د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرزی د کارمل په پل روان دی !

سرلوڅ مرادزی 10.04.2009 21:08

د وري په ۲۰ مه له کابل څخه ، یو تن د خپلواک په نوم د اریانا افغانستان تلویزیون له لارې ښاغلي مسکینیار ته وویل چې هزاره ګانو د ریشخور ، د حربي پوهنتون او د کابل په سویل لویدیځ ، لویدیځ او شمال لویدیخ کې ټولې سیمې چې د دولت شتمنۍ وې د ولسي جرګې د غړی محقق او د ولسمشر د مرستیال خلیلي په مرسته او د ایران په زوره ( فشار ) یو په بل پسې ونېولې ، او له دې سر بېره د کابل په شاوخوا ټول هزاره ګان په مدرنو وسلو او تجهیزاتو سمبالیږي او د نا مالومې موخې او ورځې لپاره چمتو کیږي !؟
همدارنګه نوموړي دا هم زیاته کړه چې ، د رباني د جمعیت او شورا نظار ډله هم درګرده ، له پاکستان او نورو ځایو څخه وسلې ، بېلې دې چې ارزښت يي وپوښتي ، په لوړه بیه رانیسي او خپل تنظیمي غړي پرې سمبالوي او د سبا ورځې لپاره چمتووالئ نیسي .
دا چې په افغانستان کې د ملي لږکیو تنظیمي ډلې ( نه خپله ایتنیکي لږکي ) د کرزي ترچپنې لاندې ، د ناتو او نړیوال اتلاف په شتون کې په وسلو او مدرنو تجهیزاتو سمبالیږي او د سبا په نیت د کورنیو جګړو لپاره چمتو کیږي او د کرزي مرکزی دولت ورته ټيټې او خړې سترګې ګوری او ورته چوپه خوله ناست دئ د اریانتیا او تعجب خبره ده !
د خپلواک په خبرو کې داسې څرګندېده چې یو وار بیا د ۱۹۹۰ کالونو پشان د پردیو په مټ په پلازمېنه کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې د کورنیو جګړو لپاره چمتووالئ نېول کیږي .
د ۱۹۹۱ په جنورې کې ببرک کارمل چې هغه وخت نوموړي کومه رسمې دنده نه درلوده خو د نجیب الله د مرکزي دولت د بدنامۍ اوچپه کولو لپاره يي له مسکو څخه دنده اخیسته وه او د همدې دندې لپاره په کابل کې اوسېده ، د جرمنی رسنۍ شپيګل سره د مرکې په یوه برخه کې وايي : دولتي واک باید ځينو اسلامي ډلو ته ورکړل شي . د هغه موخه دا وه چې واک جمعیت ته ورکړل شي ترڅوواک له پښتنو څخه نورو لږکیو ته منتقل شي . هغه به خپلو نږدې ملګرو ته دا هم ویل ، هغه دنده لري چې له احمدشا بابا څخه نېولې تر ډاکټر نجیب الله پورې د ټولو پښتنو سټه وباسم او واک د افغانستان نورو لږکیو په تېره بیا تاجیکو ته وسپارم !
د کارمل د همدغو پلانونو په پایله کې ، د هغه ګروپ ، اسلامي جمعیت ، نظارشورا ، دوستم ډلې او د هزاره ګانو ډلې ټپلې په یوه ناسپيڅلې ټلواله کې چې روسته يي بیا د شمالټلوالې نوم واخیست ، سره راټولې شوې .
د کارمل له سناریو سره سم چې ماسکو او ایران يي ترشا ولاړ و ، باید دولتي واک د کابل مرکزي دولت څخه چې هغه وخت يي ډاکټر نجیب الله مشر و ، ورو ورو او ګام په ګام د شمالټلوالې لاس ته ورشي.
لومړئ مزار او بیا نور شمالي ولایتونه یو په بل پسې د کابل له محور څخه وځي او روسته کابل هم دهمدې ټلوالې په لاس کې لویږي .
په ۹۰ ومو کالو کې چې کومې پېښې وشوې او په هغو کې د ماسکو ، ایران او پاکستان د ای ــ اس ــ ای په ملاتړ د دغو تنظیمي له خوا ، د واک د ترلاسه کولو په موخه کومې ورانۍ او ویجاړۍ وشوې هغه ټولو ته نن څرګندې او د تاریخ یوه برخه ګرځېدلې ده .
له دې چې د شوروي پوځ د ۱۹۸۹ کال د فبرورئ له ۱۵ مې دمخه ووځي او دا ورځ د افغانستان له خوا د ملي ورځې په نوم یاده شي ، ماسکو د پښتنو پر وړاندې د غچ اخیستلو یوه چلوټه په کار واچوله. روسانو د نجیب الله د حکومت د نسکورولو لپاره د نظارشورا ، جمعیت ، کارملي ډلې اونورو ته ځانګړې پاملرنه واړوله .
ماسکو په هغه مهال ، پخپله نخشه کې تر یوه بریده بریالئ شو ، په دې مانا چې پر کابل د یوه لنډ مهال لپاره د رباني تر مشرۍ لاندې لږکي په واک کې شول . خو د لږکیو تر منځ بېلتون ، خپلمنځي جګړو او د یووالې نشتون ، دا واک له پښو راوغورځاوه .
داسې ښکاري چې بیا همغه زړه تګلاره د ماسکو ، ایران او د پاکستان د ای ــ اس ــ ای له خوا پرکابل د پښتنو د واک د مخنېوي په نیت په لار اچول کیږي .
دا ځل ایران له پخوا زیات ، په زړورتوب او سپين سترګۍ سره ، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي . په ښکاره د شیعه مذهب او هزاره ګانو ملاتړ کوي . ژبنئ او کلتوري فاشیزم د پيسو او پټو وسلو په زور تپل او غښتلئ کیږي . دا چې هرات او په تېره بیا د کابل په هره بر خه کې ، هزاه ګان میشت او وسلوال کیږي او د رباني جمعیت او نظارشورا تر غاښو په وسلو سمبالیږي .
دا ټول ښۍ چې ، زموږ ټولنه د یوه بل لوی ناورین په درشل کې ده !
په داسې مهال ، کابل کې د کرزي حکومت د پېښو د مخنېوي پر ځای همدغو ډلو ټپلو سره د ورانونکو مصلحتونو او سازشونو کړنلاره مخې ته بیايي !
کرزئ هغه د ښاغلي اشرف غني احمدزي خبره چې د حکومت کولو لپاره هیڅ ډول پلان او ملي کړنلار نه لري ! اوه کاله يي بې پلانه او بې موخې حکومت وکړ او هیڅ يي ملت ته په ګوتو کې ورنه کړل !
کرزئ له تېر تاریخه زده کړه نه کوي ، دغو ډلو له ډاکتر نجیب الله سره چې په واک او پېر کې يي ونازول شول ، غوښن او شتمن شول ، څه وکړل ! چې په پای کې به يي له کرزي سره ونه کړي !
کرزئ ښايي په واک کې د پاتې کېدو لپاره ددغو ډلو په ملاتړ ډده ولګوي ، خو کرزئ باید په دې وپوهیږي چې د مارانو په کټ کې ویده کېدل د ملت له ژوند سره څونه لویه لوبه ده !
دلته باید دوې خبرې یوله بله بېلې کړو :
لومړئ داچې یوخوا د اسلامي جمعیت ، نظارشورا ، دوستم ، هزارګانو تنظیمي ډلې ، ستمیان او د کارمل ګروپ د کومو ایتنیکي ګروپونو رسمي استازي نه دي او دوی په درواغو سره د ځينیو قومي ډلو د استازیتوب پېښې او دعوه کوي ، خو په پای کې د ماسکو ، ایران او نورو لپاره کار کوي ، همدارنګه طالبان او د حکمتیار ډله هم د پښتنو استازي نه دي او دوی ټول په یوه یا بله بڼه د افغانانو د روان ناورین لامل دي او د لویدیځ او عربو د سناریو لپاره کاریږي .
دویمه دا چې افغانان باید په منځنۍ لیکه سره راغونډ شي ، افغانان باید ددغو خونړیو ډلو پرته د هېواد د ژغورون او افغان ولس د خلاصون لپاره یوتر بله لاسونه سره ورکړي .
اوس چې دې ټولو ډلو ټپلو په وارو وارو افغان ملت ته ازمایښت ورکړي او افغانان د ټولټاکنو په درشل کې دي ، پخپله راتلونکې باید په سړه سینه سوچ او غور وکړي .
دا ځل په ټولټاکنو کې باید د جګړه مار ، ډاکو ، غل ، په درواغجن مجاهد ، جنایتکار او بې موخې اوبې پلان شخص باندې تېرنه وځو او د هېواد ریښتینئ زوی ، هېوادپال ، پوه او د يوې ټاکلې ملي کړنلارې شخص ته خپله رایه ورکړو !