د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کوېت سیالي:افغانستان عمان ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه. انځوريز رپوټ

خبري - څانګه 23.04.2009 13:25

رپوټ: حمزه مومند

د افغانستان لوبډلې په ډېره اسانۍ نن د عمان لوبډلې ته هم ماتې ورکړه. د افغانستان دوه لوبغاړي وسوځېدل او په ۴۳.۲ اورونو کې یې د عمان د ۱۸۹ منډو هدف پوره کړ.

افغانستان تر دا مهال دوه لوبې کړي دي. دواړه لوبې یې ګټلي دي او تر اوسه ۴ نمرې لري او په خپل ګروپ کې لومړی مقام لري. 

د لوبې انځوريز رپوټ:

په کوېت کې لکه د پخوا په شان افغانان د لوبډلې د ملاتړ دپاره راغلي وو. ډهلونه وو، شپیلې او د لوړو اوازونو انګازې وې. کور یې ودان.

افغان لوبغاړي اقبال ملکزي ۸۶ (۱۰ څلوريزې) او نورالحق ۷۹  (۶څلورېزي او ۱ شپږېزه) منډې وکړې. اقبال ملکزی چې تر اخره ونه سوځېد د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو. پورته په انځور کې خوشاله نورالحق او لاندې په انځور کې د لوبې غوره لوبغاړی اقبال مالکي ګورئ. نور الحق ته نور لوبغاړي (( تيږه)) وایي. ده به پخوا شاټونه ډېر وهل او په تېرو سیالیو کې زر زر سوځېدلو. خو اوس وایي چې په ځمکه نېغ ګوذارونه یې خوښېږي. د آسیا دکرکټ شورا وايي چې د افغان لوبغاړو په لوبه کې د پخوا پر پرتله ډېر توپير لیدل کېږي او ډېر پرمختګ په کې راغلی دی.

په ننۍ لوبه کې ایمل وفا ۳، حمزه هوتک ۲، نورالحق ۱، او ذکي الله ذکي ۱ ویکټه واخيسته.

په دې ترتيب افغانستان د لومړي پړاو له  ۴ لوبو څخه ۲ لوبې سر په سر وګټلې. افغانان راتلونکې لوبه د خالي په ورځ د عربي متحده اماراتو سره  او څلورمه لوبه به د قطر سره د دوشنبې په ورځ کوي.

 په نورو لوبو کې هانګ کانګ سينګاپور ته په ۴ ویکټو او نېپال ماليزیا ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه.

 - د افغانستان دکرکټ د ځوانانو لوبډله ( له ١٩ کالو څخه کم عمره لوبغاړي) دا مهال د عمان سره په لوبه لګیا ده. 

- اوس افغانستان بيټنګ کوي. په ۲۹ اورونو کې یې۱۰۸  منډې کړي دي او یو کس هم نه دی سوځېدلی. افغانستان ته په ۱۲۶ توپونو۸۲  منډې پاتې دي او لس واړه ویکټې لا په لاس کې لري.

- اوس افغانستان بيټنګ کوي. په ۲۸ اورونو کې یې ۱۰۳ منډې کړي دي او یو کس هم نه دی سوځېدلی. افغانستان ته په ۱۳۲ توپونو ۸۷ منډې پاتې دي او لس واړه ویکټې لا په لاس کې لري.

- د عمان ټول لوبغاړي په ۴۹.۲ اورونو کې په ۱۸۸ منډو وسوځېدل. افغانستان به اوس د ۱۸۹ هدف پوره کوي.

- اوس عمال بيټنګ کوي او په ۴۵ اورونو کې یې ۱۶۸ منډې جوړې کړي دي.

- پچه عمان وګټله او بيټنګ کول یې غوره کړل.

دا معلومه نه ده چې افغانستان ولېد عمان سره نن لوبه کوي. د رسمي مهال ويش په حساب باید افغانستان او عمان سبا ته د جمعې په ورځ لوبه کړای وای.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د ځوانانو ملي لوبډله به په کويټ کې د ځوانانو د کرکټ د نړيوال جام د غوراوي  په سياليو کې ګډون کوي .

په دې سياليو کې د کوربه هېواد کويټ په ګډون د لسو هېوادونو لوبـډلې ګډون کوي چې په دوو ګروپونو وېشل شوي دي .

په الف ګروپ کې نيپال، ماليزيا، سينګاپور، هانګ کانګ او سعودي عربستان  او  په (ب) ګروپ کې  کويټ،  افغانستان ، قطر، متحده عرب امارات، عمان  او د بوټان لوبـډلې شاملې دي .

 

 

د کويټ سيالۍ د ثور په دويمه (د اپريل ٢٢مه) پيل او د ثور په ١١مه ( دمى په لومړۍ نېټه) پاى ته رسېږي . د افغان لوبډلې سره روزونکی کبير خان هم مل دی.