د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمور دورځې په مناسبت ددوستۍ فرهنگي ټولنې پيغام

حبيب الله غمخور 14.06.2009 22:42

دامورده چي په يولاس ځانگو اوبل جهان ځنگوي

وياړپه تا ، ای  غيرتي افغانې مور

 

چې دسولې اوبه توی دجنگ په اورکړم
دټپي وطن ټپونه مې ټکورکړم

په هرکال ورته ډالۍ سپرلي څلور کړم
ايله وي چې حق  ادا دخپلې مورکړم

 

دهيوادپياوړو، قهرمانوميندواوخويند!

تاسو ټولو افغانی ميندوته دنړۍ په هرگوټ کې چي ياست دموردورځي په مناسبت دزړه له کومي مبارکیو ، نېکو هيلوپه  اودرناوی وړاندې کولوسره،تاسوباغيرته ميندواو خويندوته دلوي څښتن له دربارنه دهوسا اوبسيا ژوندغوښتنه کوو.

زموږدهيوادپه تاريخ کې دموردورځې درناوي  ته دجوزا۲۴ مه ځانگړې سوې ده ،له همدې امله ټول افغانان هر چيرې چي اوسې پدې ورځ دمور ياداودرناوی کوي . داورځ نه يوازي دمورلپاره بلکې دهغې داولادونولپاره هم دخوښيو اوخوشحاليونه يوه ډکه ورځ ده .

متاسفانه په افغانستان کي دڅولسيزواوپه ځانگړې توگه له ۲۰۰۱ کال  دسپتمبر له ناوړي پېښي نه راپدې خواي امريکازموږپه هيوادکي دنيوال تروريزم  عاملينوکوټلوته لېڅي راونغښتل اودبې ۵۲ سيوري زموږ تر خاوري راورسېد،بياپر افغانې غيرتي مور باندي داورځ په خوښۍ نه ده تېره سوې . دنړيوال ترورزيزم  سره دمبارزې تر نامه لاندي دا اته کاله افغانه مور په سرو اوښکوناسته وي،کله ئي پر واده اوکله ئي پر کاله دمرگ غونډاري اوري  . ځکه خومودغم ،کړاونواوزورونوپه شېبوکښي دمبارکی ويلو خبره زموږ پر خوله نه راځي .  

پدې پوهېږو چي همد ا نن چي په افغانستان کي دمور دورځې په مناسبت بايد ټولې ميندي خوښي اوخوشحاله واي  ،ډيري  دخپلوخپلوانو،زړه دټوټو زنې تړي اويائي دويرپرکمبله په سرو سترگو ناستي دي، په همدې خاطر دغم په شېبو کښې هر ډول جشنونه خپل  ځاي غمونوته پرېږدي .

ددې ټولو زړه بوږنوونکوحالاتوسره بياهم ځان مکف بولوددې درنې ورځې  په وياړخپلو پتمنواوغيرتي اووياړ  لوميندو ته دمبارکی په ويلوسره خپل داحترام اودرناوي سر ټيټ کړو،اودلوي څښتن دربارته ددعالاسونه پورته کړوچي نورزموږ ميندي دنوروپه گناه ونه ژړول سي،زموږله کورواوکلي نه دغم لمڅۍ دتل لپاره ټول سي .

غواړو يوځل بياپدې ورځ دې ټکي ته گوته ونيسوچي  دبهرنيوځواکونواونړيوالوسازمانوپه شتون کې داتوکالوپه تېرېدوسره  لاتراوسه دافغاني ښځوحقه حقوق په يوه اوبل نامه ترپښولاندي کيږي .

پد ې اتوکلونوکښي داسي کوم اساسي  کارترسره نشو کوم چي زموږ غريبي اودربدره ميندي  ئي داقتصادي ښکېلاک ،جنگسالارو ،دزوراوزر دخاوندانوله منگولونه خلاصي کړي واي  .

تر همدې دمه دافغانی ښځو( ميندواوخويندو) انساني اواسلامي حقوق اوآزادی ته دهيچااوهيڅ مقام لخوارښتيانۍ اوعملي درناوی ندی شوئ .

ښځې زموږ دټولنې نيمايې جوړه وې مگر تر اوسه  چا دوي  ته خپل روا،اسلامي اوقانوني حق ندۍ ورکړی ، په ډيروځايوکې دانسان په ستر گه نه ورته کتل کيږي .له بدمرغه دهيواد په گوټ ،گوټ کې زموږ زيات شمير ميندي اوخويندي دجنسی ستم لاندي دژوند له ټولومشکلاتوسره يو ځاي دغم شپې او ورځی سبا کوي .

دافغانستان  دولتي چارواکي  يوازي په غولونکوشعارونودمور دحق څخه ددفاع خبره کوي ،خوپه عمل کښي ئي يومثبت اودښځوپه گټه کارندی ترسره کړی . پدغوربړېدونکو شرايطو کښي زموږ  ډيرې ميندي  دځان او خپل اولادلپاره دخوراک  هيڅ شۍ نلري . دلويو اووړوښاروپه واټونواوکوڅوکي افغاني ميرمن دخيرات راټولولپاره له سهارنه تر ماښامه  په يخنيو اوگرميو کښي ناسته وي . اودبلې خواافغاني مېرمن دمختلفو تعصوبونو اوتبعيضونو پر اساس په ټولنه کي دمساوې او برابر حق،ښځه اوپيغله دتعليم،تحصيل،اونارينه سره دگډ اوبرابرکاردحق اوحتا دسرنويشت دټاکلو، ارادې اوعقيدې دبيانولوڅخه محرومې گڼل کيږي .

زموږ په هيوادکې دعنعنو اوعقيدوڅخه په ناوړه توگه گټه اخيستنې سره افغانې ښځې تر بل هر هيوادداو سېدونکوپه پرتله  دژوند له ټولو سياسي ،اجتماعې ،فرهنگې آزاديو اوحقوقوڅخه محرومي پاته سوي  دي او په ټولنيز ژوند کښي دښځومقام او ارزښت ته په ټيټه سترگه کتل کيږي .

همدا اوس چي هر لوری،دولتي چارواکي پر ځاي اوبېځايه په ټولنيزژوندکي دښځودگډون اودهغوي مقام ته ددرناوي خبري کوي  بياهم دافغاني ښځوپه مقابل کي زورزياتۍ،پر پېغلو او وړونجونوباندي بې شماره جنسی  تېرۍ،دوسله والوکسانولخواپه زور ودونه اوياپه بديوکې د پېغلوورکول، ځان وژنه ،له ښوونځيو څخه دماشومونجونوراگرځول ، دکارپه ځايوکه دښځوتوهين اوله هغوي نه ناوړه استفاده ،په فرهنگی ژوندکي دښځودفعالي ونډي  سره مخالفت ديوشمېر زورواکانواوقدرت دخاوندانولپاره معمولي کاربرېښي .

داچي يوشمېرداسلام  له پاک نامه څخه په ناوړې استفادې سره دښوونځيوپر نجونوتېزاب شيندي اويائي مسموموي، دادشرم پېټۍ دهغوپر اوږوپروت دی کوم چي دجهادپه نامه ددولتي واک دترلاسه کولولپاره دخپل هيوادوال اوخپل ماشوم مرگ ځانته روابولي .

زموږ په عقيدهدمور دورځي په نامه  يوازي جشنونه ،په پارلمان اوځينو دولتي اداروکې ښځوته نمايشي اومحدوده ونډه ورکول دهيواد دنيم نفوس ( ښځو)  هيڅ ډول درد نشي دواکولای  .

دولت قانوني مکلفيت لري زموږ د هيواد په اوسنيو شرايطو کې د ميندو اقتصادي، سياسي او ټولنيزو ستوزمنو شرايطو اوهغوکړاوونوته جدي پاملرنه وکړي ،کوم چې همدااوس افغانی مېرمنې ورسره لاس او گرېوان دي .

دمنځنيو پېړيو له بنسټپاله تعصوبونواو خرافاتو له تورو زندانونه دافغاناني ښځو په راوايستلوسره  بايد هغوي  ته ديوې باشرفه،سپيڅلي ،افغاني اومسلماني په توگه دهيواد په بيا جوړونه کښي دنارينه و سره اوږه پر اوږه  دفعا ل گډون زمينه برابره شي ،داددوي ملي، انساني ، اخلاقي او اسلامې حق دې . دوي ته دغه حق او آزادۍ نه ورکول ستر بشرې جرم او دبشر پرحقوقو بربنډ تېرۍ بولو .

وړانديزکووچي  دقانون پر بنسټ دښځودحقوقو دمسلې داساسی حل لپاره کوټلي گامونه پورته شي . دافغاني غيرتي ميندو اوخويندوپه وړاندي داسلام دمقدس  دين ، زموږدټولنې دسپيڅلوغير افراطي عنعنو په نظر کې نيولوسره دهر ډول تبعيض،تعصب ،جنسي ستم اوتيری سره ملي مبارزه اعلان اوعاملينوته ئې سخته قانوني جزا ورکړه شي .

 پر ټولوافغانانو هر چيري چي اوسي ږغ کوو: هغه څوک چي په رښتيا دهيواد دودانولو او افغا نانودسوکالۍ سره علاقه لري، دبنسټپالو اډيالوژي گانو،عقيدواو ښځوسره په يوه اوبله بهانه دتعصب نه ډکوکړنواوظرياتو پر خلاف  مبارزه د ټولوملي اوانساني دنده گڼل کيږي .

ددوستۍ فرهنگي ټولنې دمشرتابه جرگې  په استازيتوب

حبيب الله غمخور