د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لوېدیځ په پښتونخوا کې د ملت پالو پرځای ترهګر پياوړي کول

سرلوڅ مرادزی 07.06.2009 15:15

د جګړې روان ناورین چې نن سبا د لرې اوبرې پښتونخوا په سیمه تپل شوې ، ددې شاته د لوېدیځ د ځواکمنو دولتو لکه امریکا او انګریز او دهغو د استخباراتو لاس دئ .
په ۸۰ ومو او ۹۰ ومو کالونو کې او تر هغې مخکې هم ، لوېدیځ د خپلو لريو ستراتیژیکو ګټو او موخو لپاره پانګه او نورې وسیلې پښتنو سیمه کې د مذهبي ډلو او ګوندونو د رازیږولو ، په مذهبي بنسټ پالنه د پښتنو د روزنې او دې سیمې ته د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د نورو ترهګرو په راټولونه او بلنه کې کارولي دي .
پنجاب هم لوېدیځ سره د ګټو او موخو د ګډون له مخې ، د ترهګرو د روزنې او پالنې لپاره د پاکستان د نورو سیمو پرځای د پښتنو سیمه غوره کړه .
په داسې حال کې چې د پنجاب واکمنانو د ملي بودیجې او له لوېدیځ څخه د باد راوړو پيسو غټه برخه په اسلام اباد ، لاهور ، کراچۍ او د پاکستان په نورو برخو کې د پرمختګ لپاره لګوله . هلته يي په دې پيسو ښوونځي او پوهنتونونه جوړول ، د کرنې خمکې يي خړوبولې او د اوبو بندونه يي رغول . د صنعت لويي فابریکې په همدغو ځایونو کې درېدلي دي . د سینما ، راډیو او تلویزیون ، د ورځپاڼو ، مجلو اوکتابونو او د ولسي ژوند د نور کاروبار وسیلې یوازې په دغو یاد شویو سیمو کې کارېدلي دي .
خو د پښتنو برخه په دغو ټولو خواو کې خواره وه .
د پښتنو سیمه کې لوېدیځ او پنجاب دواړو ، د اوسني او مودرن ژوند د بنسټونو پرځای ، د کرکې او نفرت پالنې مذهبي مدرسې جوړې کړې . دلته دوی یوازې د دوزخ استازئ سیاسي او بنسټپال ملا ، چڼي او طالب د پښتنو پر څټ سپور کړ . که کومه پيسه نیمه هم لګېدلې ، هغه ددې سیمې د ښېرازۍ او ابادئ لپاره نه ، بلکې د ترهګرو او مذهبي بنسټپالو د روزنې او پالنې لپاره مصرف شوې ده .
خو د پښتنو په اړه ، د لوېدیځ او پنجاب د دومره ټګیو ، درغلیو او توپير پالنې سره سره زما د دې لیکنې موخه دا برخه نه جوړوي .
دلته د ارواښاد الفت دا خبره چې د شعر په ژبه يي کړې رااخلم :
که هرڅه رانه اخلې فکر او عقل رانه مه اخله *** په دې کې مې خپل ولس ته غټ تاوان لېدلئ دئ
پنجاب او لوېدیځ نه یوازې په تیرو کالونو کې پښتنو ته د سوکالۍ او ابادۍ په اړه څه ونه کړل ، د دې هېواد د نورو اتباعو په سترګه ېې ورته ونه کتل او د پښتنو لومړي حقوق يي ورنه کړل بلکې له پښتنو څخه يي ملي مفکوره واخیسته او په پښتنو کې يي د ملتپالنې د حس په وژلو او ورکولو پسې مټې رابډوهلې .
ای ــ اس ــ ای د لوېدیځ په ملاتړ ، په پښتونخوا کې اسلامي ګوندونه پياوړي کړل ، تر دې چې د پښتونخوا حکومتې چارې يي هم وروسپارلې . په ملي مشرانو يي د افغانستان او هند سره د نږدې اړیکو د لرلو او ان د پاکستان د ویش تورونه ولګول . په بلوچستان او پښتونستان کې يي په نشنل عوامي پارټۍ او په نورو ملت پالو ځمکه او اسمان راتنګ کړل . د بېلګې پتوګه څو میاشتې مخکې « مولانا فضل الرحمان د جمعيت علماء اسلام د ډلې ايالتي مشر مولانا گل نصيب په پېښور کې يوې غونډې ته په وېنا کې ويل چې عوامي نېشنل گوند په سيمه کې د لوى پښتونستان د جوړولو توطيه جوړه کړې ده او په دې توگه غواړي پاکستان او افغانستان مات کړي چې دا کار جمعيت علماء اسلام او نورو اسلامي گوندونو ته د منلو وړ ندى. »
بلخوا دوی د رسنیو او د وګړو د خبرتیا ټولې وسیلې د ایډيولوژیکي مذهبي اندیښنو د خپرولو لپاره پکار واچولې . ښوونځي او مدرسې يي د مذهبي سخت دريځۍ او بنسټپالنې په روزنغالو بدل کړل . د پاکستان د نورو ایالتونو ځوانان ېې د نوي او معاصر ژوند په وسیلو روږدي کړل ، خو د پښتنو بچوړو ته يي یوازې د ترهګرۍ په ښوونځیو کې د زاړه پال او د پیړیو زنګ وهلي ملا په لاس ، د کینې او کرکې زده کړه ورکړه .
د پښتونستان له پښتنو څخه سربېره ، لوېديځ او پنجاب پښتونخوا ته د کوچېدلو افغانانو په برخلیک هم ورته لوبه وکړه . په کډه شویو افغانانو کې يي په نوم سره ملي مشر او شخصیت ژوندئ پرینښود او ټول يي له یوه سره په چلوټې شهیدان او یا يي لوېدیځ ته له افغانستانه لري په کوچ اړیستل .
په ملت پالو ګوندونو کې يي د افغانانو د تشکل مخه ونېوله . په لویلاس او یوه وار يي افغانان د ای ــ اس ــ ای او د لوېدیځ د جاسوسي کړیو په لاس جوړ شویو اسلامي ګوندونو ته ورسیخ کړل . دا برخه افغانان يي هم د لرو پښتنو پشان د ایډیولوژیک اسلام په مدرسه کې د ملت او هېواد پالنې له احساس او تګلارې څخه بېغمه کړل .
امریکا د اوباما په خوله په قاهره کې اعتراف کوي ، چې لوېدیځ د سړې جګړې په مهال مسلمانان د یوې وسیلې پتوګه د مقابل لوري په وړاندې کارولې دي . که څه هم اوباما دا خبره عامه کوي او د پښتنو د سیمې نوم نه اخلې ، خو لوېدیځ په حقیقت کې د پښتنو د وینو په بیه له پخواني شوروي څخه غچ اخیستئ دئ . د همدې غچ په ټس کې لوېدیځ ، پښتانه د ایديو لوژیک اسلام د بلا په خوله کې ورکړل چې په پایله کې افغانستان او پښتونخوا چې هسې هم له نړۍ په پېړیو پېړیو روسته وه ، یوه پېړۍ نوره هم شا ته ټېل وهل شوه . دلته د سیاسي ملا او طالب په لاس د دیموکراسۍ ، د ښځو او د بشر د حقوقو د ځپلو تر شا چې لوېدیځ يي په ننګه هره ورځ خپل کومئ څيراوه ، بیا هم همدا لوېدیځ او د هغه سیمه ایز ګوډاګئ پنجاب ولاړ وو.
دا چې نن یومخیز ویل کیږي چې پښتانه ترهګر او بنسټپال دي ، دا د همدغه لوېدیځ او د هغو د سیمه ایزو بړیڅو د چلوټو پایله ده . دوی په پښتونخوا کې هم ترهګر وروزل ، هم يي په دغو ترهګرو ملت پال او روڼ اندې وځپل او اوس د خپل جنایت د بام واورې د پښتنو پر بام وراچوي او وايي چې پښتانه ترهګر دي .
لوېدیځ اوس هم د پښتنو د بدنامۍ ، سپکاوۍ او کمزورۍ لپاره کوزه خوا کې پنجاب او بره خوا کې شمالټلواله په غیږ کې نېولې ده . که داسې نه وي پر کابل ولې د روڼ اندو او ملت پالو د حکومت پر ځای د زاړه پالو پخوانیو تنظیمي ډلو ، جګړمارانو او لوټمارانو له واکمنۍ ملاتړ کوي او په کوزه پښتونخوا کې هم ملت پال ګوندونه ورخ تربلې کمزوریږي او ټکول کیږي .
که امریکا د اوباما په مشرۍ په پښتونخوا کې د چارو په مثبت تغییر او بدلون باور لري ، په پاکستان کې دې د ترهګرو د روزنې او پالنې اډې او سنګرونه چې پنجاب پرانیستي ساتلي په نښه کړي . په پښتونخوا کې دې د زاړه پالو او بنسټپالو ګوندونو، تنظیمونو او شخصیتونو پر ځای ، ملت پال او هېوادپال پياوړي کړي .
په لره او بره پښتونخوا کې دې د پوهنې او ښوونې چارو ته پاملرنه وکړي . د پښتنو ځلمیان چې له دې مخکې يي ترهګر جوړول ، په عصري ښوونې او روزنې سمبال کړې . د پښتنو د کلیو او بانډو د ورانولو پرځای دې د دوی په اقتصادي اړتیاوو اومعنوی غوښتنو پيسې ولګوي .
پښتانه له ځایه او خټې ترهګر نه دي . پښتنو منځلاریتوب او اعتدال د اسلام د سپيڅلي دین او د خپل مشر ارواښاد فخرافغان پاچا خان د عدم تشدد له سیاست څخه غوره کړئ دئ . دا لوېدیځ او پنجاب وو چې د خپلو سیاسي موخو لپاره يي په پښتنو کې ترهګر وروزل او له نورې نړۍ څخه يي د پښتنو سیمې ته راټول کړل .
اوس ددې وخت رارسېدلئ چې امریکا او انډیوالان يي پښتنو سره د شویو ټګیو ، چلوټو او درغلیو بدله او تاوان ورکړي او نور د پښتنو پر ټپونو مالګې ونه پاشل شي .
پښتانه هم باید له دې روسته د دوښمن په چلوټو تېر نه وځي او ټول پښتون په یوه مرکز راټول شي .

اخځونه :
ــ زما خپل یادښتونه
ــ ټول افغان سایټ