د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دسړک غاړي بم چاودنې په ننګرهار کې يو تن وواژه اوبل يې تپي کړ

رپوټ: اکرام الله اکرام 11.05.2009 10:17

دغه پيښه ددوشبي په ورځ دجلال اباد ښار جنوب لورته دچمتلي په سيمه کې په يو تراکتور موټر رامنځ ته شوي چي تيږي پکې بار وې.

دننگرهار ولايتي چارواکې پيښه مني او وايې چې بم مخکي له مخکي دسرک پرغاړه ځاي پرځاي شوي وه ددغه ولايت وياند احمد ضيا عبدلزي وايې چې په پيښه کې دتراکتور دريور ټپي شوي او بل مزدور پکي خپل روح حق ته سپارلي دى .

 دا په داسي حال کې ده چې تيره ورځ ددغه ولايت دهسکې ميني په اولسوالۍ کې دبم په يوه چاودنه کې ديو رغنيز شرکت اته تنه کارکونکي وژل شوي او دپيښي مسوليت دتوري بوري جهادي محاذ وياند قاري سجاد منلی و.

ددي پيښي مسوليت لا چا په غاړه نه دی اخستی.