د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ډنمارک د بیټنګ مخامخ حال دلته ولولﺉ.

الهام ياسيني 01.04.2009 18:24

رپوټ: الهام یاسيني او حمزه مومند

ايا تا نن خپلې لوبډلې ته دعا کړې ده؟ پرون نوروز منګل له تاسو دعاګانې غوښتي دي.

ډنمارک :

منډې                اورونه                    سوځېدلي لوبغاړي              د منډو اوسط

۲۰۴                     ۵۰                                ۹                                  ۴ اعشاریه ۰۸

- اوس وقفه ده.

- A ګروپ:  د سکاټلينډ او ايرلينډ په لوبه کې سکاټلينډ لومړی بيټنګ وکړ. په ۵۰ اورونو کې یې د ۷ کسانو په سوځېدو ۲۳۲ منډې جوړې کړې. ایرلینډ به اوس ۲۳۳ منډې جوړوي.

- A ګروپ: د کاناډا او عمان په لوبه کې کاناډا لومړی بيټنګ وکړ. د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې په ۵۰ اورونو کې ۲۴۷ منډې جوړې کړې. عمان باید ۲۴۸ منډې جوړې کړي.

- B ګروپ:  د برموډا او اماراتو په لوبه کې برموډا لومړی بيټنګ وکړ. ټول لوبغاړي یې ۴۷ اورونو کې په ۱۸۷ منډو وسوځېدل. اماراتو ته ۱۸۸ منډې جوړول په کار دي.

- B ګروپ: د کينيا او هالينډ په لوبه کې کينيا بيټنګ وکړ او په ۵۰ اورونو کې یې د ۸ کسانو په سوځېدو ۲۴۷ منډې جوړې کړې او هالینډ ته يې د ۲۴۸ منډو هدف وټاکه.

- اوس وقفه ده.

- ډنمارک ۵۰ اورونه پوره کړل او افغانستان ته یې د ۲۰۵ منډو هدف وټاکه.

- نهم کس هم له خیره لاړو. حميد حسن وسوځاوه.

- ۴۷ م اور حمید حسن وکړ. ۲ منډې یې ورکړې. له بله پلوه د A په ګروپ کې د یوګانډا او نامیبيا په لوبه کې یوګانډا په ۵۰ اورونو کې ۲۳۴ منډې جوړې کړې. ۷ کسان یې په لوبه کې وسوځېدل.

- ۴۶ م اور محمد نبي وکړ. ۱  منډه یې ورکړه.

- افغانستان تر اوسه الحمد لله ښه روان دی.

- ۴۵م اور کریم صادق وکړ. ۷ منډې یې ورکړې.

- بښنه غواړو ۹م کس نه دی اوټ شوی. ټولټال ۸ اوټ دي.

- ۹م لوبغاړی هم وسوځېد. مبارک شه. کریم صادق اوټ کړ.

- د ډنمارک ۷م او ۸م لوبغاړي هم وسوځېدل. ۷م لوبغاړی توماس هينسن ریس احمدزي په منډه وسوځاوه او ۸ م لوبغاړی  اجای چاوله محمد نبي وسوځاوه.

- ۴۴ م اور محمد نبي وکړ. ۱  منډه یې ورکړه.

- ۴۲ اور کریم صادق وکړ. ۴ منډې یې ورکړې.

- ۴۱ اور کریم صادق او ۴۲ اور محمد نبي عیسی خېل وکړ. دواړه ۲ - ۲ منډې ورکړې.

- د ډنمارک ۶ م کس هم کریم صادق وسوځاوه.  سوځېدلی لوبغاړی تازه راکوز شوی مورټن انډرسن دی. له ۴ منډو جوړولو څخه وروسته کریم صادق بېرته خپل تم ځای ته ولېږه.

- ۴۰ م اور محمد نبي وکړ. ۳ منډې یې ورکړې.

- افغانستان تر اوسه ټولې ۲۰ وړیا منډې ورکړي دي.

- پنځم سوځېدلی لوبغاړی  سورن ويسترګارد دی. پر ځای یې مورټن انډرسن راغی.

- د ډنمارک پنځم کس هم کریم صادق وسوځاوه. کریم صادق دوه نورو اورونه (ټولټال ۵ اورونه) وکړل.

- حبيبه وروره:  د افغانستان د کرکټ د بورډ ویاند جاوید همیم د برېښنا لیک له لارې خبر کړو چې لوبې په تلویزیون نه خپرېږي.

- د ډنمارک څلورم سوځېدلی لوبغاړی میکلي لنډ نومېده. اوسني ولاړ بیټسمینان  سورن ويسترګارد او ماکس اورګارډ نومېږي.

- افغانستان تر اوسه ټولې ۱۸  وړیا منډې ورکړي دي. وروستۍ دوه وايډبالونه یو سمیع شينواري واچاوه او بل کریم صادق.

- د ډنمارک څلورم کس هم وسوځېد. کریم صادق وسوځاوه. کریم صادق لګیا دی ۳۵ اور کوي.

- په۳۳ م اور کې کریم صادق ۲ منډې ورکړې او د ډنمارک درېم لوبغاړی (چې تکړه لوبغاړی و)  وسوځاوه. دا د نوروز منګل ښه اختیار و چې کریم صادق یې توپ اچونې ته راووست. په ډېرو کمو لوبو کې کریم صادق توپ اچوي. کریم صادق د افغان لوبډلې کېپر دی.

- کریم صادق درېم لوبغاړی وسوځاوه. ال بي ډبلیو یې کړ. سوځېدلی لوبغاړی کارسن پډرسن دی. نوموړي په ۶۹ توپونو ۴۶ منډې جوړې کړې. شپږ په کې څلورمنډې وې.

- افغانستان تر اوسه ټولې ۱۶ وړیا منډې ورکړي دي.

- په۳۲ م اور کې سمیع شينواري ۵  منډې ورکړې.

- په ۳۱م  اور کې کریم صادق ۶ منډې ورکړې.

- په ۳۰م  اور کې سمیع شينواري ۷ منډې ورکړې. ۶ یې منډې یو یې وایډ وکړ.

- په ۲۹م  اور کې حمید حسن ۷ منډې ورکړې.

- افغانستان تر اوسه۱۵  وړیا منډې ورکړي دي. وروستی وایډ سمیع الله شينواري وکړ.

- تر اوسه هستي ګل په توپ اچونه کې ځلېدلی. په ۹ اورونو کې یې ۳۳ منډې ورکړي دي.

- افغانستان تر اوسه ۱۴ وړیا منډې ورکړي دي. وروستي دوه وایډ بالونه حمید حسن ورکړل.

- یوه یادونه کوو چې موږ کوښښ وکړ چې معلومات لاس ته راوړو چې کوم تلویزیون خو به دا لوبې نه خپروي!د کرکټ نړیوالې شورا ته مو برېښنالیک لېږلی و، هغوی ځواب رانه کړ.  د افغانستان د کرکټ د بورډ ویاند جاوید همیم د برېښنا لیک له لارې خبر کړو چې لوبې په تلویزیون نه خپرېږي.

- ۲۰م اور سمیع الله شينواري وکړ. ۱ منډه یې ورکړه.

- د ډنمار دویم لوبغاړی فډریک هم وسوځېد. د محمد نبي په توپ ریس احمدزي کیچ ونیوه.

- افغانستان تر اوسه په ۱۶ اورونو کې ۱۱ وړیا منډې ورکړي دي.

- د ډنمارک مایکل پډسرن وسوځېد. هستي ګل وسوځاوه.

- محمد نبي نهم اور وکړ. ۳ منډې یې ورکړې.

- نوروز په یو اور کې ۸ منډې ورکړې.

- د دعاګانو اړتیا ده. ډنمارک ډېر تېز روان دی.

- افغان توپ اچونکو تر  اوسه یواځې ۵ وړیا منډې ډنمار ک ته ورکړي دي. ۴ یې وایډ او ۱ یې نوبال کړي دي. پنځه واړه دولت احمدزي په ۳ اورونو کې ورکړي دي.

- تر اوسه ۴ اورونه شوي. ډنمارک ۱۵ منډې جوړي کړي دي. هستي ګل ۲ او دولت ۲ اورونه کړي دي.

- ډنمارک په لومړي اور کې ۱ منډه واخيسته.

- دولت احمدزی لومړی اور کوي.

- لوبه په خیر پیل شوه. افغانستان پچه وګټله او فیلډ کول یې غوره کړل.

- مشتاقه وروره کور دې ودان. اباد اوسې.

- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په لاندې لوبغاړو مشتمله ده:
نوروز خان منګل ( کپتان)
کريم خان صادق ( مرستیال کپتان)
رييس احمدزى
نبي عيسى خېل
سميع الله شينوارى
هستي ګل عابد
شهزاد خان
خالقداد نوري
شفيق الله شفق
حميد حسن
دولت احمدزى
نور علي نوري
 شاهپور ځدراڼ
نصرت الله نصرت
اصغر ستانکزی

- وروڼو یو ځل بیا هیله کوم چې  مهرباني وکړﺉ د نن ورځې په لوبه سیاسي تبصرې مه کوﺉ. د هغې دپاره خپل ځایونه شته دی هلته یې پرې وکړﺉ. راځﺉ نن یواځې له لوبې خوند واخلو او لوبډلې ته (ټولو لوبغاړوته ) دعاګانې وکړو. سیاسي تبصرې ړنګوو. هیله ده چې خوابدي کېږﺉ به نه.

- لوبه لا پیل نه ده. شل دقیقې وروسته پیل کېږي.

- وروڼو مهرباني وکړﺉ د نن ورځې په لوبه سیاسي تبصرې مه کوﺉ.

- نسیم الله وروره: په دې ادرس ژوندی سکور کتلی شې: http://iccworldcupqualifier.yahoo.net/index.html

- د افغانستان او ډنمارک لوبه نیم ساعت وروسته شوې ده. د سویلي افریقا په وخت به په :۳۰ :۱۰ بجو  (چې د کابل په وخت ۱  بجه کېږي) پیل کېږي.

- د رفعت الله مومند پر ځای د بدخشان د ولایت نصرت الله نصرت په لوبډله کې شامل شوی دی.

- په سویلي افریقا کې ۰۹:۳۰ بجې دي. لوبه پیلېدونکي ده.

- په لوبډله کې د رفعت الله مومند د نه شاملولو وجه اوس لا روښانه شوه. د افغان کرکټ بورډ مرستیال الله داد نوري رسنیو ته ویلي دي چې رفعت الله مومندد پاکستان دپاره رسمي لوبي کړي دي او که غواړي د افغانستان دپاره لوبه وکړي نو باید څلورکال د افغانستان په سیمه ییزو لوبو کې برخه واخلي بیا به کولای شي د افغانستان دپاره په بهر کې رسمي لوبې وکړي. رفعت الله لا پرېکړه نه ده کړې چې په پاکستان کې به لوبې ته دوام ورکړي او که څلور کاله به انتظار وکړي چې د افغانستان دپاره لوبه وکړي. نوري په دې اند دی چې رفعت الله به د پاکستان د پاره لوبې ته دوام ورکړي. رفعت الله مومند دا مهال د ۳۲ کالو دی.

- لوبه  د ایزاک سټییل په لوبغالي کې چې د جوهانسبرګ په وانډربلج پارک کې واقع دی تر سره کېږي.

- په سویلي افریقا کې ۰۹:۱۵ بجې دي. لوبه لا پیل نه ده.

 - د افغانستان او ډنمارک لوبه پيلېدونکې ده. لوبه د سویلي افریقا په وخت په ۹ بجې او ۳۰ دقيقو (چې د کابل په وخت  ۱۲ بجې کېږي) پیل کېږي.

- ټول افغان ټکی کام درته شېبه په شېبه رپوټ درکوي. د تبصرو کړکۍ هم وازه پرېږدو.