د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرکټ ملي لوبډله سبا د سه شنبې په ورځ هېواد ته رارسېږي

خبري - څانګه 20.04.2009 19:07

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله چې د غواروي  په سیالۍ کې د ګډون دپاره  سویلي افریقا ته تللې وه، سبا ته د سه شنبې په ورځ هېواد ته راستنېږي.

دا خبره ټول افغان د افغانستان د کرکټ د بورډ ویاند جاوید احمد همیم کاکړ وکړه.

همیم زیاته کړه چې لوبډله به د کابل هوايي ډګر ته سبا د کابل په وخت په ۹:۳۰ بجو رارسېږي.

افغان لوبډلې په سویلي افریقا کې پنځم مقام تر لاسه کړ او د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې د لومړي ځل دپاره د یو ورځنۍ لوبو دریځ لاس ته راوړ چې په نتیجه کې د دې جوګه شو چې د پرمختللو او پیاوړو لوبډلو لکه استرالیا، انګلستان، پاکستان، هندوستان، او سریلانکا سره لوبې وکړي.

افغانستان پرون خپله لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه د سکاټلینډ سره وکړه چې افغانستان په کې په ۸۹ منډو بریالی شو.


حمید حسن خو به مو په توپ اچولو ډېر ليدلای وي، دا یې د توپ وهنې یو انځور. د سکاټلينډ خلاف لوبه کې حمید حسن ۳ ویکټې واخيستې.