د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اوسنۍ جګړه دچا په ګټه ده؟

سيدخالد سادات - ننګرهار 03.05.2009 22:30

افغانستا ن تل داور په کې سوځيدلى لا به ترڅوسوځيږي اوتر کومه به يې داور لمبې داسمان شنو ته خيژې .افغانستان ته مختلفو قومونو پښې راغځولي اوفغانستان يې دجنګ په ډګر بدل کړى.همدا علت دى چې افغانان دقلم څخه ليري او دټوپک سره اشناْ اموخته شوي.اوس يووشتم قرن دى اونړۍ له مونږ څخه يوه پيړۍ مخکې روانه ده

په نړۍ کې ورځ په ورځ پرمختګ صورت مومي ولې په افغانستان کې ورځ په ورځ وژنه اوورانى صورت مومي اوافغان پرشا روان دي.

په افغانستان کې اوس وخت جنګ په دې نظر مخ په وړاندې ځي چې افغانستان ته يوځل بيا خارجيان راغلي اودبهرنيانو په وړاندې خپل جنګ اعلانوي.

خوراځئ وګورو چې دروان جنګ تلفات بهرنيان ګوري اوکه افغانان ؟ دروان جنګ په ترڅ کې څومره دبهرنيانو ځامن وژل کيږي اوڅومره دافغانانو؟ په روان جنګ کې څومره کلينکونه اوپلونه دبهرنيانوورانيږي اوڅومره دافغانو؟ ښکاره خبره ده چې داخليان او افغان ولس ددې جګړې قرباني دى.

که چېري جګړه دبهرنيانو په وړاندې وي نوبياولې دومره تلفات افغان ولس اوباالخصوص پښتون قون ته اوړي؟

دپښتنو په سيمو کې دپکتيا څخه واخله ترارزګانه اوهلمند پورې ټول ښونځي دزرهاوماشومانو پرمخ تړلي دي .ځکه چې  په دې سيمو کې جګړه روانه ده .اوس په ډاګه اوبې دکوم دليل څخه داسې ښکاري چې روانه جګړه ددې مظلوم او بيچاره ماشومانو اوددې کړيدلي ولس په وړاندې ده. چې دتعليم دخوږنعمت څخه محروم ېي کړي په داسې حال کې دهيواد په نورو سيمو کې دتعليم سطحه ورځ ترورځې لوړيږي .

دکابل ،کندهار په لويه لاره يوپُل هم جوړ ندى پاتې اودبمونو په ايښودلو په وجه سرک بيرته هغه پخوانۍ څېره خپله کړې . په داسې حال کې چې دهيواد په نورو سيمو کې دبيارغاونې بهير په چټکۍ سره مخ په وړاندې روان دى. ايا داجنګ ددې پښتون قوم په وړاندې ندې؟

 دروان کال دپيل راهيسې په افغانستان کې دملکي وګړودوژلوکچه په بې ساري ډول لوړه شوې.

که امريکايانو اودهغو همپلاوي ځواکونوته ددې ورانۍ او وژنې ګوته نيول کيږي ددې ترڅنګ يوبل چاته هم ددې ورانۍ دمسوُليت ګوته نيول کيږي چې دملکي وګړوڅخه دسپر استفاده کوي.

که چېري جګړه کونکي دغه جګړه جهاد بولي نوپيغمبر (ص) هم دکفارو په وړاندې جهاد کړى هغه خو جنګ په يوه خاصه سيمه اويوخاص غر کې کاوه لکه داحدغزا ،دخندق غزا ،دحنين غزا اوداسې نورې غزاګانې............

اوس که څوک روانه جګړه ددې غزواتو سره مقايسه کړي نو په توپير به يې هر څوک وپوهيږي چې روانه جګړه کې زېان چاته اوڅوک متضرريږي.

که په روانه جګړه کې يوخارجي عسکر وژل کيږي نوترڅنګ يې لس ،شل ياتر دې زيات بې ګناه مظلوم افغانان وژل کيږي . داپدې معنى ده چې ديوخارجي دوينې قيمت دشلو افغانانودويني دقيمت سره برابردى.

که دجګړې والا ادعا کوي چې دلته خارجيان دي نو مکتب ، کلينيک ، سړک کتاب اونورعام المنفعه ځايونوڅه ګناه کړې ده چې يا سوځول کيږي او ياورانيږي ؟

يووخت به راشي دغه بهرني ځواکونه به دافغانستان دخاوري څخه ووځي نو مکتب،کلينيک ،سړک ،پُل او نور عام المفعه ځايونه خوله ځاه سره واشنټګن او لندن ته نشې وړلاى.

اوس دوي دافکر اوسوچ نه کوي چې دخپل ځان په وړاندې خپله جنګيږي ؟

په روانه جګړه کې ډاکټر ،ملا، معلم ،انجينير .....اونور وژل کيږي ټول افغانان دي .

که چېري ډاکټر وژل کيږي نوډاکټر څودافغانانو درملنه کوي نه دخارجيانو؟

که انجنير وژل کيږي نوانجينير خودملکي ودانۍ براورد کوي نه دخارجي ودانۍ ؟

که معلم وژنئ نومعلم خو افغان ماشوم ته روزنه ورکوي نه خارجي ماشومانوته ؟ همدارنګه نوره وژنه ټوله دافغان مسلمان ولس پرضدده. اوټول بې ګناه وژل کيږي .

لکه چې دتير کال دسنبلې په مياشت کې په قندهار کې ديو ځانمرګي بريد په پايله کې دوه ملکي افغان ډاکټران ووژل شول.

همدارنګه په روانه جګړه کې په هغه څه چې الله تبارک وتعلى قسم اوڅوګنديادکړى اودانسان ژونديې وروپوري تړلى کتاب يادوم هم خوندي ندى چې د کابل کندهار په لويه لاره همدې کتابونو ته اوراچول کيږي دمطالعې اوګټې اخيستنې پرځاى يې داسمان فضاء په لوګو توره اوړي .

ايا په جهاد کې دکتاب سوځول په کوم روايت اودليل رواوالى لري؟

پرځاىددې چې دتعليم اوترقۍ لپاره کاروشي دپښتنو په سيمو کې کتاب ،قلم اوتعليم ته په بده سترګه کتل کيږي .

داچې په روانه جګړه کې څومره تلفات اوتاوان رسيږي ټول يې پښتون قوم ته رسيږي که ملکيان وژل کيږي ،که مکتب سوځول کيږي ،که کلينيک سوځول کيږي ،که پُل ورانيږي اوکه هرورانى کيږي دپښتون افغان په سيمه کې ترسره کيږي اوټول تلفات يې پښتون قام ته رسيږي .

همدارنګه ددې جګړې زيان به ډير نه لس يا پنځلس کاله وروسته په ډاګه شې چې دغه پښتانه ماشومان چې دجګړې له امله مکتب ته نشې تلاى ببر سرونه خلاص ګريوانونه رالوى شې نه به يې په ځمکه سيورى وي اونه په اسمان ستورى.

ټول پدې پوهيږوچې اوسنۍ روانه جګړه دبهرنيو کړيو له لوري يوه تپل شوى جګړه ده چې نقص اوتاوان يې مظلوم او بې ګناه افغان پښتون ولس ته رسيږي اوګټه يې بهرنيان ګوري .خوزه له هغه افغانانو څخه ګيله کوم چې روانې تپل شوې جګړې ته سينه وهي.

راځئ له دې کړيو لاسونه دافغانستان څخه پرې کړو اودغې روانې تپل شوې جګړې ته دپاى ټکى کيږدو.

له دې ټولو څرګندونوڅخه داپه ډاګه معلوميږي چې دروانې جګړې ټول تاوان اوزيان پښتون قوم ته رسيږي .

زه ديو افغان په صفت له ټولو ډلو څخه غوښتنه لرم اووايم چې راځئ لاسونه سره يوکړوخپل ځانونه له نړيوالو کم ونه شميرو،دخپل ملک په ابادۍ کې ځانونه شريک وګڼوترڅوديوسوکاله ،سرلوړي ،پرمختللي ،ازاداوخپلواک افغانستان خاوندان شواوبهرنيانو ته دتګ زمينه په خپله برابره کړو.

 

              په همدې هيله