانینو نه د غزی په جنګ کی د اسرائیلو سرغړونه وڅیړي او پدی هکله یو راپور ملګرو ملتو چارواکو ته برابر کړي اما دا چی د دی پلاوی څیړنه به کومه نتیجه ورکړي او یا لکه نورو لسګونو ورته څیړنو به بی له کومی نتیجی پای ته ورسیږي دا به راتلونکي کی روښانه شي .

زموږ په ګران هیواد کی د ملکی وګړو او په تیره بیا د ماشومانو ژوند ته د جنګ د غاړو، نه پاملرنه د دیرشو کلونو راهیسی روانه ده ، شوروي یرغلګرو پوځونو د لسو کلو په موده کی ملیونونه ملکی بیګناه وګړي د
ښځو ماشومانو او سپین ږیرو په ګډون په شهادت رسولي دي ، د شورویانو نه وروسته وار داخلی جګړه مارو ته ورسید چی هغوي هم د کابل ښار په جنګونو کی بین المللي قوانین تر پښو لاندی کړ چی د کابل د ښار د شپیتو زرو ملکي افرادو وژنه په خپله د دی خبرۍ یو څرګند ثبوت دۍ.
په ډیره خواشینۍ چی دا لړې اوس هم جاری ده پدی ورستیو کلونو کی په زرهاوملکی بیګناه انسانان د خارجی قواوو د ړندو بمباریو له کبله د هیواد په مختلفو سیمو کی په شهادت رسیدلي دي، یوازی د فراه ولایت په بالا بولوک کی څو موده مخکی د دولت د پلټونکی هیات د احصایی له مخی ۱۴۰ تنه ملکی وګړي د امریکایانو د بمباریو په نتیجه کی وژل شوي چې پدی جمله کی ۹۳ کوچنی ماشومان ۲۵ ښځی او ۳۳ نارینه شامل دي ، د ملکی بیګناهو خلکو بمبارول او هغوی ته مرګ ژوبله اړول جنګ په وخت کی د ملکي خلکو د حفاظت په اړه د ټولو بین المللی کنوانسیونونو پر خلاف عمل دی .
د بهرنیانو برسیره د دولت مخالفو وسله والو هم د دی هیواد پر مظلوم ملکی وګړو او په تیر بیا د هیواد معصومو کوچنیانو باندی رحم ندی کړۍ همدا درۍ اونۍ مخکی خوست کی د مخالفو وسله والو په یوه حمله کی د یوی کورنی دری تنه کوچني بیګناه ماشومان او دوه تنکی ځوانان د خپل پلار سره یو ځای د جنګ په سرو لمبو کی وسوزید ل د دی تراژیدی څرنګوالی د جنګ د دوو غاړو د وایاندویانو لخوا بیل بیل توضیح شوي ،دولتی چارواکی د پیښې داسې سپیناوې کوي:
( د پکتيکا د والي وياند وايي چې وسله والو طالبانو پر ستار جان، اسدالله جان او عزت الله جان پطرول وشیندل او اور يې ورته واچولو . پېښه د ۱۳۸۸ کال دغبرګولي په شپږمه په پکتیکاولایت کې رامنځته سوې ده ... د پکتيکا د والي وياند وايي پنځه کلن عزت الله جان، اووه کلن اسدالله جان او نهه کلن ستارجان له خپل پلار ولسوال حاجي نادر(حقمل) او دوو وروڼو پهلوان او سفیر سره ديحی خيلو ولسوالۍ بازار ته د لوبو سامان او نويو جامو اخیستلو لپاره تللي وو، په واپسي کې د وسله والو په کمین کې ګیر شول چې پلار او ورور يې دماشومانو پر وړاندې په ګوليو سوري سوري کړل. ...) « لراوبر و یب پاڼه »
مګر د مخالفو وسله والو ډلو وایاند بیا دا سپیناوې نه مني او پیښه داسی بیانوي :
( طالبانو ولسوال نادرخان ته کمين نيولئ وو، چي د طالبانو او نادرخان ترمنځ جګړه وونښته، د طالبانو له خوا د ولسوال پر موټر د راکټ ټک سوئ وو، موټر اور اخيستئ او ماشومان پکښي وژل سوي وو.
... د دوى سيمه ايز قومندان ورته ويلي چي نادرخان او ورسره يوه ساتونکي او دوو ځوانانو زامنو يې مقاومت کړئ، پر موټر ډزي هم سوي وې او کوچنيان تر اور دمخه د مقاومت پر مهال په ناخبرۍ کي د ډزو له کبله وژل سوي وو.) ... « د لروبر ویب پاڼه »
دلته هغه څه چی څرګنده ده دا ده چی که دا معصوم بیګناه ماشومان راکټي حملی په نتیجه کی وژل سوي وي او یا وروسته دګولیو د باران په نتیجه کی په دواړو حالاتو کی د دوي وژنه په جنګ کی د ټولو بین المللی قوانینو پر خلاف عمل دی د بین المللی قوانینو برسیره د اسلام مقدس دین ماشومانو ته دهر چانه زیات پاملرنه کړی په کتابو کی راغلي چی د یو ورځ حضرت محمد ص رکوع ته تلی وو چی ناڅاپه یو کوچني ماشوم د هغه په مبارک غاړی کی کښیناست د خدای پیغمبر تر هغه له رکوع نه پورته نشو تر څو ماشوم په خپله د حضرت پیغمبر ص د شا نه ښکته شو، د خدای رسول ص ماشومانو ته داسی مهربانه وو مګر نن ورځ موږ ګورو چی زموږ معصوم ماشومان پداسی بیرحمۍ د مرګ کندی ته اچول کیږي، ژوند انسان ته د لوی څښتن لخوا یو بی ساری پیرزوینه او امانت دی یوازی هغه ستر ذات د دی حق لري چی ورکړل شوی ژوند انسان نه بیرته واخلي.
په آخر کی زه د دی ویرجنی کورنۍ پاتی غړو ( که نور څوک ژوندي پاتی وي) او نژدی خپلوانو ته د دی کورنۍ د دریو ماشومانو دوه تنکي ځوانانو او پلار د شهادت له کبله د لوی خدای له درباره صبر جمیل غواړم .آمین
چی مسلمان مو داسی وژني د بهرنیانو نه به څه ګیله کوونه