کينيا له افغانستان څخه په ۱۰۷ منډو وګټله
04.04.2009 16:54رپوټ: الهام ياسيني، حمزه مومند
اوس درسره زه الهام او حمزه خدای په اماني کوو. په الله مو سپارو او سبا نه بل سبا به بیا له خیره درته د افغانستان او هالينډ د لوبې مخامخ حال درکوو. ښاد او آباد اوسئ. د لوبې رپوټ او د نمر جدول به وروسته په لیکه کړو.
د افغانستان دبيټنګ مخامخ حال: کينيا له افغانستان څخه په ۱۰۷ منډو وګټله.
لوبډله |
منډې |
اورونه |
سوځيدلي لوبغاړي |
د منډو اوسط |
افغانستان |
۱۷۵ |
۴۷ |
۱۰ |
۳.۷۲ |
د افغانستان بيټنګ پیل شو.
په نورو لوبو کې:
B ګروپ:
د ډنمارک او برمودا په لوبه کې د ډنمارک ټول لوبغاړي په ۴۹ اورونو کې د ۱۷۵منډو په جوړولو وسوځېدل.
د اماراتو او هالينډ په لوبه کې هالينډ اماراتو ته د ۲۶۶ منډو هدف وټاکه.
A ګروپ:
د عمان او سکاټلينډ په لوبه کې سکاټلينډ عمان ته د ۲۷۵ منډو هدف وټاکه.
د ایرلینډ او یوګانډا په لوبه کې یوګانډا ايرلينډ ته د ۱۵۶ منډو هدف وټاکه.
د کاناډا او ناميبيا په لوبه کې کاناډا ناميبيا ته د ۳۲۰ منډو هدف وټاکه.
- افغانستان لا بيټينګ نه دی پیل کړی.
د ډوډۍ وقفه ده.
اوس درنه زه الهام او حمزه خدای په اماني اخلو. په لوی الله ج مو سپارو. د وقفې نه پس به سره بیا ګورو. کور مو ودان چې د لوبې په تعقیبولو کې مو برخه واخيسته.
د کينيا دبيټنګ مخامخ حال:
لوبډله |
منډې |
اورونه |
سوځيدلي لوبغاړي |
د منډو اوسط |
کينيا |
۲۸۲ |
۵۰ |
۵ |
۵.۶۴ |
- لوبه دپوچفسټروم سيمې په یونیورسټي ګرونډکې تر سره کېږي.
- د سویلي افریقا په وخت ۹:۱۴ بجې دي. لوبه لا نه ده پیل شوې.
- سلامونه او ستړې مه شئ. افغانستان نن د کينيا سره لوبه کوي. لوبه نن د سویلي افریقا په وخت په ۹:۳۰ بجې پیل کېږي. د کابل د وخت د ۱۲:۳۰ سره سمون خوري.
- زه الهام او زه حمزه به درته د لوبې مخامخ حال درکوو.
- د برمودا خلاف د لوبې انځورونه دلته ليدلای شئ. دا مو پرون خپاره کړي و. تبصرې پرې هلته بندوو که کوئ یې دلته یې وکړئ.
- د تېرې لوبې یو څو نور انځورونه هم لرو. که کتل یې غواړئ نو خپاره به یې کړو. خبر مو کړئ.
- د یادونې وړه ده چې په ټول افغان کې د تبصرو د اکاونټ جوړول سخت کار نه دی. که اکاونټ نه لرﺉ نو لاندې د تبصرو د کړکۍ سره د ((دلته کلیک کړﺉ چې ځانته اکاونټ جوړ کړﺉ)) برخې ته ټک ورکړﺉ. خپل نوم، برېښنا لیک او شفر غوره کړﺉ. تاسو ته به یو برېښنا لیک درشي. په هغې کې یو لینک دراستول کېږي. په هغې کلیک کړﺉ. تاسو به بیا کولای شﺉ چې په لوبه تبصرې وکړﺉ.
د لوبو د نمرو جدول تر ننه په دې ډول دی:
B ګروپ
لوبډله | بشپړې لوبې | ګټلې | بایللې | نمرې | د منډو اوسط |
افغانستان |
۲ |
۲ |
۰ |
۴ |
+۰،۷۷۹ |
هالينډ |
۲ |
۲ |
۰ |
۴ |
+ ۰،۶۱۰ |
کينيا |
۲ |
۱ |
۱ |
۲ |
+۱،۸۵۲ |
امارات |
۲ |
۱ |
۱ |
۲ |
ــ ۱،۵۱۵ |
ډنمارک
|
۲ |
۰ |
۲ |
۰ |
ــ ۰،۵۵۹ |
برمودا |
۲ |
۰ |
۲ |
۰ |
ــ ۰،۷۵۵ |