د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ایا کرېکټ یوه پاکستانۍ لوبه ده ؟

ن ٠ مومند 24.04.2009 14:30

يوخو زموږ هر څه په احساساتو ولاړ دي , او که هرڅه راسره لږ وي خو دفتواګانو راسره هېڅ کمی نشته .
زه وړوکی وم خو ښه مې ياد شي چې :چابه په کوم جهادي مشر پسې خبرې وکړې چې دارهبر دروغجن دی ،غل دی ،درهمواوسروته يې سترګې پټې کړي(سیاف) بل به پرې را خېزکړل کافر شوې تا داسلام او قران سپکاوی وکړ ٠ له دې لعنت نه خو اوس لږ څه بې غمه شو ،خو اوس ديوې بلې ناپوهۍ سره مخامخ یو . کله هم چې دکرېکټ خبره رامینځ ته شي او موږ دخپلواتلانو(لوبغاړو) ستاينه او يادونه کوو، نو يوڅوک راټوپ کړي
ګميش کو کریکت بازی پاکستانی است . نو اوس پوښتنه داده چې:ايا کرېکټ يوه پاکستانۍ لوبه ده ؟ نه هېڅ نه . کرېکټ په څوارلسمه پېړۍپرون کې پيل شوی او پاکستان (1947)جوړشوی دی . پخوا به موږ ویل چې : کرېکټ یوه انګليسې لوبه ده
خونوو څېړنودا خبره په زبات رسولې ده چې کرېکټ یوه بېلجیمی لوبه ده اوپه بېلجيم (Belgium) کې پیدا شوې ده . کله چې په څوارلسمه پېړۍ کې له بېلجیم څخه څه کډوال انګلستان ته لاړل او په کینټ او سوري(Kent,Surrey)کې مېشت شول نوانګلسيانو(انګرېزانو) ته يې دالوبه وروپېژندله .هغوی موډرنه کړه او نړۍ والو ته وروپېژندله چې شل اوريزه يې نوې بڼه ده . البته دا خبره داستراليا ملي پوهنتون (Australian national University) ديو شعر له مخې په زبات رسولې چې هغه وخت کې ليکل شوی او دکرېکټ يادونه پکې شوې .او همدا
خبره يوه جرمني اکاډوميک (Dr: Heiner Gillmeinster) هم کوي .
بون پوهنتون .
کرېکټ زما خوښېده او اوس چې خپلې ملې لوبډلې لرو. موږ يې نړيوالوته وروپېژندلو زموږ بیرغ يې د نړۍ په څلورو وڅو کې هسک کړ. موږ ته پکاردی له دومره تعصب نه کاروانه خلو. هر سړی پیدا دی خپل,خپل کار لره کنه . پښتانه به په کرېکټ او وlليبال کې استعداد لري,نورستانيان به په هکي کې مخکې وي . هزاره به په کراټو کې غښتلي وي . زموږ هزاره ورور چې په هر هېواد کې لوبه ګټې موږ پرې خوښېږواو وياړ پرې کوو .ځکه وياړ او ګټه يې د افغان او افغانستان ده هېڅکله هم یو پښتون ونه ويل :ورکه يې کړه کراټه دچينايانو او کورايانو لوبه ده .دوی چې وايي :ګمیش کو کریکت يک بازی پاکستانی است .دوی دپاکستان سره هېڅ دوښمني نه لري , که دوی د پاکستان سره دوښمني لرلی(درلودی) نو ددوی په مشرانو (شمالي ټلواله)باندې به اوس ډېر ځانمرګي بريدونه شوي ول ، په داسې حال کې چې دوي په زرګونو طالب بنديان هم ورته ووژل .
خو ځانمرګي بريدونه په هغو پښتنو کيږي چې :دافغان او افغانستان
پرمختګ غواړي لکه :ارواښاد شهيد استاد تڼیوال,ښاغلی ګلاب منګل, پياوړی او غښتلی مشر شیرزوی او ګران لطف لله مشل (مشال). اوس خو به پوه شوې ياست چې :له سېره څو پخيږي .
ددوی دوښمني دپښتنو سره ده . دوی دپښتو او پښتنو سره تعصب لري . څوک چې تعصب لري هغه زموږ څخه نه دی (حديث شريف )
په ډېر افغاني مينه :atalkhan24@yahoo.com