د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تلوسې

وينا وال : ډاکټر خالق زيار 07.06.2009 15:05

د ډاکټر خالق زيار د شعر د تصوير رنګونه

 شاعري د محسوساتو، کيفيتونو، جذبو، شعور او لاشعور، ادراک او خيال، سوال او جواب، رنګ او رڼا، د شلګونو رنګونو نه د جوړې هغه  آئينې نوم دے په کومه کښې چې مونږ ته د خپلې دغسې هرې خبرې عکس په نظر راځي. د يو شاعر خپل قلبي او دنني حالات چې د يوې فن پارې شکل واخلي نو دا نۀ يوازې د شاعر د خپلې تجربې او مشاهدې نچوړ وي بلکې دا د خپلې ټولنې د دود دستور، د هر رنګ او هرې تجربې نه را تروړلے شوي هغه مواد وي کوم چې زمونږ د شريکو جذبو او شريکو تجربو په ټولنيزو نفسياتو کښې موجودګي لري. يو خيال کۀ ډېر هم وړوکے او محدود وي چې د فن پارې وجود ته راشي او تر مونږه راورسي کۀ  هغه په خپلو ټولو لوازماتو پوره وي نومونږ ته اپيل وکړي او د هغې نه پس چې مونږ د هغې فن پارې په وجود غور کوو نو زمونږ د غور او فکر پېمانې چونکې د يو فنکار د خيال نه بدلې هم وي، بل شان هم وي، بسار هم وي نو دغه فن پاره او د فن پارې دننه دغه وړوکے خيال د يو شاعر د خيال نه او د هغه د توقعاتو نه هم ډېر او وسيع شي.

يا به داسې ووايو چې تخليق د احساس يوه طرز اراده چې د هنر د ګوتو په ګرفت کښې راځي. نو دا شايد چې بختوره لمحه وي چې يوې فن پارې ته شکل و صورت وبخښي. هر خيال راځي خو د بهر نه خو تخليق کار ئې د هنر کارۍ په وخت د اندرون په بې حسابه رنګونو کښې ډوب کړي تر هغې چې رنګونه ئې معنې او معنې رنګونه شي. په اصل کښې هر لفظ يو تصوير وي. دغه لفظونه چې د ګڼو تصويرونو په صورت کښې د يو خيال اداکولو دپاره شاعر فقط يوې معنې ته سپارلے وي. خو دا چې نورو خلکو ته رسي نو ځکه ګڼې معنې پېداکوي چې دا د ګڼو تصويرونو يو وحدت ته راغلي وي. هر چا چې دا خبره کړې ده چې شعر په يو وخت په مونږه خپلې ټولې معنې نۀ ظاهروي سمه ئې کړې ده. وجه ئې هم دغه ده چې هر لفظ کۀ يو تصوير دے نو دغه تصوير د هر چا په ذهن کښې په خپل شکل کښې موجود دے او چونکې شعر د ګڼو تصويرونو يوه مجموعه وي، د دغې مجموعې ګڼ سيوري زمونږ په بېلو بېلو ذهنونو کښې ګڼ خيالونه پېداکوي. خو د وحدت تاثر ئې يو ځکه وي چې دغه شعر زمونږ د شريک ژوند ژواک او شريکو جذبو د اظهار داسې ژبه لري په کومه چې مونږ  پوهېږو. د مثال په طور:

زۀ پښتون يم تۀ ښائسته ئې دا پوره ده
په دنيا کښې خو جلال د
ے يا جمال دے

 

اصل کښې خو شاعر يوه وړه او اسانه خبره کړې ده چې د يو مئين په حېث محبوب ته وائي چې بس زۀ پښتون يم او تۀ ښائسته ئې نو دا ډېره ده. يوازې ډېره نۀ ده يو خو دا چې مونږ دواړه د مينې شرايط پوره کولے شو يا مو پوره کړي دي ولې په د نيا کښې د جلال او جمال نه اخوا نور څۀ کېدے شي. دا خبرې مونږ يا د واورېدې يا مو ولوستې. د شاعر يا مئين خبره پوره شوه خو د دغې شعر دغه لفظونه چې ځان له ځان له تصويرونه دي دا مونږ تر دغې نۀ پرېږدي ځکه چې هغه د پښتون د جلال خبره کوي او د محبوب د جمال.  دا دواړه لفظونه زمونږ د خپل خپل ذهن دننه د جوړو شوو تصويرونو په شکل کښې ژوندي کېږي او مونږ ته لمسه کوي، چې دا مينه څنګه او کله جوړه شوه، دا سوال او جواب په کوم وخت کښې ضروري شو، ولې ضروري شو، محبوب به د دې جواب کړے وي. کۀ نۀ کۀ ئې کړے وي نوپه پټه خولۀ، موسکو شونډو او مړاوو سترګو به ئې کړے وي کۀ څنګه؟ کۀ په خوله ئې جواب کړے وي نو هغه جواب په دې شعر کښې موجود ولې نۀ دے؟ او د دې قسمه بلا سوالونو سره سره زمونږ په ذهن کښې دا سوال هم پيداکيږي چې د جلال او جمال په متضاد معنو کښې دا وحدت څنګه پېدا شو؟ او کۀ مونږ د شعر دننه هر لفظ د خپل تصوير سره نورو سوالونو پېداکولو ته وسپارو، نو هغه دا چې زۀ پښتون يم، د سړي په ذهن کښې چې د پښتون جاه و جلال، د هغۀ کړۀ وړۀ، د هغۀ رنګ يا شډل پن، ياننګ او غېرت، مينه او وفا، سترګې او د کتو انداز، تندے او پکښې کرښې، بې مسکا شونډې او بې نيازه سنجيدګي او داسې نور ډېر څيزونه چې زمونږ په ذهنونو کښې جوړېږي او سوالونه پېدا کوي آيا دا ټول تصويرونه په صرف "زۀ پښتون يم" کښې موجود دي او آيا دا د شاعر په خيال کښې وو چې صرف د "زۀ پښتون يم" ويلو سره به د لوستونکو په ذهنونو کښې پيدا کېږي؟ تۀ ښائسته ئې دا ښائست چې زمونږ په ذهنونو کښې کوم تصويرونه جوړوي آيا دغه تصويرونه د شاعر يا مئين په ذهن کښې موجود وو يا موجود دي؟ ځکه چې شاعر خو صرف دومره وئيلي دي چې په دنيا کښې نور څۀ دي يا جلال دے او يا جمال دے. شاعر خو خپله خبره صرف په جلال او جمال ختمه کړې ده او يوه پرېکړې خبره ئې کړې ده خو د جلال او جمال چې کوم تصويرونه زمونږ په زړونو او ذهنونو کښې جوړېږي شايد چې شاعر يا مئين په خپله هم د هغې د وسعت نه بې خبره دے. هم دا د لفظ د تړلو او فن پارې تخليق کولو کمال وي چې مونږ د خيالونو فکرونو يو داسې سمندر ته غورځوي چې هېڅ کناره نۀ لري. د هرې خبرې خپل منطق او حدود وي. هره فلسفه د دغې منطق او حدودو دننه خپل کار او عمل کوي ولې د فن کمال دا وي چې دے چې کومه پوهه کومه فلسفه مونږه ته راکوي د دې د حدودو هېڅ د ناپ او تول نظام موجودنۀ دے. د دې په وسعت کښې سړے ورکېږي هم او وجود هم پکښې لري، يعنې پکښې موجود هم وي. فن سړے د عمر په اخري حد کښې هم نوے وزېږوي، دا کار د بل هېڅ علم او هېڅ فلسفې په وس کښې نۀ دے.

ما چې د خپلو خبرو د وضاحت دپاره کوم شعر رانقل کړے ؤ، دا د ډاکټر خالق زيار شعر دے. دا زۀ چې کومې خبرې ليکم د ډاکټر خالق زيار د کتاب د سريزې دپاره ئې ليکم. ډاکټر خالق زيار څنګه سړے دے؟ د سړي په حېثيت هغه يو عالم فاضل، پوهـ خوږمن او دردمن او شريف سړے دے، د هغۀ مينه د انسان نه علاوه د وطن، قام اولس او ترقۍ او خوشحالۍ سره ده. د دې مقاصدو دپاره هغه دم قدم او ساه ساه د خپلو وطن والو او د ژوند د قافلو د ملګرو سره شريکوي. هغه د ژوند ژواک په ټول سازباز پوره سړے دے خو فن ته د ښۀ سړيتوب نه زيات ضرورت د فنکارانه تصوراتو وي نو مونږه به ښاغلے ډاکټر د خپل فن په آئينه کښې ګورو. نو زۀ ډاکټر صېب د يو شاعر او فنکار په حېثيت د نوي سرنه نۀ پېژندلګو کووم هغه په خپله په ادبي او فني دنيا کښې پوه ښکاره پېژندګلو لري.

هغه يوازې تخليق کار نۀ دے. د شعر و ادب يو ښۀ کوټلے نقاد هم دے. قدرتي طور تنقيدي نقطۀ نظر سره متفق کېدل نۀ خو په پښتنو کښې روايت دے، نۀ رسم دے او نۀ کومه خوبي ګڼلے شي بلکې خامي ګڼلے شي خو د هغۀ انداز په دې حقله د يو حده پورې مثبت هم دے.

ډاکتر صېب په نن او سبا کښې خپل کتاب حصار کړو خو اخر کار ئې دې ته غاړه کېښوده چې کتاب چاپ کړي او ځان خپلو لوستونکو يا اورېدنکو ته وسپاري.

ډاکټر صېب نظم قطعه او سندره هم ليکلې ده خو ډېره کمه. اکثر ئې په غزل طبع ازمائي کړې ده. د ډاکټر صېب شاعري، د قامي رنګ، ترقي پسند رنګ او روماني او روحاني رنګ نه ډکه ده، خوږه ده، رنګينه ده او زېږونکې ده.

وخت کۀ مې هر څو بې زنځيره مړوند پرېښے نۀ دے
ما د خپل فکر په وطن قېدو بند پرېښ
ے نۀ دے

زما د ژوند په افسانه کښې دې بې خوږو ياره
چېرته د خدائ
ے دپاره ټکے د خوند پرېښے نۀ دے

کۀ مونږ د ډاکټر صېب په دې دوو شعرونو هم فکر وکړو نو وئيلے شو چې هغه د ځان په حواله په فني ژبه د وطن تاريخ بيانوي او خپل ځان په هره وړه او غټه خبره کښې د مدعي په طور پېش کوي.

چې د ننګ او د پښتو په کار کښې غلۀ دي
ما مدام کړ
ے له داسې خلکو څنګ دے
پاکستان کۀ هر څو ډېر پراخه ملک د
ے
زما ساه ده پکښې ډوبه زړۀ مې تنګ د
ے
هېڅ حاجت ئې بهرني دښمن ته نشته
زيار مودې وشوې د ځان سره په جنګ د
ے

ډاکټر زيار- پړاؤ په پړاؤ خپل کيفيت هم بيانوي د خپل فکر و نظر وضاحت هم کوي او د منزل نشان دهي هم. په اصل کښې هغه د ادب او سياست دواړو مطالعه کړې ده. د دواړو د مقاصدو نه خبر دے او په دواړو روان پاتې شوے دے. د ډاکټر صېب فکر د وطن په حواله، د ژوند ژواک په حواله د تاريخ په حواله او تحقيق په حواله هغه ځائے ته رسېدلے دے چرته چې په هېڅ خبره کښې شک نۀ پاتې کېږي او دغه هر څۀ له چې هغه د اظهار ژبه ورکوي، فني ژبه ورکوي نو نۀ د پښتو شعر روايت زخمي کوي نۀ د جدت پېداکولو نه بې توانه ښکاري او نۀ بدرنګې خاکې راکاږي بلکې هغه تصويرونه جوړوي په کومو کښې چې نۀ يوازې پېغام وي بلکې فني زړۀ راښکون هم لري.

زۀ د ډاکټر صېب د شاعرۍ په حواله په ډېرو روايتي خبرو تکيه نۀ کول غواړم. زۀ پوهېږم چې د هغۀ شاعري د ډېرو روايتي خبرو او ستائنو حاجت هم نۀ لري. البته لوستونکي به يقين لرم چې زما سره اتفاق وکړي چې د هغۀ د شاعرۍ آئينې داسې دي چې مونږ پکښې د خپلو جذبو خپلو کيفيتونو، خپلو دردونو، خپلو رسمونو، خپلو مئينو، خپل وطن، خپلې خاورې، خپل قام اولس او تاريخ عکسونه ليدے شو.

پښتونخوا به د رنګونوخزانه وي
کۀ رښتيا وي په رښتيا وينې راوړي رنګ
خدايه څۀ ګرانه خبره کول غواړي
د جانان په مخ چې داسې ځي راځي رنګ

ما چې د ډاکټر صېب دا کتاب ولوستو نو هر څو کۀ هغه زما سره ډېر قريب ملګرے پاتې شوے دے ما ته دغه کتاب د هغۀ د وئيلو شوو غزلونه په فرق ډېر نوے کتاب ښکاره شو. ډاکټر صېب شعر داسې تخليق کوي چې د شک ګنجائش پکښې نۀ پرېږدي. بيا هم فني لارې دومره نازکې وي او داسې سړے تږے ساتي چې نۀ په ټولو کمالونو سړے پوره کېدے شي او نۀ ئې پوره تنده ماتېدے شي. د ډاکټر صېب دا ټول کتاب د شعر د مئينانو دپاره نوے ځکه دے چې هغه ډېرو خلکو اورېدلے نۀ دے، البته د هغۀ هغه غزلې چې سندرغاړو وئيلې دي د هغې د اورېدو سره د ډېرو ښاغلو په ذهن کښې سوال پېدا شوے دے چې يره ډاکټر خالق زيار څوک کېدے شي.

 د دې سوال جواب د هر چا دپاره هم د ډاکټر صېب دا کتاب کېدے شي. ما ته يقين دے چې دا کتاب به خلک ولولي، ځکه چې اوس پښتانۀ د کتاب سره اشنا شوي دي او بيا د ډاکټر صېب غزلونه خو په روزمره، متل او محاوره، تشبيح استعاره رانغښتلو کښې ډېر سخاوت لري.

اوس مې هم زړۀ هغه رنګې دے لکه  چې ؤ څنګه
اوس هم ستا غمونه خوري او خپله ګوزاره کوي

داسې په هنر هنر مې سيزي يار د زړۀ وطن
نۀ ئې د لوګي څۀ پته لږي نۀ لمبه کوي

په ډېر درناوي

رحمت شاه سائل

باچاخان مرکز پېښور

٢٠-٥-٢٠٠٨