د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کې له ټاکنو دبارک اوباما او ميدويديف انتظار

حبيب الله غمخور 21.06.2009 00:12

بارک اوباما : د امریکا حکومت به د افغانستان په انتخاباتوکې د هیڅ یوه کاندید ملاتړ اویا مخالفت ونه کړي .

دروسيې ولسمشر ميدودېف بياوايي : روسيه په افغانستان کي دعصري اواغېزمن سياسي سيسټم دجوړېدوپلوۍ ده .

تر ټولوخبرو وړاندي غواړم داڅرگنده کړم چي زموږدهيوادپه تاريخ کي دادوهم ځل دی چي ټاکنې ترسره کيږې دايوه مترقي اودموکراتيکه عنعنه ده ،دافغانستان هر خواخوږۍ بايد دټولوناخوالواوداچي څومره درغلۍ به  پکښي وسي اويابه ئي پايلي دخلکوپه گټه نه وي داسپېڅلې عنعنه  ژوندی وساتي .

ډير تاريک فکره اودموکراسی دښمنه قوتونه له انتخاباتوسره مخالفت کوي ،نه غواړي  انتخابات په يوه ملي عنعنه  بدل سي،خير که اوس ئي پايلي دخلکودغوښتنې اوانتظارسره برابري  ندي،پسله څودوروټاکنوبه زموږولس هم داواک پيداکړي چي دټاکنوپه پايله کښي ځانته غښتلې،اوبادرايته مشرتابه وټاکي .

دادی داځل به هم ټاکنې دټولودرغليو اونيمگړتياووپه ملتيا ترسره سي،پايلې به ئي هم ممکن دخلکو داميدونومطابق نه وي، ځکه همدا اوس معلومېږي  چي دغه سيالۍ تر کومي کچې دټاکنو دقانون اود افغانستان داساسي قانون سره برابري رواني دي . څرگند ليدل کېږې چي ښاغلي کرزی صاحب سره له دې چي پدې پوهېږي  تراوسه لادبهرنيانولپاره دقبول وړدي ،خوددې لپاره چي څرگنده کړي گوياپه خپل مټ ئي رايي گټلي څومره نامقدس اتحادونه جووي ،اودځان پر شاوخواپدې نامه چي دمشارکت ملي حکومت جوړوي ،دهغه ډلو اوشخصيتونوسره يوازي دچوکۍ اومقام په خاطرمعامله کوي کوم چي دافغانستان اکثريت ولس ته په هيڅ صورت دمنلو وړنه دي . جالبه خوداد چي يوځل ئي خپله له واکه بېواکه کړه اوخلکوته ئي داسي څرگنده کړه چي بې جنگسالاروادارې دجوړېدوپلوۍ دی ،غواړي دولت له هغو کسانو پاک کړي کوم چي په بشري اوجنگي جنايتونوتورن دي . مگر دادی اوس ئي گورويوځل بياهغه پېژندل سوي څېرې دځانگړوامتيازونوپه منلوسره دځان پر شاوخواراټولوي ،چاته وزارتونه اوچاته ولايتونه جوړوي ،دغه وعدې خپله ددې ښکارندوي دي چې ښاغلی کرزي ددموکراسي اوټولنيزعدالت سره چندان علاقه لري ، خوبهرنيان ئي کله کله مجبوروي چي ددموکراسی نوم واخلي . دغه وعدې ددې معناهم لري چي ښاغلي کرزی غواړي يومطلق العنان  اوسي  دده خوښه اوپرکړه تر هرډول قانون اوملي گټومقدمه اولوړه بايد وي،ځکه خوپرخپل سردهرډول قانون اوملت دارادې  خلاف دولس دښمنوسره وعدې ورکوي .

که کرزی جمهورريس شي هغه دوزارت مقامونوله هغوسره وعده کړې کوم چي دده شاته درېږي ددې خبري معناداده چي دا اوسني وزيران اومستقل رئيسان  بايدخپل ځاي دتنظيمومربوط کسانوته پرېږدي اوياژر تر ژره په هغو تنظيموکي ځان تنظيم کړي کوم چي کرزي ورسره ددولتي مقامونودويش وعده کړې ده . خپله کرزی به په افغانستان کي څوک نلري چې بېله دغه ډول معاملودي په عادي بڼه دهغه پلوي وکړي اويادي خوښ وي چي هغه يوځل بيا جمهوررئيس شي . داچي دکرزي شاته اوس درېږي اوگوياهغه ته رايي ورکوي هغه به ددغوتنظيمو پلويان اوياپه پيسورانيول سوي کسان وي کوم چي ښاغلي کرزی ئي دمشرانوسره دوزارتونود وېشلو وعده کړېده .خوښاغلۍ کرزی صاحب چي دتيروټاکنوچل درباندي ونه سي ددپنجشير ددرې نه دي دځان لومړی مرستيال وټاکه ،خوپه ټول پنجشيرکي سلو نفرورايه درنکړه ،پدې بايد پوه اوسې که ته دچوکۍ په خاطر معامله کوي دوي ئي هم کوي  .

که په رښتادملي مشارکت خبره مطرح وي،چي نه ده مطرح اومطرح کول ئي  دکرزی نه نيولې دهغه  دټولو پلو يانوخوښه نده اوبهرنيان هم دخپلوناڅرگندوگټوپه خاطر دم غنيمت بولي،که دارښتيانده نوراسی چي تر ټاکنو وړاندي دټولوافغانانوپه گډون بېله کوم امتياز اوشرط نه دملي مشارکت دحکومت دجوړېدوپه خاطر پراخه ملي جرگه راوغواړو،هلته ټول مسايل روڼ مطرح اوبيادهمدې جرگې  دپرېکړوپر بنياددنوی حکومت ،داسي يوحکومت چي هلته دټولوافغانانواراده پکښي تمثيل سوې وي جوړکړو. طبعي ده که داسي وسې تر ډيره بريده به سوله او امنيت تامين  اودغه بې ثباته حالت به پاي ته ورسېږي ،مگر ښاغلي کرزی اوپلويان ئې داکارپه هيڅ صورت ځکه نه غواړي چي  هلته خپله بقا نه ويني اونه بيانوموړې ته دغه مقام څوک ورکوي .  

اوس راځودې خبري ته چي اياپه ټاکنوکښي دخلکودارادې دتمثيل امکانات شته اوکنه ؟

ايادابه  روڼ اوپه رښتياسره دبهرنيانواو کورنيو واکدارانوبې لاس وهنې  ټاکني وي ؟

عوام  ولس کولاي سي خپله اراده څرگنده کړي ؟

عام وگړې دټاکنوسره علاقه لري ؟

اياپه رښتياسره ددولتي واک او امکاناتونه استفاده نه کېږي ؟

ايادهيواددننه ټول وگړي کولاي سي  په ټاکنو کي برخه واخلې ؟

ولي اودکوم قانوني دليل له مخې بهرميشت افغانان چي شمېرئي ميليونوته رسېږي له قانوني حق نه محروم سول؟

تراوسه خودڅرگنده معلومېږي چي دجنوبي اوشرقي سيموزيات شمير اوسېدونکي دمختليفودلايلودهغه جملې نا امنۍ له مخې نسي کولاي په ډاډه زړه  په ټاکنو کي برخه واخلي ،که حالت داډول دوام ولري دټاکنود پايلومشروعيت  به له جدي سوال سره مخامخ نه وي ؟

دا اوداسي نوري په لسهاو پوښتنې به تر ډيري مودې  بې ځوابه پاته وي،هغه څه به کېږي چي  بهرنيان ئې غواړي . غوڅ اکثريت ددې خبری سره قانع دی چي دټاکنو پايلې لادوخته څرگندي دې .

 دغه چي په افغانستان کې دټاکنوترنامه لاندي دبهرني پوځ شمير ۱۰۰زروزياتېږي  داپخپله ددې معنا لري چي امنيت له جدي گواښ اوچلنجونوسره مخامخ دی ،نړيوال دټېکاوپه راوستلوکي پاته راغلي اوله ناکامۍ سره مخامخ  دي .

زماله دې خبرونه هدف دا نه دۍ چي گويازه دبهرنيانودشتون سره مخالفت لرم ،ماڅوځله په تکرارويلي چي دملي گټوپه خاطر هر هوښيار افغان دادزهرو غوړپ  پرسرپورته کړی . خوددومره بې گټې اوله تلفاتوسره مل پوځی شتون له ليونی سره هم سوال پيداکوي ،چي داولي دادنړۍ زبرځواک اوپه مډرنو وسلواوتخنيک سمبال پوځ نسي کولاي  ددوي په ويناڅودگوتوپه شمار ډلو ته ماته ورکړي اوپه افغانستان کي سوله تامين کړي ؟

له يوې خواپه افغانستان کې دبهرني پوځ شمير ۱۰۱زروته رسېږي اودبلې خوادجنوبي اوشرقي ولاياتو دولتي چارواکي نارې وهي چي امنيت له جدي گواښ سره مخامخ دي .دجون پر ۱۹ دغزني والي له  بي بي سي سره په يوه مرکه کې وويل چې اوس په دغه ولايت پر لويو لارو بريدونه ډېر شوي دي .نوموړي دا هم ومنله چې دنا امنۍ لمنه دغزني تر مرکزه رسېدلې ده.

ددې سوال ځواب چي دنا امنۍ لمن پراخېږي ممکن تر ډيره بريده داوي چي ، يوخوپوځی ستراتېژي اودهغۀ دپلې کېدو بڼه غلطه ده ؛بهرني ځواکونه يودبل سره له کوردينې  پرته پوځي اوسياسي فعاليتونه کوي ،دبلې خواپه ويناوکي دسولي اومخالفينوسره پر خبروټينگارکېږي ،مگرپه عمل کي هرڅه معکس سرته رسېږي . دبياجوړونې کارخو په حقيقت کي دشعار بڼه لري .

داتوکالوپه تېرېدوسره افغانستان ديوې داسي فابريکې خاوند نشو چي توليد وکړي . په ټولوولاياتوکي خلک دې ته اماده دي چي بنيادي اقتصادي  کارونه وسي ،خو متاسفانه هغه نه ترسره کېږي ،دڅوپلچکو،داوبوپه مقابل کي دېوالوپه جوړولوئي دا څوکاله خلک مصروف ساتلي .افغانستان عملأدنړۍ دبې کيفيته  توکوپه بازاربدل سوئ .

ايادشرم خبره نه ده هغه هيوادچي دومره اوبه ولري ترڅوبندونه پرې جوړشي اوخپله داړتياوړبرېښناتوليدکړي،له بل هيوادنه برېښنا رانيسي ؟

کاشکي بډاي خو واي چي داکار ئې کړی واي!

دبل په پيسوبرېښنا رانيول ددې معنالري چي افغانستان  بېله کومي اړتيانه په يوبل  گاونډي هيوادپوري تړل کېږي . داهيوادحق لري هروخت چي وغواړي برېښناقطع  کړي .داپه خپل ذات کي دپردی هيواددنفوذدپراختيا معنالري ،افغانستان بايد تل په شکل اداشکالوددغه هيوادچي برېښنا ځيني ترلاسه کوي تريوډول تاثير لاندي وي .دروسې نه اواروپاته  دگاز رسولو  پرابلم اوتاثيرات ئي روښانه بېلگه ده .

ولي غربي نړۍ ددومره تخنيکي،مادي اومالي امکاناتوسره بياهم دکنړ،هلمند اوآمو رودوله امکاناتوڅخه دبرېښنا او زراعتي فارمونودجوړولولپاره دافغانستان  سره مرسته نه کوي ؟ دافغانستان په دولت کي په ايران اوپاکستان پوري تړلي چارواکي نه غواړي  پاکستان او ايران خفه کړی . سره لدې چي دهلمند اوکنړ رودونه دافغانستان ملکيت دی ،ځکه دلته په افغانستان کي رازېږي اوله آمودريانه هم تر ډيره بريده افغانستان داستفادې حق لري  خوبياهم زموږ ملت له دې ملي حق نه بېله کومو اقتصادي امتيازاتومحروم ساتل کېږي  .

که په جنوبي اوشرقي سيموکي جگړې ستونزي راپيداکړي  په شمالي اوغربي ولايتونواوخپله کابل کي خوهيڅ خبره نشته ،دلته کومه توليدي پروژه عملي سوېده؟

 انجوگانوني دسرمايداری په مافيا بدلي سوي دي .هره مرسته چي په نړيواله کچه دافغان ولس ترنامه لاندي  اعلانېږي دهمدغودبهرنيانوپرلاس جوړسوو انجوگانو له لاري بيرته هرڅه دوباره بهرته کوچېږي، دارښتياخبره ده چي دافغانستان خلکوته هيڅ نه رسېږي .

دولت تر ستونې په فسادککړسو اولاککړېږي ،. پر عاموخلکوظلم اوستم  خپلې ورستۍ مرحلې ته رسېدلۍ،هرواکدار هغه څه کوي چي زړه ئي غواړي .

دملکيتونوغصب،ددموکراسی په نامه دروڼ اندوزورېدل ،ډلې ،ډل بازی ،سياسي ،مذهبي  اوژبني تعصابات اونورپه لسهاو ډول ،ډول  سياسي اوټولنيزفسادونه زموږ په هيوادکي قانوني بڼه لري .هغه وعدې چي دښاغلي کرزی لخواولس ته ورکړه سوی وې دکاغذپر مخ پاته سوې،ځکه خو ولس  داځل په پخوانی شوق اوعلاقه په ټاکنو کي برخه نه اخلي .هغه کسان چي دوي  وټاکل اواعتبارئي ورباندي وکړ په عمل کي وآزمويل ،وئي ليدل چي هغوي ددوي سره څه وکړه .

ترکومه ځايه چي په هيوادکي ناامنۍ،بېکاری،لوږي ،يوځاي وچکالۍاوبل ځاي سيلابونوخلک رامروړلې دي دډيرو وټاکنوته پام لانشته ،هرسړۍ دخپل ځان اوخپلو ماشومانودنجات په غم کښي دی .

وړاندي مي داخبره وکړه چي خلک اوس پر ټاکنو بې باوره سوي  اوترډيره بريده  هرې خواهغوکسانوځانونه کانديدکړی چي خلک ئي ډير ښه پېژنې ،چندان علاقه ددوي له نومونواوکاروسره نلري ،هغه متل دی ازمايلۍ بل ځل ازمايل تېرونه ده .اوله بلې خوداخبره ترلمر روښانه ده چي پايلې به ئې څه وي ؟

ښاغلي بارک اوبامادې وايي چي موږ بې پرې يو. دايوفلسفی اصل دی چي بې پرې توب خپل پرۀ ده . اوبامادخپلو ملي گټواوسيمه ايز مسوليت له مخې اوکه روښانه ووايم دافغانستان دخلکو په وړاندي دااخلاقي مسوليت لري  چي په افغانستان کي په هيڅ  ډول نه بايددغه نيم بندي اوټوپک ترشپېلۍ لاندي ډموکراسۍ پيل سوې پروسه دټاکنود پايلوترنامه لاندي  له گواښ سره مخامخ کړي .

پدې پوره باورلرم چي بهرنياپدې ټولوناخوالوترموږ ښه پوهېږي ،خوسوال دلته پيداکېږي چي ولي پردغوناخوالو سترگي پټېږي ؟

ايادوي پدې نه پوهېږي چي دافغانستان غوندي هيوادپه شرايطوکي چي سوله او امنيت ټکنۍ وي ،دموکراسي،ټولنيزه غوړېدنه اوعدالت پل کېدل ترډيره له مقاومتونوسره مخامخ وي ؟

ځکه خودجون پر ۱۸مه دازادي راډيوله لاري داخبره واوريده  چي دناټومشرپه ټاکنو کي دبنسټپالودگډون سره مخالف دی،همدا بنسټپال دي چي له هرډول غوړېدنې ،دموکراسی،دعقيدې اوبيان له ازادی سره مخالفت کوي  .

دروان کال دمۍ پر ۲۷مه دافغانستان لپاره د ملګرو ملتوخاص استازي کای ایدې هم دناټو په غونډکي وويل : افغانستان د جګړه ماروپه ځای ښوسیاستوالوته اړتیا لري .

هغه  په راتلونکو انتخاباتو کې د ولسمشرکرزي له لوري د مرستیال په توګه دمارشال فهیم نومونې ته په اشارې وویل چې خلک د دې اقدام په باب ډېرې پوښتنې لري .

خوښاغلي کرزي  وويل : (( دفهيم دغوره کولو پرېکړه مې دخپل هېواد دګټې، يووالي او غښتلتيا لپاره کړې ده.))

سوال پيداکيږي :

اول : که په رښتياسره ښاغلي فهيم  دومره رول لري  نو ولي موتير ځل له کارگوښه کړی ؟

دوهم:  ايادااوسونی حکومت دملي مشارکت حکومت نه دی ؟ که نه دی ؟نو ولي دي په تيره دوره کي دملي مشارکت حکومت جوړنکړ؟ اوکه داهم دملي مشارکت بولې؟ نوبيامودملي مشارت دحکومت لپاره جوړېدولپاره دانوې نسخه له  کومه کړه؟

همدا ډول د افغانستان په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنوکې په جنگي جرمونوديوشمېر تورنوکانديدانوشتوالي دبشري حقونو نه د دفاع دټولنو اوعاموخلکو اندېښنې راپارولې دي .

د بښنې نړيوال سازمان د کانديدانو له لست نه د هغوکسانو د نومونو د وېستو غوښتنه کړې چې د سازمان په وينا بشري حقونه يې تر پښو لاندې کړي .

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون مني چې په کانديدانوکې له بشري حقونو نه يو شمېر تورن سرغړوونکي شته خو وايي دوى له لست نه ددغو کسانودنومونود ليرې کولو قانوني حق نه لري .

د ټاکنودخپلواک کمېسيون مشر هم دامني  وايي : (( يو شمېر کسان شته چې پرونه پورې يې خلک وژل او نن غواړي چې ولسمشر شي . ځينې داسې کسان شته چې په سړي وژنه کې دومره مشهوره دي چې زه تعجب کووم چې دوى ته به څوک رايه ورکړي .))

تر ټولودشرم خبرخولاداده چي دعدلې  وزير سرور دانش وايي (( دوى په دې برخه کې تر شته شرايطو ور اخوا نور څه نه شي کولى .)) دوزير صاحب څرگندونې ددې خبري روڼه بېلگه ده چي  جنگي مجرمين  اودبشرپر حقوقودتېري په تور تورن کسان کولاي سي په افغانستان کي دجمهوري رياست اويادهغه دمرستيالۍ ،وزارت  اومستقل رياست مقام  ترلاسه کړي  .

ځينې سياسي څېړونکي  په دې باور دي چې که نړيواله ټولنه په دغه برخه کې مداخله وکړي ، شونې ده چې په جنگي جرمونودتورنو کسانو نومونه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراد کانديدانو له لست نه ليري شي .

د افغانستان د بشري حقونو سازمان وايي چې په داسې يوه حالت کې به دحکومت او ولس ترمنځ اودغه راز د افغانستان او نړۍ ترمنځ واټن پيدا شي .

داټول اوپه ځانگړې توگه دملګروملتودخاص استازي کای ایدې پورته په گوته شوي څرگندونه ډيره ښه اودافغان ولس په گټه نظردی که دغه دريځ  عملي شي کېداي سي دافغانستان ولس ته نجات ورکړي مگرغم دادی چي دغه ډول څرگندونې تل دشعارپه بڼه تر غوو رسېږي ،عملي بڼه نلري .

دلته له دوي نه هم دا پوښتنه پيداکيږي چي دافغانستان پر ټولوچاروتاسواوستاسو رهبري مسلطه ده ،مالي لگښت موکه ډالر يوپه بل سره وگنډل سي پنځه ځله تر آسمانه اوبياتر مځکې رارسېږي ،انساني تلفات موهم کم نه دي ،که تاسويوه ثانيه نه ياست دغه دولت په خپل ټول تشکيل دپايښت توان هم نلري ،نو ولې دشعارپر ځاي عملأ ددغه بنسټپالواوهغوچي لاسونه ئي دولس په وينوتر څېنگلو سره دي په ټاکنوکي دگډون مخه نه نيسۍ؟

ولي مودولتي واک دوي ته سپارلۍ اوله دوي نه مشورې غواړۍ؟ اياتاسوئي نه پېژنۍ چي څوک،څوک دۍ؟

امريکا اواروپاييټولنه  غواړي دغه ټاکنې ترسره شي ،بل لوري ته ددولت مخالفين عوام خلک اونوماندي  په مرگ گواښوي، خلک حيران پاته دي  څه وکړي هغه دعواموخبره  يوې خواته پاڼ بلې خواته پړانگ .

ددې تر څنگ په ځانگړې توگه دجمهوري رياست  لپاره بېله څودگوتوپه شماردانورکانديدان عوام خلک نه  پېژنې،چي داله کومه سول اوچاورته وويل ځان کانديدکړه ؟ داسي خلکو ځان کانديدکړی چي خپل گاونډۍ ئي نه پېژني . دټاکنودکمېسيون رئيس عزیز الله لودین  څه موده وړاندي  پخپله پردې اعتراف وکړ اوڅرگنده ئې کړه  داسي کسانوځانونه ثبت کړي چې سواد نلري،هغه وويل : (( متاسفانه تا حال من از کاندیدای محترم نشنیده ام که آنها حداقل گذشته خود راگفته باشندکه چه بودند وچه کار کرده اند و اکثرا نا شناخته هستندو در آینده هم هیچ پروگرامی ندارند.

هغه وايي : ((کسی پیش من آمد و پرسیدم که شما می خواهید رییس جمهور شوید و گفت که بله من می خواهم رییس جمهور می شوم و وقتی از سابقه کار وی سؤال شد گفت که درس نخواندم و در کدام دفتر دولت هم کار نکردم عالم دین هم نبوده پرسیدم: پس شما چه کاره بودید ؟ میگوید که فالبین . این واقعا خنده ندارد و گریه دارد.))

دنړۍ دهيڅ هيوادپه تاريخ کښې ئې څوک نشي راپيداکولاي چي ديوې چوکۍ لپاره دي ۴۱کسانوځان کانديدکړئ وي . ددغوکانديدانوغوڅ اکثريت پدې  ښه پوهېږي چي نه خودجموررئيس دمقام اومسوليت صلاحيت لري اونه هم خلک خپل سرنويشت دداسي کسانوپلاس ورکوي ،مگربياهم ددوي چرگ يوپښه لري ،وايي ز به ولسمشر سم، اودازماقانوني حق دی چي ځان وټاکم .دخلکودغه نظر رښتيادی چي دوي غواړي پدې کارسره يوازي ځان مشهورکړي ،مقام ترلاسه کړي اويو وخت ئې دکورنۍ غړي ووايي  چي پلار،ورور، اويا کاکائې دجمهوري رياست مقام ته ځان ټاکلی وو. فکرکوم ډيربه داهم غنيمت بولي چي دوې مياشتي ئې دکور شاوخوا شل پوليس پورته اوکښته کېږي اوياله دغه ښاغلي سره شاوخوا روان وي . دامي هم واورېدل چي دوي دکورنيوچاروله وزارت نه غوښتي ددوي دخوښي کسان ددوي دامنيت په ساتلو وگماري،چي په غټ گمان دادوې مياشتي تنخوابه هم دوي خپلوانوته غنيمت بولي . خوافسوس دهغه چاپر حال چي له ملت نه دکونيوچاروپوليسوپه زورځان ساتي بياوايي ماته ولس رايه راکړه .نه پوهېږم تر ټاکنو وروسته چي کله په ټاکنو کي  ناکام سي ددغوښاغلو امنيت به بيادکوم وزارت  پر غاړه وي ؟ هغه وخت به دوي څه کوي؟

ددې ټولوترخو اوروښانه واقيعتونوسره بياهم دافغانستان په اړوند دنړيوال سياست دېگدان تود دۍ . دنړۍ په گوټ گوټ کي يوپه بل پسې دافغانستان دحالاتوپه اړوند کنفرانسونه جوړېږي اويادنورونړيوالوکنفرانسوپه اجندا کي دافغانستان مسله هرو مروځاي لري .

کله چي په افغانستان کي دولسمشری اوولايتي شورالپاره کانديدانوته دسياليودپيل خبر خپورسو دامريکا ولسمشر بارک اوباما پدې هکله پيغام خپورکړ ،اودافغانستان خلکوته ئي ددې پروسې دپيل مبارکي وويل . اوتردې وړاندي  دربسې ولسمشر هم دښاگلي کرزی سره دشانگهاي دکنفرانس په درشل کي دليدوپه وخت کي دراتلونکو ټاکنودپايلوپه اوند په څو ټکو کي خپل دهيوادنظر هغه ته څرگند کړی وو.

خوهغه دچاخبره ((شېدوسوۍ مستې پوکي)) موږاوس دامريکا غوندي هيوادله مشرتابه څخه چي په افغانستان کي شتون ورته ډيرگران تمام سوۍ د داډول خبرواوڅرگندونوله پايلو ډارېږو ،داسي نه چي داځل دبېطرفۍ اودښاغلي کرزی خبره(( دملي مشارکت حکومت)) ترنامه لاندي دافغانستان سرنويشت هغوته وسپارل سي چي ښاغلۍ کرزی ئي پر خپله شاوخواراټولوي .

ښاغلي اوباماوايي : د افغانستان انتخاباتو کې د هیڅ کاندید ملاتړ نه کوو.

په هغه اعلاميه کښي چي دسپيني ماڼۍ لخوادجون پر ۱۶ خپره سول دامريکاجمهور رئیس بارک اوباما له خولې لیکل شوي  : (( د امریکا حکومت به د افغانستان دجمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په انتخاباتوکې د هیڅ یوه کاندیدملاتړ اویا مخالفت ونه کړي بلکې دوی به ددې پرځای دافغانستان دخلکوملاتړ وکړي چې خپل مشران د آزادو انتخاباتو د لاري وټاکي .))

په بیانیه کې راغلي،هر هیواد دخپل کلتوراوعنعنو پر اساس دیموکراسي عملي کوي . ددغه کاردموثره ترسره کیدو دپاره مونږ د افغانستان د انتخاباتودخپلواک کمیسیون اودملګروملتونوسره په ګډه کارکوو ترڅو دافغانستان دخلکودپاره دیو آزاد، شفاف اوعادلانه انتخاباتو زمینه برابره سي . . . . د انتخاباتو په ورځ د صداقت او شفافیت ډاډ ورکړل سي. والله عالم

زه ددې پلوی نه يم چي بهرنيان دي زموږپه کورنيو مسايلو کي لاس ووهي ،خوپردې  هم سترگي نسم پټولاي چي بهرنيانوزموږدهيوادپه تاريخ کي دغه کړېدلی ولس دخپلوسيمه ايزوگټوپه خاطر غمځپلۍ اوشاته پاته ساتلۍ دی ،تل ئي زموږپه کورنيو چاروکي لاس وهنه کړې اوتردې لاوړاندي حکمتونه ئي راته جوړکړي .

همدا اوس بهرنيان زموږپه کورکي راسره ناست دي ،دوي ترموزموږدکوردراتلونکي په اړه زيات صلاحيت ځانته ورکوي.

په افغانستان  کي دتروريزم دجرړودايستلوترنامه لاندي دبهرنيو پوځي ځواکونوشميرډير ژرترسلو زرو اوړي تراوسه دهيوادسياسي ،اقتصادي ،ټولنيزاوفرهنگی بهير دبهرنيانوترفوکس لاندي پرمخ درومي ،په هره مسله کي  ددوي نظرته  ټاکلي اوپرېکنده ارزښت ورکول کيږي ،ددي ټولوسره بياهم داويل چي دلته بهرنيان  مداخله نلري په ټاکنوکي بېطرفه دي  دځان غولول دی ،زه نه غواړم ځان اويانوروغولوم  .

اوس مي دملي گټوداړتياو له مخې دامنلې  چي زماپه هيوادکي دبهرنيانودشوبلو(ټانکونو) دپورته اوکښته گرځېدونه دوړوزموږدماشوم مخ سپېره کړي اودلمرله وړانگونه ئې محروم کړئ دی .خندائي پر خوله نسته يوازي ژړائي په نصيب ده.خوپدې هم پوهېږم چي زموږدپاکي اوسپېلي خاوري  اوغيرتي خاموش ملت  بهرني دښمنان تل دخپلوافغان لاسپوڅواونوکرانوڅخه دخپلوکرغېړنو اوظالمانه موخولپاره استفاده کوي .

همدا اوسنۍ ناتار اودبهرنيانوشتون ئي لمر غوندي  روښانه بېلگه ده .يوددموکراسی په نامه اوبل داسلام دنجات په نامه پر افغان ولس خوږ ژوندحرام گرځولۍ .يو وايي دتروريزم  جرړې باسم، بل له بهره دبهرنيانوپه لارښودنه اوملاتړوايي بهرنيان  راغلي هغه باسم  .

په هر حال پدې ورستيوکي داسي گنگوسې ترغوږوکېږي چي بهرنيان بېله دېنه چي دافغان ولس ارادې اوگټو ته پکښي درناوۍ سوئ وي غواړي دکومي معاملې له مخې پښې سپکې کړي . وايي داجگړه اوږده سوه .

حقيقت خودادی چي داجگړه همدا تاسوبهرنيانواوږده کړه،دجگړې دلنډېدوډيرامکانات وه له هغونه تاسو استفاده ونکړه .اوس داسي معلومېږي چي ښاغلي جورج ډبيلو بوش او ادارې ئي په عجله بېله سنجشه په افغانستان راودانگل ،دلته غېږبازان  ورته تيارناست وه امريکااو اروپايي ټولنه ئي راگونډه کړه ،غواړي راپرې يې باسي اودافغان ولس دسرپه بدله خپل قساتونه ځيني واخلي . ياپه بله اصطلاح همدا اوس يوځل بيا افغانستان دنړۍ دزبرځواکواوزموږ نا اهلو اوظالمو گاونډيانودسياليوپوليگون گرځېدلۍ دی .

اوس پردې بحث نه کوم چي دجگړې داوږدېدولپاره مودبن کنفرانس جوړ کړ اودهمدې کنفرانس تحفه موزموږ ولس ته ښاغلی کرزی  اودده داپه فسادکي غرقه اداره وه .

امريکا اواروپايي  ټولنه اوس دانسي ويلاي  چي دوي بېطرفه دي ،دوي بايد دروسيې دولسمشر ديميتري ميدودېف دهغوڅولنډوټکودپلي کېدولپاره کاروکړي  کوم چي دشانگهاي دکنفرانس په درشل کښي ئي ښاغلي کرزی ته  څرگند کړي وه .

دروسيې ولسمشرديميتري ميدودېف دروان کال دجون پر ۱۵ دښاغلي کرزي سره دليدنې پر مهال وويل : روسيه په افغانستان کي دعصري او اغېزمن سياسي سيسټم دجوړېدوپلوۍ ده.نوموړي زياته کړه ((موږبه ټول هغه څه چي په موږ پوري اړه لري ،ترسره کړوچي افغانستان وکولاي سي خپل عصري اواغېزمن سياسي سيسټم اوپه راتلکونکي  کې دسمسورتياپه لوردتلونکي دولت په توگه وده وکړي.))

پدې بايد هرڅوک پوه وي چې  روسيه نه غواړي  خپل بغل ته يوبنسټپال دولت ولري،خودروسيې دغه دريځ زموږ دولس ،امريکا اواروپايي ټولنې هم په گټه هم دی .

روسيه په تاريخي لحاظ د افغانستان له سياسي حالاتواوبرخليک سره تړلې ده ،داهيواد دلته خپلي سيمه ايزي گټي لري،نه غواړي داگټي ئي په افغانستان کي له خطرسر مخامخ سي .

په افغانستان کي دناټواوامريکایي ځواکونوشتون  دشانگهاي تړون راوزېږاوه ، روسيه ددي سه علاقه نلري ، چي ناټواوامريکايي پوځ دلته پاته وي،که څه هم دامريکااونټوله اوسنيوستونزوبه دخپلو موخوپه گټه استفاده کوي ، ځکه دغه ډول شتون  په لويه کچه ددوي سيمه ايزي گټي له گواښ سره مخامخ کړي دي اوله بلې

دافغانستان غوڅ اکثريت ددې پلوۍ دی چي سالمه مشرتابه اوله فساده پاک دولتي اداره ولري ،افغان ولس داسي مشرتابه ته اړتيالري چي تربلې هري گټې ورته ملي گټې محترمې اولومړنۍ وي .

غواړم دخپلو هيوادوالونه غوښتنه وکړم چي  دټاکنوپه ورځ په ټاکنوکي فعاله برخه واخلي ،هغه چاته رايه ورکړي چي دوي ئې دملت دراتلونکي په گټه بولي .آزمويل سوي يوځل بيامه ازموياست .خيری که(( همدا آش اوهمدا کاسه وي )) داروښانه ده چي رايي به دهغه چاپه گټه اعلان سی کوم چي نورئې غواړي .خوبهرنيان هم بايد ستاسولخواسالم اودمشر توب وړسړي ته په رايه ورکولوسره پدې باندي  پوه سي چي افغان ولس څوک غواړي . اودوي څوک پرې تپی .

دابه دبهرنيانواوپه ځانگړې توه دگاونډيانودبې شرمانه لاسوهنو په مقابل کي دملي غبرغون  څرگنده علامه وي .

ومن الله التوفيق

دليکنې لپاره اخځونه :

۱/دعوت ويب پاڼه

۲/ ريانوستي

۳/تاند ويب پاڼه  

۴/ بې بې سي پښتوويب پاڼه

۵/ آزادی  راډيوپښتوويب پاڼه

۶/ دامريکاږغ ويب پاڼه

۷/لراوبر ويب پاڼه

۸/افغانستان  . رو ويب پاڼه