د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان د کرکټ د یوې ورځنۍ لوبډلې لقب لاس ته راوړ. د نمرو تازه ترین جدول

الهام یاسینی 17.04.2009 18:59

  رپورټ:حمزه مومنداو الهام یاسینی .معتقد    


بريالي او سرلوړي اوسﺉ

 افغانستان په خپل تاریخ کې د لومړي ځل دپاره د کرکټ د نړیوالو لوبو د یو ورځني کرکټ په لوبډلو کې شامل کړای شو. دا تاريخي بری افغانانو نن ناميبيا ته له ماتې ورکولو څخه وروسته لاس ته راوړ. ناميبيا ته له ماتې ورکولو څخه وروسته د افغان لوبډلې نمرې ۶ شوې. دا چې د منډو اوسط یې له اماراتو څخه ښه و نو د سويلي افریقا د غوراوي په پړاو کې یې شپږم مقام خپل کړ. پنځم مقام سکاټلينډ لاس ته راوړ.

د دې سياليو ۴ بهتره لوبډلې (ايرلينډ، کاناډا، کينيا، هالينډ) به په ۲۰۱۱ ز کال کې د کرکټ په نړیوال جام کې لوبه کوي.

د دې تاریخي بري په نتيجه کې افغانان د ټیسټ هېوادونو سره تر ۲۰۱۳ ز کال پورې د یوې ورځنې لوبو کولو جوګه شي. د لويو وچو په راتلونکې جام کې به هم اوس لوبه کوي.

سربېره پر دې به د کرکټ نړیواله شورا د افغانستان کرکټ فدراسیون ته تر راتلونکو څلورو کلونو پورې هر کال پنځه (۵) لکه ډالر مرسته هم ورکوي.

د افغان لوبډلې روزونکي کبيرخان د ICC ويبپاڼې ته ویلي دي چې د سویلي افریقا په سیالۍ کې یې لومړی هدف د سوپر ايټ پړاو ته بریاليتوب و، ځکه چې نه یې غوښتل چې بېرته درېم پړاو ته ولېږل شي. ما فکر کاوه چې نړیوال جام ته بریاليتوب خورا سخت وي ځکه چې ډېرو بهترينو لوبډلو په دې سیالیو کې لوبه کوله. خو دا چې په بهترینو شپږو کې وشمېرل شو، دا خورا ښه نتيجه ده.

کبير خان ویلي دي چې دا بریالیتوب به د دې سبب شي چې په افغانستان کې کرکټ لا پرمختګ وکړي او افغانان د کرکټ د نړیوالې شورا د لویو وچو په سیالۍ کې څلور ورځنی کرکټ وکړي. موږ وطن ته خالي لاسونه نه ځو. موږ وکړای شو چې د یو ورځني کرکټ دريځ لاس ته راوړو.

په دویم پړاو کې د نمرو جدول تر ننه په دې ډول دی:

لوبډله

بشپړې لوبې

ګټلې

بایللې

نمرې

د منډو اوسط

 ايرلينډ

۷

۵

۲

۱۰

+۰،۶۸۹

 

کاناډا

۷

۴

۳

۸

+۰،۶۸۶

 

کينيا

۷

۴

۳

۸

،۰۳۵

 

هالينډ

۷

۴

۳

۸

+۰،۰۲۵

 

سکاټلينډ

۷

۳

۴

۶

 

افغانستان

۷

۳

۴

۶

 

 امارات

۷

۳

 ۴

۶

ــ ۱،۰۸۰

 ناميبيا

۷

 ۲

۵

 ۴

ــ ۰،۰۷۸

  
د سویلي افریقا سیالي لا هم دوام لري. د اپرېل په ۱۹ به ایرلينډ او کاناډا دلومړي او دویم مقام د معلومولو دپاره لوبه کوي. کينيا او هالينډ به د درېم او څلورم، افغانستان او سکاټلينډ به د پنځم او شپږم، او امارات او ناميبيا به د اووم او اتم مقام د معلومولو دپاره سره لوبې کوي. راتلونکې لوبې د دې لوبډلو په لاس ته راوړونو اغېزه نه لري.
 
دوه ورځې وروسته (د اپرېل په ۱۹مه) سکاټلينډ سره د افغانستان لوبه د افغان لوبډلې  لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه ده.

 د لوبې مخامخ حال:

یا الله ستاشکر دی

د افغانستان او ناميبيا د لوبې مخامخ حال:     

افغا نستان نا میبیا ته په ۲۱ منډو ما تی ورکړه. نوروز منګل د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

لوبډله

منډې

اورونه

سوځيدلي

د منډو اوسط

ناميبيا

۲۲۲

۴۸.۲

۱۰

۴.۵۳

 وړیاـ۲۱

توپ اچونکی

اورونه

سوځولي کسان

ورکړې منډې

 شاه پور زدراڼ

۶

 ۲

 ۲۷

 حمید حسن

۹.۳

 ۳

۳۷

  محمد نبی

۱۰

۱

۲۸

 سمیع الله

۶

 ۰

 ۳۹

 کریم صادق

۹

 ۲

۴۳
خالق داد نوری ۰

۰

 ۰

نصرت الله نصرت

۷

 ۱

۳۰

 نوروز منګل

 ۱

 ۰

 ۸

 

 

 

 

 

 

 

 

  ناميبيا ته په۱۷۲ توپونو ۱۷۳ منډی پاتی دی

لوبډله

منډې

اورونه

سوځيدلي

د منډو اوسط

افغانستان 

۲۴۳

۵۰

۷ ۴.۸۶

 وړیا- ۲۰

لوبغاړی

۶

۴

ټولې منډې

نور علي

 ۰

۰ ۲ایل بی ډبلیو

کریم صادق

۰ ۲ ۱۴اوټ

 محمد شهزاد

 

۱۲ ۷۳کیچ اوټ

 اصغر ستانکزی

 ۱

 ۲

۲۷کیچ اوټ

 نوروز منګل

 ۱

۴ ۷۸رن اوټ

 محمد نبي

 ۱

 ۱

۱۰کیچ اوټ

 ریس احمدزی

 ۰

۰ ۰

سمیع الله شينواری

۰

 ۲

۸

 حمید حسن

 

 

 

 شاهپور زدراڼ

 ۱

 ۰

۱۰رن اوټ

نصرت الله نصرت

 

 

 

 افغانستان نمیبیا ته ۲۴۴ هدف وټاکه

شاه پور راغلو بیټینګ ته

اصغر کیچ اوټ شو 

وقفه ده

نمیبیا تر اوسه (۹) توپ اچونکی کا رولی

محمد شهزاد کیچ اوټ شو

 د افغانستان - سکاټلينډ د لوبې انځوريز رپوټ