د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په اتریش کې د افغانانو د کلتور او مرستو د ټولنې غندنلیک

انجينر عبدالخالق ساپې 04.06.2009 13:36

په اتریش کې د افغانانو د کلتور او مرستو د ټولنې غندنلیک

دغه قاتل ښکاري ته وګوره ښه چې د ځمرو له ډاره ښکته راغې
اوس مې توتیان په پنجرو کې نیسي ځکه اوس ګرځي دلته غلې غلې


د نړیوالو یرغلګرو ځواکونو او د کرزي تر مشرۍ لاندې د هغوي د ګوډاګي رژیم لخوا زمونږ د هېواد د ژورنالیزم د بڼ بلبلان د هیواد د اساسي قانون او دوېنا د ازادۍ خلاف داستعمار په تورو پنجرو کې شپې او ورځې تېروي او یا هم د ګوډاګي رژیم د اجیرو ځواکونو لخوا تهدیدېږي .

ز مونږ په ښکلي او د خپلواکۍ په وینو لمبېدلي قندهار کې د ښاغلي محمدیار پر ضد دکرزي د ځناورو امنیتی ځواکونو چلند او په خوست کې دنړیوالو یرغلګرو ځواکونو لخوا د ځوان ژورنالیست نورا جان بهیر نیونه په کلکه غندو اودهغه سملا سي خوشې کول غواړو په همدا شان خپل ګران ولس ته بلنه ورکوو چې د کرزي د پښتون دښمنه او قاتل رژیم پر ضد په انتخاباتی بهیر کې د هېواد د ولسمشرې لپاره په هېواد او ولس مېن شخصیت ته کمپائین کې برخه واخلي .

په درناوې

ویانا 04/06/09