د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عبدالاحمد محمدیار د بشر د حقوقو خپلواک کميسيون ته شکایت وکړ

27.05.2009 11:38

 د کين ويست  کاناډایي خبري اژانس  په یو رپوټ کې وايي چې په کندهار کې ډبول شوي افغان فرهنګیال عبدالاحمد محمدیار چې څو ورځې وړاندې په کندهار کې د وسلوالو له خوا وهل شوی، د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کميسيون سره خپل شکايت ثبت کړی دی.

تر دې سربېره محمدیارپه هېواد کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (یوناما) او د ټولټاکنو خپلواک کميسيون ته هم ګېله کړې ده.

محمدیار تر دې دمخه د کندهار د پوليسو سره د دده سره د شوي ظلم په اړه عرېضه کړې وه خو د پوليسو مشر ورته ويلي و چې دا کار د نوموړي له صلاحيته پورته کار دی.

د محمدیار برسېره په کندهار کې د انار ګل د مشاعرې په مهال دوه نور فرهنګيان چارواکو د مشاعرې په مهال ولچک  او د څو ګړیو دپاره یې لمر ته کېنولي وو.چارواکو ویل چې دا کار یې ځکه وکړ چې نوموړو فرهنګيانو په ګډونکونکو د ولسمشرۍ د یو کانديد اشرف غني پېژندپاڼې ويشلې چې دا له وخته مخکې نوموړي ته کمپاين کول دي.

د ولسمشر ۍ کمپاين یوه مياشت وروسته پيل کېږي.

محمدیار وایي چې په پېژندپاڼو کې د اشرف غني نوماندۍ یا په بل ډول کمپاين ته هيڅ اشاره نه وه او دا چې اشرف غني یو عالم او فاضل پوه افغان دی نو ځکه یې د نورو فرهنګي موادو سره یو ځای د نوموړي پېژندپاڼه په مشاعره کې ګډونکو نکو ته ورکوله.

په رپوټ کې د عيني شاهدانو له خولې ويل شوي چې د کندهار ښاروال غلام حيدر حميدي پخپله په مشاعره کې د اشرف غني پېژندپاڼې څيرې کړې او امر یې وکړ چې محمدیار دې له مشاعرې وشړل شي. امنيتي چارواکو د محمد يار سره له تحقيق څخه وروسته نوموړي له مشاعرې وشاړه  چې وروسته د مشاعرې له ځايه په ۳۰ مترۍ کې وسلوالو د خپلو ملګرو په مخ کې د وسلې په زور تهديد او په خپلو لکړو، سوکانو او لغتو وواهه.

محمديار په پښو او یوه سترګه معيوب دی او د لکړو یا کونټيو په مرسته ګرځي.

حميدي د محمدیار له ډبولو اونورو فرهنګيانو له سپکولو، ولچک کولو، او له مشاعرې څخه تر شړلو وروسته په کندهار کې د ملي تلويزيون په پرده ښکاره شو او خپل تورونه یې تکرار کړل او ویې ویل چې محمدیار په مشاعره کې په غير قانوي توګه د کمپاين مواد ويشل.

د یادونې وړه ده چې اشرف غني په کندهار کې د فرهنګيانو په وهلو ډبولو، او د نوموړي د پلويانو په ولچک کولو او بندي کولو سخته غوصه ښودلې ده او امنيتي چارواکو ته یې څلور ورځې وخت ورکړی دی چې په دې اړه پلټنې بشپړې کړي.

په رپوټ کې راغلي دي چې اشرف غني دولت ته اخطار ورکړی دی چې که چېرته یې په څلورو ورځو کې پلټنې بشپړ نه کړې نو دا پېښه به په اروپا کې د عدالت نړیوالې محکمې (International Court of Justice in The Hague) ته وړاندې کړي. فرنټيرپوسټ د اشرف غني له خولې ليکي چې ((افغانستان لا زيمبابوی نه دی، خو دا پېښه دا روښانه کوي چې د دولت مایوسه مامورين به هرې وسيلې ته لاس اچوي تر څو ناکام مشرتابه ته [په واک کې] دوام وکړي.)).

د یادونې وړ ده چې په زيمبابوی کې د زیمبابوی ديکتاتور روبرټ موجابي سره د دې چې ټولټاکنې وبايللې خو درغلي یې په کې وکړه او ځان یې ولسمشر اعلان کړ چې په نتيجه کې زيمبابوی د لا ګډوډۍ سره مخ شوه او مرګوني پېښې په کې منځ ته راغلې.


ماتې لکړې د کندهار برم ته سپکاوی او  د کندهار د چارواکو د شرم نښي دي.

اړونده مطالب:

د کندهار چارواکو د انارګل مشاعره ګډوډه او فرهنګيان یې وډبول
په کندهار کې د فرهنګيانو په وهلو او بندي کولو اشرف غني سخت رد عمل وښود
اشرف غني د کندهار د فرهنګيانو پېښه د کمپاين دپاره کاروي. د کرزي وياند
موږ انصاف غواړو !!!
دا زما تړلي لاس او ستا درنې درنې څپېړي .
د ټولو ياره! بلا دې واخلم