د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دوې پېښې يوه سرچينه

حبيب الله غمخور 13.05.2009 14:51

 ددې ماشومونجونوچې تعليم اوتربيه زده کوي گناه څه ده ؟
دوی دچاپه گناه اوکوم تور وژل کيږي ؟

کرزی صاحب ددغو ماشومانو وژنه اوزورونه زغملاي شي ؟

تر هرڅه وړاندي بايد داټکی په ډاگه کړم چي دزه ديوه انسان په صفت  دبل انسان دوژنې سره مخالف  يم  ،اودې ته هم دکرکې اونفرت په سترگه  گورم چي بېله کوم جرم نه يوه افغان  دخپلو سياسي موخواودولتي واک دترلاسه کېدو په خاطر له خواږ ه ژوند نه محرومېږي  .

داټکی هم هيچاته دمنلو وړندی چي په اوسنيو شرايطوکښي  په دولتي چوکاټ مامورين اوعادي عسکر څوک په نظامي وگړوکي حساب کړي ،داله انصاف نه ليري  خبره ده .سوال پيداکيږي چي دوي څه وکړي اياټول غرونوته وخېژي  دپاکستان ،ايران ويانورو افغان دښمنو هيوادوپه لمسون دخپلو وطنوال اوخپل هيواددويرانۍ لپاره وسله واخلي  .

ولې پر يوه چاباندي دژوند په قيمت خپله عقيده منل کېږي ؟ هغوي نه غواړي دغه دبهرنيوپه لمسون شرارت کي برخه واخلي ،غواړي ارام دخپلې کورنۍ سره ژوندته دوام ورکړي ،هغوي واي مدغه داسلام سياسي ټيکداران دي چي کله يوبهرنۍ اوکله بل  بهرنۍ پر موږ زده کړي کوي  . دژوند دشکل اوشيوي انتخاب دهر سژي حق دی ،خادي اورسول دانسان دغه حق منلي اوانسان ته ئي لارښودنه کړي چي ته ماپه ښو اوبدو پوه کړی ئې دهمدې لپاره مي عقل درکړي ،نور ته خپله تصميم نيسه ښه کوې اوکه بد.

له بده مرغه دافغانستان سياسي حالات داسي راغلل چي تر ډيره بريده ئي زموږ ولس احساساتي کړ ،اوهرڅه داحسا ساتوپه ترازوتلي ،ځکه خو پدې پوهېږم چي پر يوشميربه زماليکنه چي يوازي اويوازي دافغان ولس اوخپل هيواد دراتلونکی سره دميني اومحبت له چنې نه اوبهڅښي خوښه نسي ،خير داطبعي خبره ده ټول په يوه نظر نه اوهريودخپلې پوهې له زاويې مسايل څېړي او ارزوی   .

مگر اړينه داده چي دقلم اوپوهې خاوندان خپل ملي ،اسلامي او اخلاقي مسوليتونوته متوجه شي . که دوي هم احساساتيان سي هغه عاميانه متل دی وايي ملاصاحب چي ته هم لچ ونيولې موږ خو بايد ړانده سو.((  دسترگو يوډول ناروغي ده چي په کندهار کي ورته لچ وايي)) .دغه ناروغې معمولأ خلک دملاصاحب په دم  تداوي کوي  ،ځکه نودامتل پاته سوی .

موږ افغانان پدې حساسو برخليک ټاکونکو شېبو کښي چي هر څوک زموږ په بدمرغيو کښي خپلي گټي لټوی اوزموږ پر وير اوزورونوسياسي سوداگري کوي ،ډير هوښيار اوسو.په سړه سينه هر څه وڅېړو اودخپل پرېشانه اوزورېدلي ولس نه يوازي غوږونه ورخلاص کړو،بلکي له  ملي اواسلامی حق نه ئي دفاع وکړو. پرې نږدو چي سياسي  اومذهبی سوداگر زموږ دولس پر پاکو اوسپېڅلو احساساتو دخپلو ناوړه مخودترلاسه کولوپه خاطر  ناروا استفاده وکړي .

زه دفراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ د ګرانه سيمې اوسېدونکوسره چې دافغانستان دملي دفاع وزارت په غوښتنه دامريکايي پوځ  په ړندو بمباريوکښي تر سلو زياتوبېگناه شهيدان سول دکورنۍ اوخپلوانوسره ځان ديوه افغان په توگه شريک بولم اودغه ډول ړانده ځمکنی اوهوايي پوځی عمليات په کلکه غندم . خوددولت له مخالفينوسره پردي خبره هم مخالف يم چي پر دولتي پوستوباندي دحملې پر وخت کله چي جگړه پيل سي دملکي وگړو کورونوته ننوزي اودعادي خلکوڅېره غوره کړي ،دهوايي ځواک لپاره ترډيره بريده ستونزمنه ده چي تفکيک وکړي څوک ،څوک دي  ،ځکه خو بيگناه وگړي ددغو حملو قربانيان کيږي . که څوک دقدرت لپاره جگړه کوي هغه دي ملکي خلک دځان سپر نه گرځوي  اودخلکوپه کورودي نه ورننوزي ،سم پر ميدان دي ورسره وجنگېږي . دبي بې سي دخبر په حواله دځينو معلوماتو له مخي ددولت مخالفين دمتاقبلو حملوپه وخت کي دخلکو له کورونوڅخه  دسپراستفاده کوي ،چي داکړنه په هرنامه اوهر وخت چي وي دبشري حقوقوله نورمونه خلاف کاردی ،په هيڅ ډول جگړه کي ددغه ډول  تاکتيک څخه استفاده جوازنلري داکار جنگی جرم اودبشرپر حقوقوبربندتېرۍ دي .

تردې پېښي څو ساعته وروسته ښاغلي کرزي د امريکا له سي ان ان تلويزيوني چينل سره په مرکه وويل د طالبانو پرضد د امريکايانو د بريدونو پر وړاندې زيات زغم شته،خو زياته يې کړه چې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د زياتوالي په صورت کې خلک خپله حوصله له لاسه ورکوي .

بلې کرزی صاحب !

دا اوه کاله دطالبانو اوتروريستانوپه نامه ستاسودحاکميت دساتلو لپاره چي پر خلکو موتپي، بېگناه انسانان  په شهادت رسېږي .له يوي خوائي پاکستان او ايران اودبلي خواستاسو دپلويانوپه ژندوراکټونوکي دابېگناه ولس  قرباني کېږي.

تر اوه ځله زيات تاسو له پاکستاني اوايراني مشرانوسره وليدل ،هر ځل مويوه خبره کول چي گران ورور ،اوگران ورور .مگر همدغو گرانو ورڼودخپلو گټوپه خاطر هر ځل چي لازمه او اړينه بللې داسي کار کړی چي جزائې يوازي افغان ولس ليدلې  ،دپردي شاته ستاسو ترمنځ موږ کوم ژور اختلاف احساس نکړ.

دډيروډيراودلږولږ مری خوپه هرحال افغان مری . په حقيقت کي دا اته کاله بهرنيان دافغانانودسرپه قيمت تاسوساتي  ،دتروريزم  اوترويست په نوم داجگړه دا څوکاله روانه ده،اونه پوهېږودزبرځواکودسيمه ايزوکوموگټوپه خاطر به داډرامه اوسريال څومره نورهم اوږدوي .

نه يوازي په فراه کي اونه يوازي داځل ملکي وگړي په شهادت رسېدلي  داپروسه لکه چي مي وړاندي عرض وکړدا اته کاله دوام لري  .

له بدمرغه دملکي وگړو دوژلوڅخه دجلوگيری مسله اوس يوموډ خبره گرځېدلئ ،هرڅوک همدا يوه خبره کوي .

عام خلک وايي موږ مه وژنۍ ،بهرنيان  اوکرزي صاحب   وايي دعامو اوملکي وگړو دوژلومخه دي ونيول سي ،په دولت  کي شريک لوړپوي چارواکي هم همدايوه خبره کوي  . هغه متل دي وايي (۹کونډي هم ژاړي ،رنډي هم ژاړي ،هغه چي پرون رادوسوی په ناورين ژاړي)) مگر يوهم داخبره نه کوي چي داجگړه ولي اودڅه په خاطر روانه ده ؟  ايايوازي دتروريزم دجرړو ايستلو مسله ده ؟  اياپه سيمه کي داوږدې مودې لپاره پاته کېدوخبره مطرح ده؟  اياپدې تاريخي هيوادکي ددې غيرتي قوم  چي نوم ئې افغان اوپه ځانگړې توگه دپښتنو دورکېدوخبره ده؟ اوکه بله کومه داسي گټه اوطلايي چرگ سته چي هر يوئي دروزلو ليوال اوغواړي داچرگ دهغه وي ؟ متاسفانه تر اوسه دغه ټکی په يوه ستراتيژی کي نه دی په گوته سوی .

دفلسفي اوصولو اوډيالکټکي قوانينو له مخې تر څو لومړنئ  دپديدې  دپيدايښت علت  پيدانسي دمعلول  له منځه وړل ناشونۍ دی  .همدا دليل دی چي ټول له يوه سره پر يوه موضوع بحث اوخبري کوي خودانه ده معلومه چي پر کومه موضوع  اودحل کيلي ئي چيري ده .

داهم موډگرځېدلې چي ټولي بدمرغئ يوازي په په بهرنی فکټورکي لټول کيږي ،چي داهم لويه تيروتنه ده .ددې لپاره چي ددې مسلې حل معقوله لاره پيداشي لازمه ده ، ددې پديدې دپيدايښت انگېزي او علتونه پيدااوبيامعلول را څېړل سي چي په هغه باندي په پوهېدوسره ډير ساده او اسانه دحل لار پيداکېداي سي  .

ځکه خوزه دغه منډې ترژي تر ديره بريده سياسي اکټونه اوغولونکی  تلاونه بولم  .دکرزی صاحب اونور چارواکودغه  دتمسا اوښکي تويول هم ډير حقيقي اودرښتانۍ خواخوږی دڅرگندولوبڼه نه بولم  ،ځکه پخوادومره خواخوري نه څرگندېدلی .اوس چي بيادټاکنو وخت رارسيدلۍ له يوې خوا کرزی ساحب گواژ داسي څرگنده کړي چي څومره دامريکااوبهرنيانوسره دپوځی عملياتوپر سر مخالف دی ،اودبلې خوازمور پارلمان چي دپارلمان په ټوله دوره کښي  يودملت په گټه يوه پرېکړه هم چانده لېدلې ،اوهمدا اوس ئي دپارلماني کارپه وروستی  کال کي دښاغلي کرزی دغير عادلانه فرمان په نتيجه  کي چي پرحق دسياسي رشورت بڼه لري دکابل په ښارکي ځانوته دکورپه نامه مځکي اخيستوپر سرئې دبېوزلو،معيوبينو،اوډي ډي آرسو کسانوسره دخپلو شخصي گټوپرسر په دښمنۍ اخته دی هره ورځ دڅارنوالی نه غواړي دغه بېگناه خلک نه يوازي داچي له قانوني حق نه محروم کړي بلکي زنداني ئي هم کړي ،اوس دومره خواخوري سول چي گويا دپارلمان دروازه ئي تړل . ملک هر ورځ دشخصی ،اوسياسي گټوپه اورکي سوځی دوي خپل لاسونه پرتوده وي اوډالرونه اخلي ،دبهرنيو سفرونوپه سيالواوددغوسفرونوپهخوږو قيصوکي ډوب دي . پر ځاي وايي(( ميره مي نه ليده تر مور مهربانه )).اوس داښاغلي تر هرچامهربانه سول ترڅوزموږ دولس پر پاکو اوسپېڅلواحساسا تو دځان په گټه ناروا استفاده وکړی . دهمدغواحساساتوبه په استفادي سره په پارلمان کي معينې کړی غواړي په يوه ټک دوه نښانه وولي  ،هغه داخبره چي يوه اونۍ ئي حکومت ته وخت ورکړی چي دبهرنيانو دقانوني کېدو لپاره خپله طرحه وړاندي  کړي ممکن ډير ساده کسان پرې خوشحاله سي او ووايي دادی اوس زموږ پارلمان ښه کارونه کوي اوغواړي دبهرنيان کنترول  کړي  .

 بلې! داهغه دهوښياروپلان دی چي ډير لږ کسان پري پوهېږي . پدې قانوني کېدوکې ډيري  بي قانونه طرحې پرتي دي ،بيابل وخت پري بحث کوو.

گران وطنوال شاهدان دي چي دافغانستان  کشالې دحل په موخه  په لسهاو نړيوال کنفرانسونه جوړ سوه ،ديوه کنفرانس له سفره لانه وي  راستانه سوي چي په بل کنفرانس کي دگډون لپاره کالي ټولوي . دبېلگې په توگه پرون کرزی اوزرداري له امريکانه راغلل دادي نن داپريل پر ۱۳ مه  ښاغلي کرزی دسيمه ايزه همکاريو کنفرانس کي دگډون لپاره بيا پاکستان ته روان دي ،اوپدې سفر کي به چي  د۴۰ هيوادو داستازوپه گډون جوړېږي  اودوې ورځې به  دوام ولري  بياغوړي ويناوي وکړي . 

دپاکستان تر سيمه ايزکنفرانس وروسته داتوستروصنعتي هيوادوپه گډون  دايټاليادترایست(Trieste)  په ښارکي يو بل نړيوال کنفرانس  جوړېږي  هلته هم دافغانستان مسله دسرخبره ده .

له دې  کنفرانسونه مي ځکه يادونه وکړه چي زماپه باور تراوسه نړيواله ټولنه دمسلې عمق ته يانده ورغلي اوياخونه غواړي ورسي ،دواړه حالته ئي دافغان ولس اوسيمې دامن اوغوړېدوپه گټه ندي . يعنې دپېښې علت له پامه غوځوی  اوهغه ته زياته توجه نه کوی ،ځکه خودااورگاډئ ځاي پر ځاي شا اومخته په حرکت کښي دي، ساده ليدونکی فکر کوي چي اورگاډی حرکت کوي مگر هوښياران پري پوهېږي چي ځاي پر ځاي ولاړ دی خويوازي ماشين ئي چالان دی .

رابه سواصلې خبري ته هغه دخلکوپر ستر وير سياسي سوداگري ده .

بلې! دفراه په لايت کښي بيگناه خلک ووژل سول چي نه بايد وژل سواي ،خوداوژنه روانه ده ،همدا نن چي داليکنه ليکم په خوست کي  دپاکستاني  استبخاراتواوترهگروډلوپوسيله  پر دولتي ودانيوڅومسلسل  ځانمرگي بريدونه تر سره سول چي په پايله کښي ئي ۹ نفره شهيدان او۲۰ تنه زخميان سول .

همدانن دکاپيساپه ولايت کي دافتاب په نوم دنجونوپه ښونځۍ کښي تر ۱۲۶زياتي ماشومي نجونې دزهر جنوموادوپه استعمال سره مسموم سوې  ،ورته پېښه درې ورځې وړاندي دپروان ولايت د حره جلالي د نجونود ليسې کي ترسره سوه اولسگونو ماشومې انجونې  مسمومي  سوې ،يوه مياشت دمخه په کندهارکي پر نجونوتيزاب وشيندل سوه . مگر دکرزی صاحب له خواچوپه چوپتياده . ايا دعلم اومعرف ددښمنانو دغه عمل دزغم وړدی ؟ ولې ټول له يوه سره خاموش دی .ممکن خبره داوي چي پدي دفاع کښي دومره سياسي گټه نه وي، اودبلې خوابه پاکستاني استخبارات چي تر ټاکنو پوري بايد له هغه څخه خفه نسي مطرح وي،اويابه بله کومه ضدبشري ډله خوشحاله ساتي،هغه ډلي چي دخپل بهرنی بادار اوافغانستان دتاريخي دښمنانوپه اشاره زموږ ماشومان په مرگ ډاروي ترڅوزموږ په هيوادکي دښونځيو دروازي وتړل سي .اوزموږ ولس دتل لپاره ددوي نوکر اودمعارف نه لير نالوستی  پاته سي .

يوه خبره بايد ټولوته ترلمر روښانه  معلومه  وي ،دغه چي ځيني ئې لاسونه مچوي  اويازموږاحساساتي هيوادوالو وايي موږ اين لروته جهادوکړه ،ددولتي واک دترلاسه کېدولپاره بېگناه انسان  په شهادت ورسوه دهغوي نجونې دلته په اروپااو امريکاکښي تحصيل کوي .نوداکوم انصاف اوکوم اسلام دی چي خپلي لوڼې بهرته دتعليم اولوړوتحصلاتو لپاره لېږي  اوزموږ په هيوادکي بياخپلو لاسپوڅوته وایی دانجونومکتب ناروادی بايد ښوونځۍ ته دنجونواوهلکانودتگ مخه ونيول سي  .داډلې چي وايي موږ داکارنه دی کړي زمور دولس  سره په لسهاو اسناد سته چي دوي داکارکوي  .اوبهرنيان ئي دغه ناروا اوافغان دښمنه کارته هڅوي  . دادچالپاره دمنلو وړده ؟ دغه مواد چي انسان پرې مسموم کيږي  ديوه عادي افغان  په واک کښي نه دي،نه ئې جوړولاي  سي اونه ئي هم استعمال زده دی .ددې موادواستعمال يوکورس ته اړتيا لري ،چي په ټول  مهارت او رازداری  داکرغېړن کارترسره سي .داپدې معنا چي دازموږ دهيواد اوافغان ولس دراتلونکی نسل دتاريخي دښمنانوکاردی .پر افغانستان بايد دشورويانوديرغل په موده کښي هم داډول کارونه دجهاد په نامه کېدل هغه وخت هم بهرنيو څارگرو ادارو دوي ته ټرېنينگ ورکاوه .

اوس چي په کوزه پښتونخواکي دالقاعدې اوترهگروپه نامه بيگناه پښتانه اوبلوڅ وژل کيږي،هره ورځ دسلهاوو  دوژلوخبرونه خپرېږي ،پدې هر څوک پوهېږي چي  دادنوروډالرو اونورومډرنو وسلواوپر پوځی جنرالانوباندي دلازيات اعتمادپه موخه ترسره کېږي .بل پلوته دديورنډکرښې ته څېرمه دپښنو په سيمه کي امنيت خرابوي ،ځانمرگی  بردي کوونکي  رالېږي . دخوست ننۍ پېښه ئي بهترينه بېلگه ده . اوددي ترڅنگ په شمالي ولاياتوکي چي هلته ښوونځيوته دماشومانو دهغه جملې انجودتگ امکانات برابر دي ، اوس يوځل بيا هغه زړه مربيان اوداستخباراتي شبکو کارپوهان نوی کسان روزی ،اودماشومانودمسموم کېدولپاره ئي رالېږي .ماشومان   ښوونځۍ ته دتگ په بهانه اولويان ددولت سره دهمکاری په نامه وژنې  .

زموږ دولس نه په رښتياسره لار ورکه ده .له يوې خوائي دولتي چارواکي زوروي ،دبلې خواددوي بهرنی پلويان يوه دقيقه اومعينه پاليسي اوستراتېژي نلري ،هغه دچاخبره دړانده غونډاري دي غورځوی ئې،دهرچاپر سرچي ومښت .اودبلې خواددولت مخالفين چي هغوي هم  بهرني پلويان اوتمويل کوونکي لري بېچاره افغانان  چي دخپلې کورنۍ دغړولپاره ديوې  گولې حلالي ډوډۍ دپيداکولوپه خاطر په دولتي اونور ونړيوالوادارواو سازما نوکي دکار په بهانه له منځه وړي . همدا اوس يوځل بيا له يوه ښارنه بل ښارته دپاکو کالو اغوستونکی لپاره سفر ناشونۍسوی دی دجهادپه نامه خداي غلکوته ورکړې ،ددولت مخالفين پدې خوشحاله دي چي گويانړيوال به پري پوه سي چي څومره بې امنيتي ده خودي ته فکرنه کوي چي ديوې سپږي لپاره ټول پوستين په اورکي سوځي ..

زموږ غوښتنه داده چي که څوک داوسني دولت سره مخالفت لري ودې لري، ځکه چي دمخالفت وړدی ،همدا دولت اومشرتابه ئي  دخلکودبېوزلئ يوله اساسي لاملونوڅخه  گڼل کيږي  . بلې خوابهرنيان زموږ لپاره پدې بڼه دتحمل وړندي،مگر پدې هم پوهېږو چي دانن نه وي يواوبل سره وخورو.نوبهتره داده چي خپل مينځی اختلافات اودولتي واک ته درسېدولپاره نوري معقولي اوسوله ايزي لاري ولټول سي ،دهغو لټول کومه ستونزه نده،ولس ته صادقانه خدمت ددې لامل گرځي چي يوشخص اويايوه سياسي ډله دولتي  پلاس کي واخلي اوتر ډير وخته په قدرت کي پاته  سي . 

زه دفراه،خوست ،کاپيسا،پروان ،کندهار اوپه ټول افغانستان کي دناخوالولويه پړه زموږ پر جنوبي اوغربي گاونډايانواوعربی شيخانواچوم اوسرچينه ئي هلته وينم ،خو اوبه ئې زموږپه وطنداران  پر ورخ سپروي .

هغوي نه بايد خپلي اقتصادي،سياسي،پوځی اونوري گټې زموږ دولس په بدمرغيوکي ولټوي .اوافغانان هم بايد پدې پوه وي چي پردئ،پردئ دۍ،هغه چي ستاسره مرسته کوي هرومروبه کومه گټه ترلاسه کوي،دادنړ يوا لو اړيکو يومنل سوی اصل دی .

دطالبانو،گلبدين حکمتياراونورومذهبې ډلواعتبار زموږپه ولس کي هغه وخت پراخېداي سي کله چي دوي دافغان ولس پر زخمونودرمل کښېږدي ،نه داميتوداوداکارونه .

زموږ په هيوادکي ديوې ښونځۍ تړل  دسلگونوزره افغانانودړندېدواوکوڼېدومعنالري  اوکه خفه نسي نودهغوي دوژلومفهوم لري  . راسی دخپل هيواددښمنانوپه لمسون  دښوونځۍ،ښوونکۍ اوشاگردانو دوژلو،زورولواوډارولونه په کلکه ډډه وکړو.داچي وايي  ((په زورکلي نه کېږي))  دايوازي اوسنی دولت اوبهرنيانولپاره نسي استعمالېداي دادټولوهغو ډلو اوکسانولپاره داستعمال وړدی کوم چې غواړي دوسلې اويابلي کومې وسيلې په زورځان پر چاوتپي  .

دابه پرځاي وي  چي په ټول افغانستان کي دامريکايي ځواکونواوناټو بې مسوليته اوړندې  بمبارۍ په کلکه وغندو،خوداهم زموږ دټولو مسوليت دی چي دانساني دريات اوملي گټوپه پام کي نيولوسره  دبهرنيانو دستنېدولپاره امکانات برابر کړو.په خپل هيوادکي ټولې لانجې اواختلافات که چيري دملي گټوپر سروي دملي مفاهمې اوبين الافغاني دوداودستورپه رڼاکي حل کړو .

نړيواله ټولنه هم اخلاقي  مسوليت لري چي داپه بې اتفاقيوکي غرق ، دازوريدلئ ،کړېدلۍ اودهرچالخواټکول سوی  اوپرېښانه ولس  تنهاپرې نږدي .

دافغانستان لپاره به تر ټولوښه خبره داوي چي دټولومخالفينوپه گډون يوه  ملي دولتي اداره جوړه  سي،دهغې ادارې په چوکاټ کي ملي اردو،پوليس اودولتي سالمي  ادارې د جوړېدوپه موخه بيله کوم سياسي مذهبي ،قومي اوژبني تعصب نه پوهو اوماهروکدرونوته دکار زمينه برابره سي.يوغښتلۍ اوپر ملي گټوپوه اردو اوپوليس کولاي سي دخپل هيوا ددښمنانو لاسوه لنډ اودمداخلو مخه  ئې ونيسي ،دغه اجاره سوی  اوپر تنظيمو وېشل سوی اردو او دملي کدرونوپه وړاندي دغه له سياسي تعصب نه ډک چلند زموږ ستونزي نشي هوارولاي  .ددولت مخاليفو چرگ هم بايد يوه پښه ونلري ،دسياست ډگرته راودانگی  اودسياسي مبارزي له لاري دخلکو زړونوته لارپيداکړي .داچي اوس بهرني پلويان اومرتندويان ورته وايي دهمدې  ځانمرگي بريدو نوزوراوبرکت دی چي امريکايان دي مني داخبره کاملأ غلطه اوبېهوده هڅونه ده .

 دسياسي تلاښونواومعقولوکارونودسرته رسولوله لاري يوځوک اوډله مطرح کيداي اوبريالۍکېداي  سي  . دغه ځانمرگي بريدونه،ماينونه ثښونه  په کليو اوبانډوکي دبېگناه خلکو زورونه ،پر موټر سيلکونوپورته اوکښته کېدل ،لاري نيول ،ږيري اندازه کول ،دښونځيوسره مخالفت په حقيقت کي دخلکو نفرت نورهم ستاسو په وړاندي زياتوي .داچي اوس دابې  دفاع ولس له ډاره څه نسي ويلاي دابله خبره  .مگرپه حقيقت کي داولس يوځل بيادټولونه بېزاره دی  .

گورئ له ۱۹۹۲ کاله تر۱۹۹۵ کال پوري دنظارشورااونور دتنظيمونوترمنځ دقدرت پر سرجگړواودخلکوسره سپکوکړنوپه پايله کښي زموږخلکو دطالبانو سره يوځاي تورلېنگی اوپردی عرب و، اته کاله وړاندي دطالبانودلاسه ولس امريکايان  ومنل . همدا نن دوي بل هر نوۍ سړی  اوډله مني اودهغوي متابعيت کوي تر څوامن راسي اودغه ناورين ته پاي ټکی کښېښودل سي.

راسی دافغانانوپه دودپه خپلو لاسوخپل هيواد دبهرنيانودگټواووسلولابراتوارنکړو. وطن مورده دمور عزت  ،درناوی  اوساتنه پر ټول افغانانو فرض ده . ومن الله التوفيق