د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان لوبډله جمعه

ټول افغان 03.04.2009 21:36

افغان لوبغاړو پرون د جمعې لمونځ د سویلي افریقا په پلازمېنه کې میفیر د سیمې په مسجد کې ادا کړ او د غرمې ډوډۍ یې هم دلته په یو اسیاوي رسټورانټ کې وخوړه.

برمودا ته له ماتې وروسته روزونکي کبیرخان ویلي و چې زموږ لوبغاړي اوس د شریک مسولیت احساس کوي. د لوبې روزونکی هغه وخت په تشويش کې وي چې امېد یې د یو یا دوه لوبغاړو پورې تړلی وي. اوس هر افغان لوبغاړی په لوبه کې پوره برخه اخلي او دا مهمه خبره ده. په لوبډله کې اوس مهم او غیر مهم لوبغاړی نشته. هر چا ته یو رول سپارل شوی دی او هر یو خپل کردار ادا کوي.

کبیر خان زياته کړه چې زه خوښ یم چې برمودا ته مو ماتې ورکړه او فکر کوم چې موږ د دې وړ یو تر دې تکړه لوبډلو ته ماتې ورکړو. زه په تمه یم چې دا ثابته کړو.

Getty IMages Photo by Lee Warren/Gallo Images/Getty IMages)

 سمیع الله شينواري د برمودا خلاف لوبه کې د ۲۸ منډو په ورکولو ۴ ویکټې غورزولې وې. پرون یې رسنيو ته ویلي دي چې باور لري چې افغانستان به نړیوال جام ته بریالی شي. شينواري ويلي چې پوهېږي چې د کينيا خلاف لوبه سخته ده. خو ويلي یې و چې:

((ور ته تياری نيسو ، هیله ده چې وبه یې ګټو. موږ به سخته خواري وکړو ا خپل ۱۰۰ فیصده کوښښ به وکړو. کينيا ښه نړیواله لوبډله ده خو موږ غواړو چې ورته وښایو چې موږ څومره ښه یو. موږ غواړو ټولو ته وښایو چې موږ په کافي اندازه ښه یو چې د اسټراليا، هند او انګلستان غوندې لوبډلو خلاف لوبه وکړو.)) دعا ورته وکړئ.

 دوه ورځې مخمې برمودا ته د ماتې ورکولو څخه وروسته د يورپ کرکټ پاڼې خبریال چې په لوبه یې تبصره ليکله په اخر کې وليکل چې د افغانستان لوبډله یې له ۵م پړاو څخه تعقیب کړې ده. تر اوسه ښه وه خو فکر نه کوي چې له سترو لوبډلو لکه کينيا، ايرلينډ، سکاټلينډ، او هالينډ څخه لوبې ګټلی شي. دې خبرې موږ ته ډېر زور راکړ. راځئ چې دعا وکړو چې دا ښاغلی غلط ثابت شي. خدایه ستا شکر چې تر اوسه مو دوه لوبډلې ماتې کړې او نوره وسعه هم راکړې چې سترې لوبډلې هم ماتې کړو. آمین