د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان او سکاټلينډ: د افغانستان د بيټنګ مخامخ حال

خبري - څانګه 15.04.2009 05:24
کریم صادق  اوټ شو رن اوټ
  د ابو وقفه
- د نور علي کیچ کېپر ونیوه.
- نور علي کیچ اوټ شو.
- ۱۴ اور کریم ته ميډين شو. یوه منډه یې هم وانه خيسته.
- کریم صادق ۵ منډې واخيستې. یوه یې په کې ۴ ووهله.
- د ۱۳-۱۷ اور پورې پاور پلی شوه. افغانانو ته چانس دی چې منډې جوړې کړي.
- کریم صادق دوه سر په سر ۴ ووهلې.
- نور علي نوري ۴ ووهله.
- نن په دواړه لوبدلو فشار ډېر زیات دی. که افغانستان خدای مه کړه بایلوده نو بیا یې د ورلډ کپ خیال پای ته رسي او که سکاټلينډ دا او ورپسې د اماراتو سره لوبه بایلوده نو د ورلډکپ ارمان یې په زړه پاتې کېږي. دواړو لوبډلو ته ارزښتناکه لوبه ده.
- پنځم اور ميډين شو. یوه منډه هم په کې ونشوه.

- پچه سکاټلینډ وګټله او فیلډ کول یې غوره کړل.

د جنوبي افریقا د کرکټ د غواري په سیالۍ کې نن افغانستان د سکاټلينډ سره لوبه کوي. لوبه د سویلي افریقا په وخت د سهار په ۹:۳۰ بجو، کابل دغرمې په ۱۲بجو، د دوبۍ د سهار په ۱۱:۳۰ بجو، د پاکستان د غرمې په ۱۲:۳۰ بجو، او د انګلستان  د سهار په  ۷:۳۰ بجو پیل کېږي.

افغانستان ته دا لوبه او د ناميبيا سره د اپرېل په ۱۷ م لوبه خورا ارزښت لري. که افغانستان دواړه لوبې وګټي نو نمرې یې ۶ کېږي او که چېرته  یې د ځينو نورو لوبډلو سره نمرې مساوي شي او د منډو اوسط یې ښه وي نو نړیوال جام ته یې د تللو امکان شته دی. که افغانستان پاتې دوه لوبې وګټي نو د منډو اوسط یې ښه کېږي.

د پاتې دوه لوبو د ګټلو تر څنګ به افغانان دعا کوي چې هالينډ د ايرلينډ او کاناډا سره خپلې پاتې دوه لوبې بایلي، او امارات له کاناډا څخه نن لوبه ونه ګټي. په دې حالت کې کېدای شي د هالينډ، اماراتو، او سکاټلينډ  شپږ شپږ نمرې شي. که امارات له سکاټلينډ څخه د اپرېل په ۱۷م لوبه وګټي نو بیا لا د افغانستان په ګټه ده ځکه د اماراتو د منډو اوسط تر ټولو لوبډلو کم دی او د افغانستان چانس ښه کوي.

ننۍ او د ناميبيا خلاف لوبې ګټل 

 

 

له دې کبله هم افغانانو ته خورا ارزښتناکې دي چې افغانان د یو ورځني کرکټ حيثيت لاس ته راوړل هم غواړي. که افغانان دواړه لوبې ونه ګټي نو د یو ورځني لوبو حيثیت لاس ته راوړل به بیا هم د نورو لوبډلو د تقدیر پورې تړلې وي.

 نن به لاندې لوبډلې سره لوبې کوي:

کاناډا× امارات

ناميبيا× کينيا

سکاټلينډ× افغانستان

ايرلينډ× هالينډ

 په دویم پړاو کې د نمرو جدول تر ننه په دې ډول دی:

لوبډله

بشپړې لوبې

ګټلې

بایللې

نمرې

د منډو اوسط

 کاناډا

۵

۴

۱

۸

+۱،۳۹

 

ایرلينډ

۵

۴

۱

۸

+۰،۹۰

 

کينيا

۵

۳

۲

۶

،۹۲

 

هالينډ

۵

۳

۲

۶

+۰،۱۰

 

سکاټلينډ

۵

۲

۳

۴

ـ ۵۱،

امارات

۵

۲

۳

۴

ــ ۱،۳۹

 افغانستان

۵

۱

 ۴

۲

ــ ۰،۵۵

 ناميبيا

۵

 ۱

۴

 ۲

ــ ۰،۸۵

يادونه: په ټول افغان کې د تبصرو د اکاونټ جوړول سخت کار نه دی. که اکاونټ نه لرﺉ نو لاندې د تبصرو د کړکۍ سره د ((دلته کلیک کړﺉ چې ځانته اکاونټ جوړ کړﺉ)) برخې ته ټک ورکړﺉ. خپل نوم، برېښنا لیک او شفر غوره کړﺉ. تاسو ته به یو برېښنا لیک درشي. په هغې کې یو لینک دراستول کېږي. په هغې کلیک کړﺉ. تاسو به بیا کولای شﺉ چې په لوبه تبصرې وکړﺉ.