د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان ډنمارک ته ماتې ورکړه

الهام ياسيني 01.04.2009 18:59

رپوټ: الهام ياسيني او حمزه مومند

 

 

 د افغانستان او ډنمارک د لوبې مخامخ حال:

افغانستان :

منډې                اورونه                    سوځېدلي لوبغاړي              د منډو اوسط

۲۰۵                    ۴۶.۲                                   ۵                         ۴  اعشاریه ۴۲

- په مخه مو ښه. ښه خوبونه درته غواړو. افغان لوبډله په دعاګانو کې هېره نه کړﺉ. سبا به سره بیا ګورو په خیر.

په مينه،
ټول افغان ټکی کام

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

- کریم صادق د لوبې غوره لوبغاړی شو.

- افغانستان  په ۵ ویکټو وګټله. مبارک شه. ریس احمدزي په ۴۶ اور کې دوه څلور منډې ووهلې.

- طبعا شاهده وروره ستاسو او د ټولو لوستونکو مننه. که تاسو ټول افغان ټکی کام ونه لولﺉ نو بیا خو دا پاڼه نه چلېږي. کور مو ودان.

- دا د ایرلینډ کپتان دی چې نن یې سينچري ووهله:Porterfield hundred helps Ireland to comprehensive win

 

 

 

 

- مننه بختیار صیب.

- د افغانستان په ګروپ کې (B ګروپ کې) هالينډ ته په ۵۳ پنډوسو ۲۸ منډې جوړول په کار دي چې کينيا ته ماتې ورکړي.

- په  A ګروپ کې کاناډا عمان ته په ۱۰۳ منډو ماتې ورکړه.

- کور مو ودان عبدالعباس، قانع او نوید وروڼو. مننه چې ټول افغان لولﺉ. زموږ خوښي همدا ده چې تاسو خوښ اوسﺉ. لوبه دې الله په خیر زموږ په بري پای ته ورسوي.

- عالمګیره وروره: ډېره قوي حافظه دې ده ماشالله. د لومړي اولمپیک تاریخچه دې راوسپړله! کور دې ودان.

-  په A ګروپ کې یوګانډا ناميبيا ته په ۶ منډو ماتې ورکړه.

- شهزاد څلورمنډې ووهله.

- سمیع الله شينواری راونه وت. ریس احمدزی راووت.

- محمد نبي ۵۱ پنډوسو ۴۷ منډې جوړې کړې. سمیع الله شینواری راوتونکی دی.

- محمد نبي وسوځېد. کیچ شو. دا د افغانستان پنځم لوبغاړی دی چې سوځي.

- کاناډا عمان ته ماتې ورکونکی دی.

- په A ګروپ کې ایرلینډ، سکاټلينډ ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه. د ایرلينډ کپتان ۱۰۱ منډې جوړې کړې. د سکاټلينډ نیل مکالم ۱۲۱ منډې جوړې کړې وې او سوځېدلی نه و.

- د B په ګروپ کې د اماراتو او برمودا په لوبه کې امارات بریالی ښکاري. ۳۴ اورونو کې یې ۴ کسان سوځېدلي او ۱۲۷ منډې یې کړي دي. هدف یې ۱۸۸ دی. په ۹۶ توپونو ورته ۶۱ منډې جوړول په کار دي. افغانستان به سبا ته د برمودا سره لوبه کوي. د اماراتو سره به د اپرېل په ۸ مه لوبه کوي.

 - څلور منډې نورې هم جوړې شوې. شهزاد څلورمنډې واخيسته.

- افغانستان چې دا لوبه او یوه بله وګټي نو ډېره هیله ده چې سوپر ايټ (اته غوره) پړاو ته ووځي. هلته به بیا د ټولو مقابلو ۷ لوبډلو سره لوبه کوي. په سوپرايټ کې چې د څلورو لوبډلو نومرې له پاتې څلورو څخه ښې وې نو هغه به نړیوال جام ته بریالۍ کېږي.

- محمد نبي بله څلور منډه واخيسته.

- ډنمارک تر اوسه۲۹  Extras  یا اضافي - وړیا منډې ورکړي دي.

- په ۳۱ م اور کې محمد نبي دوه څلورمنډې ووهلې.

- د افغانانو منډې ۱۲۴ شوې. اوس  په ۱۲۶ پنډوسو ۸۱  منډې په کار دي.

- په ۲۸ م اور کې یوه څلورمنډه محمد نبي او بله محمد شهزاد واخيسته.

- د یادونې وړ ده چې ډنمارک تر اوسه ۲۵ Extras  یا اضافي - وړیا منډې ورکړي دي.

- دغسې شاه محمود صیب حوصلې مو لوړې کړه.

- محمد نبي بیټنګ ته راغی. الله ج دې وکړي چې د تر ډېره ودرېږي او منډې جوړې کړيږ آمین

- نوروز منګل هم وسوځېد. ښه خبر نه دی. نوروز د ۱۳ منډو جوړولو څخه وروسته وسوځېد.

- نوروز او شهزاد لوبه ارامه کړه. پوهېږي چې افغانستان  ته په ۱۸۰ پنډوسو ۱۱۷ منډې په کار دي. یانې فرصت لري چې منډې جوړي کړي.

- نوروز څلورمنډې واخيسته.

 - د ډنمارکیانووړیا منډې ۲۳ شوې.

- که خیر وي، نوروز او شهزاد ښه شراکت کولای شي. الله ج دې ټینګ کړي.

- کریم صادق وسوځېد. محمد شهزاد به اوس راځي. کریم صادق ۳۹ منډې جوړې کړې.

- کریم صادق تر اوسه ۷ څلور منډې اخيستي دي.

- افغانانو په ۵۰ اورونو کې ۲۳ وړیا منډې ورکړې وې، ډنمارکیانو په ۱۴ اورونو کې ۲۲ وړیا منډې ورکړي دي. کور یې ودان.

- په۱۴  م اور کې کریم صادق  دوه څلور منډې  واخیستې.

- په ۱۲ م اور کې کریم صادق  بله څلور منډه واخیسته.

- کریم صادق څلور منډه واخیسته.

- افغانستان ته په۲۴۰  پنډوسو ۱۵۶ منډې په کار دي.

- نورعلي وسوځېد. کیچ اوټ شو. نوروز منګل راغی.

- افغانستان ته په ۲۵۲ پنډوسو ۱۶۱ منډې په کار دي.

- په ۸م اور کې کریم صادق ۴  منډې او نورعلي ۱ منډه واخيسته. ډنمارک ۱  وایډ بال وکړ. کریم صادق څلور منډه واخيسته.

- په ۷م اور کې کریم صادق ۶ منډې واخيستې. ډنمارک ۲ وایډ بالونه وکړل.

- تر اوسه په ۳۰ منډو کې ۱۶ افغان لوبغاړو کړي دي او ۱۴ ورته ډنمارک په وړیا توګه ورکړي دي.

- شفیق الله شفق د ۶ منډو له جوړولو څخه وروسته وسوځېد. اوس کریم صادق او نور علي ولاړ دي.

- ډنمارک د ې هم خدای لري. په ۵ اورونو کې یې ۱۴ وړیا منډې ورکړي دي.

- افغانستان په ۴ اورونو کې ۲۲ منډې کړي دي او یو کس یې سوځېدلی دی. شفیق الله شفق اوټ دی.

- لوبه پیل شوه.

- لوبه لا نه دی پیل شوې.

- د افغانستان بیټنګ پیلېدونکی دی. ډنمارک په ۵۰ اورونو کې افغانستان ته د  ۲۰۵ منډو هدف وټاکه.

- د ډنمارک د بیټنګ مخامخ حال دلته ولولﺉ.