د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان يو ورځنی لوبوکوونکو لوبډلو کې شامل شو)تازه او بشپړ معلومات(

بشير ګواښ 17.04.2009 21:01

افغانستان کرکټ لوبډلې نميبيا ته په ۲۱ منډو ورکولو او د ۶ نومرو په درلودلوسره د ۲۰۱۳ کال پورې د نړيوالوکرکټ سياليوو کوونکو په ډله کې شامل شو....

افغانستان لومړی بيټنګ وکړ او ۲۴۳ منډې يې جوړې کړي. نوروز منګل چې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، ۷۹ منډې او محمد شهزاد ۷۳ منډې وکړي. د نميبيا ټول لوبغاړي په ۲۲۲ منډو وسوځيدل.

که څه هم افغانستان د ۲۰۱۱ کال نړيوال جام ته ونه شو وتلی خو د ۲۰۱۳ کال پورې يې د نړيوالو ورځنيوو لوبو په سيالو هيوادونو کې ځای وموند.

په دې مانا چې افغانستان اوس کولی شي د اوس څخه تر ۲۰۱۳ پورې په نړيوالو کرکټ سياليو کې برخه واخلي او د نړۍ د ټيسټ سياليو کوونکو لوبډلو(اسټراليا، هند، جنوبي افريقه، نيوزيلينډ، پاکستان،سريلنکا،بنګله ديش، ,ويسټ انډيز، انګلستان او داسې نور) سره به لوبې کوي. له ۲۰۱۳ وروسته به افغانستان يو ځل بيا بل نړيوال جام ته د تګ لپاره په سياليو کې لوبيږي.

افغان لوبغاړي حامد حسن په خپل ويبلاګ کې ليکلي چې په دغه بري ډير خوښ دی. هغه ويلي.((نن د افغانستان  د کرکټ په تاريخ کې له ټولو خوشحاله ورځ ده.))

نوموړي د لوبډلې په استازيتوب له ټولو افغانانو مننه کړي چې په دعاوو يې د دوی ملاتړ کړی.

د حامد حسن په وينا نړيوالو سياليو ته تګ به افغان کرکټ لوبډلو ته د نورې زده کړه چانس په لاس ورکړي او د کرکټ نړيواله شورا به افغان لوبډلې سره مالي مرستې زياتې کړي.