د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دویم شاګرځ

میوند احساس 12.04.2009 14:18

لومړی له ټول افغان ویبسایټ نه مننه چې د راتلونکو ټولټاکنو په اړه یې ازادو بحثونو ته زمینه برابره کړې ده، هیله ده په خپله کاندیدان هم یوه ورځ په مطبوعاتو کې لکه بارک او باما، هیلري کلنټن او نورو په شان د ولس مخې ته ودرېږي او د خپلو وعدو او کړنو ځواب ورکړي. له ښاغلو لیکوالو څخه مې دا غوښتنه ده چې د قلم عفت په نظر کې وساتي هر هغه څه چې لیکي باید مستند یې ولیکي چې ولس مغشوش نه کړي او سم لوری ور وښیي.

دیوه عادي افغان او رایه ورکوونکي په توګه زه هم تر اوسه پر دې نه یم قانع شوی چې چاته باید رایه ورکړم، ځکه د مشوړې سر راته له هېواده بهر ښکاري، هره ورځ ګنګوسې او اوازې اورم چې کاندید صاحبان د امریکایي چارواکو له درباره دخپل راتلونکي خیر غواړي، د ښاغلي لخدر ابراهیمي له مرکې د ګارډین او نورو ورځپاڼو له لیکنو او د غربي لوبغاړو له خبرو داسې ښکاري چې نور نو کرزی ښه سړی نه دی. دا به وخت روښانه کړي چې غربي نړۍ پر چا سترګې ګنډلي دي او یا به یې وګنډي، ځکه تر اوسه هم لا په بهر کې کنفرانسونه، سیمینارونه، څېړنې او غونډې روانې دي. خو د حیرانتیا خبره داده چې د ځینو لیکوالو شخصي ګټو دومره ددوی سترګې او غوږونه کمزوري کړي چې له خپل خره نه راکوزېږي، د ولس له دومره چیغو او فریادونه تر اورېدلو، د پښتنو د دومره بدبختیو د جنګ د لمن تر پراخه غځېدلو وروسته اوس هم وایي چې کرزی تر ټولو کامیابه شخصیت دی، ښه مدیریت لري، دا او هغه لاسته راوړنې لري.

کله چې موږ وایو لیکوال د ټولنې سترګې دي، نو لیکوال هم باید د ټولنې نه ځان لرې نه کړي، لږ تر لږه په میاشت کې یو ځل خو دې له خپلې په زړه پورې دندې نه ځان وزګار او له کابل نه بهر د خلکو د ستونزو، کړاوونو او بدبختیو حال واخلي، دا سمه ده چې د طالبانو دنظام تر ړنګېدو وروسته د ځینو ښاغلیو خولۍ په غوړو کې لوېدلې خو هغه چې بې ګناه مري، ځورول کېږي، له خپلو کورونو په زوره ویستل کېږي، جایدادونه ترې په زوره اخیستل کېږي او فریاد یې هم څوک نه اوري دهغوی درد خو دې هم لږ تر لږه په خپلو لیکنو کې ځای کړي. پوښتنه داده چې تر پرونه مو د پښتنو د حقوقو، ټولنیز عدالت او نورو شعارونو تر سیورې لاندې مبارزه تر همدې چوکۍ پورې وه اوکه مخکې پاتې لاره به هم وهی. که چېرې موږ داسې وکړو ایا راتلونکي نسلونه به بیا د نورو مشرانو په شعارونو، چیغو، کتابونو او لیکنو باور وکړي او که نه؟

په هر صورت، راځم اصلي موضوع ته او هغه دا چې د ښاغلي کرزي په اړه زما د لخدر ابراهیمي خبرې خوښې شوې، دا به ومنو چې ښاغلی کرزی یو زړه سوانده او هېواد دوسته شخص دی، خو دا هم باید هېره نه کړو چې دده زړه سواندي، له هېواد سره مینه او نور دده د محافظه کارې تر سیوري لاندې دومره تت شوي چې ولس ته په ذره بین کې هم نه ښکاري. دده له هغه کار څخه چې ولس ډېره کرکه لري هغه همدغه محافظه کاري او نه قاطعیت دی، زه غواړم د ښاغلي کرزي صاحب په ارګ کې ناست لیکوال ته دا هم ووایم که چېرې فهیم یې د مرستیال په توګه وټاکل شي او که نه ولس سره یې دومره اندېښنه نه شته، ځکه ولس پوهېږي چې د فهیم په ریاست جمهورۍ کې شمال ټلوالې دومره ګټه نه شوه کولای لکه د ښاغلي کرزي په دوره کې یې چې وکړه، د محقق په ریاست جمهورۍ کې هزاره ګانو دومره پرمختګ نه شو کولای لکه د ښاغلي کرزي په تېر اوو کلن دور کې چې هزاره ګانو ته کوم خدمت وشو.

که موږ ته د لوستونکو په توګه په خپله لیکنه کې د ارګ لیکوال ووایي چې والله کرزي دا او هغه پلانونه لري، شوم ايتلافونه به وشي، د پښتنو حقوق به ضایع شي، زه به یې مخه ونیسم او که نه دا دي اوس زه استعفی په جیب کې ګرځوم. ښایي دغه ډول خبرې یو عادي هېوادوال ومني خو زه به یې ځکه نه منم چې ما په هیلې مجله او نورو خپرونو کې د ارګ د لیکوال د نورې لیکنې هم لوستي دي چې په همدغه کرزي، خلیلي او ځینو وزیرانو پسې یې کړي چې اوسمهال دده امرین دي او بیا یې د ژوند د ښه کولو په نیت یو سلو شپیته درجې شاګرځ وکړ (دده په خپله اصطلاح) او د ښاغلي کریم خلیلي ماموریت ته کېناست. دا خو سمه ده چې لکه ونه به مستقیم په خپل مکان وي، خو په خزان او بهار کې یې دبڼې، شکل او خوند بدلېدل یوازې ما چې نه چې زیاترو افغانانو حس کړل.

د کرزي د ادارې زیاتره چارواکو اوس یوه بله اسانه لاره زده کړې چې یو نیم انتقاد هم کوي، له هغه څخه یې موخه داده چې دښاغلي کرزي لینګې خو نورې سستي دي، راځه د چا خبره د پیشو یوه لاره هم ځانته پرېږده که سبا بل څوک راځي نو هغه ته به ووایې چې والله ما خو همغه وخت هم پرې نیوکې کولې. زه وایم د سلیمان لایق په شان کمونیست نه مې جار کړې چې تر اوسه یې هم خپل دریځ نه دی بدل کړی او کلک پرې ولاړ دی، هغه څوک چې نن د ښاغلي کرزي لپاره په ولایتونو کې د کمپاین د پلان جوړولو مسول دی، هغه څوک چې په جرمني، ډنمارک او امریکا کې د یوه ناکامه حکومت لپاره د اوړو پوزه جوړوي هغه که سبا خپل دریځ هم بدلوي زما له بریالي کاندید څخه هیله ده چې دغسې اشخاصو ته په ادارو کې ځای ور نه کړي، ځکه دغه ډول اشخاص د ولس درد وغم په نظر کې نه نیسي، یوازې او یوازې درنې تلې ته ګوري، که په دغه تله کې ورسره ټوله شمال ټلواله هم ناسته وي دوی یې په څنګ کې کېني.