د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسمشرۍ ته د ۴۴ کاندیدانو ليست

ټول افغان اداره 10.05.2009 10:26

ولسمشرۍ ته تر اوسه ۴۴ کسانو ځانونه د ټولټاکنو د کميسيون سره ثبت کړي دي.

د ټولټاکنو خپلواک کميسيون به د دوه اونیو په لړ کې د دې کانديدانو له خوا سپارل شوي اسناد او د کانديدو د شرایطو د پوره کولو ثبوتونه څېړي او دوه اونۍ وروسته به پای ليست اعلانوي. په دې دوه اونۍ کې خلک کولای شي د کانديدانو په اړه خپل شکایتونه د ټولټاکنو خپلواک کميسيون ته وسپاري.

د ټولټاکنو خپلواک کميسيون پخوا ویلي دي چې د ولسمشرۍ کانديد بایدد نوم د ثبتولو په وخت کې لاندې ټکي په نظر کې ونیسي:

۱. د ولسمشرۍ کانديدان باید د قانون له مخې د کارتونو شميرې، لاسليکونه او ياهم د لسو زرو رايه ورکونکيو د ګوتو نښې د ټولټاکنو خپلواک کميسيون ته وسپاري. د يو رايه ورکونکي پواسطه د يو کانديد په اړه د شواهدو د شتون په صورت کې وړاندې شوی کارت به نور د اعتباروړ نه وی. د رايه ورکونې د جعلی کارتونو د وړاندې کولو په صورت کې به موضوع د کميسيون لخوا عدلی او قضايی ارګانونو ته راجع شي.

۲.  د ولسمشرۍ هغه شمير کانديدان چې د يو څخه د اضافه تابعيت درلودونکی وي، د نوم ليکنې پرمهال بايد داسې اسناد چې د غير افغاني تابعيت  څخه د لاس په سرکيدو ښودونکي وي، کميسيون ته وړاندې کړي. 

۳. کاندیدان باید خپلې شتمنۍ د کميسيون سره ثبت کړي. او په ټولټاکنو کې د خپلو لګښتونو په اړه کميسيون ته خپل مفصل ګزارش وړاندې کړي.

کميسيون دا نه دي ویلي چې د ګوتو د نښو د وړاندې کولو په صورت کې مناسبه ټکنالوجي لري او که نه چې د ګوتو د نښو توپير سره وکړای شي.

د کانديدانو نومونه په لاندې ډول دي چې موږ د الف وبا د تورو د ترتيب په اساس لیکلي دي.

  1. اشرف غني احمدزی ،
  2. بازمحمد کوفي
  3. بسم الله شېر
  4. بشیر بېژن
  5. حامد كرزی
  6. حبیب منګل
  7. حسن علي سلطاني
  8. ذبیح الله غازی نورستانی
  9. رحیم فی سبیل الله شېرزاد
  10. رمضان بشر دوست
  11. سنګین محمد رحماني
  12. سید جعفر هوفیاني
  13. سيدجلال كريم
  14. شاه محمود پوپل
  15. شهلا عطا
  16. شهنواز تڼی
  17. ضیاء الحق حافظي
  18. عبدالجبار ثابت
  19. عبدالحسیب آرین
  20. ملا عبدالسلام راکټي
  21. عبدالطيف پدرام
  22. عبدالغفور ظهوري
  23. عبدالقادر امامي غوري
  24. عبدالمجید صمیم
  25. عبدالله توتاخیل
  26. عبدالله عبدالله
  27. فاروق نجرابي
  28. فروزان فنا
  29. ګل محمد یما
  30. محبوب الله کوشاني
  31. محمد اکبر بای
  32. محمد حکیم تورسن
  33. محمد داوود میرکی
  34. محمد سرور احمد زی
  35. مولوي محمد سعید هاشمي
  36. محمد نصیر انیس
  37. محمد هاشم توفیقي
  38. محمدیاسین صافی
  39. معتصم بالله مذهبي
  40. معین الدین الفتي
  41. میرویس یاسیني
  42. نصرالله بریالی ارسلایي
  43. انجنیر هاشم توفیقي
  44. هدايت امين ارسلا