د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ:د افغانستان د ځوانانو لوبډله د ۲۰۱۰ کال نړیوال جام ته بریالۍ شوه. انځوريز رپوټ

خبري - څانګه 29.04.2009 12:42

رپوټ: حمزه مومند

افغانستان نېپال ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه. د افغانستان لوبغاړو وکړای شو چې د ۴۵م اور څخه وروسته په ۱۳ پنډوسو ۲۰ منډې جوړې کړي. په دې ترتېب افغانانو سره د دې چې ۶ ویکټې او ۱۷ پنډوسې لرلې د نېپال د ۱۸۷ هدف څخه منډې واړولې او لوبه یې وګټله.

ایمل وفا ۶۱ او اصغر حسین ۴۷ منډې جوړې کړې.

افغانستان اوس د کوېت د سیالیو پای لوبې ته بریالی شو. په پایلوبه کې به د هانګ کانګ سره لوبه کوي. همد اراز د افغانستان د ځوانانو لوبډله اوس د دې جوګه شوه چې د ۲۰۱۰ ز کال د ځوانانو په نړیوال جام کې برخه واخلي.

ایمل وفا چې د لوبې غوره لوبغاړی هم شو افغانانو په اوږو جږ کړی دی. ایمل وفا ۶۱ منډې وکړې او ډېر له هوښیارۍ اوپوهې ډک بيټنګ یې وکړ. د یو ښکلي کیچ په اخيستلو ورته یو افغان ځای په ځای سل ډالر انعام  ورکړ.

د کوېت افغانان به منﺉ.
افغانستان په پیل کې ښه بالینګ وکړ خو په اخري پنځه اورونو کې یې ډېر منډې ورکړې.

د افغانستان او نېپال لوبه: 

د افغانستان بيټنګ:

منډې: ۱۹۰ اورونه:  ۴۷.۱      سوځېدلي لوبغاړي:   ۴  د منډو اوسط:   ۴.۰۳

- افغانستان په اخري اورونو کې زور ورکړ. په ۵ اورونو کې ۳۷ منډې واخيستې. اوس ورته په ۵ اورونو کې ۱۷ منډې پاتې دي او ۶ ویکټې لري.

د نېپال بيټنګ:

نېپال په ۵۰ اورونو کې  ۱۸۶ منډې کړي دي. ۸سوځېدلي. د منډو اوسط: ۳.۷۲

حمزه هوتک ۳ ویکټې اخيستي دي او ۱۸ منډې یې ورکړي دي.  په نوره لوبه کې افغانان بریالي شو چې د نېپال د منډوجوړونکو مخه ډب کړي خو د نېپال لوبډلې په اخري ۵ اورونو کې ۴۸ منډې واخيستې چې ډېر منډې دي.

- نېپال پچه وګټله او بيټنګ کول یې غوره کړل.

د هانګ او قطر لوبه:  هانګ کانګ په ۲۴ منډو وګټله.

د قطر بيټنګ:

 منډې: ۱۳۶ اورونه:  ۴۸ سوځېدلي لوبغاړي:   ټول لوبغاړي وسوځېدل

د هانګ کانګ بيټنګ:

 هانګ کانګ په ۵۰ اورونو کې ۱۶۳ منډې کړي دي.  ټول سوځېدلي.

هانګ کانګ پچه وګټله او بيټنګ کول یې غوره کړل.

- نن د افغانستان د ځوانانو لوبډله په کوېت کې د آسیا د کرکټ د شورا په سیالۍ کې  د نېپال د ځوانانو د لوبډلې سره نیمه پایلوبه کوي.

افغانستان په لومړي پړاو کې څلورواڼه لوبې ګټلي چې په خپل ګروپ کې ورته لومړی مقام وربښلی و. نېپال چې په څلورو کې یوه لوبه بایلودې وه په خپل ګروپ کې دویم مقام لاس ته راوړی و.

افغانستان په تېرو ورته سیالیو کې ډېر ځلې د نېپال له خوا ماتې خوړلې وې، خو دا ځل د افغانستان لوبډله خورا پیاوړې ښکاري. د نن ورځې لوبه سخته لوبه ده.

په نیمه پایلوبه کې بله لوبه د هانګ کانګ او قطر تر منځ ده.



په کوېت کې لروبر افغانان د خپلې لوبډلې ملاتړ ته ډلې  ډلې حاضرېږي.