د سويلي افريقا د کرکټ په سیالۍ کې د نن ورځې د لوبو رپوټ او د نمرو جدول
01.04.2009 21:10
روپوټ: الهام ياسيني
B ګروپ:
۱. افغانستان - ډنمارک: افغانستان پچه وګټله او فيلډ کول یې غوره کړل. ډنمارک د ۹ لوبغاړو په سوځېدو په ۵۰ اورونو کې ۲۰۴ منډې جوړې او افغانستان ته یې د ۲۰۵ منډو هدف وټاکه. افغانستان په ۴۶.۲ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۵ منډې جوړې کړې او ډنمارک ته یې ماتې ورکړه. د افغانستان له خوا محمد شهزاد ۴۴، محمد نبي ۴۷، او کریم صادق ۳۹ منډې جوړې کړې. همدار راز کریم صادق ۴، محمد نبي ۲، حمید حسن ۱، او هستي ګل ۱ ویکټه واخيسته.
کریم صادق د لوبې غوره لوبغاړی شو.
د افغانستان او ډنمارک د لوبې مخامخ حال
په دې سیالۍ کې د دې لوبې ګټل افغانستان ته خورا مهم و. هم د مورال په لحاظ او د نورو لوبو د سخت والي په لحاظ.
۲. عربي متحده امارات - برمودا: برمودا پچه وګټله او بيټنګ کول یې غوره کړل. ټول لوبغاړي یې په ۴۷ کې وسوځېدل او ۱۸۷ منډې یې جوړې کړې. اماراتو د ۱۸۸ هدف پوره کول پیل کړل او په ۴۸ اورونو کې یې د ۶ کسانو په سوځېدو پوره کړ. اماراتو په ۴ ویکټو وګټله.
۳. کينيا - هالينډ: کينيا پچه وګټله او بيټنګ یې غوره کړ. د ۸ لوبغاړو په سوځېدو یې په ۵۰ اورونو کې ۲۴۷ منډې وکړې او هالينډ ته یې د ۲۴۸ منډو هدف وټاکه. هالينډ په ۴۷م اور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف پوره کړ او په ۷ ویکټو یې کينيا ته ماتې ورکړه.
A ګروپ:
۱. ایرلينډ - سکاټلينډ: ايرلينډ پچه وګټله او فيلډ کول یې غوره کړل. سکاټلينډ په ۵۰ اورونو کې د ۷ کسانو په سوځېدو ۲۳۲ منډې جوړې کړې او ايرلينډ ته یې د ۲۳۳ منډو هدف وټاکه. ايرلينډ په ۳۸م اور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو هدف پوره کړه او سکاټلينډ ته یې ماتې ورکړه.
په لوبه کې د ایرلينډ کپتان فورټلفيد چې د لوبې غوره لوبغاړی هم شو (په انځور کې) او د سکاټلینډ نيل ماکلم سينچريانې یانې له سلو ډېرې منډې جوړې کړې.
۲. کاناډا - عمان: عمان پچه وګټله او فيلډ کول یې غوره کړل. کاناډا ۵۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۷ منډې وکړې او عمان ته یې د ۲۴۸ منډو هدف وټاکه. عمان ونشو کړای ټاکلی هدف پوره کړي او په ۴۰ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۴ منډې وکړې. کاناډا په ۱۰۳ منډو وګټله.
۳. ناميبيا - يوګانډا: ناميبيا پچه وګټله او فيلډ کول یې غوره کړل. یوګانډا په ۵۰ اورونو کې د ۷ کسانو په سوځېدو ۲۳۴ منډې وکړې او ناميبيا ته یې د ۲۳۵ منډو هدف وټاکه. ناميبيا په ۵۰ اورونو کې د ۹ کسانو په سوځېدو ټاکل هدف پوره نه کړ او ۲۲۸ منډې یې جوړې کړې. یوګانډا په ۶ منډو وګټله.
سبا ته د لوبو مهال ویش په دې ډول وي:
د اپرېل ۲:
افغانستان × برمودا |
سکاټلینډ × نامیبیا |
د لوبو د نمرو جدول تر اوسه په دې ډول دی:
B ګروپ
لوبډله | بشپړې لوبې | ګټلې | بایللې | نمرې | د منډو اوسط |
هالينډ |
۱ |
۱ |
۰ |
۲ |
+۰،۴۱۳ |
افغانستان |
۱ |
۱ |
۰ |
۲ |
+ ۰،۳۴۴ |
امارات |
۱ |
۱ |
۰ |
۲ |
+۰،۲۸۸ |
برمودا |
۱ |
۰ |
۱ |
۰ |
ــ ۰،۲۸۸ |
ډنمارک
|
۱ |
۰ |
۱ |
۰ |
ــ ۰،۳۴۴ |
کينيا |
۱ |
۰ |
۱ |
۰ |
ــ ۰،۴۱۳ |
A ګروپ
لوبډله | بشپړې لوبې | ګټلې | بایللې | نمرې | د منډو اوسط |
کاناډا |
۱ |
۱ |
۰ |
۲ |
+۲،۰۶۰ |
ايرلينډ |
۱ |
۱ |
۰ |
۲ |
+ ۱،۵۴۶ |
يوګانډا |
۱ |
۱ |
۰ |
۲ |
+۰،۱۲۰ |
ناميبيا |
۱ |
۰ |
۱ |
۰ |
ــ ۰،۱۲۰ |
سکاټلينډ
|
۱ |
۰ |
۱ |
۰ |
ــ ۱،۵۴۶ |
عمان |
۱ |
۰ |
۱ |
۰ |
ــ ۲،۰۶۰ |