د تړیوال جام د غوراوي په موخه دکرکټ د ځوانانو لوبډله کويټ ته لاړه
20.04.2009 18:24د افغانستان کرکټ بورډ
کابل د وري (حمل )٣١مه،
د افغانستان دکرکټ د ځوانانو لوبډله ( له ١٩ کالو څخه کم عمره لوبغاړي) نن د حمل په ٣١مه، د غرمې په يوه بجه له کابل څخه د کويټ په لوري روان شول .
د ځوانانو ملي لوبډله به په کويټ کې د ځوانانو د کرکټ د نړيوال جام د غوراوي په سياليو کې ګډون کوي .
په دې سياليو کې د کوربه هېواد کويټ په ګډون د لسو هېوادونو لوبـډلې ګډون کوي چې په دوو ګروپونو وېشل شوي دي .
په الف ګروپ کې نيپال، ماليزيا، سينګاپور، هانګ کانګ او سعودي عربستان او په (ب) ګروپ کې کويټ، افغانستان ، قطر، متحده عرب امارات، عمان او د بوټان لوبـډلې شاملې دي .
د کويټ سيالۍ د ثور په دويمه (د اپريل ٢٢مه) پيل او د ثور په ١١مه ( دمى په لومړۍ نېټه) پاى ته رسېږي .