د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ایرو څلی مې وران نکړې ورو تير شه

ډاکټر هېواد همت 31.05.2009 15:39

د ایرو څلی مې وران نکړې ورو تير شه

باده زه هم د اشنا د عشق یادګار یم

د هر شعر په لوستلو سره د شاعر او لوستونکي د برداشت تر منځ ډیر توپیر شته، او وي هم ، ځکه کله چې يو شاعر یو شعر جوړوي نو ده ځانته هدف او يو رمز پکې نغښتی وي، چې لوستونکی يې په لوستلو سره بیا تر هغه ځايه نه رسيږي، او په نيمه لار کې پاتې کيږي، او کله بیا لوستونکي د يو نيم شعر نه د شاعر هيلو ازوګانو خلاف برداشت کوي، چې له امله يې کله کله داسې پېښې را منځته کيږي، چې په ترڅ کې يې مخالفتونه او احساسات راپاريږي، تر څو چې دا خبره سپينيږي نو ډير څه پيښ شوې وي، البته د شاعر په نقص، دا خبره مې ځکه وکړه ، غوښتل مې چې په دا پورتني شعر باندې يو څه وليکم ، خو زه ویريږم، هسې نه چې زما په ليکلو سره د شعر ارزښت ته نقص و نه رسيږي، او هغه څه چې شاعر د خپل شعر په لمن کې راټول کړي زه يې نيمګړي پرينږدم،ټول خو په هيڅ صورت نشم راټولولی ځکه د داسې لوړو شعرونو رازونه يوازې او يوازې په يو څو کرښو او يو څو پاڼو کې داسې خبره ده ، لکه اسمان چې ځمکې ته راکوزه وې، هڅه کوم چې تر خپلې وسې يې راټول کړم، خو داسې نه چې ما هم سم برداشت نه وي کړی، او خدای (ج) مه کړه چې دده شعر ته مې په ټيټه سترګه کتلي وي، درنو لوستونکو مخکې لدې چې په پورتني شعر يو څه يو ولیکم، دا به درته ووايم، چې د پورتني شعر شاعر نوم مې په ډير مشکل پيدا کړ، اول خو ما هم فکر کولو چې دا شعر به د خاطر بابا وي، خو نه ، ډيرو دوستانو ته مې تيليفونونه وکړل، او د پورتني شعر شاعر په هکله مې ترې وپوښتل، خو چا به راته ويل، چې دا شعر د خاطر بابا دی، چا به ويل چې دا شعر د حمزه بابا دی، چابه ویل چې دا شعر د سايل صیب دی، چا به څه ویل او چا به څه ويل ، پدې مې پنځه ورځې تیرې کړې خو چا راته دقیق ونه ښود لو، د پوښتنو په دې لړ کې مې اخر د خوست راډیو مشر محمد غفور مهېدي صيب ته زنګ وواهه، چې هغه څه وايې، مهېدي صیب دې خدای (ج) راته ژوندی لري، نو ده راته وويل چې دا شعر د سید رسول رسأ صیب دی، دا شاعر د کوزې پښتونخوا پورې اړه لري، خوږو لوستونکو ددغه شاعر خو ما يوازې دا یوشعر اوريدلی، نور نه دده په هکله معلومات لرم او نه مې دده نور شعرونه لوستلي، خو مهېدي صیب راته وعده راکړه، چې دده يو کتاب ما سره دی چې په هغه کې دده په هکله معلومات شته نو که پيدا مې کړو، نو حتمآ به معلومات درسره شریک کړم .

مخکې لدې چې په پورتني شعر يو څه وليکم ، لوستونکو ته ليکم چې د هر چا احساساتو ته درناوی کوی ، خو د شاعر احساساتو ته يې ډیر وکړی،او کله چې د يو شاعر د شعر په هکله هر څه ليکلی او يا يې وايې نو په ډير غور او دقت سره يې کوی ،ځکه چې د شاعرانو زړونه ډير نازک وي، هسې نه چې ستاسو د لږې بې پروايې له کبله درنه مات نشي، چې پخلا کول يې بيا اسانه چاره نده، دا خبره مې هم ځکه وکړه، چې يو څه وخت مخکې د ګران افغانستان تکړه سندرغاړي نغمې يوه سندره وويله چې د شاعر نوم نه وه پکې، البته شعر د سیمي وتلي او نوښتګر شاعر ښاغلي بابرزي صیب وه، د سندرې په اوريدو سره د بابرزي صيب زړه د نغمې له دوستانې داسې مات شو، چې لا تر اوسه يې ندی پيوند کړی،نوهغه وه چې د لسهاوو کلونو دوستانه يې په يوه نوم سره ختمه کړه، او لا تر اوسه ندي سره پخلا شوي، ځکه چې ما د نغمې په يو کنسرت کې خپل د نغمې له خولې واوريدل چې بابرزی صیب زما نه خفه دی، که څه هم ما د ا شل کاله دده په هره سندره کې دده نوم اخیستی ، خو پدې يوه کې مې چې وا نه خيستلو نو دنیا ړنګه شوه،، په هر صورت هر کله چې د یو شاعر په شعر باندې کره کتنه او يا قضاوت کوی نو بايد ډير دقیق ووسی .

اوس به راشم اصل موضوع ته ، غواړم چې په پورتني ذکر شوی شعر باندې يوه څه ولیکم، کره کتنه خو نشو ورته ویلای ځکه چې زه نه غواړم چې پدغه شعر باندې کره کتنه وکړم، دا چې ولې يې نه غواړم ، البته زه ځان ددغه وړ نه بولم چې پدې شعر دې کره کتنه وکړم، خو دومره به ووايم چې دا به زما د زړه هغه خبرې وي، چې پدغه شعر کې زما او د شاعر سره شريکې دي.

د شعر پیل

د ايرو څلی مې وران کړې ورو تير شه

باده زه هم د اشنا د عشق ياد ګار يم

رسأ صیب د خپل شعر په لومړي بيت کې د خپلې مينې د احترام په خاطر په هغه سيلۍ غږ کړی، چې د توندو بادونه په ترڅ کې هر څه له ځانه سره وړي، ، چې دهغو احساساتو درناوی دې وکړي، کوم چې د يوې مينې په ترڅ کې له دوو زړونو سرچينه اخيستي،او اوس هغه ارمانونه ټول د راز راز ناخوالو له لاسه لولپه شوي او سوزيدلي دي، البته دا هيله له يوه داسې شي څخه کوي، چې هغه هيڅ درک او فهم نلري، ځکه هغو چې درک او فهم درلود نو دده ارمانونه يې د سرو لمبو خوراک کړل نو دلته شاعر په باد غږ کوي چې دغو احساساتو ته د درناوي په خاطر له مخې په ارام تیر شه، او هڅه وکړه چې دا يادګارله منځه يو نسې، تر څو پاتې وګړي ورڅخه د عبرت درس واخلي، او بلاخيره هر څوک دغو احساساتو ته د احترام لپاره قايل شي.

شاعر بیا د خپل شعر په لاندې دوه بیتونو کې وايې

ما هم ډير عمر د يار خوا کې تیر کړی

ځکه اوس په میرو ګرځمه بې یار يم

شاعر پدې بیتونو کې د وصال یاد تازه کړی، او پدې اقرا کوي چې ما هم چيرې مینه کړيده، او د وصال خوند مې اخیستی،

شاعر ته هغه څه چې وروسته له وصاله ورپيښ شوي داسې بیانوي

چیرې زه هم د کار څیز وم راته ياد شي

دا خو اوس د يار په هجر کې بې کار يم

رسأ صیب هم عجیبه دی خپل محبوب ته يې څومره لوی مقا م ورکړی، ده خپل ځان د يار په څنګ کې ډير پیاوړی او غښتلی څرګند کړی او له ده سره يو ځای يې ځان د کار وړ بللی خو دده سيوا يې ځان ته د بې کار خطاب کړی،یعنې کله چې د يار تر څنګ وه، نو د کار سړی وه ، او هر څه يې د لاسه پوره وه، خو په ده اوس د يار هجر داسې کانې کړي چې ورپيښ هجر هر څه ترينه هیر کړي، او د هيڅ څه چم نه ورځي، چې څه وکړي، نو اوس بې کاره شوی، او د هيچا په درد نه خوري.

دا معشوقې هم عجیبه دي، ته ورله دومره لوی مقام ورکړه، د خپل ځانه نه ورسره زیاته مينه وکړه، ځان ورته په اور ستي کړه، خو دوی يې بیا هم په هيڅ شماري .

دا ولې ؟

 يادونه: درنو لوستونکو دا شعر لږ اوږد وه، نو په پاتې بیتونو ما سره وخت ياري ونکړه، چې څه ورباندې وليکم، هيله ده چې په همدومره مو ادبي تنده ماته شي.

 ډاکټر هېواد همت

ګران افغانستان – کابل

31 /May/2009