د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د كندهار اوسنى والي په اختلاس تورن دى؟

افغان 05.04.2009 12:46

 ځواب يې پر والي صاحب پور دی- اداره


د كندهار د اوسني والي صاحب په اړه مي په ځينو سايټونو كي يوه ليكنه ولوسته چي دى يې په ځينو برخو كي ملامت كړى و چي افغاني دود دستور، اداري نظم، اصولو او نورو ټكو ته پام نه كوي. په هغه ليكنه كي مي دا هم ولوستل چي ښاغلي توريالي ويسا د كندهار پوهنتون هغه مرستي په بډه وهلي چي د پوهنتون له بيارغوني او مجهز كولو سره سوي وې.
خو د كندهار اوسنى والي چي د نورو هغو په څېر بې كفايته ګڼل كيږي په ځينو لويو اختلاسونو هم تورن دى، چي يوه بېلګه يې د DAI له موسسې څخه د درې لكه امريكايي ډالرو په ارزښت د غلا يوه قضيه ده چي اوس مهال يې دا موسسه څه، چي افغان چارواكي هم په دې اړه خوله نه شي پرانيستلاى.
په كابل كي د DAI ادارې يوه بهرني كاركوونكي د نوم نه ښوولو په صورت وويل:
ويسا په اختلاس او درغليو تورن دى، هغه مخكي په همدې موسسه كې كار كاوه چي وروسته له دې ځايه د همدې اختلاس په موضوع پسې واخيستل شو. خو اوس ويسا په كندهار كي د DAI موسسې كارونو ته خنډونه اچوي او په ځينو پروژو كي ونډه غواړي، يا هم اكثره پروژې ردوي او نه غواړي چي په كندهار كي د بيارغوني، ظرفيت لوړوني او نورو برخو كي كار وشي.
ښاغلي توريالي ويسا چي د ډسمبر پر ۲۰مه، قوس يا ليندۍ پر۳۰مه، يې په يوه غونډه كي د خپل ځان د معرفۍ تر څنګ د ځان په صفت خوله خلاصه كړې وه سړي فكر كاوه چي د وطن دغه خدمتګار به رښتيا هم مخكي كوم ناوړه كار ته لاس نه وي غزولى.
والي صاحب چي ځان افغان الاصله كاناډايي بولي دا مهال د كاناډا له ملاتړ څخه برخمن دى او په اوسنۍ اداره كي خو هغه څوك زيات غښتلى ګڼل كيږي چي د يوه بهرني هيواد ملاتړ ورسره وي، لكه تر ويسا دمخه چي د كندهار بل والي اسدالله خالد په خپله واكمنۍ پر كندهار غوبل جوړ كړى و، ان ولسمشر حامد كرزي هم نه شواى كولاى هغه له دې ځايه ليري كړي.
په كاناډايي مطبوعاتو كي اوسنى والي يو علمي او غوره شخصيت ګڼل سوى چي دغه رسنۍ وايي والي اوس وخت په زياتو كارونو بوخت دى چي كندهار ته به امن او سوله راولي، خو د سولې په راوستلو كي د والي صاحب او نورو چارواكو هڅې له ورايه ښكاري.
۵۸كلن توريالى ويسا چي ښايي په اينده كي د اوسني ولسشمر په ګټه كمپاين كي مهم رول ولري، په دې هم تورن دى چي له ځانه واك او اختيار نه لري او د ده له ورتګ سره په كندهار كي كوم تغير نه دى راغلى.
كله چي مو د والي صاحب د دې اختلاس په اړه د هغه له وياند ډاكټر پروېز نجيب سره تماس ونيوى، په دې اړه يې بې خبري وښوده، والي صاحب په خپله په دې اړه څه نه دي ويلي.
په دې هيله چي يوه ورځ زموږ دا اداره وكولاى سي د دې ډول درغليو په افشا كولو او رسوا كولو كي يو رول ولوبوي.