د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دافغانستان په اوسنۍ اوضاع کښې دنړيوالې ټولنې مسؤليتونه

سيدخالد سادات 18.03.2009 22:36

افغانستان دنړۍ ديودهغوهيوادنو څخه دى چې دخلکو ژوند يې د ډول ډول مشکلاتو او انديښنو سره مخ دى .علت يې دادى چې افغانستان ديوې څلورلارې شکل ځانته غوره کړى .اوهمدارنګه په اسيا کښې يې دسويلي اسيا اومرکزي اسيا دپل شکل خپل کړى.

که چېرې دافغانستان شاليد ته وکتل شي نو په ډاګه معلوميږي چې افغانستان په خپل شاليد کښې دپرديو قوتونو شاهددى. مګر کله چې د٢٠٠١دسپتمبر يولسمې نېټې پېښې نړۍ ته جامې بدلې کړې اونړۍ خپل مخ يو بل طرف ته وګرځاوه . همدارنګه افغانستان هم لدې بدلون څڅه بې برخې پاتې نشو اودټولې نړۍ مخ ورواخوت.

لامل يې داکيداى شي چې ددغو پېښو دترسره کېدو دمخه چې دنيويارک معجزه ډوله بلډنګونه يې دانسکورکړل نړيوالو افغانستان ته توجه کوله .
ولې کله چې نړېوال دنيويارک اوپنټاګون لوګي راويښوي نو دهر يو په خوله کښې دافغانستان، افغانستان،…………………..کلمه زمزمه کيږي.

نړيوالو افغانستان ته دپنځو دلايلو په اساس خپل دخول  ته مجازورکړ:

لمړى . دتروريزم په وړاندى کلکه او ټينګه مبارزه چې غربي نړۍ ته يې په نيويارک کښې دخطر زنګ وکړنګاوه.

دويم. دبشري حقوقو رعايت کول : ددوي په اصطلاح چې په افغانستان کښې بشري حقوق تر پښو لاندې شوي.

دريم. دډيموکراسۍ او قانون حاکميت : نړېوالې ټولنې په افغانستان کـښې دقانون او ډيموکراسۍ دنشتوالي په اساس خپل موجوديت افغانستان کښې مشروع وګرځاوه.

څلورم. دمخدره توکيو په وړاندې کلکه مبارزه: نړيوالې ټولنې ادعا کوله چې افغانستان دنړۍ د١٠٠فيصده څخه ٩٠فيصده اپين توليدوي.

پنځم. دښځوحقوق :چې په افغانستان کښې يې دښځو دسخت ژوند په اړوند ښځو ته د حقوقو په ورکولو ادعاوې کولې.

په هرحـال نړيوالې ټولنې افغانستان ته حضورراوړاوپه افغانستان کښې يې دحکومت پر ګدۍ ولسمشر ته دټاکل کېدو زمينه برابره کړه.همدارنګه يې افغانستان ته پس له دېرشو کالو څخه دپارلمان يادونه ورتازه کړل او ديته زمينه برابره شوه چې افغالنستان يو ځل بيا په خپلې ملي وثيقې يا په اصطلاح داساسي قانون څښتن شي .همدارنګه نورکارونه هم تر سره شول چې دافغانستان ملت او دافغانستان دولت ورته ضرورت درلود.

سره ددې چې نړيوالې ټولنې دغه پورته دلايل درلودل اما ددې تر څنګ يې په افغانستان کښې دبيا ودانولو او دحنګ ختمولو يادونه هم کوله .

بل لورته دافغانستان غريب ،بېچاره  او جنګ ځپلي ملت دداسې وعدو په اورېدو سره په جامو کښې نه ځاېده ډيرى افغانان ددې وعدو په طمعه دبهرنيو هيوادونو څخه خپل کور راوګرځېدل او دخپلو ورانو کورونو په جوړولو لګيا شول .خپل ماشومان يې ښونځيو ته په ليږدولو مجبور او دامنيت او هو سا ژوند په رارسېدو يې خپلې شپې او ورځې سبا کولې .

سره ددې چې دافغانستان سپېڅلى بيرغ دنړۍ په ګوډ ګوډ کښې رپانده ولاړدى ، دخلکو ژوند دپخوا په پرتله يوڅه دبهبود او ښه کېدو په لورروان دى ...

مګر دافغانستان ملت هغه څه جې غواړي او بايد ترسره شي ترډېره بريده قانع ځواب ندى ترګوتوشوى. که څوک بيطرفه قضاوت وکړي نو ويلاى شي چې دافغانستان لپاره ٦١ميليارده امريکي ډالره مرسته څه شوه؟
دنړۍ مختلفو هيوادونو په بېلا بيلو وختونو کښې دافغانستان سره خپله بسپنه نده سپمولې او افغانستان يې يوازې ندى پريښى.

مګر که بل لورته وکتل شي نړيواله ټولنه دافغانستان دملت او دافغانستان ددولت په وړاندې يوڅه مسؤليتونه لري، تر څو افغانستان په خپلو پښو ولاړ او له پرديو دشر څخه خلاص شي.

هغه مسؤليتونه چې نړيواله ټولنه يې باېد دافغانستان ددولت او ملت په وړاندې لري په لاندې ډول دي:

اول .نظامې مسؤليت :
په يو هيواد کښې دامنيت موجوديت دوه فکټوره لري  چې يو دامنيت راوستل او بل دامنيت ټينګول دي .

١.دامنيت راوستل  : پدې معنى سره چې کله يو هيواد دجنګ او جګړې څخه تازه راووځي طبعي ده چې هلته قضايه ادارات، اجرايه ادارات،مقننه ادارات او همدارنګه نورې اړوندې ادارې له منځه تللې وي نو پداسې حالت کښې دم م (ملګري ملتونه) دخپل منشور په اساس هاغه هيواد ته خپلې سوله ساتې قواوې استوي په کوم هيواد کښې چې جنګ شوى وي ترڅوهلته دخلکو تر مينځ حالت عادي او دحکومت جوړېدو ته زمينه برابره کړي .

٢: دامنيت ساتل او دامنيت ټينګول دتل لپاره پدې معنى چې په دويم قدم کښې بيا همدغه سوله ساتي ځواکونه دهغه هيواد ملي اردو ، ملي پوليس اونورې اړوندې امينيتې ادارې روزي تر څووکولاى شي چې دهغه هيواد امنيت په خپله وساتي او سوله ساتو ځواکونو ته د وتلو زمينه برابره کړي.

همدارنګه دافغانستان په اوسنۍ فعلي اوضاع کښې نړيواله ټولنه مسؤليت لري ترڅو دافغانستان ملي اردو ، ملي پوليس او نورې اړوندې امنيتي ادارې مجهزې او په عصري وسايلوسمبال کړي او په نړيوال سټنډرډ باندې وروزي ترڅو پدې وتوانيږي چې خپل امنيت په خپله وساتي .
داچې ولې خارجي قواوې ديوهيواد دامنيت په ټينګولواو تل لپاره امنيت نشې ساتلى . او همدارنګه دامنيت په قايموالي کښې مؤثرې نشي واقع کېداى  دابيل او جدا بحث دى او مختلف عناصر لري.

بله موضوع چې دنړيوالې ټولنې نظامي مسؤليت پورې تړاولري  هغه داچې په افغانستان کښې دخپلسرو او وسله والو ډلو دله منځه وړل دي چې دافغانستان امنيت لپاره يو ستر ګواښ او خنډدى.

دويم اقتصادي مسؤليت : نړيواله ټولنه په افغانستان کښې يو بل دروند مسؤليت لري چې دافغانستان ددولت سره مالي او اقصادي مرستې دي .
که څه هم يادې شوې ټولنې دافغانستان حکومت سره هراړخيزي مرستې کړي او په اوو کالو کښې يې څه دپاسه يو شپېته ميليارده امريکاي ډالره بسپنه کړې ،مګر دوي بايد ډيره پورې د افغانستان دملت غوښتنې او توقعات په نظر کښې ونيسي .

نو پدې اساس دوي بايد په افغانستان کښې اساسي او بنيادي پروژې جوړې کړې او دافغانستان په بيا رغاونه کښې چټکه برخه واخلي.

دريم . اداري مسوليت : دنړيوالې ټولنې په لس ګونه هيوادونه په افغانستام کښې شتون لري نوددې هيوادونو دهماهنګۍ او اتحاد لپاره او همدارنګه ديو کاميابې ،ګټورې سټراټېژۍ لپاره يواداري سېستم جوړولو  ته ضرورت بريښيږي تر څو دافغانستان سره راغلې مرستې او همدارنګه په نظامي برخه کښې دملکي وګړيو دوژلو او بلاخره دروانو ناامنه حالاتو مخه ونيول شي.

څلورم. دپلو ماتيکي مسوليت : نړيواله ټولنه دافغانستان په وړاندې يو بل مسوليت چې لري يې هغه په دپلوماتيکه برخه کښې دى .
پدې مانا سره چې که نړيواله ټولنه واقعآ او په ريښتني ډول غواړي دافغانستان مشکل حل کړي نو دافغانستان ددولت دوسله والو مخاليفينو سره دې دخبرو لړۍ پيل شي. که داهر څوک وي.

 ددې دروند مسوليت څخه افغان ولسمشر څو ځلې يادونه هم کړې او دخپلو مخاليفينو سره يې د مفاهمې او جوړجاي غوښنته کړې او همدارنګه يې دافغانستان ملت ته په ډاګه ويلې چې که چېرې دده سره دمخاليفينو ادرسونه او ځايونه ورمعلوم ول ده به ورسره په خپله ليده کاته کړاى واى.

نو نړيواله ټولنه بايد دافغان ولسمشر دغه څرګندونې خپل يو دروند مسوليت وبولي تر څو دافغان حکومت مخاليفين په يو ټغر راټول او افغانستان لدې کړکېچ څخه راوباسي.

پنځم .په افغانستان کښې دګاونډيو هيوادونو دمداخلې پر ضد کلکه مبارزه:
دافغانستان په اوسنيو حالاتو کښې د ګاونډيو هيوادونو مداخلوڅخه هېڅوک سترګې نشي پټولاى .

دافغانستان حکومت په داتيرو څوکالو کښې غټه لاس ته راوړنه داوه چې نړيواله ټولنه پدې  قانع کړه چې دافغانستان دمشکلاتو زيږنده دافغانستان دخاورې څخه بهر ده او نړيواالې ټولنې هم ورسره  خپل سر په هوخوځولى .

  دافغانستان ګاونډيان وسله والوډلو ته پيسي ورکوي ، وسله والو ته وسله او نور لو ژستيکي لوازم ورکوي او همدارنګه ټريننګ او نورې مرستې ورسره کوي .

ولې يوازې دنړيوالې ټولنې دسرپه خوځولو څه نه کيږي بلکه عملي اقدام او پر ګاونډيانوبايد فشار واچول شې او همدارنګه ديو نړيوال کنقرانس په ترڅ کښې د ګاونډيو هيوادونوڅخه دنړيوال تضمين په اخيستلو سره دې تر څارنر لاندې ونيول شې. تر څو په افغانستان کې خپلې مداخلې بندې او افغانستان دخپل سرنوشت په ټاکلو پخپله رول ولوبوي.که چېري نړيواله ټولنه دغه يادشوي مسوليتونه خپل وګڼي نوپه واقعي ډول افغانستان ته نجات ورکولاى شي. او که چېرې يې خپل مسوليتونه ونه ګڼل او ځان يې ورباندې ناګاره واچاوه نو داځل به يوازې دانه چې  افغانستان داور ميدان بدل شي  بلکه داځل به دلندن او جرمني بلډنګونه دتورو لوخړوشاهدان وي.