د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

احتجاج ليک

حبيب الله غمخور 25.05.2009 18:12

دکندهاراړونده دولتي چارواکوعبدالاحمد محمديارته نه بلکې بېنوا ته په سپکه سترگه وکتل .

دبينوافرهنگي ټولنې پرمشر بريددافغانستان دسترعلمي اوسياسي شخصيت مرحوم بينوا نامه اوشخصيت  ته دسپکاوي معنا لري .

دډله ايزورسنيوپه مټ موخبر تر لاسه کړه، په افغانستان کي دبينوادفرهنگی ټولنې مشر ښاغلی عبدالاحمد محمدياردکندهار ولايت دجگپوړوچارواکوپه امردکندهارپه ښکلي اوتاريخي ښارکي دانارگل دوديزي مشاعرې له غونډي نه دامنيتي کسانولخواپه زورايستل سوئ اوبيا د پوليسوپه  وړاندي  دنورو وسله والوله خواپداسي حال کي چي ملكي لباس يې درلودسخت ډبول سوئ اوسپکي سپوري ورته ويل سوي  دي .

د ښاغلي محمديار په وينا امنيتي كسانوده ته هم د وهلو ګواښ وكړ،او ويل چي د كندهار والي ډاكټر توريالي ويسا امر ورته كړى چي په وهلو او ډبولو يې په زوره له غونډي وباسئ . 

عبدالاحمد محمدياروايي دانارگل مشاعرې د غونډي په منځ كي دكندهار ښاروال دسوال او جواب دپاره ځانته ور وغوښتئ، چي ولي په غونډه كي د ډاكټر اشرف غني احمدزي كمپاين كوي .

مگرمحمدياروايي له دې كاره يې موخه كمپاين نه، بلكي د نورو مجلو او اخبارونو ترڅنګ دډاكټر اشرف غني احمدزي په ژوند دخلګو خبرول وو.

ښاغلی عبدالاحمد محمدياردبينوادفرهنگی ټولنې مشر دخپل عمل څخه د دفاع په خاطر څرگندوي : ((كه د يوه كانديد ژوندليك پر خلګو وېشل هغه ته كمپاين ګڼل كېږي،نوبيا خودكندهار ولايتي شورا او ولايتي چارواكودحامدكرزي په ملاتړ د دولتي امكانا توڅخه په استفادې سره په تېرو دوو اونيو كي دوې لويي غونډي جوړي كړې، چي بايد چارواكي يې سپيناوى وكړي، او ددغوغونډو جريان دافغانستان د ملي راډيو ټلوېزيون اونورودولتي ډله ايزورسنيوله لاري هم خپورسو،نوله هغونه هم بايد دانتخاباتودکنترول اونظارت دکميسيون لخوا پوښتنه وسي وچې ولې ئي داډول خبرونه چي په رشتياسره دکمپاين اودولتي امکاناتو څخه دشخصې گټي اخيستنې معنالري استفاده وسوه .

موږ پداسي حال کي چي دانارگل دمشاعرې له محفل نه  دبينوادفرهنگی ټولنې مشرښاغلی عبدالاحمد محمد يار په زورايستل ،تهديد اوټکول دانسان مقام ته سپکاوی بولو،بلکي داډول کړنې دبشرپر حقوقو روڼ اوبربنډ تېرۍ بولو. داهم په گوته کوو چي که په رښتياسره دښاغلي محمديارنه دکندهار ښاروال داډول پوښتنې اوگروېږنې کړې وي  دادخپلې وظيفې تر کرښې نه تيری اودټاکنو دکميسيون په چاروکي  دپرخپل سرلاسو هنو معنا لري  .

موداهم دښاغلي  عبدالاحمد محمديار قانوني او افغاني حق بولوچي په يوه سربازه غونډه کي لکه نور افغانان برخه واخلي .بيله محکمې دپرېکړې نه په غونډه کي دگډون څخه دبينوادفرهنگی ټولنې مشر،تکړه ليکوال اوفرهنگی شخصيت منع کول اوبياپه زور ايستل دټولوانساني ، اخلاقي نورومونو اوقوا نينوخلاف عمل بولواودنفرت په سترگه ورته گورو.

که چيردښاغلي اشرف غني احمدزی دبيوگرافی  ويش دټاکنودقانون څخه دسرغړونې کوم عمل گڼل سوی وي ،پدې هکله  همدا اوس فعالي نوري  قانوني ادارې سته چي پدې هکله ه سرغونکی نه پوښتنې وکړي اودهغوي  په مرسته دسرغړونومخه ونيول سي،نه داچي له يوې فرهنگی  غونډي نه يو څوک هغه هم ديوې منلي اوپېړندل سوی ټولنې مشر چي يوځل بلنليک ورلېږل کيږي اوبيا په زور اوډيره سپکه  بڼه له غونډې نه ايستل کيږي .

موږ پدې پوره باورلروچي په دولت کي شامل کسان به تر ډيره بريده دښاغلي کرزی په پلوی دهيوادپه نورو سموکښي هم دهغه مخالفين په يوه اوبله پلمه وډاروي ،ځکه خو ښاغلي کرزي اوپلويانوئې په يوه اوبله پلمه لومړی دټاکنو دترسره کېدو موده اوبياپر واک باندي دپاته کېدولپاره له ټولو دولتي امکاناتونه  داساسی قانون خلاف دځانی حاکميت دساتلوپه موخه استفاده وکړه .

موږ ترهرڅه وړاندي په افغانستان کي دملگروملتودسازمان  دسرمنشي  پر استازي ديونمادفترمشر ،دولسمشری دټاکنوپر بهيرباندي دکنترول اونظارت نړيوالو ادارو،په افغانستان کي دبهرنوهيوادو کورديپلوماتيک مشرتابه،دانتخاباتوکميسيون اوددې کميسيون دکنترول اونظارت پر ځانگه ږغ کووچي دټاکنوپروسه ډيره جدې اوپه بې پرې بڼه له نږدې وڅاري . دغه ډول وهل ،ډبول،تهديد اوتحقير به له يوې خوا ډيري ناخوالي له ځان سره ولري اوله بلې خوابه دټاکنوقانوني مشروعيت ترجدي سوال اوگواښ لاندي راولي .

په دولت کي دشاملوکسانوڅخه جدې غوښتنه کووچي دولتي دندي دملت لپاره سرته ورسوي ،دملت په څه ناڅه چوپړکي اوسي .دانتخاباتوپه پروسه کي ددولتي چارواکوهر ډول اوپه هره بڼه  لاسوهنه به دقانون  څخه بربنډ تېرئ اودملي خيانت ستره اوروڼه بېلگه وي .

موږ پداسي حال کي چي دبينوافرهنگ ټولنې دمشرسره سپکه اوغير قانوني کړنه  په کلکه ردوو،داړونده عدلي ارگانواونړيوالوسازمانو،ټولنواوپه ځانگړې توگه ديونيماله دفترنه په کلکه غوښتنه کووهر څومره ژر چي کېداي سي ددې کرغېړن عمل عاملين اودپردې شاته لې ټپلې دعدلي ارگانوپه مرسته تر قانوني پوښتنې لاندي ونيول سي .ترڅوله يوې خودوي ته عبرت وي اودبلې خواددولتي حاکميت نه دناروا اوغير قانوني استفاده کونکودسرټيټۍ لامل وگرځی .

په سويډن کي ددوستی فرهنگي ټلنې مشرتابه جرگه پر ټولوفرهنگی ټولنوقلم والو،اديبانو،شاعرانواوليکوالو ږغ کوي دنړۍ په هرگوټ کښي چي ياست دبينوادفرهنگی ټولنې دمشرښاغلي عبدالاحمدمحمديار سره دخواخوږی اودهغه  انساني کرامت دساتلونه ددفاع  په موخه دخپل کلک غبرگون اواز اوچت کړئ،ترڅو بله ورځ پر فرهنگی شخصيتونو،ځوانو ليکو الو اوژورناليستانودزورو اکا نو لاوسونه پورته نسي .

له ظلم،استبداد،نژادي ،ژبني اومذهبي توپير،ټولنيزي اکورني تاوتريخوالي پاکې، پرقانونيت،اجتماعی عدالت، دانساني حقوقو، آزاديودتامين، انساني کرامت خوندي ساتلوپر بنيادولاړي ټولنې اوحاکميت دراوستوپه هيله .  

 

په سويډن کي ددوستی فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب

حبيب الله غمخور