د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستاني جنرالان په يوه تير دونښانه ولي

حبيب الله غمخور 13.05.2009 14:43

پاکستاني جنرالان په يوه تير دونښانه ولي
کوزاوبرپښتنواوبلوڅوبيدار اوسۍ !

 

دپاکستان جنرالان چي په يوه لاس کي ئې توره اوبل کښي قرآن دی دبنسټپالوپه نامه دامريکا له ډار اودهغوي دغولونې په پلمه په سيمه کي پښتانه اوبلوڅ له منځه وړي . د پښتنواوبلوڅوغيرتی قومونه بايد په زياته هوښياری سره دپاکستاني جنرالانوپلاس دغه دشرارت بهانه چي گويا اسلام پالي اوترهگر ټکوي ورنکړي، دعادي پاکواوسپېڅلومسلمانانوپه توگه دسياسي اسلام سره وداع  وکړي داوسېدو په خپله ټوله سيمه کي دغودنړيوال اوپاکستاني څارگرودسازمانو لخوا جوړسويو ډلو اوسازمانوته په هيڅ نامه ځاي ورنکړي ،اونه هم دپښتنو اوبلوڅودښمنانوته دازمينه اوپلمه برابره کړي چي دترهگروپه نامه دپښتنو اوبلوڅودرښې ايستلو لپاره خپلوکرغېړنو موخوته ورسېږي .

که څوک اسلام گټي فلسطين داسلام دگټلو بهترين ميدان دي .

پدې ورځوکښي په پاکستان کي دطالبانو په ظاهر کي دپاکستاني دولت مخالف  حرکت په نامه داسلام آباد په لور دپرمختگ خبرياوددوي تر منځ داخ اوډب  خبري  دټولوپر خوله دي . يوشمير پدې باوردی چي داپه رښتيا سره يو خودجوشه حرکت دي ،غواړي دولتي حاکميت ترلاسه کړي اوپردې اړخ ئي زياتي تبصرې کوي، بل خوانور سياسي څېړونکي بياپدې باوردي چي دادپاکستاني پوځيانو يوه بله نوې اوپراتيفي طرحه اولوبه ده غواړي په يوه فير دوه نښانه وويلي ،يعني  امتيازات ترلاسه کړي  .

ددې لپاره چي پر مسله په ساده اوعام فهمه ډول بحث وکړواړينه ده دپاکستانی ټولنه دسياسي اوټولنيز جوړښت  له مخې پر څو برخو وويشو :

۱/ ملکي دولت چي دبېنظير بوټوتر مرگ وروسته دامريکااودهغوي دمتحدينوپه مټ  دپيپلزپارټي دزړه دتسلالپاره واک ته ورسېد.

۲/ دپاکستان وسله وال ځواک (اردو،اودڅارگرۍ ادارې ) ،دهغوي په سرکي ددغه ځواک څودگوتوپه شمير جنرالان  . داتر ټولو غښتلې اودپاکستان دسياسي برخليک ټاکونکې ډله .

۳/ هغه سياسي گوندونونه اوډلي  چي داوسني پاکستان دجغرافيايي جوړښت دساتلو لپاره کار کوي ،لکه مسلم ليگ اونور .

۴/ دپښتنواوبلوڅو لخواجوړ سوي سياسي گوندونه .

۵/ ديوبندي بنسټپال گوندونه اوتنظيمونه

۶/ هغه حلقې ،ډلي اوتنظيمونه چي دديوبندي تنظيمو اوگوندونوسره يوځاي دپخواني شوروي پر خلاف دسړې جگړې د تونداوتيزرقابت  په دوران کښي دافغان ولس دسرپه قيمت دامريکا،انگلستان اودهغوي داروپايي ملگروپه مرسته ،دعربي شيخانوپه پيسواومذهبي تبليغ په پاکستان کي راوزېږېده،تربيه په وسلوسمبال دسړې جگړې په ډگر کي ترېنه کار واخيستل سو .

۷/ دالقاعدي دسازمان ځانگړې ښاخې .

۸/ دپاکستان عام اوبېچاره ولس چي دپاکستاني جنرالانو اوهغوي دبهرنيو ملاتړو دسيمه ايزو،سياسي ،پوځي اواقتصادي گټو قربانيان دي .

 

 

پدې ليکنه کښي زماموخه دټولوپښتنواوبلوڅوسره  دپاکستان دوسله وال ځواک اوڅارگري ادارې  دجنرالانواوحاکمه کړيو دښمنی ته لنډه کتنه ده.

دپاکستان له جوړېدونه تر نن پوري سياسي تجريبو داثابته کړې  چي په پاکستان کښي تر ټولو ځواکمن ځواک داردو اواستخباراتي شبکو جنرالان دي،له همدې امله په پاکستان کي تر بل هر هيوادزياتي دپوځی کودتا گاني تر سره کيږي  .

زه نه غواړم دپاکستان سياسي بهير پدې ليکنه کښي وڅېړم ،ځکه زموږ درانه لوستونکي دپاکستان په اړوند پوره اوکره معلومات لري .

اوپدې هم خبر دي چي دانگريزي موراوپلارنه  ددې هيواد دزوکړي  له تاريخ نه دغوپاکستاني جنرالانو دافغانستان سره په سوله اوښه گاونډي توب کي ژوند ته زړه ندی ښه کړی،تل ئي دافغانستان په کورنيو چاروکي دلاس وهنې پروسه ژوندی ساتلې . البته په افغانستان  کي به هم دوخت حکومتونو پدغه هيوادکي دپښتنو اوبلوڅودحقه حقوقو دترلاسه کولوپه خاطر دازادي غوښتونکي جنبش نه ملاتړ کړی وي . مگرپه دومره سپين سترگی اودوامداره دښمنۍ سره نه لکه چي پاکستاني جنرالان تر اوسه دوام ورکوي .

له لويه سره په پاکستان کي افغان دښمنوځواکونو ددې لپاره تلاښ کړی چي له نړيوالو شريطواوحوادثونه په استفادي سره  دوه مخی سياست پر مخ بوزي اوزموږ دهيوادپه ورانۍ اوافغان ولس په بربادی کي خپلي گټي وساتي .

دوي دسړې جگړې په دوام کي دامريکاله دغه سياست نه په استفادې سره چي افغانستان دسيټو اوسينټو غړېتوب ونه مانه اوفعاله بېطرفي ئي غوره کړه،تردې نامه لاندي چي افغانستان دشوروي د سياسي نظام يوه سپوږمکۍ ده ،دخپل هيواد دپوځی ځواک دغښتل تيالپاره استفاده وکړه .

کله چي په افغانستان کي داودخان کودتاوکړه او دولتي واک ته ورسېد، دهغه تر لومړی وينا وړاندي ددوي ډله ايزورسنېوپه دروغجنوتبليغاتوخوله خلاصه کړه اوتبليغ ئي پيل کړ چي په افغانستان کي يوشوروي پلوه کافر حکومت راغلۍ . دهمدې موقع نه په استفادې سره ئي په افغانستان کي دجميعت گوندچي مشري ئي دبرهان الدين رباني پر غاړه وه احمدشاه مسعود اوگلبدين حکمتيار دنوروڅونفروسره دداودخان پر خلاف وسله وال پاڅون په موخه په پاکستان کي تر روزنې لاندي ونيول او دعملياتولپاره ئي افغانستان ته راولېږل خوهغوي   په پنجشير اوکنړکي ونسوه کولاي  په غلچکيو برديونودداودخان رژيم ړنگ کړي .

پايله داوسوه چي يوشمير ئي زنداني اوياله منځه ولاړل ،اوځيني لکه گلبدين او احمدشاه مسعوددوباره پاکستان ته وتښېدل .

امريکاتلاښ وکړ داودخان دشوروي پر خلاف راوپاروي اوپدې موخه ئې هغه دنړی يوشمير هيوادوته دسفرلپاره وهڅاوه،عربي هيوادوته ئي سفر وکړاوپاکستان ته  هم ولاړ،خو پاکستاني جنرالانودهغه مخالفين پلاس ورنکړه اونه ئي زنداني کړه . پاکستاني جنرالانوتل دراتلونکو حوادثواوپلانودپلي کېدوپه موخه دافغانستان په وړاندي خپل ريزرف ساتلی دئ . جريانات داسي راغلل چي دداودخان پر خلاف هم کودتا وسول اوپدې کودتاکي دواو غاړو يعنې شرق اوغرب رول درلود ،ترڅودازمينه برابره سي  چي پدې هيوادکي يوبل سياسي تغير راسي .

البته لکه دبل هر زبرځواک لپارهد شورويانولپاره هم ددوي په بغل کي ددوي سره مخالف دولت دمنلو وړنه وو،خوغربی نړۍ دهغۀ په سرکي امريکابياغوښتل داسي امکانات برابرکړي تر څو دروسې پښه افغانستان ته داخله اوپدې پلمه دافغانانودپاکو اوسپېڅلو احساساتونه په استفادې سره شوروي په افغانستان کي گونډه کړي اودويتنام قصد ورنه واخلي .داستخباراتي شبکودغه اوپراتيفي  لوبي خپلو اصلي او اساسي موخوته درسېدولپاره په مختلفو بڼورواني وې . پدې وخت  کي  چي دبيژنسکي پروژه دميخائيل سرگېويچ گرباچف اودهغه ديارانو په وجودکي بريالیتوب په لور روانه وه اوپخوانۍ شوروي اتحاد دړنگېدوپه حال کي وو، گرباچف په افغانستان کي جگړه په وينو لړلۍ زخم وباله اواعلان ئي وکړچي ددوي پوځي ځواکونه به له افغانستان څخه وزي .ددې پروسې دبريالي پاي ته رسېدولپاره دژنيودتوافقاتوپروسه چي پخوا پيل سوي وه نوره هم غښتلې  اوگړندی سوه . دژنيوتوافقات لاسليک اودواړوغاړو يعني شوروي او امريکا دملگرو ملتودسازمان تر نظارت لاندي  ددغې لوزنامې پر پلې کېدودکنترول اونظارت مسوليت پر غاړه واخيست . خوجالبه داده  چي دغه هيئتونه لادژنيونه دخپلو هيوادوپه لور  نه وه روان چي دامريکاد بهرنيو چارو وزير جورج شولتز  يوه اعلاميه خپره کړه  چي په هغه کښي راغلي وه که چيري شوروي له افغانستان دحکومت سره مرسته وکړي ،امريکابه له تنظيموسره خپلې مرستي دوامداره وساتي ،اوبل مقابل دشوروي رژيم دبهرنيو چارو وزير ادوارد شواردنا دزی  هم  دخپل ديپلوماتيک استازي لخوا اعلاميه خپره کړه ،چي شوروي به دافغانستان ،شوروي دمعاهدې له مخې دافغانستان له دولت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي .

د شوروي ديرغل په وخت کي پاکستاني چارواکي اوپوځی جنرالان پدې ښه پوهېدل چي امريکا اونوره نړۍ په افغانستان کي دجهاددبرياليتوب سره چندان علاقه نلري  ،هغوي دشوروي اوشرقی بلاک په وړاندي  خپلې  موخي لري اوغواړي دغوموخوته درسېدولپاره دافغانانوڅخه پدي نامه چي هيوادمو اشغال اوگويا شورويان تودو اوبوته ځان رسوي په افغانستان کي دجگړې اورتازه ساتۍ . دشوروي پر وړاندي  ددغه امريکايي موخو برکت وو،چي دپاکستان پوځ دسيمی يومډرن اوعصري پوځ سو،همدا وخت دی چي دامريکاتر ږيره لاندي پاکستان  په اټومی ځواک بدل سو.همدا امريکا اوس  حيرانه پاته ده که چيري په پاکستان کي دامريکا دښمن ځواک دولتي واک ترلاسه کړي نو لومړۍ سرگلوله به دامريکادگټوپر خلاف استعماليږي .همدا دليل  امريکا اونږدې ملگري ئي وارخطا کړي دي .

په امريکاکښي د۲۰۰۱ کال تر پېښي وروسته کله چي په افغانستان کي دپاکستان پلوه ژريم کمبله دبن لادن دملاتړ په بدل کي ټوله سوه ،بياهم پاکستاني چارواکو دامريکا اونړيوالي ټولنې سره دهر اړخيزه مرستي اوددوي له سياست نه دملاتړ په موخه دهمکاری ټټر وټکاوه . پدې بهانه هره مياشت پاکستاني پوځيانوسل ميليونه ډالر ترلاسه کوي .البته ددې په څنگ کښې ئي نوري مرستي چې موږ نه پرې  خبر ېږوهم ترلاس کړي دي .

په هر حال نړيوال شرايط داسي راغلل چي نور پرويزمشرف دامريکالپاره دزغم وړنه وو،اړينه ولېدل سوه  چي په پاکستان  کي دټاکنوتر نامه لاندي يوبل څوک واک ته ورسېږي .دوي نواز شريف ښه پېژندی ځکه ئي تر هغه زرداري ،غوره وباله . اودبېنظير بوټودقربانۍ خوب ډيرو له پخوانه ليدل کېده . دزرداري نوم  ځکه مطرح سو چي له پخوانه په پاکستان کښي بهرنيوڅارگرواوپاکستاني جنرالانوپوسيله په يو شمير مذهبي تنظيمونوکي داسلامي بسټپالي روحيه ورځ په ورځ غښتلې کړې وه ،ځکه نودابه يوڅه مشکله واي چي يوځل بيا بنظيره چي ښځه وه دپاکستان  حکومتي مشره سوې واي ! خوددې مسلې څېړل اوس  زما موخه نده .

په پاکستان کي لومړی سياسي حالات ترينگلي سول اوبيادبېنظير ي بوټواونوازشريف تر منځ چي دواړه له بهرنه يعني  يوله سعودي عربستان اوبله له لندن څخه پاکستان  ته راغلل دامريکاپه نېغه مداخله يو نيم بنده ائتلاف جوړسو،بېنظيربوټو دپلان مطابق له منځ ولاړل اودخلکوداحساساتونه په استفادې سره ښاغلي زرداري چي چندان شهرت اومحبوبيت ئې نه درلود، واک ته ورسېد.داچي بيادده اونوازشريف ترمنځ څه ناندری راپېښي سوې دابله خبر اوبل پلان وو،پايلي به ئي وروسته راڅرگندي سي .

دزرداري دواک ته رسېدوسره پاکستاني جنرالان خوابدي سول ،ځکه داسړۍ ددوي کانديد نه وو، اودبلې خوا دغې کورنۍ تل  ددوي له لاسه ځان په خطرکي باله .ځکه خو بېنظير بوټوباندي  په کراچي کي دلاريوپه وخت کي دلومړي ناکامه بريدنه وروسته  هغې په ډاگه ډله ايزو رسنيوته په خپلو خبروکي ئې :((  پوځ ،اورپکي او محافظه کارغړي ددې د وژلو په هڅه کې په لاس درلودو تورن کړه )) بې بي سي د۲۰۰۷ کال داکتوبر

البته پاکستان ته د بېنظير بوټو تر ستنېدوډير پخوا داسې گنگوسې وې چې پر دې به بريدکيږي .

دپاکستان سياسي تاريخ داثابته کړې ، لکه په ترکيه کي پاکستاني جنرالان  اوداستخباراتو سازمان  هم ځانته داحق ورکوي چي دولتي مشرتابه په خپله خوښه وټاکي اوپه هره نړيواله لوبه کښي خپلي گټي ولټوي او دوه مخۍ سياست پلي کړي . دادی ددغه دوه مخې سياست پايله داسوه،اوس ددې سره چي له يوې خواپه افغانستان کي تر اويا(۷۰) زرو زيات په مډرنو وسلو سمبال روزل سوی بهرنۍ پوځ دتروريزم اوبنسټپالی سره دمبارزې  په نامه دا اته کاله اوسي اودبلې خوادپاکستان پوځي ځواکونه دامريکا اونړيوال ټولنې سره دبې ساري مرستي  اوهمکاري لاپي وهې گورو،نه يوازي داچي دابنسټپال اوياتروريستان  ،په هرنامه چې یې بولۍ ونه  ځپل سول ،بلکي دډله ايزو رسنيو اودامريکادبهرنيوچارو دوزيري  ميرمن کلينتون ،دانگلستان دلومړی وزير گورډن براون ،دناټو دمشرتابه اواروپايي ټولنې دمشرانوپر خوله همدا يوه خبره ده چي وايي پاکستان دنړی والي ترهگری په زاله بدل سوی او۲۰۰۹ ز کال دچلنجونواوگواښونو کال بولي  .

بلې خواته دطالبانو وياند ذبیح الله مجاهد دامريکادسی ان ان ((CNN ))دراپور تر   نیک رابرټسن سره په يوه مرکه کښي چي دروان م کال دمۍ پر پنځمه یې کړې اوزموږ دپېژندل سوي ليکوال اوژباړونکي ډاکتر  نثار احمد صمد لخوا پښتوژبې ته راژباړل سوې  په ډاگه وايي چي موږ به داجگړه گټو،مکمله رپور په لراوبراودعوت  ويبپاڼو کي لوستلاي سی .

 افغاني بېچاره چارواکي پدې خوشحاله دي چي دادی اوس بهرنيانو اودهغه په سرکي امريکا ومنل چي دټول اورله پاکستان څخه راپورته کيږي ،هلته بايد وځپل سي .خوپدې ئي نه پوهېږي چي ددغو ځپلوتر نامه لاندي به بيا څوک ځپل کيږي ؟دا ددې ښکارندويه ده چي افغاني چارواکي څومره ضعيف سياست کوي اوتراوسه لاپدې خوشحالېږي چي گويا بهرنيانو ومنل دفساد منبع چيري ده،پداسي حال کي چي دغه دفساد منبع دوي رازېږو لې اولويه کړېده ،دوي په پوهېږي چي څه کيږي .که داسي نه وي نوبيا دامريکا اواروپايي ټولنې دڅار ادارو دروازې بايد وتړل سي اوددغومره بې حسابه لگښتنومخه ونيول سي چي ددو پر سر کيږي .خو داسي نه ده دوي ښه پوهېږي اوپوره ئې ويني چي دمځکې پر مخ کومي لوبې اودچالخواپه کومه بڼه  رواني دي .

سوال دادی چي په رښتياسره به القاعده اوپاکستاني بنسټپال ځپل کيږي اوکه به تر دې نامه لاندي دپښتنو پاته کسان له منځه وړل کيږي؟ اوداجگړه به دتروريزم پر خلاف دډيورنډ دلعنتي کرښې پر دواړو غاودپښتنو دله منځه  وړلو لپاره څومره وخت نورهم دوام مومی؟داهغه سوالونه دي چي تر اوسه لابې ځوابه پاته دي .

د اچي اوس بهرنيان  دهغوي په سرکي امريکاددې سره مخالفت نه کوي  اومني چي پاکستان دنړيوال طرح  گريوځاله ده،نوداديهم ومني چي پدې ځاله کښي تل دبچوڼودزېږېدولپاره هگۍ دپاکستان استخباراتي اواردوجنرالان ايږدي .

دادهيچالپاره دمنلو وړنده په هغه هيوادکي چي هرڅه دهغه هيوادداستخباراتي شبکواونړيوالوڅارگريو سازمانوپه مالي اومادي مرستو زېږېدلي،لوي سوي  او روزل سوی وي اوس دې نه سي چوپولاي اويائي داوسېدو ځايونه له دوي نه ورک د ي ؟؟؟؟؟ هغه دچاخبره  دوي دخلکو په سترگو کي خاوري شيندي .

دبېلگي په توگه دهرالد تريبيون ورځپاڼه  چې  په بريتانيا کې چاپيږي ان، د۲۰۰۶ م کال دجوزا دمياشتي په څلرمه نيټه په خپرې  شوي گڼې کې په افغانستان کې دنا ارامنيو دډيرېدواودپاکستان داستخباراتي سازمان ( ISI  )   درول په هکله مشهور ليکوال  امين صيقل په خپله مقاله کې ليکي : ((تحليلگران استخبارات (سازمانهای جاسوسی) غربی به صورت گسترده ای معتقدند که بدون حمايت پاکستان و اجازه استفاده از قلمرو اين کشور، طالبان نمی توانستند تا به حدی که امروز ديده مي  شوند، منسجم شده و قدرت مقابله با ارتش افغانستان و نيروهای ائتلاف را پيدا کنند.)) هغه وروسته ليکي((  حتی اگر جنرال پرويز مشرف رييس جمهور پاکستان، شخصا به سياست عدم دخالت در افغانستان متعهد باشد، نمی تواند ادعا کند که سرويس استخبارات اين کشور و همچنين نيروهای بنيادگرای اسلامی، چنين تعهدی را رعايت می کنند. نيروهای بنيادگرای پاکستانی باور دارند که دير يا زود نيروهای ائتلاف از افغانستان خارج خواهند شد و اين امر راه را برای تعيين سرنوشت اين کشور توسط همسايگانش هموار می سازد. دليکونکی په وينا ((با درنظرداشت اين مساله، پاکستان می خواهد در جايگاهی باشد که بتواند منافع خود را در آينده افغانستان حفظ کند و مانع تقويت حضور ديگر بازيگران منطقه به خصوص هند و ايران در افغانستان) شود.

دخيبر دتلويزيون سره په يوه مرکه کې دنشل عوامي گوند مشر سفنديار ولي واضح اوڅرگند وويل چې : پاکستان دتروريزم  په خلاف جگړه کې صادق نه دی اوپه افغانستان کې يې خپل رښتيني کردار نه دي ترسره کړي ،هغه زياته کړه د پاکستان له لوري  اوس هم دافغانستان په وړاندي يوه منظمه جگړه روانه ده ،اوپه افغا نستان کې  يې دروانوغلچکي  بريدونو او ورستيو زړه بوږ نوونکو پېښو ملامتي پر پاکستاني چارواکواچوله اوڅرگنده يي کړه چې طالبان په يوازني دداسي منظمو حملو او بريدونو توان نلري  . افراسياب خټك وايي : دتروريزم سره دمبارزي اودافغانستان په هكله دپاكستان سياست ريښتونی سياست نه دي  د همدغه  دروغجن سياست له امله پاكستان ته داټولي ستونزي اومسئلي راولاړي شوي دي  پاكستان ته په كارده ترڅودرښتيني سياست  لاره غوره كړي اودتروريزم سره دجګړي په ډګر كي خپل رغنده رول ولوبوي ،او دافغانستان په وړاندي ددښمني اودوه رنګي له سياست نه لاس واخلي .

همدا ډول پدې ورستيو دريوکلنو کښي داروپايي ټولنې دهيوادو اوناټودسازمان مشرتابه ،دکاناډا او امريکا دبهرنيو،اودفاع وزيرانو،ديپلوماتيکو استازو،جنرالانودافغانستان درواني غميزي ددوام اساسي لامل پاکستاني جنرالان اودڅارگری سازمان بولي .اودپاکستان دولت ئي په افغانستان کي دپوځی اوسياسي لاسوهنوپه تور تورن کړی ،داعترافونوداسلسله همدا گړۍ هم روانه ده .خوزموږ اوبې شميره نړيوالونه دا ورکه ده چي ولي دوي له يوې خواداسي تبليغات کوي چي دخپل پوځ اوپلويانو پر مورال ئې منفي تاثير لري اودبلي خوائي دورکېدواساسي چاره نه کوي ؟

همدا اوس هم دپاکستان پوځيان پدې ښه  پوهېږي چي څنگه  ددغوکړکېچنو حالاتونه گټه پورته کړي ؟

ماډير پخوا يوه ليکنه کړې وه اوهلته مي دغه مسلې ته گوته نيولې وه چي پاکستاني جنرالا ن ديوې بلي کودتالپاره پلمې لټوي .اوس هم پدې باو يم ،نن که سبا،ژر ياورسته به همدا پاکستاني جنرالان په خپل هيوادکي دسولي اوثبات دراوستلو تر نامه لاندي  پرټانکونوسپاره دښارواټوته راووزی اوپوځې حکومت به اعلانوي .

همدغۀ موخې ته رسېدولپاره همدا اوس دوي  په يوه فير دوه نښانه ولي :

اول : دوي حالات دومره کړکېچ کوي چي  نړيواله ټولنه  اودهغوپه سرکې امريکايان داومني چي په پاکستان اوسيمه کي دبنسټپالوځپلو،ساتلو اوياداړتياپه وخت کي داستفادې په موخه د پاکستاني وسله وال ځواک مشرتابه تر ټولو ډاډمنه هسته اوځواک دی،ځکه نوبايد وساتل سي اوتر همېشنۍ حمايې لاندي وي . که اړتياسو دحکومتونودتبديل بهترينه وسيله همدوي گرځېداي سي .

دوم : دبسټپالوسره دهراړخيزي مبارزې اوجگړې په نامه دوي مالي اومادي مرستي ترلاس کوي ،پر هندخپل سياس اوپوځي فشار ساتي اودبلې خوانړيوال پدېډاډمنه وي  چي  تر ټوله دښمنه هسته همدا پښتانه دي .دوي بايدداسي  وځپل سي چي بياسر راپورته نکړي . له بدمرغه ددې خبري دثبات لپاره پاکستاني پوځيان دطالبانوپه نامه دپردې شاته په خپل لاس جوړي سوې  ډلي په مرسته د اسلامي  بنسټپالوپه څېره کي دپاکستان دمذهبي گوندونوپه ملاتړ دکرښې دواړو غاړوته  دپښتنو اوبلو څو په سيمو کې دافغانستان اوهلته  دبهرنيو ځواکونوپر خلاف دنا امنيوددوام لپاره استفاده کوي ، آن داچي اوس داخبره هم تر غوږوکېږي چي په  پاکستان کي دترهگرو په مرسته  دجنوبي افريقا اوپه ځانگړې توگه دسوماليا دريايي غله هم روزل کيږي . داچي په لندن  اويوشمير نورواروپايي هيوادوکي  دترهگرودبريدونوپه تور يوشمير کسان نيول سوی اوهغوي اعتراف کړی چي په پاکستان کي روزل سوی وه داخبره اوس هم نده  زړه سوې .  

دا چي دپاکستان داستخباراتو پخوانۍ مشر جنرال حميد گل ډله ايزو رسنيوته وايي :((که امريکايان افغانستان پرې نږدي  پاکستان له يوې  پوځی کودتاسره مخامخ کېږي .)) جنرال حميد گل هغه څوک دی چي دافغانستان سره ددښمنۍ لوي اوروښانه  تاريخ لري . اوپه پاکستان کښي هم داټولي بنسټپالي ډلي ،تنظيمونه اوبانډونه  دنړيوالو څارگرولخوادده پر لاس جوړسول .په افغانستان کي دبسټپالۍ په رواج اوپراختياکښي هم دهمدې جنرال ونډه تر بل هرچاډيره ده ،اوهمدا اوس هم دټولومذهبی ډلو،تنظيمواوگوندونوسره نږدې اړېکي لري . زه اوس پردي نه  ږغېږم چي داښاغلي خپله دغه ويناپه کومو بهانواودليلوکي رانغاړي .

خوحقيقت دادی چي حميدگل،جنرال پرويزمشرف اويوشميرنوروجنرالانوپردې خبره چي بايد په پاکستان کي ديوې بلي کودتالپاره امکانات برابر سي  سلا شوي . دپاکستان اوسني حالات اوگډوډۍددې خبري دپخلی بهترينه بېلگه ده . دانښې نښانې تر سترگو کيږي چي داځل به هم په پاکستان کي يوه بله پوځی کودتا پدې بهانه وسي چي په پاکستان کي مذهبي تنظيمونه اوگوندونه دامريکاسره دښمني لري  اوياداچي امريکادبې پيلوټه الوتکوپه مرسته دترهگروپټن ځايوويشتلوحساسيت راپارولی ځکه نودوي ته ملکي دولت دمنلو وړندی اونه هغوي دملت داداري توان لري .  دامريکالپاره به ئي پلمه داوي چي بنسټپالو غوښتل دولتي واک تر لاسه کړي . دبلې خوائي پدې هم ډاره وي چي که دپاکستان  بنسټپالوته دولتي واک پلاس ورسی،نودپاکستان اټومي دستگاه به په قانوني توگه ددوي په واک کښي وي ،ددې لپاره چي داناخوالي نه وي تر سره شوي اړينه وبرېښېده چي پوځيان دولتي واک ترلاسه کړي ،ترڅو په سيمه کي امن راسي اودبنسټپالو دواک ته رسېدو مخه ونيول سوې وي . دابه هم وايي ددې لپاره چي پاکستان دخپل مينځی جگړې په ډگربدل نسي اړينه ده چي پوځيان دسياست ميدان ته راودانگی .البته نوري په لسهاو پلمې اودلايل سته چي له هغونه پاکستاني پوځيان دواک دترلاسه کېدوپه موخه استفاده وکړي .

ځکه خو جنرال حميد چي پدې پوهېږي دامريکالپاره دومره ژووتل ستونځمنه خبره ده وايي که تاسو نه وزی دلته کودتاکيږي ،يعنې دابه ئي هم يودليل وي ،او وايي به چي موږ دير پخوا وړاندوينه کړې وه .

جنرال حميد گل دامريکايانو داتبليغ چي بنسټپال غواړي دپاکستان اټومي وسلوته لاس رسۍ پيداکړ ي يوازي پوچ تبليغات وبلل  اودائې څرگند کړه چي گوياامريکايان غواړي دپاکستان اټومي قدرت له منځه يوسي ،اوڅرگنده ئي کړه چي دامريکاموخه دپاکستان اټومي طاقت له منځ وړل دی . خودجنرال په دغو څرگندونوکي دا له ورايه برېښي ، دوي ډاډه دي چي داسي نه سي کېداي .

زه به جنرال صاحب ته داهم ووايم چي داسي نده جنرال صاحب ! اونه ستاسو داخبره څوک ستاسوسره مني ،ځکه ټوله نړئ پدې پوهېږي چي دامريکالپاره په سيمه اونړی کښي پاکستان ځانگړي ارزښت لري ،اوپدي ارزښت تاسو هم تر هرچا زيات پوهېږی ؛ځکه خو کله ناکله پر خپل بادار نازونه هم کوي . زماددي خبري دپخلي لپاره زه يوازي د

د امريکا د کانګرېس يوې غونډې ته د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ريچرډ هولبروک داڅوټکي ورپيادوم چي وايي :(( زه به تاسو ته دا ووايم چې پاکستان د امريکا لپاره له ستراتيژيک پلوه او له سياسي پلوه دومره ډېر ارزښت لري، چې زموږ هدف بايد په روښانه توګه دا وي چې د منتخب ولسمشر اصف علي زرداري په مشرۍ د پاکستان د ديموکراتيک حکومت ملاتړ او د ثبات لپاره يې مرسته وکړو .))

دبلې خواکه دجنرال صاحب دغه خبري يوڅوک دقيقي ولولي پرې پوهېږ چي څومره غولونکي اوپارونکي دي .دغه ښاغلي له يوې خوادپاکستان سره دامريکاپر  بې ساري ملاتړ پېڅول اچوي  اودبلې خوانه بسټپالوته وايي چي امريکانه غواړي تاسودپاکستان په دولتي واک کښي غوښن  گډون  ولري ، نوخپلې دښمنۍ ته دوام ورکړي .

له کومه ځايه چي له بدمرغه  ټول بنسټپال په پښتنوکي زيات نفوذ لري  اوپدې سيموکښي ئي ځالي ورته جوړي کړې، ځکه دايوازنۍ جنگيالۍ قوم دی  اويوازنۍ قوم دی چي پر وطن اوعقيده سرورکوي .نوکه دغه دښمني نوره هم تيزه شي  پايله به  ئې د اوي چي دډيورنډدلعنتي کرښې دواړو خواوته پر پرتو قومونوبه ځمکه اواسمان اورسي .دپښتنو اوبلوڅو داوسېدوسيمي به په نړيواله کچه دشرارت اوفسادپه سيمه شهرت ومومي ،چيري چي  پښتون  اويابلوڅ وي خلک به دنفرت په سترگه ورته گوري . هريوهيوادبه دادځان حق بولي چي دنړيوالي ترهگرۍ دځالي په نامه داسيمه وټکوي . پاکستاني جنرالان اوحميدگل  يا د پاكستان پخواني سفير رستم شاه مهمنداونورڅه غواړي ؟ هغه متل دی وايي : ((ليوه له  خدايه څه غواړي ؟  يوازي باد اوباران.)) دا دافغان ولس دښمنان  يوازي همداغواړي  اوبس .

چي تير کال دپاکستان دطالبانو سره دروغې پنځلس مادې  تړون لاسلیک شو . که څه هم په دې تړون کې ویل شوي وه چې طالبان به د ځان وژونکو او ریموټ کنټرول بمونو د استعمال د زده کړي مرکزونه بندوي خو دې ته اشاره نه وه شوې چې ایا هغوی به پوځي اقدامات یوازي دپآکستان په خاوره کې بندوي اوکه په افغانستان کې هم جګړې ته کسان نه استوي . خودسياسي څېړنکو په نظر همدامنل چي دوي به دځان وژنکواوريموټ کنترول بمونوداستعمال دزده کړی مرکزونه بندوي،پردې خبره شاهدي ورکوي چي دامرکزونه هلته شته .

دمۍ پر ۲۵ نېټه بیت اله مسود خبریالانو ته په جنوبي وزیرستان کې داهم وویل چې له پاکستاني پوځیانو سره به جګړه نه کوي، دده په وینا داجنګ د پاکستان او اسلام پرضد نه دی ،خو ده څرګنده کړه چې په افغانستان کې به جګړو ته دوام ورکوي . دغه ډول څرگندونې ددې ښکارندوي دي چي کله پاکستاني جنرالان وغواړي بياهمدا انسان وژونکی دخپلو بادارانوپه وړاندي له بل ډول سياست نه کا اخلي .

 خوپه رښتياسره دافغانستان په اړه  ددي تړون يوه ماده پلې نسوه اونه هم هلته داسي ماده وه  چي په سيمه کي دي دسولي دتينگښت سره مرسته وکړي .پدی تړون سره پاکستاني جنرالانو له امريکا اونړيوالي ټولنې نه په سلهاوو ميليونه ډالر ترلاسه کړه .که په رښتياسره دپاکستان حکومت ،پوځ  اودڅارسازمان  آي ايس آي داعلاقه درلوداي چي دځان وژونکومرکزونه  له منځه يوسي اوس به ئي دا اعلان نه کاوه چي په سلهاوځان وژونکي ئي روزلې اودځان وژنې لپاره تياردی .

ددغوظالمانه اوپښتون دښمنو پټو اوښکاره تلاښونو پايله داسوه چي د امريکا دکانګريس کې د بهرنيو چارو کمېټې ته د وينا پرمهال دامريکا دبهرنيو چارووزيره هيلاري کلنتون وايي : پاکستان امريکااو ټولې نړۍ ته ((مرګونی ګواښ )) دی .هغې زياته کړه، پاکستان طالبانواوسخت دريځو ته دسوات په څېر سيموکنټرولولو  لپاره واک او اختيار ورکوي .

مېرمن کلنټن ويلي چې د پاکستاني دولت پايښت له جدي ګواښ سره مخامخ دی :

(( زما په اند د پاکستان دولت ته د مخامخ ګواښ د جديت کچه خورا ډېره زياته ده، چې له ترهګرو سره تړلې ډلې په دوامداره توګه فعاليت کوي او له پلازمېنې اسلام اباد څخه يوازې د يوڅوساعتونو په واټن کې دي . دغه ډلې هڅه کوي د پاکستان دولت چې په اټومي وسلو سنبال دی، ونړوي، . . .. ))

دکره معلوماتوله مخې دغه تړون چي په سوات اويوشمير نوروسيمو کي به اسلامي شريعت نافذېږي  هم دپوځيانوپه هڅونه په دې وروستيو کې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري لخوالاسليک شو، چې له نړيوالو غبرګونونو سره مخامخ شو . بې بي سي  .

په همدې غونډه کي مرمن کلينتون وايي   : ((من فکر می کنم که حکومت پاکستان بگونه بنیادی و اساسی به طالبان و هراس افگنان واگذار شده است .))

دامريکادبهرنيوچارودوزيري خبري زماددغۀ ادعاښکاره ثبوت دی چي پاکستاني جنرالانو څومره ماهر اوپه کومه بڼه کولاي سي دامريکاغوندي يوه هيوادنه ددغه ډول ډار دراپيداکېدوپه نتجه کي ستر امتيازات ترلاسه کړي .کله چي دامريکالخوادبارک اوباماپه مشری دافغانستان اوپاکستان لپاره نوي ستراتېژي جوړېده ددواړو هيوادومشران اونور چارواکي ئي واشنگتون ته  وروبلل ،پاکستان  سپين چک اوافغانستان ته دامريکااو اروپايي ټولني لخوادنورپوځ دلېږلو امتيازترلاسه کړ .سره لدي چي دامريکا ولسمشر بارک اوباماپدي ورستيوکي  پاکستان ته يونيم ميليارد ډالرودمرستي په اړوندداخبره کړې وه چي نوربه پاکستان ته سپين چک ورنکړي دهر غران ياډالر حساب به ځيني غواړي .مگر پاکستاني چارواکي بريالي سول چي مالي امتيازات ترلاسه کړي اوپه سياسي ډگر کي دامريکا ټوله مشرتابه داپه ډاگه وايي چي پاکستان ددولي لپاره په سيمه کښي همېشنۍ ستراتېژيک ارزښت لري .

څه موده وړاندي دتوکيوپه کنفرانس کي چي ددموکراتيک پاکستان سره دمالي مرستي ترنامه لاندي دنړۍ د۴۰  هيوادو داستازو په گډون جوړسو يو ميليارد ډالره امريکا ،يوميلياردجاپان ،درې ميليارده نوروهيوادو اوهمدا دول نړيوال بانک اونړيوال صندوق له پاکستان سره څوميليارډو ډالرومرستي وعده وکړه.

داچي ټوله نړۍ ئي گوري دوي څه کوي تاسو واورېدل چي دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک  دثورپر دوهمه  هندوستان اوافغانستان پدې ملامت اوگرم وباله چي گوياله هغه لوري بلوڅو اورپکوته وسلې اومرمۍ رارسېږي .

ښاغلي ملک رحمان له بي بي سي سره په مرکه کې وويل چې وسلې او مهمات طالبانو ته له افغانستان نه ور روانې دي . هغه وايي ((دا ملايان له مالي پلوه له ډېرو بې وزله کورنيو څخه دي، او ان د دوو وختونو د ډوډۍ وس نه لري، نو دوی دغه وسلې، نوي ګاډي وسايل او ايف ايم راډيوګانې کمپيوټرونه او دليزر رڼاپه مټ توغېدونکي توغندي څنګه ترلاسه کړل . او له کومه ځايه يې ترلاسه کړل، زه پوښتنه کوم، ځکه نو زه له نړيوالې ټولنې غوښتنه کوم، که دوی ته دغه اکمالات د افغانستان له لارې کېږي، دې ته بايد کتنه وشي . د اکمالاتو دغه سرچينه يې وچه کړي، ځکه چې همدغه سرچينه ترهګري پياوړې کوي .)) bbc

بلې ! موږ هم پرې پوهېږو دغه ملايان نه يوازي داچي دوچې ډوډۍ وس نلري بلکي دوسله والودروزلوعلمي توانايي هم نلري اونه هم داسي پوځی عمليات بيله يوه ماهر مربي نه پلي کولاي سي لکه چي همدا اوس ئي پلي کوي .ترټولو مهمه لاداهم چي دغوملايانو داجنگی تاتکتيک اودوسلو استعمال چيري زده کړي ؟ بلې ،پدي هر څوک پوهېږي چي دوي داهر څه دپاکستاني اوايراني استخباراتي شبکوپه مرسته اوعربي شيخانود پيسو په برکت ترلاسه کړه .  

پاکستاني چارواکي دغه ټکي ته هم بايد جدي پام راواړوي ،دافغانستان غوندي هيوادچي د ناوړه سياسي ،پوځي،اقتصادي اوټولنيزوستونزوسره مخامخ دی  ،لوږه اوبيکاري اوج ته رسېدلې .په دولت کي دقدرت پرسرمرموزه جگړه په خرپ روانه ده ،ترملي اوکورنيو ځواکونو دبهرنيانودهغوپه بغل کي دگاونډيانولاسونه پراخ پورته اوکښته کېږي  ،څنگه کېداي سي دپاکستان غوندي هيوادپه کورنيو چارو کي لاسو وهنه وکړي اويادپاکستان دولتي مخالفينوته وسلي اوپيسې ورکړي ؟؟؟؟؟ دابه يوڅه منلووړنه  وي .

تر ټولو زورونکې اوحيرانوونکې خبره داهم  د ه چي گوردن براون دسيمي په اړوند دنوي ستراتېژی په طرحه کي

دبرتانيا پارلمان ته ددغې ستراتيژۍ د جزيياتودوړاندې کولو پر مهال وويل چې د افغانستان او پاکستان له خوانړۍ ته ور پيښو گواښونو ته بايد له دې وروسته په جلا توگه ونه کتل شي .

ښاغلي براون د برتانيا پارلمان ته وويل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پرته سيمه د نړيوالې ترهګرۍ ځاله ده اوله همدې سيمې القاعده او اورپکي د عملياتو پلانونه جوړوي .

ښاغلي براون وويل چې نړيواله ټولنه بايد همدې سيمې ته پام ډېر کړي :(( د نړۍ لپاره تر ټولو لوي لومړيتوب د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سيمې دي، دادنړيوالې ترهګرۍ بټۍ ده، دا د نړيوالې ترهګرۍ د ټوکېدوسيمه ده . دلته د هغه ځنځير سر پروت دی، چې د افغانستان او پاکستان غرونه د برتانيا له کوڅو سره نښلوي .

دانگليستان دمشرتابه داډول څرگندونې دپاکستاني جنرالانوپه وړاندي يوبل زرغون څراغ هم روښانه کوي ،هغوي هم له لندن سره دامنې چي بلې ! صاحب همداسي ده ،له همدې سيمې اوهمدي خلکوپر تاسو ټولي نړی گزارونه کيږي .

زه پداسي حال کي چي دانگليسي سياستوال پيډي اشډاون چې وايي د تګلارو پرځای دې د حل پرلارو پام وکړل شي يوڅه موافق يم دوينا دگه ټکی ئې پر ځاي بولم چي وايي  : (( که چېرې د دې مرکزي ټکی پر دې ټکی پوهېدل وي، چې د افغانستان او پاکستان لپاره يوه ګډه تګلاره شته،اودادواړه يو له بل سره تړلي دي، فکر نه کوم چې په دې کې دې کومه نوې خبره وي . که دا موضوع په هلمند کې زموږ کوم يوه سرتېري ته وواياست، درته وبه وايي چې دا خودلمر په شان يو روښانه حقيقت دی . پوښتنه په دې کې نه ده، چې هغوی سره تړلي نه دي، ځکه چې هغوی له اوږدې راهيسې سره نښتي دي، پوښتنه دا ده چې په دې باره څه کېدای شي .))

بلې ! 

همدا اوس دانگليستان  دپوځ شمير نږدې ۹۰۰۰تنو ته رسېږي .همدا ډول امريکا هم غواړي پر خپل پخواني ۳۵زره کسيزپوځ باندي ۱۷زره نور هم ورزيات کړي اوهمدا ډول له اروپايي ټولنې اوناټو غړي هيوادونه غواړي افغانستان ته نور پوځيان هم ولېږي . داکاربه هم وسي  ،خوتراوسه دکلاوي سر و ورک غوندي معلومېږي ، داسي ښکاري چي په افغانستان کي دترهگروسره دمبازي په نامه دپوځي شتون دغښتلتيالپاره تلاښ دنوروکومو پټوسيمه ايزو مخو لپاره کېږي ،کنه داترلمر روښانه ده چي پر پاکستاني جنرالانو رشتيانۍ فشار داټولي ستونزي حلولاي سي .

ماته نه معلومېږي چي ايا امريکا يي کارپوهان په رښتياسره داتصورکوي چي پاکستان دافراتېزم سره لاس په گرېوان دي ،اوکه تردي تصور لاندي بله کومه نوې لوبه پيلېږي؟

زه له دېنه ډارېږم  چي دبهرنيانو دداسي ډارونکو تبليغاتوپه درشل کي به نه يوازي داچي په سيمه کي بنسټپالي اوتمدن مخالف قوتونه په رښتياسره  پياوړي سي ،بلکي دراټوکېدلې دموکراسي به هم  نتفه کيله منځه ولاړه سي  .دلته به يوځل بيادتمدن ،علم اوعرفان کمبله ټولېږي ،اودمنځنيوپېړيورواجونه اودستورونه به عملي کيږي . خوکه داډول پروسه دهمدغو مرموزو شبکو لخواپر مخ ولاړه سی داورځ ليري نده چي په رښتياسربه ترهگراودموکراسي دښمنان داسي سرواخلي چي بيابه ئي مهارول تر ډيره بريده ناوشونۍ وي .

پدغو شرايطو کښي چي هر څه زموږ له نظره ليري اودتړلو دروازو شاته طرح اوزموږپه ټولنه  کي پلي کېږي زما وړانديز دادی چي دسيمي ټول قومونه کوم چي زورېږي اوپه ځانگړې توگه  دپښتنو اوبلوڅوقومي مشران ، ديني عالمان ،پوهان ،علمي اوسياسي شخصيتونه اوسياسي  گوندونه دخپل نسل دبقا اوپايښت  په خاطر ،دخپل نړيوال عزت او اعتبار دساتلو،دخپل تاريخ ،اوملي گټو اوتاريخي هويت  څخه ددفاع په خاطر ټول له يوه سره دغه سيمه ايزي  ستونزي ته جدي پام راواړوي  . داستونزه دولتونه نه حلوي ،ځکه دادی گوروئې چې څه کېږي ؟ او ولې کيږي .وايي مځکه هغه سوځی چي اور پر بل وي .زما په باور پدي لعنتي جگړه ياهر نوم چي ورکوي يوازي اويوازي دپښتنو اوبلو څودغيرتي قوم جرړي ايستل کيږي اوبس  .دبېلگې په توگه پدي دوو کلونوکښي دکوزي پښتونخواتر ۱۵۰۰ زيات قومي مشران دترهگروپه نامه نيست اونابود سول .القاعده ،طالب ،ملا، چړي ،ترهگر اوبل هرڅوک چي پاکستاني جنرالان اوبهرنيان ئي دورکېدوخبري کوي پر خپل ځاي ارام ناست دي .

 جالبه خبره ؟جگړه دامريکا اوبهرنيانو سره ده،مگر ښوونځۍ ورانوي ، سوځی .خبرنگار ،ډاکتر ،ښوونکی دکومي خيريه موسسي بېچاره انجينير اوياداسي نورکسان چي دپوهي اومعرفت اوروښانه راتلونکي سره تړاولري  له منځ وړي .بلې خواته دترهگروپه نامه هر ورځ بيگناه انسان وژل کيږي،ميندي  بورېږي اوماشوم بې موره کيږي .يوه ورځ مو وانه ورېدل چي دغه ياهغه پېژندل سوی قوماندان  يادتنظيم مشرله منځه ولاړ .هره ورځ دلسهاوبېگناه  انسانانو دوژلوخبر خپرېږي  اوزيات شمير ې  ددولت دمخالفينو په نامه اعلانېږي ،له سړی نه ورکه سي چي له يوي خوامو دکورنيو چارو ويزر ددولت دمخالفينوشمير دلسونه تر پنځلسو زرو اعلانوي  دبلي خوادمړو شمير اوس تر شلوزره اوړي .نه پوهېږم چي موږ اوکه دولتي چارواکي په حساب کي تيروزي .

که پښتانه دغه ملي غميزي ته جدي پاملرنه ونکړي اوديوې سپږي  لپاره چي هغه دولت اوبهرنيان دي ټول پوستين اورته ور وغورځوي  دابه دپښتنولويه تير وتنه اوپخپل لاس ځانته قبرکيندل وي .پدې هيله چي زماپه عرض مي قوم پوهېدلی وي .

يو ځل بيادطالبانو ددولت له نورومخالفينواوبل پلوته دولت اودهغوي بهرنيو ملاتړو ته وړانديز کوم چي په جگړه کي زموږ دولس بربادي اودهيوادورانۍ نغښۍ دئ ، نورموپدې نامه  ولي وژنۍ ؟او ولي موکورونه راخرابوی ،ښه به داوي چې دواړي خواوي بېله قيد اوشرط نه دخبرواوجرگوله لاري داستونزه حل کړي  .

پاچاخان  وايي : راځی يوکېږو،کنه ورکېږو.ومن الله توفيق

اخځون :

بې بې سي .۲۰۰۶ او ۲۰۰۹پښتو  ويب پاڼي نشرات

۲۰۰۹ داپريل دريمه ،او۲۳مه ،۳۰مه

ټول افغان ،تاند ،غورځنگ ،لراوبر،دعوت ويب پاڼېداپريل اومۍ نشرات

 د ۸   صبح ويب پانه

خبرگزاري  صداي افغان  ويب پاڼه

له دله ايزو رسنيوڅخه زما شخصُي ياداښتونه