ننني حالات او خلک د باباګانو د شعرونو په هينداره کې
06.06.2009 14:03(لومړۍ برخه)
- پښتانه؟
هر چې کښت يې په باران او په سېلاب وي
د هغو عمر به واړه په عذاب وي (رحمان بابا)
- د پښتنو د در بدرۍ عاملين؟
په بل غشي ټوپک هيڅ ويشتلى نه يم
که ويشتلى يم خو بيا په خپل ټوپک يم (خوشحال بابا)
- پاکستان او اسلام؟
چې په نام پښتون غوڅېږي پرې خوښېږي
اورنګزېب هسې باچا دى د اسلام (خوشحال بابا)
- د پاکستان لومړى وزير ګيلاني (وايي چې طالبان له افغانستانه پاکستان ته اوړي)؟
چې پتنګ په اور کې غږ نۀ کړي حميده
عندليب کاندي په ګلو ژړا پوچ (حميد بابا)
- عوامي نېشنل ګوند؟
هغه يار چې بې وفا دى څه يار ندى
هغه کار چې بې بقا دى څه کار ندى (رحمان بابا)
- د ګردې نړۍ ولسمشران؟
دا دُنيا په احمقانو ده ودانه
دانا نه کا په دنيا باندې غرض (رحمان بابا)
- جنګسالاران؟
څو به خورئ پردي مالونه په ستم
يوه ورځ به مو په نس کې شي اړم (حميد بابا)
- د پاکستاني پوځ او طالبانو ترمنځ جګړه؟
مهرويان کله خپلېږي ټول د چا
تر سپوږمۍ چاپېره کېږي شپول د چا (حميد بابا)
- امريکايان په افغانستان کې؟
نشي د ملنګو د خانانو سره کلى
چرته عزيز خان چرته ملنګ عبدالرحمان (رحمان بابا)
- ناټو؟
هسې مۀ وايه چې زۀ يم په جهان کې
پېدا کړى خداى د سر د پاسه سر دى (رحمان بابا)
- پنجابيان په سوات کې؟
د عسل خواړۀ مچۍ زده نۀ چې مچ زده
چې عسل وته نزدې شي نور تباه شي (خوشحال بابا)
- سوات؟
په هغو ځمکو چې روغې پرې ماڼۍ وې
د ايام په ګردشونو اديرې شوې (رحمان بابا)
- په قبايلي سيمو کې د پاکستان عمليات او تړونونه؟
کامراني په عشق کې مه غواړه حميده
دا ګياه نۀ زرغونېږي له دا کوه (حميد بابا)
- افغانستان؟
له يوې فتنې يې ځان په دُعا خلاص کړم
فلک بيا نوې فتنې کا رابرسېرې (خوشحال بابا)
- افغانان؟
څه مزري کړل زمانې د تماشو
ننه وځي يې په غار ګيدړ پيشو (حميد بابا)
- پېښور؟
په سبب د ظالمانو حاکمانو
اور او ګور او پېښور درې واړه يو دي (رحمان بابا)
غريب خلک مردګان پکې ورتېږي
ظالمان نکير منکر پېښور ګور شو (حميد بابا)
- د رحمان بابا قبر؟
هغه سر کړۀ زمانې د سپو د لوبو
چې يې نۀ واهۀ مزري پل په ورشو (حميد بابا)
- جمعيت اسلامي، حزب اسلامي، جماعت اسلامي، وحدت اسلامي، جنبش اسلامي، لشکر اسلامي.... (کوم پکې رښتينى اسلامي دى؟)
خپلې خپلې شلومبې ستايي
چې شلومبې پلوري ګوجرې (خوشحال بابا)
- د دې ګوندونو خپلمنځي جګړې؟
چې بنياد يې پېدا شوى په نفاق
د هغه نه تمه مه کړه اتفاق (خوشحال بابا)
- کمونستان؟
د جمله بديو سر تن اساني ده
خرڅاوۀ شي لټ غويى په قصابانو (حميد بابا)
- ډيک چيني؟
ته په اصل کې سړى يې څاروى نه يې
د چارپايو چارې مه کوه دوپايه (رحمان بابا)
- حامد کرزى؟
چې دې زړه پورې تړلى اُستوار
دا جهان دې د نيکه دى که د پلار؟ (رحمان بابا)
- کرزى (د جنرال دوستم په اړه)؟
که خپل زور باندې ښکاره کړم
خېلخانه لري خونخواره (خوشحال بابا)
- اسامه بن لادن؟
ته هم هيڅ له فرښتو زوکړى نه يې
چې چارپاې بولې دا نور بني ادم (حميد بابا)
- امريکا؟
که ته نه کړې په بل چا باندې غرض
بل به هم نه کا په تا باندې غرض (رحمان بابا)
- طالبان؟
که ګدا د بل په غولي غرض نه کا
سپى به نه کړي په ګدا باندې غرض (رحمان بابا)
- پروېز مشرف (اوس هم ځان ولسمشر ګڼي؟)
علت لاړ شي عادت نه ځي له سړي نه
خداى دې نه کاندي په بده چار عادت څوک (رحمان بابا)
- بې نظير بوټو؟
چا چې کړې و دنيا و ته اسرې دي
د همه واړو په سر خاورې ايرې دي (رحمان بابا)
- اسفنديار ولي؟
ازادي او کاروبار دي سره لرې
لاس له کاروباره اوکاږه که کار کړې (رحمان بابا)
- امريکا او القاعده؟
کر د ګلو کړه چې سيمه دې ګلزار شي
اغزي مه کره په پښو کې به دې خار شي (رحمان بابا)
- من موهن سينګ؟
چې په ما باندې تېرېږي ستا په عشق کې
خداى دې هسې حال پېښ نه کا مسلمان ته (خوشحال بابا)
- ايي ايس ايي؟
کوهى مه کنه د بل سړي په لار کې
چرې ستا به د کوهي په غاړه لار شي (رحمان بابا)
- مولانا فضل الرحمان؟
د مات لوښي اواز کله ثابت خېژي
د هر چا عمل څرګند په خپل ګفتار شي (رحمان بابا)
- منګل باغ؟
مى د خپلو لبو را، نه د انګورو
چې اول يې نوشيدن وي پسې قى (رحمان بابا)
- نصير الله بابر؟
چې بد نه کاندي خبيث
نور به څه کاندي خبيث (خوشحال بابا)
- د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد؟
کُل وسواس له احتياطه پېدا کېږي
زه له ډېرې هوښيارۍ نه لېونى شوم (رحمان بابا)
- هوګو شاوېز؟
مړني په کرده ډېر وييل يې لږ وي
د نامردو لږ عمل وي ډېر يې لاف (خوشحال بابا)
- جنرال حميد ګل؟
په پرده کې د اسلام بُت پرستي کړم
خداى دې نه کاندي دا ستر زما مات (حميد بابا)
- کنډوليزا رايس؟
د جهان په مخ به نه وي هسې تا غوندې دلبره
پري رويه، عنبر بويه، سنبل مويه، سمن بره (خوشحال بابا)
- ګل اغا شېرزى؟
ښايسته د کندهار د چا په ياد دي
په دا حُسن يې بنده واړه کشمير کړ (خوشحال بابا)
- حاجي دين محمد؟
زه هم چيرې فرزانه وم فرزانه يم لا تر اوسه
تل بېخوده دېوانه وم دېوانه يم لا تر اوسه (خوشحال بابا)
- هيلري کلنټن او ميچل اوباما؟
لکه کار د خوي خصلت په تفاوت دى
هسې زېږي په ښايست سره دلبرې (خوشحال بابا)
- اصف زرداري؟
مرد به نشې په ګفتار
څو پېدا نکړې کردار (خوشحال بابا)
- افراسياب خټک؟
وى مې چې په څو رنګه خوشحال په تا ميين دى
وى يې د خټک سړي د مينې څه ثناء کړې (خوشحال بابا)
- عمران خان؟
ځنې ځنې يې وليان پېغمبران کړل
نه چې هر سړى ولي او پېغمبر دى (رحمان بابا)
- عبدالجبار ثابت؟
چې هر دم راته خبرې د قصاص شي
نۀ پوهېږم بدنام شوى په کوم خُون يم (حميد بابا)
- استاد صديق پسرلى؟
په هغو لکه مچان خلک بڼېږي
چې په خوله کې غړوي نباته ژبه (حميد بابا)
- زلمى هيوادمل؟
د سپين توت چې مزه نه وي څه پکار دى
که ښه خوند لري ترې ښه ګڼه تور توت (خوشحال بابا)
- استاد اصف صميم؟
چې يې سپک کړي عاشقي لکه بڼه
هغه کس تر کوهِ قافه دروند ګڼه (حميد بابا)
- اسد دانش؟
لا هالۀ حميد کسکر په محبت و
فرښتو چې سازاوۀ په ترتيب ورو ورو (حميد بابا)
- عصمت قانع؟
ستا له زلفو، له رخساره، له سرو شونډو
پېدا شوي شام، شفق، او صبحدم دي (رحمان بابا)
- محمد يار؟
چې مجنون غوندې په مينه کې صادق وي
رحمان وايي په هغو باندې سلام (رحمان بابا)
- جنرال عبدالصمد مومند؟
ستا د حُسن د تعريف له برکته
د رحمان د شعر کُوکې په عالم دي (رحمان بابا)
- پير حېدري؟
چې د ښکليو کش مکش پرې نه تېرېږي
په دا هسې سلامته ږيره تُف (حميد بابا)
- باز محمد عابد؟
تا چې په دا تورو سترګو وکاتۀ و ماته
زړۀ دې زما تور کړو له دې نوره مخلوقاته (رحمان بابا)
- خواجه محمد سايل؟
د خوشحال شعر حلوا ده د شکرو
ستا په دا حلوا څه کار غول خوره خره! (خوشحال بابا)
- عبدالله بختانى خدمتګار؟
و سپين ږيرو و ته مۀ وايه سپين ږيري
دا همه واړه طفلان د ګوهرې دي (رحمان بابا)
- نجيب عامر؟
چې حميد غوندې سرکش يې کړ سرکوزى
طمطراق د عاشقۍ نۀ دى بې خرپه (حميد بابا)
- صابر شاه صابر؟
ناديده چې مُنيه لولي
ځان مُلا کاندي مشهور (خوشحال بابا)
- صادق ژړک؟
د خوشحال معشوقه دا ده
خوله يې ميم زلفې يې دال (خوشحال بابا)
- طائر ځلاند؟
خال او خط يې هسې چارې په مخ وکړې
لکه ګل شي تر پښو لاندې د هاتيانو (حميد بابا)